هامبورګ
هامبورگ | |
---|---|
وي ئەڵمانی: Hamburg | |
برخه د | Hamburg Metropolitan Region |
رسمي نښه | Freie und Hansestadt Hamburg |
لنډنوم | HH، FHH، FuHH |
خوندي شوی په | State Archives of the Free and Hanseatic City of Hamburg |
لويه وچه | اروپا |
هېواد | جرمني |
پلازمېنه د | Bouches-de-l'Elbe |
ځای د هېواد په برخه کې | جرمني |
وختزون موقعيت | يو ټي سي ٠١:٠٠+، یوټیسی ۲:۰۰+ |
کوارډينېټي موقعيت | ۵۳°۳۳′۰″N ۱۰°۰′۰″E |
Coordinates of westernmost point | ۵۳°۵۶′۵۳″N ۸°۲۵′۲۷″E |
ترټولو لوړ ټکی | Hasselbrack |
Office held by head of government | First Mayor of Hamburg |
د حکومت مشر | Peter Tschentscher |
Legislative body | Hamburg Parliament |
Highest judicial authority | Hamburg Constitutional Court |
د وگړو شمېر | ۱٬۸۹۲٬۱۲۲ |
د سمندر له سطحې جګوالی | ۶±۱ متر |
Visitor center | Hamburg Tourismus |
واک ورپاته کيدنه له | Q62572079، Landkreis Hamburg |
Award received | Führerstadt |
سيمه | ۷۵۵٫۰۹ کیلومتره مربع |
پوستي کوډ | 20095–21149، 22041–22769، 27499 |
رسمي وېبځی | https://www.hamburg.de/، https://www.hamburg.com/ |
په وېب ادرس کې سپيناوی | https://www.hamburgwissen-digital.de/home.html، https://www.hamburgwissen-digital.de/ |
Hashtag | Hamburg، hamburg_de |
بيرغ | flag of Hamburg |
ملي نښان | coat of arms of Hamburg |
Official symbol | Hammonia |
Patron saint | Mary |
اقتصاد | economy of Hamburg |
Demographics of topic | demographics of Hamburg |
Time of earliest written record | ۱يو جنوري ۰۸۱۰ |
Local dialing code | 040، 04721 |
Licence plate code | HH |
Category for honorary citizens of entity | Category:Honorary citizens of Hamburg |
هامبورګ ( چې په جرمني ژبه کې ورته همبورګ، په محلي ډول ورته هیمبوک او د ښکته سکزوني په لهجه کې ورته همبوک ) ویل کېـږي، په رسمي ډول د هامبورګ خپلواک او هنسیټک ښار ( په جرمني ژبه کې : فیریه اینډ هینسټد هامبورګ او د ښکته سکزوني په لهجه کې فرییه ون هیسټډ هامبورګ په شان تلفظ کېـږي) له برلین وروسته د جرمني دویم لوی ښار دي او په ټولیزه توګه په اروپا کې ۷ تر ټولو لوی ښار دي. همداراز د ۱.۸۴ میلیونه نفوس په درلودلو سره په اروپايي اتحادیې کې یو داسې ښار چې پلازمینه هم نه ده خو تر ټولو لوی ښار دي. د هامبورګ ښاري سیمه کابو د ۲.۵ میلیونه نفوس درلودونکي ده او د هامبورګ د عصري سیمې برخه ده ، کوم چې په مجموعي توګه د ۵.۱ میلیونه وګړو څخه ډېر نفوس لري. دا ښار د البی د سیند او د هغې د دوو څانګو ( السټر او بیلی سیندونو ) تر څنګ غزېدلی دي. د جرمني د شپاړلسو فډرالي ایالاتو څخه د یوه ایالت په توګه هامبورګ د شلسویګ – هولشتاین لخوا تر شمال او د ښکته سکزوني لخوا تر سویله پورې احاطه شوي دي. [۱][۲][۳]
د دې ښار رسمي نوم د هامبورګ تاریخ انعکاس کوي چې د منځني دورې د هانسیټک اتحادیې یو غړی او د مقدس روم امپراتورۍ یو ازاد امپراتورۍ ښار و. د ۱۸۷۱ م کال د جرمني د اتحاد څخه مخکې، دا ښار په پوره توګه خپلواک و، او د ۱۹۱۹ م کال څخه مخکې یې یو مدني جمهوریت جوړ کړ چې د اساسي قانون په پر بنسټ د هانسیټک لخوا او یا د ګرنډ بارګرس د لړۍ لخوا اداره کېده. دا ښار د ناورینونو له امله په ستونزه کې ښکیل شو، لکه د هامبورګ د سخت اور له امله ، په ۱۹۶۲ م کال کې د شمالي سمندر د سیلاب له امله همداراز د پوځي جګړو له امله چې د دویمې نړیوالي جګړي د بمونو یرغلونه هم پکې شامل دي. خو د هر ناورین وروسته دا ښار په چټکۍ سره بیرته رغول کېده.
هامبورګ د روترادم او انتورپ څخه وروسته د اروپا درېیم لوی بندر دي. همدرانګه د نورډیسټچر رونډفینک یوه لویه سیمه ییزه راډیو، د ګرانر + جهار چاپ کوونکې او خپرونکې کارخانه او د ډار سپیګل او د ډای زیت ورځپاڼې دفترونه هم په هامبورګ ښار کې موقعیت لري. هامبورګ د جرمني تر ټولو لرغونۍ ځای دي او د نړۍ تر ټولو لرغونۍ سوداګریز بانک بیرنبرګ هم په هامبورګ کې دي. په دې ښار کې رسنۍ، سوداګریز، لوژیستکي او صنعتي شرکتونه په ډيرو مهمو ځایونو کې موقعیت لري، چې د هغې له جملې مهمې سرچيني د ایربس کمپنۍ ، بلوم واس کمپنۍ ، ایروبیس کمپنۍ ، بیرسدروف کمپنۍ او د انلیور کمپنۍ ده. هامبورګ همداراز د اروپا یو لوی ساینسي، څېړنیز او علمي مرکز دي چې څو لوی پوهنتونه او انستیتونه لري. تر ډېره حده دا ښار د ژوند کولو لپاره ډېر ښکلي دي او په ۲۰۱۹ م کال کې د میرسر د ژوند کولو د کیفیت ښودلو په یوه سروې کې نولسمه مقام خپل کړ. [۴]
هامبورګ تل د نړۍ په کچه د اقتصاد متخصیصونو او په بین المللی سطحه د حقوق پوهانو کوربه توب کړيدي. له دې جملې څخه د دیپلماتیکو ادارو او د دریا په نوم د نړیوالي حقوقی څارنوالۍ، د اروپایي اتحادیې ـ لاتیني امریکا او کرابین بنسټ او د یونسکو موسسه چې د لرغونو اثار د ساتلو په برخه کې کار کوي یادولي شو، همدارانګه د لویو او څو اړخېزو نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کوربه توب یې کړي، لکه د اروپا، چین او د جي ۲۰ هيوادونو غونډي یادولی شو. د جرمني دواړه پخواني صدراعظمان هلموټ شمیت او انګیلا میرکل په هامبورګ کې زېږيدلي دي. د هامبورګ پخواني ښاروال اولاف شولز د ۲۰۲۱ م کال د ډسمبر د میاشتې څخه د جرمني د صدراعظم په توګه دنده پیل کړه.
هامبورګ ښار د کورنیو او نړیوالو ګرځندویانو لپاره ډېر ښه ځای دي. په ۲۰۱۵ م کال کې سپیچرستيد او کونتورهیسووریترل د یونسکو سازمان له لورې د نړیوال میراث په توګه ونومول شول. د هامبورګ د سیندونو او کانالونو د پاسه شاوخوا ۲۵۰۰ پلونه موجود دي چې له دې امله په ټوله اروپا کې د ډېر پلونو لرونکې ښار دي، هامبورګ د معماري د بډای میراث سربیره د هنري او کلتوري ودانیو لرونکې دي د مثال په ډول د ایلبفهیل هرمونیه او د لیسیزهالي د کنسرت تالارونه. د هامبورګر سکهیل په څېر غوځښتونو د بیټلس په شان ډلو ته لاره هواره کړه. هامبورګ همدارانګه د ځینو تیاتري او د موسیقۍ د نندارو له امله پېژندل شوي دي. د سیت پولي ريـپربان د اروپا یو له پېـژندل شوي تفریحي سیمو څخه ده. [۵][۶]
جغــرافیه
[سمول]هامبورګ په یو طبیعي ساتل شوي بندر کې د یوټلنډ ټاپو په سويل کې د اروپا د کرې په سویل کې او د اسکاندونیا په شمال کې، د شمالي سمندر په لوېدیځ کې، د بالتیک سمندرګی په شمال ختیځ کې واقع دی. او د البه په سیند کې د السټر او بیلی تر څنګ قرار لري. د دې ښار مرکز د بیني السټر ( د السټر دننه جهیل ) او د ایوبینی السټر ( د السټر بهرنۍ جهیل) په شاوخوا کې دي، دې دواړو جهیلونو د السټر سیند محدود کړي او د نورو جهیلونو جوړیدو ته یې لاره هواره کړي ده. د هامبورګ د واډن سمندر د ملي پارک څخه ۱۰۰ کیلومتره ( ۶۰ میله ) لیرې د نییورک، شورون او نیګورن ټاپوګان هم د هامبورګ ښار برخه ده. [۷]
د نیوینپیلډ،ګرنز، فرین کروپ او فینکین ویردر ساحې د الټسلیڼډ ( د زړې ځمکې ) سیمې برخې دي چې په منځني اروپا کې د میوو تر ټولو ډېري تولید کوونکې سیمې دي. نیوګربین ـ فیسبیک د هامبورګ لوړې سیمې لري چې تر ټولو لوړه سیمه یې هسلبرک ده چې د سمندر له سطحې څخه په ۱۱۶.۲ متره ( ۳۸۱ فیټه ) لوړه ده. هامبورګ د شلزوسک ــ هولشتاین او ښکته سکزوني سره پولې لري. [۸]
اقلیم
[سمول]هامبورګ د سمندري ( کوفین ) اقلیم لرونکې دي چې د هغه شاوخوا ساحلونو او د سمندرونو له امله اغیزمن شوي دي چې د اطلس سمندر څخه سرچېنه اخلي. د جرمني شمالي برخه د سمندري اقلیم لرونکې سیمې څخه ډېره غوره ده، خو په باوري توګه د ویسټرلیز د دورې له امله په دې قطار کې راځي. ورسره نږدې لنده بلې سیمې د سمندري اقلیم څخه لرونکې دي. د واورې کچه په دې لسيزو کې توپیر لري، د ۱۹۷۰ م لسیزې په ورستیو کې او د ۱۹۸۰ م لسیزي په لومړیو کې به کله ناکله ډېري واوري وريدي. په تېرو څو کلونو کې ژمي لږ یخ و او واوره هم یوازې څو ورځې په کال کې وشوه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
په جرمني کې د ګرمۍ میاشتې جون، جولاۍ او اګسټ وي چې د تودوخې ترټولو لوړه درجه یې له ۲۰.۱ څخه تر ۲۲.۵ سانتي ګراد پورې وي ( ۶۸.۲ څخه تر ۷۲.۵ فارنهایټ ). تر ټولو یخې میاشتې بیا ډسمبر، جنورۍ او فبرورۍ وي چې د تودخې تر ټوله ښکته درجه یې د منفي ۰.۳ څخه تر ۱ سانتي ګراد ( ۳۱.۵ څخه تر ۳۳.۸ فارنهایت ) پورې وي.
تاریخچه
[سمول]ریښې
[سمول]کلودیوس بطلمیوس ( تر میلاد ۲ پېـړۍ وروسته ) د دې څنګ یا لورې نوم تریو کېـښود. [۱۳]
ایتمولوژي
[سمول]د هامبوګ نوم په دې سیمه کې د لومړني دایمي ودانۍ څخه لاسته راغلي، یوه ماڼۍ چې له میلاد وروسته په ۸۰۸ کال کې امپراتور چارلمګین په امر سره یې د جوړېدو کار پیل کړ. دا ځای د السټر او ایلب د سمندرونو تر منځ د سلاویکي یرغل پر ضد اباد شو او د هامابورګ نوم ورکړل شوې برګ د ماڼۍ یا کلا معنا لري. د هاما اصطلاح ناڅرګنده پاتې شوه خو داسې اټکل کېـږي چې هغه ځاي د نن ورځې دومپلټیز ده. [۱۴][۱۵][۱۶]
د منځنۍ دورې هامبورګ
[سمول]په ۸۳۴ کال کې، هامبورګ د لوی واکمن د پایتخت په توګه وټاکل شو. لومړنۍ لوی واکمن انسګر د شمال د لوی مذهبي شخص په توګه وپېژندل شو. دوه کاله وروسته، د هامبورګ ـ برمین د واکمنۍ په توګه هامبورګ د برمین سره یوځای شو. [۱۷]
هامبورګ څو ځله ړنګ او ونیول شو. په ۸۴۵ کال کې، ۶۰۰ ویکینګ کښتیو د ایلب د سیند په واسطه هامبورګ ویجاړ کړ په هغه وخت کې هامبورګ ښار کابو ۵۰۰ اوسیدونکي درلودل. په ۱۰۳۰ م کال کې د پولنډ پاچا دویم میسزکو لیمبرت دا ښار وسوځولو. د ډنمارګ دویم ولادمیر په ۱۲۰۱ او ۱۲۱۴ م کلونو کې په هامبورګ یرغل وکړ او اشغال یې کړ. همداراز په ۱۳۵۰ م کال کې تورمرګ لږ تر لږه د هامبورګ ۶۰ سلنه نفوس وواژه. هامبورګ په منځنیو پيړیو کې هم ډېر لوی اورونه تجربه کړل. [۱۸][۱۹]
په ۱۱۸۹ م کال کې، د امپراتورۍ د منشور په واسطه،د بارباروسا لومړنۍ فردریک هامبورګ د یو ازاد امپراتورۍ ښار او د مالیې څخه ازاد ( یا د سوداګرۍ لپاره ازاده سیمه ) ښار په توګه د ښکته ایلب څخه تر شمالي سمندر پورې ونوماوو، په ۱۲۶۵ م کال کې، په اټکلیزه توګه یو جعلي لیک د هامبورګ حضور ته وړاندې شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Verfassung der Freien und Hansestadt Hamburg [Constitution of Hamburg] (په جرمني) (11th ed.), 6 June 1952, archived from the original on 10 June 2007, نه اخيستل شوی 21 September 2008.
- ↑ Jacqueline Brinkwirth; Sophie von Wirth; Gero Berndt (31 May 2019). "Ranking 2019: Die zehn größten Städte Deutschlands" [The Ten Largest German Cities]. Handelsblatt (په جرمني).
- ↑ citypopulation.de quoting Federal Statistics Office. "Germany: Urban Areas". Archived from the original on 3 June 2020. نه اخيستل شوی 6 January 2020.
- ↑ "Quality of Living City Ranking". mercer.com. Mercer. نه اخيستل شوی 19 May 2020.
- ↑ Media release on the website of Hamburg Marketing, retrieved on 19 March 2016.
- ↑ "Anzahl der Brücken in Städten Europas". Statista (په جرمني). نه اخيستل شوی 19 May 2020.
- ↑ Hamburg Wadden Sea National Park Act Gesetz über den Nationalpark Hamburgisches Wattenmeer (په جرمني), 9 April 1990, نه اخيستل شوی 26 February 2011
- ↑ Geologisches Landesamt Hamburg (Hamburg State Geological Department) (2007), "Statistisches Jahrbuch 2007/2008", Statistisches Jahrbuch Hamburg (په جرمني), Hamburg: Statistisches Amt für Hamburg und Schleswig-Holstein, ISSN 1614-8045
- ↑ "Hamburg, Germany Köppen Climate Classification (Weatherbase)". Weatherbase. نه اخيستل شوی 7 February 2019.
- ↑ Report on the snowfall disaster of 1978/1979 in northern Germany, retrieved on 20 July 2016.
- ↑ Article on the winters in Germany, retrieved on 20 July 2016.
- ↑ Comparison Archived 7 October 2016 at the Wayback Machine. of the weather and snowfall in German winters (from 1950 on), retrieved on 20 July 2016.
- ↑ Schulz, Matthias (1 October 2010). "Mapping Ancient Germania: Berlin Researchers Crack the Ptolemy Code". Der Spiegel – via Spiegel Online.
- ↑ Verg, Erich; Verg, Martin (2007), Das Abenteuer das Hamburg heißt (په جرمني) (4th ed.), Hamburg: Ellert&Richter, p. 8, ISBN 978-3-8319-0137-1
- ↑ Gretzschel, Sven Kummereincke und Matthias (24 January 2014). "Sensation: Wissenschaftler entdecken die Hammaburg". www.abendblatt.de (په جرمني). نه اخيستل شوی 20 December 2020.
- ↑ "Hammaburg – der große Irrtum" (په جرمني). Hamburg Abendblatt. 12 December 2007. نه اخيستل شوی 30 September 2008.
- ↑ Verg (2007), p.15
- ↑ "Hamburg - Introduction - WTCF-Better City Life through Tourism". en.wtcf.org.cn. نه اخيستل شوی 9 March 2020.
- ↑ Snell, Melissa (2006), The Great Mortality, Historymedren.about.com, نه اخيستل شوی 19 April 2009
{{citation}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help)ساتل CS1: url-status (link) - ↑ Verg (2007), p. 26
- ↑ Verg (2007), p. 30
- ↑ Clark, David S. (1987), "The Medieval Origins of Modern Legal Education: Between Church and State", The American Journal of Comparative Law, American Society of Comparative Law, 35 (4): 653–719, doi:10.2307/840129, JSTOR 840129
- ↑ Verg (2007), p. 39