پوجا (د هندوانوعبادت )
ښکارېدونکې بڼه
|
پوجا یا پوجن یو رسمي ديني عبادت دی چې هندوان يې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خپل خدای یا معبود درناوی او عبادت کوي. [۱] [۲] سربیره پردې، د یو کس له مړینې وروسته، د پوجا رسم هم په هندویزم کې ترسره کیږي. د پوجا کلمه(دېوناګري:पूजा) د سنسکرت کلمه ده چې د احترام، درناوي، عزت، عبادت، او پالنې په مانا ده. [۳] په بودايیزم ، جاینیزم او سکيزم کې هم د پوجا مراسم ترسره کیږي.
سرچينې
[سمول]- ↑ James Lochtefeld, The Illustrated Encyclopedia of Hinduism، Vol. 2, ISBN 0-8239-2287-1، pp. 529–530.
- ↑ Paul Courtright, in Gods of Flesh/Gods of Stone (Joanne Punzo Waghorne, Norman Cutler, and Vasudha Narayanan, eds)، ISBN 978-0231107778، Columbia University Press, see Chapter 2.
- ↑ पूजा سنسکرت ڈکشنری، جرمنی (2009)