هنري اګارد والس
| هنري اګارد والس | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۷ اکتوبر ۱۸۸۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
| مړینه | 18 نومبر 1965 (77 کاله)[۱۰][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
| تابعیت | |
| ګوند | ديموکراتيک ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، ليکوال |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱] |
| لاسليک | |
| سمول |
|
هنري اګارد والس (د ۱۸۸۸ کال د اکتوبر له ۱۸ نه د ۱۹۶۵ ز کال د نومبر تر ۱۸ پورې) یو امریکايي سیاستوال، خبریال، بزګر او سوداګر و چې د متحده ایالاتو د درې دېرشم مرستیال ولسمشر په توګه، د کرنې د یوولسم وزیر او د سوداګرۍ د لسم وزیر په توګه یې دندې ترسره کړې ده. نوموړی د ۱۹۴۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پرمختګ غوښتونکي ګوند نوماند و.
نوموړی د هنري سي والس، چې له ۱۹۲۱ نه تر ۱۹۲۴ ز پورې یې د امریکا د کرنې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، مشر زوی و او په ۱۸۸۸ ز کال کې د ایوا ایالت په اډیر ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. هغه په ۱۹۱۰ ز کال کې د ایوا ایالت له پوهنتون نه له فراغت وروسته، د والس بزګرانو (Wallaces' Farmer) تر نامه لاندې د خپلې کورنۍ د کروندې د ژورنال لپاره د لیکوال او مسئول مدیر په توګه کار کاوه. هغه د های برېد کارن شرکت، چې د جوارو د اصلاح په برخه کې یې کار کاوه، بنسټ کېښود چې پراخ بریالیتوبونه یې له ځانه سره درلودل. والس د احصایې او اقتصاد په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو کې فکري وړتیا وښودله او د عرفان په ګډون یې ډول ډول دیني او روحاني خوځښتونه و سپېړل. والس په ۱۹۲۴ ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، له جمهوري غوښتونکي ګوند نه لرې شو. د ۱۹۳۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوموړي د ډیموکراټیک نوماند فرانکلین ډي روزولت نه ملاتړ وکړ.
نوموړي د روزولت تر مشرۍ لاندې له ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۴۰ ز پورې د کرنې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د روزویلت د نیو ډیل (نویو سمونونو) نه په کلکه ملاتړ وکړ او د کرنې په فدرالي سیاست کې یې د لوی بدلون مشري وکړه او د هغه ګامونو د پلي کولو لپاره یې کار وکړ چې په کرنه کې ډېرښت (مازاد) را کم کړي او د کلیوالي بېوزلۍ کچه را ټيټه کړي. په دیموکراتیک ګوند کې د محافظه کاره مشرانو د لوی مخالفت تر څنګ، والس د ۱۹۴۰ ز کال په ډیموکراتیک ولسي کنوانسیون کې د مرستیال ولسمشر لپاره نوماند شو. د روزولت او والس ډلې د ۱۹۴۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د دویمې نړیوالې جګړې نه وړاندې او په اوږدو کې، والس د روزولت په اداره کې ارزښتناکه ونډه و لوبوله. د محافظه کار ګوند مشرانو د ۱۹۴۴ ز کال په دیموکراتیک ولسي کنوانسیون کې، د والس وړاندیز و نه مانه او د هغه په ځای يې هیري ایس ترومن مخ ته کړ. د روزولت-ترومن ټکټ د ۱۹۴۴ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د ۱۹۴۵ ز کال په پیل کې روزولت والس د سوداګرۍ وزیر په توګه وټاکه.
د ۱۹۴۵ ز کال د اپریل په میاشت کې روزولت له نړۍ سترګې پټې کړې او ټرومن د هغه ځای ناستی ولسمشر شو. والس د ۱۹۴۶ ز کال تر سپټمبر پورې د سوداګرۍ د وزیر په توګه تر هغه وخته دنده ترسره کړه، چې ترومن د شوروي اتحاد په وړاندې د پخلاینې د سیاست په اړه د یوې وینا له امله له دندې ګوښه کړ. وروسته والس او د هغه ملاتړو یو ولسي پرمختګ غوښتونکی ګوند تاسیس کړ او د درېیم شخص په توګه یې د ولسمشرۍ لپاره هلې څلې پیل کړې. پرمختګ غوښتونکي ګوند د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو په وړاندې د پخلاینې د سیاست، په عامه ښوونځیو کې د توکمیز یوځای والي، د نژادي او جنسیتي مساواتو، د ولسي روغتیا د بیمې د پروګرام او نورو کیڼ اړخو سیاستونو غوښتنه وکړه. د کمونیستي اغېز د تورونو له امله او د عرفاني جنجالي څېرې نیکولاس روریچ سره د والس اړیکو د نوموړي کمپاین کمزوری کړ او د رایو یوازې ۲.۴ سلنه یې ترلاسه کړه. په۱۹۵۰ ز کال کې والس د کوریا د جګړې له امله له پرمختګ غوښتونکي ګوند سره خپلې اړیکې پرې کړې او په ۱۹۵۲ ز کال کې نوموړي د (چیرې چې زه ناسم وم) تر عنوان لاندې لیکنه خپره کړه، چې په کې نوموړي شوروي اتحاد "په بشپړه توګه شیطان" بللی و. د ۱۹۵۰ ز لسیزې په لومړیو کې هغه په لویه کچه له سیاسي ناڅرګندتیا سره مخامخ شو، خو په ۱۹۶۵ز کال کې تر مړینې یو کال مخکې هغه د عامه وګړو پر وړاندې څرګندېدو ته دوام ورکړ. [۱۱]
پخوانی ژوند او زده کړې
[سمول]والس د ۱۸۸۸ ز کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه، په اورینت، ایوا ته نژدې په یوه کرونده کې د هینري کانټویل والس او د هغه مېرمنې آغلې می غېږ ته نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. والس دوه کوچني وروڼه او دری کوچنۍ خویندې درلودې. د هغه مورنی نیکه، "کاکا هینري" والس، د ایووا په اډیر ولسوالۍ کې یو نامتو ځمکوال، د ورځپاڼې مسئول مدیر، کارنده جمهوري غوښتونکی او د عیسي د زېري د ټولنیز ځوځښت ملاتړی و. د کاکا هنري پلار جان والس د ایرلینډ د لندنېري ولسوالۍ د کلیریا له کلي نه د الستر سیمې سکاتلنډي کډوال و چې په ۱۸۲۳ ز کال کې فلاډیلفیا ته راغی. آغلې مې (د زېږون نوم: برود هېد) په نیویارک ښار کې زېږیدلی وه، خو د مور او پلار له مړینې وروسته، د ایوا په مسکاټین سیمه کې د ترور له خوا لویه شوې وه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
په ۱۸۹۲ ز کال کې د والس کورنۍ د ایوا امیس سیمې ته او په ۱۸۹۶ زکال کې د ایوا ډیس موینز سیمې ته کډه شوه. والس په ۱۸۹۴ ز کال کې، د والس کروندګرو تر نامه لاندې د یوې کرهنیزې ورځپاڼې بنسټ کېښود. نوموړې ورځپاڼې له ځان سره پراخ بریالیتوبونه درلودل، چې کورنۍ یې شتمنه او په سیاسي توګه اغېزمنه کړه. د ځوانۍ له ورځو نه والس د کرنې او نباتاتو سره ژوره لېوالتیا درلوده او په افریقایي - امریکایی نباتاتو پوه جورج واشنګتن کارور سره ملګری شو چې زیاتره وختونه یې له نوموړی سره د نباتاتو او نورو موضوعاتو په اړه بحثونه کول. والس په ځانګړې توګه له جواریو سره چې د آیوا مهم محصول و، لېوالتیا درلوده. نوموړي په ۱۹۰۴ ز کال کې یوه تجربه په لاره واچوله چې د کرهنیز پوه پیري ګریلي هولډن هغه ادعا یې رد کړه چې د ښکلا له پلوه خورا زړه راښکونکی جوار ترټولو لوی حاصل ورکوي. والس په ۱۹۰۶ ز کال کې د ویسټ له عالي لېسې نه فارغ شو او د هغه کال وروسته د آیوا په ایالتي کالج کې شامل شو او د څارویو په پالنه کې خپل سند ترلاسه کړ. هغه د هاوکي کلب سره یو ځای شو، چې د ورورولي یو ټولنیز بنسټ و او د خپل وزګار وخت ډېره برخه یې د جوارو په څېړنه کې تېروله. نوموړي د یوه سیاسي کلب بنسټ هم کېښود او د ګیفورد پینچاټ نه یې ملاتړ وکړ چې یو پرمختګ غوښتونکی جمهوري غوښتونکی کس و چې د متحده ایالاتو د ځنګلونو د چوپړتیاوو رئیس و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
خبریال او کروندګر
[سمول]په ۱۹۱۰ ز کال کې والس له کالج نه تر فراغت وروسته د والس کروندګرو د ورځپاڼې لپاره د بشپړ وخت لیکوال او مسئول مدیر شو. نوموړي په کرنه کې د ریاضیاتو او اقتصاد له کارولو سره پراخه لېوالتیا درلوده او د خنځير د نرخونو د پوهېدو لپاره يې کالکولس (د ریاضیکي بدلون مطالعه) زده کړه. نوموړي د مخکښ احصایه پوه جورج ډبلیو سنډیکور سره یو ځای د پیوستونونو (correlations) او نغښتونونو (regressions) لپاره د محاسبوي مېتودونو په اړه یوه اغېزمنه مقاله هم ولیکله. کله چې په ۱۹۱۶ ز کال کې د هغه نیکه مړ شو، والس او پلار یې د والس د کروندګرو د ورځپانې همکار مسئول مدیران شول. کله چې د نوموړي پلار د ولسمشر وارن جي هاردینګ تر ولاک لاندې د کرنې د وزارت مشري و منله، په ۱۹۲۱ ز کال کې والېس، د ورځپاڼې مشري په غاړه واخیسته. د ستر ناورین له امله د هغه تره په ۱۹۳۲ ز کال کې د ورځپاڼې ملکیت له لاسه ورکړ او په ۱۹۳۳ز کال کې والس د مسئول مدیر په توګه دنده پرېښوده. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
والس او د هغه مېرمن جانسټن په ۱۹۱۴ ز کال کې، آیوا ته نږدې یوه کرونده وپېروده. دوی په پیل کې هڅه وکړه چې د جوارو تولید د لبنیاتو له تولید سره یوځای پر مخ یوسي، خو وروسته یې خپله ټوله پاملرنه جوارو ته واړوله. نوموړی چې د اډوارډ موری ایست له خوا تر اغېز لاندې راغلی و، هڅه یې وکړه چې د اصلا شوو جوارو په تولید تمرکز وکړي او د کاپر کراس په نامه یو ډول ته یې وده ورکړه. هغه د اصلاح شوي تخم د تولید لپاره په ۱۹۲۳ ز کال کې د لومړي ځل لپاره قرارداد ترلاسه کړ او هوکړه یې وکړه چې د آیوا د تخم شرکت ته د کاپر کراس جوارو د کښت او پلور یوازینی حق ورکړي. نوموړي په ۱۹۲۶ز کال کې، د های برېد کارن کمپني په ګډه تاسیس کړه چې د اصلاح شوو جوارو وده او تولید یې کاوه. په لومړیو کې یې لږه ګټه راوړه، خو په پای کې په پراخه کچه د مالي بریالیتوب بېلګه شوه. [۲۷][۲۸][۲۹]
پخوانۍ سیاسي ښکېلتیا
[سمول]والس او د هغه پلار د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې، د متحده ایالاتو د خوړو له ادارې (USFA) سره مرسته وکړه، چې د غوښې تولید لوړ کړي. وروسته له هغه چې د USFA رئیس هربرټ هوور د خنځیر د تولید هغه پالیسي پرېښوده چې د والس په ګټه وه، مشر والس د ۱۹۲۰ ز کال د جمهوري غوښتونکو په ولسي کنوانسیون کې د هوور د ولسمشرۍ نوماندۍ پر وړاندې په هلو ځلو کې برخه واخیسته. د هوور په ځواب کې، والس د کرنې د نرخونو تر نامه لاندې لیکنه خپره کړه، چې نوموړي په کې د کرنې د بیو د کنټرول لپاره د حکومت د سیاستونو ملاتړ کړی و. نوموړي بزګرانو ته هم خبرداری ورکړ چې له جګړې وروسته د بیې د راټیټېدو شونتیا لیدل کېږي. د والس وړاندوینه سمه ثابته شوه: د کرنې ناورین تر ۱۹۲۰ ز کلونو پورې وغځېد. په ۱۹۱۸ ز کال کې د جوارو بیه په هر بوشل کې د ۱.۶۸ ډالرو نه په ۱۹۲۱ ز کال کې ۰.۴۲ ډالرو ته راټیټه شوه، چې د کرنې په نرخونو کې یې پراخ کمښت په ګوته کاوه. والس د کرنې له ناورین سره د مبارزې لپاره بېلابېلې لارې چارې وړاندیز کړې، چې د هغه په اند، په لومړي سر کې د تولید له ډېرښت نه رامنځ ته شوې. د هغه د وړاندیز شویو پالیسیو په منځ کې "تل-عادي غله" وه: یعنې حکومت کله چې د کرنې بیې ټیټې وي، د کرنې اضافي محصولات اخلي او ذخیره کوي او کله چې بیې لوړې شي، بېرته یې پلوري. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
د والس کورنۍ دواړو غړو د مکنري – هاوګن د کروندو د ملاتړ له قانون نه ملاتړ وکړ ، چې پر بنسټ یې فدرالي حکومت اړ و چې په بهرنیو بازارونو کې د کرنې د اضافي حاصل لپاره بازار موندنه وکړي او صادر یې کړي. دا قانون ولسمشر کالوین کولج، چې په ۱۹۲۳ ز کال کې د هارډینګ له مړینې وروسته ولسمشر شو، د پراخ مخالفت له امله له ماتې سره مخامخ شو. د والس پلار د ۱۹۲۴ ز کال د اکتوبر په میاشت کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د ۱۹۲۴ ز کال د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې هنري والس د پرمختګ غوښتونکي نوماند رابرټ لا فولیټ ته رایه ورکړه. د والس د یو څه پر له پسې ټینګار له امله، کانګرس په ۱۹۲۷ او ۱۸۲۸ ز کلونو کې د مکنري – هاوګن قانون تصویب کړ، خو کولیج دواړه ځله دا قانون ویتو کړ. والس چې د دواړو لویو ګوندنو له نوماندانو نه ناخوښه و، د ۱۹۲۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې هڅه وکړه، چې د الینویز والي فرانک لوډن د ولسمشرۍ لپاره ډګر ته راشي. په پای کې نوموړي د ډیموکرات نوماند ال سمیټ نه ملاتړ وکړ، خو هوور په پراخ توپیر سره بریا ترلاسه کړه. د هوور د ادارې په اوږدو کې د ستر ناورین پیل د آیوا بزګران سخت و ځپل، ځکه چې د ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۳۲ز کال پورې د کرنې عاید دوه پر درېیمه برخه راټیټ شو. د ۱۹۳۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، والس د ډیموکراټ فرانکلین دی روزویلټ لپاره کمپاین وکړ، چې نوموړي د والس او اقتصاد پوه ایم ایل ویلسن د کرنې له سیاستونو نه ملاتړ کاوه. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb128431568 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119366126 — خپرېدونېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Henry-A-Wallace — سکالو پېژند: Henry A. Wallace — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kw5g6f — سکالو پېژند: Henry A. Wallace — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2560 — سکالو پېژند: Henry Agard Wallace — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Henry Agard Wallace — Biographical Dictionary of Iowa ID: https://uipress.lib.uiowa.edu/bdi/DetailsPage.aspx?id=392 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: The Biographical Dictionary of Iowa
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/wallace-henry-agard — سکالو پېژند: Henry Agard Wallace — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=wallaceh — سکالو پېژند: Henry A. Wallace
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000538 — سکالو پېژند: Henry A. Wallace — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Уоллес Генри Эгард — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ "Henry Agard Wallace, 33rd Vice President (1941-1945)". Senate.gov. Senate Historical Office. 2017-05-05. خوندي شوی له اصلي څخه په 2019-03-25. ترلاسهکېدو نېټه 2019-03-25.
- ↑ Southwick (1998), p. 620.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 23–24.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 3–10.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 9–10.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 11–17.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 21–22.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 13–14.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 26–29.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 29–34.
- ↑ Culver & Hyde (2000), p. 37.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 37–39
- ↑ Wallace, Henry Agard; Snedecor, George Waddel (1925). "Correlation and Machine Calculation". Iowa State College Bulletin. 35.
- ↑ Culver & Hyde (2000), p. 42–44
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 53–55
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 92–93, 110
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 40–41
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 67–70
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 82–83
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 46–48
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 50–52
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 52–53
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 56–59
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 62–63
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 64–65, 71
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 84–85
- ↑ Chiles, Robert (Spring 2016). "Courting the Farm Vote on the Northern Plains: Presidential Candidate Al Smith, Governor Walter Maddock, and the Ambivalent Politics of 1928". North Dakota History. 81 (1): 23.
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 86–87
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 99–100
- ↑ Culver & Hyde (2000), pp. 102–104
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1965ز مړينې
- 18 نومبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني

