هنري اګارد والس
هنري اګارد والس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
سمول |
هنري اګارد والس (د ۱۸۸۸ کال د اکتوبر له ۱۸ نه د ۱۹۶۵ ز کال د نومبر تر ۱۸ پورې) یو امریکايي سیاستوال، خبریال، بزګر او سوداګر و چې د متحده ایالاتو د درې دېرشم مرستیال ولسمشر په توګه، د کرنې د یوولسم وزیر او د سوداګرۍ د لسم وزیر په توګه یې دندې ترسره کړې ده. نوموړی د ۱۹۴۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پرمختګ غوښتونکي ګوند نوماند و.
نوموړی د هنري سي والس، چې له ۱۹۲۱ نه تر ۱۹۲۴ ز پورې یې د امریکا د کرنې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، مشر زوی و او په ۱۸۸۸ ز کال کې د ایوا ایالت په اډیر ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. هغه په ۱۹۱۰ ز کال کې د ایوا ایالت له پوهنتون نه له فراغت وروسته، د والس بزګرانو (Wallaces' Farmer) تر نامه لاندې د خپلې کورنۍ د کروندې د ژورنال لپاره د لیکوال او مسئول مدیر په توګه کار کاوه. هغه د های برېد کارن شرکت، چې د جوارو د اصلاح په برخه کې یې کار کاوه، بنسټ کېښود چې پراخ بریالیتوبونه یې له ځانه سره درلودل. والس د احصایې او اقتصاد په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو کې فکري وړتیا وښودله او د عرفان په ګډون یې ډول ډول دیني او روحاني خوځښتونه و سپېړل. والس په ۱۹۲۴ ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، له جمهوري غوښتونکي ګوند نه لرې شو. د ۱۹۳۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوموړي د ډیموکراټیک نوماند فرانکلین ډي روزولت نه ملاتړ وکړ.
نوموړي د روزولت تر مشرۍ لاندې له ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۴۰ ز پورې د کرنې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د روزویلت د نیو ډیل (نویو سمونونو) نه په کلکه ملاتړ وکړ او د کرنې په فدرالي سیاست کې یې د لوی بدلون مشري وکړه او د هغه ګامونو د پلي کولو لپاره یې کار وکړ چې په کرنه کې ډېرښت (مازاد) را کم کړي او د کلیوالي بېوزلۍ کچه را ټيټه کړي. په دیموکراتیک ګوند کې د محافظه کاره مشرانو د لوی مخالفت تر څنګ، والس د ۱۹۴۰ ز کال په ډیموکراتیک ولسي کنوانسیون کې د مرستیال ولسمشر لپاره نوماند شو. د روزولت او والس ډلې د ۱۹۴۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د دویمې نړیوالې جګړې نه وړاندې او په اوږدو کې، والس د روزولت په اداره کې ارزښتناکه ونډه و لوبوله. د محافظه کار ګوند مشرانو د ۱۹۴۴ ز کال په دیموکراتیک ولسي کنوانسیون کې، د والس وړاندیز و نه مانه او د هغه په ځای يې هیري ایس ترومن مخ ته کړ. د روزولت-ترومن ټکټ د ۱۹۴۴ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د ۱۹۴۵ ز کال په پیل کې روزولت والس د سوداګرۍ وزیر په توګه وټاکه.
د ۱۹۴۵ ز کال د اپریل په میاشت کې روزولت له نړۍ سترګې پټې کړې او ټرومن د هغه ځای ناستی ولسمشر شو. والس د ۱۹۴۶ ز کال تر سپټمبر پورې د سوداګرۍ د وزیر په توګه تر هغه وخته دنده ترسره کړه، چې ترومن د شوروي اتحاد په وړاندې د پخلاینې د سیاست په اړه د یوې وینا له امله له دندې ګوښه کړ. وروسته والس او د هغه ملاتړو یو ولسي پرمختګ غوښتونکی ګوند تاسیس کړ او د درېیم شخص په توګه یې د ولسمشرۍ لپاره هلې څلې پیل کړې. پرمختګ غوښتونکي ګوند د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو په وړاندې د پخلاینې د سیاست، په عامه ښوونځیو کې د توکمیز یوځای والي، د نژادي او جنسیتي مساواتو، د ولسي روغتیا د بیمې د پروګرام او نورو کیڼ اړخو سیاستونو غوښتنه وکړه. د کمونیستي اغېز د تورونو له امله او د عرفاني جنجالي څېرې نیکولاس روریچ سره د والس اړیکو د نوموړي کمپاین کمزوری کړ او د رایو یوازې ۲.۴ سلنه یې ترلاسه کړه. په۱۹۵۰ ز کال کې والس د کوریا د جګړې له امله له پرمختګ غوښتونکي ګوند سره خپلې اړیکې پرې کړې او په ۱۹۵۲ ز کال کې نوموړي د (چیرې چې زه ناسم وم) تر عنوان لاندې لیکنه خپره کړه، چې په کې نوموړي شوروي اتحاد "په بشپړه توګه شیطان" بللی و. د ۱۹۵۰ ز لسیزې په لومړیو کې هغه په لویه کچه له سیاسي ناڅرګندتیا سره مخامخ شو، خو په ۱۹۶۵ز کال کې تر مړینې یو کال مخکې هغه د عامه وګړو پر وړاندې څرګندېدو ته دوام ورکړ. [۱]
پخوانی ژوند او زده کړې
[سمول]والس د ۱۸۸۸ ز کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه، په اورینت، ایوا ته نژدې په یوه کرونده کې د هینري کانټویل والس او د هغه مېرمنې آغلې می غېږ ته نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. والس دوه کوچني وروڼه او دری کوچنۍ خویندې درلودې. د هغه مورنی نیکه، "کاکا هینري" والس، د ایووا په اډیر ولسوالۍ کې یو نامتو ځمکوال، د ورځپاڼې مسئول مدیر، کارنده جمهوري غوښتونکی او د عیسي د زېري د ټولنیز ځوځښت ملاتړی و. د کاکا هنري پلار جان والس د ایرلینډ د لندنېري ولسوالۍ د کلیریا له کلي نه د الستر سیمې سکاتلنډي کډوال و چې په ۱۸۲۳ ز کال کې فلاډیلفیا ته راغی. آغلې مې (د زېږون نوم: برود هېد) په نیویارک ښار کې زېږیدلی وه، خو د مور او پلار له مړینې وروسته، د ایوا په مسکاټین سیمه کې د ترور له خوا لویه شوې وه. [۲][۳][۴][۵]
په ۱۸۹۲ ز کال کې د والس کورنۍ د ایوا امیس سیمې ته او په ۱۸۹۶ زکال کې د ایوا ډیس موینز سیمې ته کډه شوه. والس په ۱۸۹۴ ز کال کې، د والس کروندګرو تر نامه لاندې د یوې کرهنیزې ورځپاڼې بنسټ کېښود. نوموړې ورځپاڼې له ځان سره پراخ بریالیتوبونه درلودل، چې کورنۍ یې شتمنه او په سیاسي توګه اغېزمنه کړه. د ځوانۍ له ورځو نه والس د کرنې او نباتاتو سره ژوره لېوالتیا درلوده او په افریقایي - امریکایی نباتاتو پوه جورج واشنګتن کارور سره ملګری شو چې زیاتره وختونه یې له نوموړی سره د نباتاتو او نورو موضوعاتو په اړه بحثونه کول. والس په ځانګړې توګه له جواریو سره چې د آیوا مهم محصول و، لېوالتیا درلوده. نوموړي په ۱۹۰۴ ز کال کې یوه تجربه په لاره واچوله چې د کرهنیز پوه پیري ګریلي هولډن هغه ادعا یې رد کړه چې د ښکلا له پلوه خورا زړه راښکونکی جوار ترټولو لوی حاصل ورکوي. والس په ۱۹۰۶ ز کال کې د ویسټ له عالي لېسې نه فارغ شو او د هغه کال وروسته د آیوا په ایالتي کالج کې شامل شو او د څارویو په پالنه کې خپل سند ترلاسه کړ. هغه د هاوکي کلب سره یو ځای شو، چې د ورورولي یو ټولنیز بنسټ و او د خپل وزګار وخت ډېره برخه یې د جوارو په څېړنه کې تېروله. نوموړي د یوه سیاسي کلب بنسټ هم کېښود او د ګیفورد پینچاټ نه یې ملاتړ وکړ چې یو پرمختګ غوښتونکی جمهوري غوښتونکی کس و چې د متحده ایالاتو د ځنګلونو د چوپړتیاوو رئیس و. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
خبریال او کروندګر
[سمول]په ۱۹۱۰ ز کال کې والس له کالج نه تر فراغت وروسته د والس کروندګرو د ورځپاڼې لپاره د بشپړ وخت لیکوال او مسئول مدیر شو. نوموړي په کرنه کې د ریاضیاتو او اقتصاد له کارولو سره پراخه لېوالتیا درلوده او د خنځير د نرخونو د پوهېدو لپاره يې کالکولس (د ریاضیکي بدلون مطالعه) زده کړه. نوموړي د مخکښ احصایه پوه جورج ډبلیو سنډیکور سره یو ځای د پیوستونونو (correlations) او نغښتونونو (regressions) لپاره د محاسبوي مېتودونو په اړه یوه اغېزمنه مقاله هم ولیکله. کله چې په ۱۹۱۶ ز کال کې د هغه نیکه مړ شو، والس او پلار یې د والس د کروندګرو د ورځپانې همکار مسئول مدیران شول. کله چې د نوموړي پلار د ولسمشر وارن جي هاردینګ تر ولاک لاندې د کرنې د وزارت مشري و منله، په ۱۹۲۱ ز کال کې والېس، د ورځپاڼې مشري په غاړه واخیسته. د ستر ناورین له امله د هغه تره په ۱۹۳۲ ز کال کې د ورځپاڼې ملکیت له لاسه ورکړ او په ۱۹۳۳ز کال کې والس د مسئول مدیر په توګه دنده پرېښوده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
والس او د هغه مېرمن جانسټن په ۱۹۱۴ ز کال کې، آیوا ته نږدې یوه کرونده وپېروده. دوی په پیل کې هڅه وکړه چې د جوارو تولید د لبنیاتو له تولید سره یوځای پر مخ یوسي، خو وروسته یې خپله ټوله پاملرنه جوارو ته واړوله. نوموړی چې د اډوارډ موری ایست له خوا تر اغېز لاندې راغلی و، هڅه یې وکړه چې د اصلا شوو جوارو په تولید تمرکز وکړي او د کاپر کراس په نامه یو ډول ته یې وده ورکړه. هغه د اصلاح شوي تخم د تولید لپاره په ۱۹۲۳ ز کال کې د لومړي ځل لپاره قرارداد ترلاسه کړ او هوکړه یې وکړه چې د آیوا د تخم شرکت ته د کاپر کراس جوارو د کښت او پلور یوازینی حق ورکړي. نوموړي په ۱۹۲۶ز کال کې، د های برېد کارن کمپني په ګډه تاسیس کړه چې د اصلاح شوو جوارو وده او تولید یې کاوه. په لومړیو کې یې لږه ګټه راوړه، خو په پای کې په پراخه کچه د مالي بریالیتوب بېلګه شوه. [۱۷][۱۸][۱۹]
پخوانۍ سیاسي ښکېلتیا
[سمول]والس او د هغه پلار د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې، د متحده ایالاتو د خوړو له ادارې (USFA) سره مرسته وکړه، چې د غوښې تولید لوړ کړي. وروسته له هغه چې د USFA رئیس هربرټ هوور د خنځیر د تولید هغه پالیسي پرېښوده چې د والس په ګټه وه، مشر والس د ۱۹۲۰ ز کال د جمهوري غوښتونکو په ولسي کنوانسیون کې د هوور د ولسمشرۍ نوماندۍ پر وړاندې په هلو ځلو کې برخه واخیسته. د هوور په ځواب کې، والس د کرنې د نرخونو تر نامه لاندې لیکنه خپره کړه، چې نوموړي په کې د کرنې د بیو د کنټرول لپاره د حکومت د سیاستونو ملاتړ کړی و. نوموړي بزګرانو ته هم خبرداری ورکړ چې له جګړې وروسته د بیې د راټیټېدو شونتیا لیدل کېږي. د والس وړاندوینه سمه ثابته شوه: د کرنې ناورین تر ۱۹۲۰ ز کلونو پورې وغځېد. په ۱۹۱۸ ز کال کې د جوارو بیه په هر بوشل کې د ۱.۶۸ ډالرو نه په ۱۹۲۱ ز کال کې ۰.۴۲ ډالرو ته راټیټه شوه، چې د کرنې په نرخونو کې یې پراخ کمښت په ګوته کاوه. والس د کرنې له ناورین سره د مبارزې لپاره بېلابېلې لارې چارې وړاندیز کړې، چې د هغه په اند، په لومړي سر کې د تولید له ډېرښت نه رامنځ ته شوې. د هغه د وړاندیز شویو پالیسیو په منځ کې "تل-عادي غله" وه: یعنې حکومت کله چې د کرنې بیې ټیټې وي، د کرنې اضافي محصولات اخلي او ذخیره کوي او کله چې بیې لوړې شي، بېرته یې پلوري. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د والس کورنۍ دواړو غړو د مکنري – هاوګن د کروندو د ملاتړ له قانون نه ملاتړ وکړ ، چې پر بنسټ یې فدرالي حکومت اړ و چې په بهرنیو بازارونو کې د کرنې د اضافي حاصل لپاره بازار موندنه وکړي او صادر یې کړي. دا قانون ولسمشر کالوین کولج، چې په ۱۹۲۳ ز کال کې د هارډینګ له مړینې وروسته ولسمشر شو، د پراخ مخالفت له امله له ماتې سره مخامخ شو. د والس پلار د ۱۹۲۴ ز کال د اکتوبر په میاشت کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د ۱۹۲۴ ز کال د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې هنري والس د پرمختګ غوښتونکي نوماند رابرټ لا فولیټ ته رایه ورکړه. د والس د یو څه پر له پسې ټینګار له امله، کانګرس په ۱۹۲۷ او ۱۸۲۸ ز کلونو کې د مکنري – هاوګن قانون تصویب کړ، خو کولیج دواړه ځله دا قانون ویتو کړ. والس چې د دواړو لویو ګوندنو له نوماندانو نه ناخوښه و، د ۱۹۲۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې هڅه وکړه، چې د الینویز والي فرانک لوډن د ولسمشرۍ لپاره ډګر ته راشي. په پای کې نوموړي د ډیموکرات نوماند ال سمیټ نه ملاتړ وکړ، خو هوور په پراخ توپیر سره بریا ترلاسه کړه. د هوور د ادارې په اوږدو کې د ستر ناورین پیل د آیوا بزګران سخت و ځپل، ځکه چې د ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۳۲ز کال پورې د کرنې عاید دوه پر درېیمه برخه راټیټ شو. د ۱۹۳۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، والس د ډیموکراټ فرانکلین دی روزویلټ لپاره کمپاین وکړ، چې نوموړي د والس او اقتصاد پوه ایم ایل ویلسن د کرنې له سیاستونو نه ملاتړ کاوه. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ "Henry Agard Wallace, 33rd Vice President (1941-1945)". Senate.gov. Senate Historical Office. 2017-05-05. Archived from the original on 2019-03-25. نه اخيستل شوی 2019-03-25.
- ↑ Southwick (1998), p. 620.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 23–24.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 3–10.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 9–10.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 11–17.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 21–22.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 13–14.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 26–29.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 29–34.
- ↑ Culver & Hyde (2000), p. 37.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 37–39
- ↑ Wallace, Henry Agard; Snedecor, George Waddel (1925). "Correlation and Machine Calculation". Iowa State College Bulletin. 35.
- ↑ Culver & Hyde (2000), p. 42–44
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 53–55
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 92–93, 110
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 40–41
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 67–70
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 82–83
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 46–48
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 50–52
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 52–53
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 56–59
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 62–63
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 64–65, 71
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 84–85
- ↑ Chiles, Robert (Spring 2016). "Courting the Farm Vote on the Northern Plains: Presidential Candidate Al Smith, Governor Walter Maddock, and the Ambivalent Politics of 1928". North Dakota History. 81 (1): 23.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 86–87
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 99–100
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 102–104