واسل لیویسکي
واسل لیویسکي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۱۸ جولای ۱۸۳۷[۱] |
مړینه | 18 فبروري 1873 (36 کاله)[۱] |
تابعیت | عثماني سترواکي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | بلغاريايي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
سمول |
واسل لیوسیکي (په بلغاریایي: Васил Левски، په زاړه بلغاریايي لیکدود کې داسې Василъ Лѣвскій لیکل کېده، چې تلفظ یې [وي اېس آی اېل اېف سکي/ vɐˈsiɫ ˈlɛfski] دی. د ۱۸۳۷ ز کال د جولای په ۱۸ په واسل ايوانېف کنچي/ Васил Иванов Кунчев کې زېږېدلی او د ۱۸۷۳ ز کال د فبرورۍ په ۱۸ مه په همدې ښار کې مړ شوی)، یو بلغاریایی انقلابي و چې نن ورځ د بلغاریا ملي اتل دی. هغه د ازادۍ د غورځنګ د مشر لقب ترلاسه کړ، لیویسکي له عثماني واکمنۍ څخه د بلغارستان د آزادولو لپاره یو ايډیولوژيک او انقلابي غورځنګ رامنځته کړ. ليويسکي د داخلي انقلاب سازمان رامنځته کړ او د پټو کمېټو د يوې شبکې له لارې يې د عمومي پاڅون د راپورته کولو هڅه وکړه. [۲][۳][۴]
ليویسکي د بالکان په سویل کې د کارولو په ښار کې په يوه متوسطه کورنۍ کې زېږېدلی، مخکې له دې چې په صربستان کې له دوه بلغاریايي پوځي غونډونو سره د یو ځای کېدو په موخه مهاجرت وکړي، اورتدوکس راهب شو. په بهر کې هغه د لیویسکي «زمري ته ورته» مستعار نوم خپل کړ. د بلغارستان په خاوره کې يې د ښوونکي په توګه تر دندې وروسته د خپل لید لوري تبلیغات پیل کړل او په بلغارستان کې يې د خپل انقلابي سازمان مفهوم ته پراختیا ورکړه، یوه نوښتګره نظریه چې د تېر مهال د بېلوالي الي د واکمنې ستراتېژۍ ځای ناستې شوه. لیویسکي په رومانیا کې له بلغاریایي کډوالو څخه د جوړې شوې بلغارستانۍ انقلابي کمېټې په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. لیویسکي بلغارستان ته د خپل سفر په بهیرکې د تبلیغي کمېټو پراخه شبکه رامنځته کړه. خو عثماني چارواکو لوېچ ته څېرمه په یوه مسافرخانه کې ونیوه او په صوفیه کې يې په دار وځړاوه.
لیویسکي د لېبرالیزم له قانون څخه بره کتل او د قومي او مذهبي برابرۍ سره سم یې د بلغاریايي جمهوریت تصور درلود، چې تر ډېره د معاصرې لویديځې ټولنې او د فرانسې انقلاب د لېبرال نظریې منعکسوونکې وه. هغه وویل: «موږ به په بشپړه خپلواکۍ کې ژوند کوو، هر چېرې چې بلغاریایان ژوند کوي او په بلغارستان، مقدونیه او تارچیا کې چې له هر قوم څخه خلک زموږ په دې جنت کې ژوند کوي، له حقوقي پلوه به په ټولو برخو کې له بلغاریایانو سره برابر وي.» لیویسکي باوري و چې ټولې قومي او مذهبي ډلې چې په ازاد بلغارستان کې ژوند کوي له برابرو حقونو څخه برخمندې دي. د هغه تلین په بلغارستان او صربستان کې له تاریخي ودانیو سره نمانځل کېږي او بېلابېل ملي مؤسسات د هغه له نوم څخه کار اخلي. هغه په ۲۰۱۷ ز کال کې د يوې تلويزیوني نظرپوښتنې له مخې په ټول هېواد کې تر ټولو غوره بلغاریایی شو. [۵][۶][۷][۸]
تاریخي مخینه
[سمول]په ۱۹ پېړۍ کې د عثمانيسترواکۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې دا امپراتوري د "[1]اروپا د ناروغ سړي" په نوم وپېژندل شي. د واکمنانو له خوا پلان شوې سمونې د نه حل کېدونکو ستونزو سره مخ شوې. بلغاریایي ناسوسیالیزم ورو ورو د ۱۹ پېړۍ په منځنۍ برخه کې د بلغاریي صنعتګرانو او سوداګرو د چټکې اقتصادي ودې، د بلغارستان د عمومي بودیجې د زده کړې له پراختیا، د یوې خپلواکې بلغاریایي کلیسا او د بلغاریا د جلا دولت د رامنځته کولو په برخه کې له سیاسي اقداماتو سره څرګند شو. د صربستان لومړیو او دویمو پاڅونونو د ۱۸۱۰ز لسیزې په وروستیو کې د خپلواک صربستان پایه او بنسټ کېښود او په ۱۸۳۲ ز کال کې د یونان د خپلواکۍ د جګړې په بهیر کې یونان د یو خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو، خو له دې سره له عثمانیانو څخه د وسله والې مبارزې له لارې د خپلواکۍ ترلاسه کول نړیوال نه و. انقلابي احساسات تر ډېره د سیمې په لوستو او ښاري سیمو کې متمرکز وو. بزګرانو، تجارانو او شتمنو سوداګرو له سازمان شوي بغاوت څخه لږ ملاتړ کاوه او دا وېره ورسره وه چې د عثمانیانو د غچ اخیستلو حس به د کلیوالو ځمکو پراخ ملکیت او اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
ژوندلیک
[سمول]لومړنی ژوند زده کړې او روحانیت
[سمول]واسل لیویسکي د ۱۸۳۸ زکال د جولای په ۱۸ [د تاریخ لیکلو په پخواني سیستم/ O.S. د جولای ۶] د واسل ایوانوف کنچیف د کارلوف ښار د عثماني امپراتورۍ په اروپایي ولایت رومېلیا کې زېږېدلی. هغه د خپل ماما ارچيمندرېت ( غوره راهب) واسل ( Василий واسل) هم نومی و. د لیویسکي مور او پلار ایوان کنچیف او جېنا کنچیف چې کورنی نوم یې کاریاوانوفا و او د رامنځته کېدونکي بلغارستان له یوې صنعتګرې، روحاني او له منځنۍ کچې کورنۍ څخه وو. ایوان کنچوف یو وتلی سیمهییز صنعتګر او مبارز و چې په ۱۸۴۴ ز کال کې مړ شو. لیویسکي د هرېټو او پیټر په نوم دوه کوچني وروڼه او د یانا په نوم یوه مشره خور لرله او د ماریا په نوم یې بله خور په کوچني والي کې مړه شوې وه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
وروسته د هغه انقلابي همکار پانیوت هېټوف بالغ لیویسکي ،هغه د منځني قد او ځیرک بدن خاوند تشرېح کړ چې روښانه خاکستري ته ورته آبي سترګې، ژېړ ویښتان او کوچني برېتونه یې لرل. هغه زیاته کړه چې لیویسکي له څښاک او سېګرټ څکولو څخه ډډه کوله. د لیویسکي انقلابي معاصران او لیکوال لیوبن کاراولوف او ښوونکی ایوان فورنادژېف، د لیویسکي د ظاهر په اړه د هېټوف له خاطراتو څخه ملاتړ کوي. یوازې له دې توپیر سره چې کاراولوف ادعا کوي چې لیویسکي لوړ قد درلود نه متوسط حال، دا چې فورنادژېف څرګندونه وکړه چې د هغه برېتونه روښانه قهویي رنګه او سترګې يې خماري برېښېدې.[۲۰]
لیویسکي خپلې زده کړې په کارولو کې په یوه ښوونځي کې پیل کړې او د یو سیمهییز صنعتګر د زده کوونکي په توګه یې په کورنۍ خیاطۍ کې زده کړې وکړې. په ۱۸۵۵ ز کال کې د لیویسکي ماما ارشماندرېت-باسیل او د هېلنډر د رهبانګاه استازي هغه سټارا زاګورا ته بوتله او هلته یې ښوونځی پیل کړ. همدارنګه یې د باسیل د خدمتکار په توګه دنده ترلاسه کړه. لیویسکي تر هغه وروسته د روحاني زدهکړو له یو ښوونیز بهیر سره یوځای شو. د ۱۸۵۸ز کال د ډېسمبر په ۷ مه د ایګاناتیوس (Игнатий, اېګاناتي) له مذهبي نوم سره د سپوت په رهبانګاه کې په یو راهب بدل شو او په ۱۹۵۹ ز کال کې يې هېرودایسک ته ارتقا وکړه چې وروسته د لیویسکي غیر رسمي لقب دیکان/ دکلیسا مرستیال (دیاکونا، Дякона) ورڅخه الهام واخیست. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
لومړنی بلغاریایي عسکري غونډ او تعلیمي کار
[سمول]لیویسکي د ۱۸۶۲ زکال په پسرلي کې د جورجي ساوا راکوفسکي له انقلابي افکارو څخه په الهام اخیستلو د صربستان پلازمینې بلګراد ته ولاړ. راکوفسکي په بلګراد کې د بلګراد د لومړني عسکري غونډ په راټولولو بوخت و، دا د بلغاریایي رضاکارانو او انقلابي کارکوونکو څخه جوړه شوې یوه پوځي قطعه وه چې د عثمانیانو له واکمنۍ څخه د خلاصون په لټه کې وه. لویسکي د راهب په توګه خپل خدمت پرېښود او د رضاکار په توګه یې نوم لیکنه وکړه. هغه مهال د صربیانو او د هغوی د عثماني اتباع تر منځ اړیکې کړکېچنې وې. د بلګراد د جګړې په بهیر کې کله چې ترکي پوځیان ښار ته د ننه شول لیویسکي او لښکر یې د هغوی په شا تنبولو کې ځانونه ثابت کړل. په پای کې په بلګراد کې نورې پوځي نښتې له دیپلوماتیکې لارې حل شوې او د بلغارستان لومړنی پوځي غونډ د ۱۸۶۲ ز کال د سپټمبر په ۱۲ د عثمانیانو له فشار سره منحل شو. د تمرین او مبارزې په بهیر کې د هغه زړوړتیا د دې لامل شوه چې هغه ته لیویسکي (زمري ته ورته) ووایي. لیویسکي د عسکري غونډ تر انحلال وروسته، په کراګویواچ کې د اېلیو وویودا له ډلې سره یو ځای شو، خو وروسته له دې چې وپوهېده چې پر بلغارستان د حملې کولو لپاره د اېلیو پلانونو ماته وخوړه، بېرته په بلګراد کې راکوفسکي ته راوګرځېد.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
د ۱۸۶۳ ز کال په پسرلي کې په رومانیا کې د لنډمهال لپاره مېشت شو او وروسته د بلغارستان خاورې ته راستون شو. د هغه ماما باسیل نومړی عثمانیانو ته د یو یاغي په توګه وروپېژانده او لویسکي د درېيو میاشتو لپاره په پلوودیو کې زنداني شو خو د ډاکتر ار. پېتروف او روسي مرستیال قنصل نایدن ګېروف په مرسته ازاد کړل شو. لویسکي د ۱۸۶۴ز کال په سپېڅلي اختر کې په رسمي ډول خپل مذهبي منصب پرېښود. د ۱۸۶۴ ز کال له مې میاشتې څخه د ۱۸۶۶ ز کال تر مارچ پورې، هغه کارلوو ته څېرمه په واني یاګووا کې د ښوونکي په توګه کار وکړ. هغه هلته د خلکو په منځ د هېوادپالو ډلو تر څار او سازمان لاندې له بلغاریایانو څخه ملاتړ وکړ او هغوی ته یې پناه ورکړه. د هغه فعالیتونه د عثماني چارواکو د شک لامل شول او دی ته اړ شو چې کډه وکړي. هغه د ۱۸۶۶ ز کال له پسرلي څخه د ۱۸۶۷ ز کال تر پسرلي پورې تالچیا ته څېرمه د ډوبروجا په دوو شمالي کلیو اېنکیوي او کانګاس کې تدریس وکړ.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سرچينې
[سمول][1] د اروپا په ځينو برخو کې د مېشت ملت نښان دی چې اقتصادي ستونزې او بې وزلۍ ښيي. (ژباړن)
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lewski-wasil — subject named as: Wasil Lewski — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ First name also transliterated as Vassil, alias archaically written as Levsky in English (cf. MacDermott).
- ↑ Унджиев 1980, p. 53
- ↑ Family name also transliterated as Kunčev, Kountchev, Kuntchev, etc.
- ↑ "Идеи за свободна България". Archived from the original on 11 April 2009. نه اخيستل شوی 11 April 2009.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link), 170 години. - ↑ Manova, Zhelev & Mitev 2007
- ↑ Crampton 2007, p. 422
- ↑ "Васил Левски беше избран за най-великия българин на всички времена" (په بلغاريايي). Великите българи. 18 February 2007. Archived from the original on 17 March 2007. نه اخيستل شوی 24 October 2008.
- ↑ De Bellaigue, Christopher (5 July 2001). "The Sick Man of Europe". The New York Review of Books. Archived from the original on 30 September 2008. نه اخيستل شوی 24 October 2008.
- ↑ Castellan 1999, pp. 221–222
- ↑ Castellan 1999, pp. 315–317
- ↑ Castellan 1999, p. 258
- ↑ Castellan 1999, p. 272
- ↑ Roudometof 2001, p. 136
- ↑ "Vasil Levski". Encyclopædia Britannica Online. (2008).
- ↑ Кондарев 1946, p. 24
- ↑ Стоянов 1943, p. 37
- ↑ Кондарев 1946, p. 13
- ↑ Дойчев, Л (1981). Сподвижници на Апостола (په بلغاريايي). София: Отечество. OCLC 8553763.
- ↑ "Външен вид Archived 18 February 2010 at the Wayback Machine.", 170 години.
- ↑ Crampton 2007, pp. 89–90
- ↑ Кондарев 1946, pp. 27–28
- ↑ Crampton 1997, p. 79
- ↑ "Левски". Православие БГ (په بلغاريايي). 20 February 2008. Archived from the original on 12 January 2009. نه اخيستل شوی 25 October 2008.
- ↑ Бакалов & Куманов 2003
- ↑ Seasons in this article are to be understood as seasons in the Northern Hemisphere, i.e. spring is in the beginning of the year.
- ↑ Стоянов 1943, pp. 45–48
- ↑ "Автобиография". Archived from the original on 15 April 2009. نه اخيستل شوی 15 April 2009.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link), 170 години. - ↑ Дойнов & Джевезов 1996, p. 11
- ↑ Кондарев 1946, pp. 36–39
- ↑ Trotsky, Pearce, Weissman & Williams 1980, p.487.
- ↑ Trankova, Dimana. "WHO WAS VASIL LEVSKI?". Vagabond. Archived from the original on 24 September 2016. 24 February 2012
- ↑ Trotsky, Leon; Brian Pearce; George Weissman; Duncan Williams (1980). The War Correspondence of Leon Trotsky. The Balkan Wars, 1912-13. Resistance Books. p. 487. ISBN 0-909196-08-7.
- ↑ Стоянов 1943, pp. 67–68
- ↑ Унджиев 1980, pp. 63–64
- ↑ Унджиев 1980, p. 60
- ↑ "Живот и дело". Archived from the original on 13 February 2010. نه اخيستل شوی 23 October 2008.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link), 170 години.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1873ز مړينې
- 18 فبروري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی
- ژبه لرونکي سرچينې بلغاريايي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه