ترزا مې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Theresa May


ترزا می
(انګلیسي: Theresa May د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترزا مې
ترزا مې

د بریتانیا پنځه پنځوسمه لومړۍ وزیره
د واکمنۍ دوران
۱۳ جون ۲۰۱۶ – ۲۳ جون ۲۰۱۹
دیوید کامرون
بوریس جانسون
د محافظه‌ کار ګوند مشره
د واکمنۍ دوران
۱۱ جون ۲۰۱۶ – ۲۵ مي ۲۰۱۹
دیوید کامرون
بوریس جانسون
د هیواد وزیر
د واکمنۍ دوران
۱۲ مي ۲۰۱۰ – ۱۳ جون ۲۰۱۶
لومړی وزیر دیوید کامرون
آلن جانسون
امبر راد
ددښځو چارو وزیره
د واکمنۍ دوران
۱۲ مي ۲۰۱۰ – ۴ سپتمبر ۲۰۱۲
لومړی وزیر دیوید کامرون
هریت هارمن
ماریا میلر
تقاعد
د واکمنۍ دوران
۱۹ جون ۲۰۰۹ – ۱۱ مي ۲۰۱۰
کریس ګریلینګ
ایوت کوپر
د ښځو چارو وزیر
د واکمنۍ دوران
۲ جون ۲۰۰۷ – ۱۱ مي ۲۰۱۰
النور لینګ
ایوت کوپر
د واکمنۍ دوران
۱۵ جون ۱۹۹۹ – ۱۸ سپتمبر ۲۰۰۱
د ښځو چارو وزیره
جیلیان شپرد
کارولین اسپلمن
د عوام ګوند مشره
د واکمنۍ دوران
۶ ډسمبر ۲۰۰۵ – ۱۹ جنوری ۲۰۰۹
کریس ګریلینګ
آلن دانکن
د کلتور، او سپورټ وزیره
د واکمنۍ دوران
۶ مه ۲۰۰۵ – ۸ ډسمبر ۲۰۰۵
جان ویتینګدیل
هوګو سوایر
د واکمنۍ دوران
۱۵ جون ۲۰۰۴ – ۸ ډسمبر ۲۰۰۵
د منصب جوړول
 
د شخص معلومات
زیږون نوم ترزا می مِیْ
پيدايښت کينډۍ:زوکړه او سن
ایست‌بورن ساسکس ولسوالۍ، انګلستان هیواد، په بریتانیا کې
تابعیت برېتانيا[۱][۲][۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 172.72 سانتي متره  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب انګلیکان
ګوند حزب محافظه‌ کار ګوند
عملي ژوند
تعلیم سینت هیوز کالج، آکسفورد
کار/مسلک سياستوال[۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ترزا مې
ترزا مې

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)[۷]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

Found 1 = ????UNIQ--nowiki-00000007 ..., Found leader9, Found leader4, Found term_start13, Found successor12, Found term_end14, Found leader5, Found term_end6, Found leader6, Found successor14, Found predecessor15, Found office11, Found predecessor12, Found leader13, Found term_start15, Found term_start6, Found office13, Found predecessor13, Found term_end11, Found leader11, Found leader12, Found term_end13, Found term_start9, Found term_end9, Found majority15, Found term_end12, Found office10, Found term_end7, Found honorific-prefix, Found term_start11, Found term_start10, Found term_end15, Found predecessor14, Found term_start14, Found office12, Found successor13, Found term_start12, Found leader14, Found successor11, Found predecessor11, Found successor10, Found term_end10, Found predecessor10, Found leader10, Found term_start7, Found successor15, Found term_end8, Found term_start8, Found leader7, Found leader8, Found office15,

تېریزاماري، مېرمن مې (د زېږد نوم: برېزیر، چې د ۱۹۵۶ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه زیږېدلې ده) یوه بریتانوی سیاستواله ده چې له ۲۰۱۶ ز نه تر ۲۰۱۹ ز پورې یې د بریتانیا د لومړۍ وزېرې او د محافظه کار ګوند د مشرې په توګه دنده ترسره کړې ده. له ۲۰۱۰ ز کال نه تر ۲۰۱۶ز پورې د کامرون په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیرې په توګه او له ۱۹۹۷ ز کال راهیسې په بېرکشایر کې د مېډين هېد په استازیتوب د پارلمان غړې وه. نوموړې له ایډیالوژیکي اړخه ځان د یوه ملته محافظه کارې په توګه ګني. [۸][۹][۱۰]

مېرمن می په اکسفوردشایر کې لویه شوې ده او د اکسفورد سېنټ هوګ په کالج کې یې زده کړې کړې دي. په ۱۹۹۷ ز کال کې له فراغت نه وروسته، نوموړې د انګلستان بانک او د تادیاتو د تصفیې د چوپړتیاوو په ټولنه کې کار وکړ. هغې په میرټن کې د ډرنفورډ په استازیتوب د شورا د غړې په توګه هم دنده ترسره کړه. د ولسي جرګې د غړیتوب لپاره له دوو ناکامو هڅو وروسته، په ۱۹۹۷ ز کال کې نوموړې د میدن هیډ د استازې په توګه پارلمان ته لاره پیدا کړه. آغلې مې، د رسمي اپوزېسیون په سیوري کابینه کې له ۱۹۹۹ نه تر تر ۲۰۱۰ ز کال پورې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي. له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۳ ز کال پورې نوموړې د محافظه کار ګوند مشره هم وه. د ۲۰۱۰ ز کال له عمومي ټاکنو وروسته د ګډ حکومت په جوړېدو سره، آغلې مې د کورنیو چارو وزیره او د ښځو او مساواتو وزیره وټاکل شوه، خو له وروستۍ دندې نه یې په ۲۰۱۲ ز کال کې استعفا ورکړه. د ۲۰۱۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې بیا د کورنیو چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه، چې په ۶۰ کلونو کې د کورنیو چارو په وزارت کې یې تر ټولو اوږده دنده ترسره کړې ده. هغې د خپلې دورې په موده کې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات په لاره واچول، د نشه یي توکو د پالیسۍ او د قات د بوټي د بندیز په اړه یې سختې کرښې و ټاکلې او په کډوالۍ یې نور محدودیتونه راوستل.  نوموړې د ټاکل شویو پولیسو او جرمونو د کمېشنرانو معرفي، د ابو قتاده له شړلو څارنه کوله او د پولیسو کالج او د جرمونو ملي اداره یې منځ ته راوړه.  [۱۱]

د ۲۰۱۶ ز کال د جولای په میاشت کې د ډیویډ کامرون له استعفا نه وروسته، آغلې مې د محافظه کار ګوند مشره وټاکل شوه او له مارګریت تاچر وروسته دویمه ښځه ده چې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه یې دنده ترسره کړه. نوموړې لومړۍ او تر اوسه یوازینۍ ښځه ده چې د دولت د دوو لویو ادارو، د لومړي وزیر دفتر او د کرونیو چارو وزارت مشري یې کړې ده. هغې د ۲۰۱۷ ز کال په مارچ میاشت کې د ۵۰ مادې پر بنسټ له اروپايي اتحادیې نه د انګلستان د وتلو بهیر پیل کړ. په راتلونکې میاشت کې، هغې د بریګزیټ په خبرو اترو کې د خپل ملاتړ د پیاوړي کولو د خپلې ځواکمنې او باثباته رهبرۍ د ښودلو په موخه له نېټې نه مخکې عمومي پارلماني ټاکنې اعلان کړې. د دې ټاکنو په پایله کې یو ځوړند پارلمان (چې هېځ ډلې مطلق اکثریت نه درلود) رامنځ ته شو، چې په کې د محافظه کار ګوند د چوکیو شمېر له ۳۳۰ نه ۳۱۷ چوکیو ته را ټیټ شو، که څه هم نوموړي ګوند، له ۱۹۸۳ ز کال نه را په دې خو ترټولو لوړې رایې وګټلې.[۱۲][۱۳]

نوموړې د لومړي وزیر په توګه، د چیکرز د تړون پر بنسټ له اروپایي اتحادیې نه د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ خبرې پر مخ بوتلې، چې په پایله کې د برېګزېټ هوکړه وشوه. هغې د ملي روغتیا د چوپړتیاوو د اوږدمهاله پلان پر مټ د ملي روغتیا د چوپړتیاوو د تمویل لپاره د ۲۰ ملیارده پونډو د زیاتوالي څارنه هم کوله، د لومړي ځل لپاره یې د نژداي توپیر د څارنې پلاوي را منځ ته کړ او د چاپېریال ۲۵ کلن پلان یې په لاره واچو. د ۲۰۰۸ ز کال د اقلیم د بدلون قانون یې تعدیل کړ چې پر بنسټ یې د بریتانیا ونډه، په ۲۰۲۵ ز کال کې د نړیوالې تودوخې په برخه کې پای ته رسېږي. په انګلستان کې د بېکارۍ شمېر ټيتې کچې ته ورسېد، چې له ۱۹۷۵ ز کال نه را په دې خوا د بېکارۍ ترټولو ټیټ ریکارډ دی. وروسته له هغه چې د نوموړې د برېګزېټ د وتلو د تړون مسوده د پارلمان له خوا درې ځلې رد شوه، هغې استعفا ورکړه او د هغې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن یې ځایناستی شو. هغه په ولسي جرګه کې د غړې په توګه پاتې کېږي. [۱۴][۱۵]

د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده کړې[سمول]

تېرېزا مې، د ۱۹۵۶ ز کال په اکتوبر میاشت کې په ایسټبورن، سوسیکس کې نړۍ ته سترګې پرانستې او د زیدي ماري (د زېزد نوم: بارنس، ۱۹۲۸ – ۱۹۸۲ز) او هوبرټ برېزیر (۱۹۱۷ – ۱۹۸۱ز) یوازینی ماشوم و. د هغې پلار د انګلستان د کلیسا مشر او (انګلیسي کاتولیک) مذهبه و چې د ایستبورن د روغتون کشیش و. هغه وروسته د هایتروپ او اینسټون او په پای کې د اکسفورډ په ختیځ کې په ویتلې کې د سینټ ماري کشیش شو. مې مور، د محافظه کار ګوند ملاتړې وه. پلار یې په ۱۹۸۱ ز کال کې د موټر د ترافیکي پېښې د ټپونو له امله له دې نړۍ سترګې پتې کړې او مور یې په راتلونکي کال کې د عصبي سیستم د ناروغۍ له امله له نړۍ سره مخه ښه وکړه. مې وروسته وویل چې: " خواشینې ده چې دوی [د هغې مور او پلار] هېڅکله و نه لیدلم، چې زه د پارلمان د غړي په توګه ټاکل شوې یم." [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

می، په پیل کې د هیتروپ په لومړي ښوونځي کې چې یو دولتي ښوونځی و، زده کړې پیل کړې، وروسته یې د سینټ جولیانا کانونټ د نجونو په ښوونځي کې چې په بیګبروک کې د رومي کاتولیک خپلواک ښوونځی و او په ۱۹۸۴ ز کال کې وتړل شوه، خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. [۲۶][۲۷][۲۸]

نوموړې په ۱۳ کلنۍ کې د هولټن پارک د نجونو د ګرامر په پخواني ښوونځي کې، چې په ویټلي کې دولتي ښوونځی و، ځای وګاټه. د هغې د زده کړې په دوره کې د اکسفوردشایر ښوونیز سیستم له سره تنظیم شو او ښوونځۍ د ویلتي پارک عالي ښوونځۍ ته بدله شوه. آغلې مې د اکسفورډ په پوهنتون کې ګډون وکړ او په سینټ هیګ کالج کې یې د جغرافیې برخه ولوستله او په ۱۹۷۷ ز کال کې د لېسانس دویمه درجه سند ترلاسه کړ. هغې د شنبې په ورځو د خپل خرڅ د ګټلو لپاره په نانوایي کې کار کاوه او جګه، فیشن ته پام لرونکې ځوانه ښځه وه. د نوموړې د ملګرو په وینا: "هغې له ماشومتوب راهیسې د لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیرې ځای ته د رسېدو د هیلو په اړه خبرې کولې." د پوهنتون د یوه ملګرې یې، پټ فرانکلنډ وایي: "زما داسې وخت نه په یادېږي چې هغې به د سیاسي هیلو په اړه خبرې نه کولې. زما هغه وخت ښه په یاد دی، کله مارګریت تاچر لومړی دا مقام خپل کړ، هغه ډېره په غوصه شوې وه."  [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

پخوانۍ تجربه[سمول]

آغلې مې د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۳ ز کلونو ترمنځ، د انګلستان په بانک کې او له ۱۹۸۵ ز نه تر ۱۹۹۷ ز کال پورې یې، د تادیاتو د تصفیې د چوپړتیاوو دفتر کې د مالي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړه. نوموړې په دې بنسټ کې له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۶ ز کال پورې د اروپا د چارو د څانګې د رئیسې او له ۱۹۹۶ ز کال نه تر ۱۹۹۷ ز کال پورې د نړیوالو چارو د سترې سلاکارې په توګه دنده ترسره کړه. [۳۴][۳۵]

د سیاست په ډګر کې لومړي ګامونه[سمول]

آغلې می، له ۱۹۸۶ کال نه تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د لندن د میرتون په ټولنه کې د ټولنې په شورا کې د ډرنسفورډ وارډ په استازيتوت د شورا د غړې په توګه دنده ترسره کړه، چې په دې ځای کې (۱۹۸۸ – ۱۹۹۰ز) د ښوونې او روزنې رئیسه وه او (۱۹۹۲ – ۱۹۹۴ز) کې د ډلې مرستیاله او د شورا ویانده وه.  [۳۶]

نابریالۍ ملي هڅې[سمول]

مېرمن می، د ۱۹۹۲ ز کال په عمومي ټاکنو کې د شمال لوېدیځ درهم د کارګر ګوند د خوندي چوکۍ لپاره د محافظه کار ګوند نومانده وه، د اوسني غړې هیلري آرمسټرانګ نه وروسته په دویم ځای کې راغله او د لیبرال دیموکرات راتلونکي مشر ټیم فارون درېیم ځای خپل کړ. آغلې می بیا د ۱۹۹۴ز په ناڅاپي ضمني ټاکنو کې، چې د پارلمان د کارګر غړي جو ریچارډسن د مړینه له امله وو، ډګر ته راغله. دا چوکۍ په ۱۹۴۵ ز کال کې له را منځ ته کېدو راهیسې په پرله پسې توګه د کارګر ګوند په واک کې وه او داسې انګېرل کېده چې د کارګر ګوند نومانده مارګریټ هوج به یې په اسانۍ سره وګټي، چې همداسې هم وشول. په دې سیالۍ کې، آغلې می یو لرې درېیم ځای خپل کړ.[۳۷][۳۸]

پارلماني چوکۍ ته بریالیتوب[سمول]

آغلې مې د ۱۹۹۷ ز کال له عمومي ټاکنو نه نږدې ۱۸ میاشتې وړاندې، د میډین هیډ لپاره چې د ویندسور او میډین هیډ او ووکینګام له سهم نه یوه نوې خوندي تازه منځ ته راغلې څوکۍ وه، د محافظه کار ګوند د نوماندې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د ۲۵۳۴۴ (۴۹.۸٪)  رایو په ګټلو سره چې د دویم کس، د لیبرال دیموکراتانو د نوماند اندریو ترینس کیترینګهم چې ۱۳۳۶۳ (۲۶.۳٪) رایې یې وړې وې، د ټولو رایو په پرتله یې دوه برابره وې، په اسانۍ سره وټاکل شوه. له دې سره، د نوموړې ګوند په ۱۵۰ وروستیو کلونو کې تر ټولو بدې ماتې سره مخامخ شوه. [۳۹][۴۰]

سرچینې[سمول]

  1. http://www.bbc.co.uk/news/uk-politics-20692893
  2. http://www.bbc.co.uk/democracylive/house-of-commons-22464177
  3. http://www.bbc.co.uk/news/uk-politics-14126514
  4. Theresa May: David Cameron's lady in waiting — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶ — آرشيف اصل په ۷ مارچ ۲۰۱۶ — دوتنه: Deborah Orr — خپرونکی: ګارډيان — د خپرولو نیټه: ۱۴ ډيسمبر ۲۰۰۹
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191032732 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191032732 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  7. Rt Hon Theresa May MP — د نشر نېټه: ۱۳ جولای ۲۰۱۶ — آرشيف اصل — خپرونکی: د لویې بریتانیا پارلمان
  8. (په 1 August 2020 باندې). Former PM now Lady May after husband is knighted. The Times.
  9. Ball, James (17 July 2016). "This Is What It's Like To Work In Government For Theresa May". BuzzFeed News. مؤرشف من الأصل في ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 30 June 2016 باندې). Theresa May sets out 'one-nation Conservative' pitch for leadership. The Guardian.
  11. (په 1 July 2016 باندې). Boring and competent Theresa May is what the nation needs after the shock of the Brexit vote. The Independent.
  12. (په 9 July 2018 باندې). Political crises don't come much bigger than Brexit. GQ.
  13. (په 9 June 2017 باندې). General election 2017: Why did Theresa May call an election?. BBC News.
  14. Gove, Michael; Department for Environment, Food and Rural Affairs (11 January 2018). "25 Year Environment Plan - 'A Green Future: Our 25 Year Plan to Improve the Environment', sets out what we will do to improve the environment, within a generation". gov.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "UK Labour Market, July 2017". ONS. 12 July 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The International Who's Who. Europa Publications. 2004. د کتاب پاڼې 1114. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 9 March 2017 باندې). Mrs May is our first Catholic prime minister. The Times.
  18. Brasier, Hubert, Crockford's Clerical Directory 1977–79, Oxford University Press
  19. "Conservative Leader Hopefuls Have Faith". Church Times. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 22 May 2001 باندې). Vote 2001: Key People Theresa May Education and Employment. BBC News.
  21. "Famous family trees: Theresa May". Blog.findmypast.co.uk. 19 March 2013. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . Theresa May: Iron lady in waiting.
  23. (په 27 July 2014 باندې). Theresa May – what lies beyond the public image?. The Guardian.
  24. (په 9 July 2016 باندې). The Oxford romance that has guided Theresa May from tragedy to triumph. The Daily Telegraph.
  25. "Theresa May on losing both parents at 25: I'm sorry they never saw me elected as an MP". inews. 3 October 2016. مؤرشف من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 15 May 2011 باندې). How clashes with Theresa May led Dame Pauline Neville Jones to quit. The Sunday Telegraph.
  27. (په 8 May 2000 باندې). Screaming arrival. BBC News.
  28. Sullivan, Paul (2012). The Little Book of Oxfordshire. New York: History Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7524-8243-9. مؤرشف من الأصل في ۱۷ نومبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Looking back with Theresa". The Oxford Times (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 8 June 2009 باندې). Girls were taught in idyllic surroundings at Holton Park. Oxford Mail.
  31. "Oxford University class list." The Times (London). 11 July 1977. p. 14.
  32. (په 25 July 2016 باندې). Who is Theresa May: A profile of UK's new prime minister. BBC News.
  33. UK, Alison Millington, Business Insider (8 June 2017). "The life and career of British Prime Minister Theresa May". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 12 July 2016 باندې). Who is Theresa May?. Financial Times.
  35. "Theresa May | Biography, Facts, & Policies". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Former Merton councillor Theresa May to become prime minister today". Wimbledon Guardian. 13 July 2016. مؤرشف من الأصل في ۳۱ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 24 May 2019 باندې). The Theresa May story. BBC News.
  38. "PROFILE: Theresa May... fantastic or a flop? MM chart the outgoing PM's career | Mancunian Matters". www.mancunianmatters.co.uk. 28 March 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په 7 July 2016 باندې). As Theresa May makes a bid for prime minister we look at her first foray into politics. ITV News.
  40. "PROFILE: Theresa May... fantastic or a flop? MM chart the outgoing PM's career | Mancunian Matters". www.mancunianmatters.co.uk. 28 March 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)