واسل لیویسکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
واسل لیویسکي
(بلغارين: Васил Левски د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واسل لیویسکي
واسل لیویسکي

د شخص معلومات
زیږون نوم (بلغارين: Васил Иванов Кунчев د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ جولای ۱۸۳۷[۱]
مړینه 18 فبروري 1873 (36 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت عثماني سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبه بلغاريايي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) بلغاريايي ژبه [۲][۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
واسل لیویسکي
واسل لیویسکي

واسل لیوسیکي (په بلغاریایي:  Васил Левски، په زاړه بلغاریايي لیکدود کې داسې Василъ Лѣвскій لیکل کېده، چې تلفظ یې [وي اېس آی اېل اېف سکي/ vɐˈsiɫ ˈlɛfski] دی. د ۱۸۳۷ ز کال د جولای په ۱۸ په واسل ايوانېف کنچي/ Васил Иванов Кунчев کې زېږېدلی او د ۱۸۷۳ ز کال د فبرورۍ په ۱۸ مه په همدې ښار کې مړ شوی)، یو بلغاریایی انقلابي و چې نن ورځ د بلغاریا ملي اتل دی. هغه د ازادۍ د غورځنګ د مشر لقب ترلاسه کړ، لیویسکي له عثماني واکمنۍ څخه د بلغارستان د آزادولو لپاره یو ايډیولوژيک او انقلابي غورځنګ رامنځته کړ. ليويسکي د داخلي انقلاب سازمان رامنځته کړ او د پټو کمېټو د يوې شبکې له لارې يې د عمومي پاڅون د راپورته کولو هڅه وکړه. [۴][۵][۶]

ليویسکي د بالکان  په سویل کې د کارولو په ښار کې په يوه متوسطه کورنۍ کې زېږېدلی، مخکې له دې چې په صربستان کې له دوه بلغاریايي پوځي غونډونو سره د یو ځای کېدو په موخه مهاجرت وکړي، اورتدوکس راهب شو. په بهر کې هغه د لیویسکي «زمري ته ورته» مستعار نوم خپل کړ. د بلغارستان په خاوره کې يې د ښوونکي په توګه تر دندې وروسته د خپل لید لوري تبلیغات پیل کړل او په بلغارستان کې يې د خپل انقلابي سازمان مفهوم ته پراختیا ورکړه، یوه نوښت‌ګره نظریه چې د تېر مهال د بېلوالي الي د واکمنې ستراتېژۍ ځای ناستې شوه. لیویسکي په رومانیا کې له بلغاریایي کډوالو څخه د جوړې شوې بلغارستانۍ انقلابي کمېټې په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. لیویسکي بلغارستان ته د خپل سفر په بهیرکې د تبلیغي کمېټو پراخه شبکه رامنځته کړه. خو عثماني چارواکو لوېچ ته څېرمه په یوه مسافرخانه کې ونیوه او په صوفیه کې يې په دار وځړاوه.

لیویسکي د لېبرالیزم له قانون څخه بره کتل او د قومي او مذهبي برابرۍ سره سم یې د بلغاریايي جمهوریت تصور درلود، چې تر ډېره د معاصرې لویديځې ټولنې او د فرانسې انقلاب د لېبرال نظریې منعکسوونکې وه. هغه وویل: «موږ به په بشپړه خپلواکۍ کې ژوند کوو، هر چېرې چې بلغاریایان ژوند کوي او په بلغارستان، مقدونیه او تارچیا کې چې له هر قوم څخه خلک زموږ په دې جنت کې ژوند کوي، له حقوقي پلوه به په ټولو برخو کې له بلغاریایانو سره برابر وي.» لیویسکي باوري و چې ټولې قومي او مذهبي ډلې چې په ازاد بلغارستان کې ژوند کوي له برابرو حقونو څخه برخمندې دي. د هغه تلین په بلغارستان او صربستان کې له تاریخي ودانیو سره نمانځل کېږي او بېلابېل ملي مؤسسات د هغه له نوم څخه کار اخلي. هغه په ۲۰۱۷ ز کال کې د يوې تلويزیوني نظرپوښتنې له مخې په ټول هېواد کې تر ټولو غوره بلغاریایی شو. [۷][۸][۹][۱۰]

تاریخي مخینه[سمول]

په ۱۹ پېړۍ کې د عثمانيسترواکۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې دا امپراتوري د "[1]اروپا د ناروغ سړي" په نوم وپېژندل شي. د واکمنانو له خوا پلان شوې سمونې د نه حل کېدونکو ستونزو سره مخ شوې. بلغاریایي ناسوسیالیزم ورو ورو د ۱۹ پېړۍ په منځنۍ برخه کې د بلغاریي صنعتګرانو او سوداګرو د چټکې اقتصادي ودې، د بلغارستان د عمومي بودیجې د زده کړې له پراختیا، د یوې خپلواکې بلغاریایي کلیسا او د بلغاریا د جلا دولت د رامنځته کولو په برخه کې له سیاسي اقداماتو سره څرګند شو. د صربستان لومړیو او دویمو پاڅونونو د ۱۸۱۰ز لسیزې په وروستیو کې د خپلواک صربستان پایه او بنسټ کېښود او په ۱۸۳۲ ز کال کې د یونان د خپلواکۍ د جګړې په بهیر کې یونان د یو خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو، خو له دې سره له عثمانیانو څخه د وسله والې مبارزې له لارې د خپلواکۍ ترلاسه کول نړیوال نه و. انقلابي احساسات تر ډېره د سیمې په لوستو او ښاري سیمو کې متمرکز وو. بزګرانو، تجارانو او شتمنو سوداګرو له سازمان شوي بغاوت څخه لږ ملاتړ کاوه او دا وېره ورسره وه چې د عثمانیانو د غچ اخیستلو حس به د کلیوالو ځمکو پراخ ملکیت او اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ژوندلیک[سمول]

لومړنی ژوند زده کړې او روحانیت[سمول]

واسل لیویسکي د ۱۸۳۸ زکال د جولای په ۱۸ [د تاریخ لیکلو په پخواني سیستم/ O.S.  د جولای ۶] د واسل ایوانوف کنچیف د کارلوف ښار د عثماني  امپراتورۍ په اروپایي ولایت رومېلیا کې زېږېدلی. هغه د خپل ماما ارچيمندرېت ( غوره راهب) واسل ( Василий واسل) هم نومی و. د لیویسکي مور او پلار ایوان کنچیف او جېنا کنچیف چې کورنی نوم یې کاریاوانوفا و او د رامنځته کېدونکي بلغارستان له یوې صنعتګرې، روحاني او له منځنۍ کچې کورنۍ څخه وو. ایوان کنچوف یو وتلی سیمه‌ییز صنعتګر او مبارز و چې په ۱۸۴۴ ز کال کې مړ شو. لیویسکي د هرېټو او پیټر په نوم دوه کوچني وروڼه او  د یانا په نوم یوه مشره خور لرله او د ماریا په نوم یې بله خور په کوچني والي کې مړه شوې وه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

وروسته د هغه انقلابي همکار پانیوت هېټوف بالغ لیویسکي ،هغه د منځني قد او ځیرک بدن خاوند تشرېح کړ چې روښانه خاکستري ته ورته آبي سترګې، ژېړ ویښتان او کوچني برېتونه یې لرل. هغه زیاته کړه چې لیویسکي له څښاک او سېګرټ څکولو څخه ډ‌ډه کوله. د لیویسکي انقلابي معاصران او لیکوال لیوبن کاراولوف او ښوونکی ایوان فورنادژېف، د لیویسکي د ظاهر په اړه د هېټوف له خاطراتو څخه ملاتړ کوي. یوازې له دې توپیر سره چې کاراولوف ادعا کوي چې لیویسکي لوړ قد درلود نه متوسط حال، دا چې فورنادژېف څرګندونه وکړه چې د هغه برېتونه روښانه قهویي رنګه او سترګې يې خماري برېښېدې.[۲۲]

لیویسکي خپلې زده کړې په کارولو کې په یوه ښوونځي کې پیل کړې او د یو سیمه‌ییز صنعتګر د زده کوونکي په توګه یې په کورنۍ خیاطۍ کې زده کړې وکړې. په ۱۸۵۵ ز کال کې د لیویسکي ماما ارشماندرېت-باسیل او د هېلنډر د رهبانګاه استازي هغه سټارا زاګورا ته بوتله او هلته یې ښوونځی پیل کړ. همدارنګه یې د باسیل د خدمتکار په توګه دنده ترلاسه کړه. لیویسکي تر هغه وروسته د روحاني زده‌کړو له یو ښوونیز بهیر سره یوځای شو. د ۱۸۵۸ز کال د ډېسمبر په ۷ مه د ایګاناتیوس  (Игнатий, اېګاناتي) له مذهبي نوم سره د سپوت په رهبانګاه کې په یو راهب بدل شو او په ۱۹۵۹ ز کال کې يې هېرودایسک ته ارتقا وکړه چې وروسته د لیویسکي غیر رسمي لقب دیکان/ دکلیسا مرستیال (دیاکونا، Дякона)  ورڅخه الهام واخیست. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

لومړنی بلغاریایي عسکري غونډ او تعلیمي کار[سمول]

لیویسکي د ۱۸۶۲ زکال په پسرلي کې د جورجي ساوا راکوفسکي له انقلابي افکارو څخه په الهام اخیستلو د صربستان پلازمینې بلګراد ته ولاړ. راکوفسکي په بلګراد کې د بلګراد د لومړني عسکري غونډ په راټولولو بوخت و، دا د بلغاریایي رضاکارانو او انقلابي کارکوونکو څخه جوړه شوې یوه پوځي قطعه وه چې د عثمانیانو له واکمنۍ څخه د خلاصون  په لټه کې وه. لویسکي د راهب په توګه خپل خدمت پرېښود او د رضاکار په توګه یې نوم لیکنه وکړه. هغه مهال د صربیانو او د هغوی د عثماني اتباع تر منځ اړیکې کړکېچنې وې. د بلګراد د جګړې په بهیر کې کله چې ترکي پوځیان ښار ته د ننه شول لیویسکي او لښکر یې د هغوی په شا تنبولو کې ځانونه ثابت کړل. په پای کې په بلګراد کې نورې پوځي نښتې له دیپلوماتیکې لارې حل شوې او د بلغارستان لومړنی پوځي غونډ د ۱۸۶۲ ز کال د سپټمبر په ۱۲ د عثمانیانو له فشار سره منحل شو. د تمرین او مبارزې په بهیر کې د هغه زړوړتیا د دې لامل شوه چې هغه ته لیویسکي (زمري ته ورته) ووایي. لیویسکي د عسکري غونډ تر انحلال وروسته، په کراګویواچ کې د اېلیو وویودا له ډلې سره یو ځای شو، خو وروسته له دې چې وپوهېده چې پر بلغارستان د حملې کولو لپاره د اېلیو پلانونو ماته وخوړه، بېرته په بلګراد کې راکوفسکي ته راوګرځېد.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ۱۸۶۳ ز کال په پسرلي کې په رومانیا کې د لنډمهال لپاره مېشت شو او وروسته د بلغارستان خاورې ته راستون شو. د هغه ماما باسیل نومړی عثمانیانو ته د یو یاغي په توګه وروپېژانده او لویسکي د درېيو میاشتو لپاره په پلوودیو کې زنداني شو خو د ډاکتر ار. پېتروف او روسي مرستیال قنصل نایدن ګېروف په مرسته ازاد کړل شو. لویسکي د ۱۸۶۴ز کال  په سپېڅلي اختر کې په رسمي ډول خپل مذهبي منصب پرېښود. د ۱۸۶۴ ز کال له مې میاشتې څخه د ۱۸۶۶ ز کال تر مارچ پورې، هغه کارلوو ته څېرمه په واني یاګووا کې د ښوونکي په توګه کار وکړ. هغه هلته د خلکو په منځ د هېوادپالو ډلو تر څار او سازمان لاندې له بلغاریایانو څخه ملاتړ وکړ او هغوی ته یې پناه ورکړه. د هغه فعالیتونه د عثماني چارواکو د شک لامل شول او دی ته اړ شو چې کډه وکړي. هغه د ۱۸۶۶ ز کال له پسرلي څخه د ۱۸۶۷ ز کال تر پسرلي پورې تالچیا ته څېرمه د ډوبروجا په دوو شمالي کلیو اېنکیوي او کانګاس کې تدریس وکړ.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]


[1] د اروپا په ځينو برخو کې د مېشت ملت نښان دی چې اقتصادي ستونزې او بې وزلۍ ښيي. (ژباړن)

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lewski-wasil — subject named as: Wasil Lewski — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11971402b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/44618851
  4. First name also transliterated as Vassil, alias archaically written as Levsky in English (cf. MacDermott).
  5. Унджиев 1980, p. 53
  6. Family name also transliterated as Kunčev, Kountchev, Kuntchev, etc.
  7. "Идеи за свободна България". Archived from the original on ۱۱ اپرېل ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), 170 години.
  8. Manova, Zhelev & Mitev 2007
  9. Crampton 2007, p. 422
  10. (په 18 February 2007 باندې). Васил Левски беше избран за най-великия българин на всички времена. Великите българи
  11. (په 5 July 2001 باندې). The Sick Man of Europe. The New York Review of Books.
  12. Castellan 1999, pp. 221–222
  13. Castellan 1999, pp. 315–317
  14. Castellan 1999, p. 258
  15. Castellan 1999, p. 272
  16. Roudometof 2001, p. 136
  17. "Vasil Levski". Encyclopædia Britannica Online. (2008). 
  18. Кондарев 1946, p. 24
  19. Стоянов 1943, p. 37
  20. Кондарев 1946, p. 13
  21. Дойчев, Л (1981). Сподвижници на Апостола (په بلغارين ژبه کي). София: Отечество. OCLC 8553763. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Външен вид Archived 18 February 2010 at the Wayback Machine.", 170 години.
  23. Crampton 2007, pp. 89–90
  24. Кондарев 1946, pp. 27–28
  25. Crampton 1997, p. 79
  26. (په 20 February 2008 باندې). Левски. Православие БГ.
  27. Бакалов & Куманов 2003
  28. Seasons in this article are to be understood as seasons in the Northern Hemisphere, i.e. spring is in the beginning of the year.
  29. Стоянов 1943, pp. 45–48
  30. "Автобиография". Archived from the original on ۱۵ اپرېل ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), 170 години.
  31. Дойнов & Джевезов 1996, p. 11
  32. Кондарев 1946, pp. 36–39
  33. Trotsky, Pearce, Weissman & Williams 1980, p.487.
  34. Trankova, Dimana. "WHO WAS VASIL LEVSKI?". Vagabond. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) 24 February 2012
  35. Trotsky, Leon; Brian Pearce; George Weissman; Duncan Williams (1980). The War Correspondence of Leon Trotsky. The Balkan Wars, 1912-13. Resistance Books. د کتاب پاڼې 487. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-909196-08-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Стоянов 1943, pp. 67–68
  37. Унджиев 1980, pp. 63–64
  38. Унджиев 1980, p. 60
  39. "Живот и дело". Archived from the original on ۱۳ فبروري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link), 170 години.