Jump to content

هامبورګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هامبورگ
وي ئەڵمانی: Hamburg
برخه دHamburg Metropolitan Region
رسمي نښهFreie und Hansestadt Hamburg
لنډنومHH، FHH، FuHH
خوندي شوی پهState Archives of the Free and Hanseatic City of Hamburg
لويه وچهاروپا
هېوادجرمني
پلازمېنه دBouches-de-l'Elbe
ځای د هېواد په برخه کېجرمني
وختزون موقعيتيو ټي سي ٠١:٠٠+، یوټی‌سی ۲:۰۰+
کوارډينېټي موقعيت۵۳°۳۳′۰″N ۱۰°۰′۰″E
Coordinates of westernmost point۵۳°۵۶′۵۳″N ۸°۲۵′۲۷″E
ترټولو لوړ ټکیHasselbrack
Office held by head of governmentFirst Mayor of Hamburg
د حکومت مشرPeter Tschentscher
Legislative bodyHamburg Parliament
Highest judicial authorityHamburg Constitutional Court
د وگړو شمېر۱٬۸۹۲٬۱۲۲
د سمندر له سطحې جګوالی۶±۱ متر
Visitor centerHamburg Tourismus
واک ورپاته کيدنه لهQ62572079، Landkreis Hamburg
Award receivedFührerstadt
سيمه۷۵۵٫۰۹ کیلومتره مربع
پوستي کوډ20095–21149، 22041–22769، 27499
رسمي وېبځیhttps://www.hamburg.de/، https://www.hamburg.com/
په وېب ادرس کې سپيناویhttps://www.hamburgwissen-digital.de/home.html، https://www.hamburgwissen-digital.de/
HashtagHamburg، hamburg_de
بيرغflag of Hamburg
ملي نښانcoat of arms of Hamburg
Official symbolHammonia
Patron saintVirgin Mary
اقتصادeconomy of Hamburg
Demographics of topicdemographics of Hamburg
Time of earliest written record۱يو جنوري ۰۸۱۰
Local dialing code040، 04721
Licence plate codeHH
Category for honorary citizens of entityCategory:Honorary citizens of Hamburg
Map

هامبورګ ( چې په جرمني ژبه کې ورته همبورګ، په محلي ډول ورته هیمبوک او د ښکته سکزوني په لهجه کې ورته همبوک ) ویل کېـږي، په رسمي ډول د هامبورګ خپلواک او هنسیټک ښار ( په جرمني ژبه کې : فیریه اینډ هینسټد هامبورګ او د ښکته سکزوني په لهجه کې فرییه ون هیسټډ هامبورګ په شان تلفظ کېـږي) له برلین وروسته د جرمني دویم لوی ښار دي او په ټولیزه توګه په اروپا کې ۷ تر ټولو لوی ښار دي. همداراز د ۱.۸۴ میلیونه نفوس په درلودلو سره په اروپايي اتحادیې کې یو داسې ښار چې پلازمینه هم نه ده خو تر ټولو لوی ښار دي. د هامبورګ ښاري سیمه کابو د ۲.۵ میلیونه نفوس درلودونکي ده او د هامبورګ د عصري  سیمې برخه ده ، کوم چې په مجموعي توګه د ۵.۱ میلیونه وګړو څخه ډېر نفوس لري. دا ښار د البی د سیند او د هغې د دوو څانګو ( السټر او بیلی سیندونو ) تر څنګ غزېدلی دي. د جرمني د شپاړلسو فډرالي ایالاتو څخه د یوه ایالت په توګه هامبورګ  د شلسویګ – هولشتاین لخوا تر شمال او د ښکته سکزوني لخوا تر سویله پورې احاطه شوي دي. [۱][۲][۳]

د دې ښار رسمي نوم د هامبورګ تاریخ انعکاس کوي چې د منځني دورې د هانسیټک اتحادیې یو غړی او د مقدس روم امپراتورۍ یو ازاد امپراتورۍ ښار و. د ۱۸۷۱ م کال د جرمني د اتحاد څخه مخکې، دا ښار په پوره توګه خپلواک و، او د ۱۹۱۹ م کال څخه مخکې یې یو مدني جمهوریت جوړ کړ چې د اساسي قانون په پر بنسټ د هانسیټک لخوا او یا د ګرنډ بارګرس د لړۍ لخوا اداره کېده. دا ښار د ناورینونو له امله په ستونزه کې ښکیل شو،  لکه د هامبورګ د سخت اور له امله ، په ۱۹۶۲ م کال کې د شمالي سمندر د سیلاب له امله همداراز د پوځي جګړو له امله چې د دویمې نړیوالي جګړي د بمونو یرغلونه هم پکې شامل دي. خو د هر ناورین وروسته دا ښار په چټکۍ سره بیرته رغول کېده.

هامبورګ د روترادم او انتورپ څخه وروسته د اروپا درېیم لوی بندر دي. همدرانګه د نورډیسټچر رونډفینک یوه لویه سیمه ییزه راډیو، د ګرانر + جهار چاپ کوونکې او خپرونکې کارخانه او د ډار سپیګل او د ډای زیت ورځپاڼې دفترونه هم په هامبورګ ښار کې موقعیت لري. هامبورګ د جرمني تر ټولو لرغونۍ ځای دي او د نړۍ تر ټولو لرغونۍ سوداګریز بانک بیرنبرګ هم په هامبورګ کې دي. په دې ښار کې رسنۍ، سوداګریز، لوژیستکي او صنعتي شرکتونه په ډيرو مهمو ځایونو کې موقعیت لري، چې د هغې له جملې مهمې سرچيني  د ایربس کمپنۍ ، بلوم واس کمپنۍ ،  ایروبیس کمپنۍ ، بیرسدروف کمپنۍ او د انلیور کمپنۍ ده. هامبورګ همداراز د اروپا یو لوی ساینسي، څېړنیز او علمي مرکز دي چې څو لوی پوهنتونه او انستیتونه لري. تر ډېره حده دا ښار د ژوند کولو لپاره ډېر ښکلي دي او په ۲۰۱۹ م کال کې د میرسر د ژوند کولو د کیفیت ښودلو په یوه سروې کې نولسمه مقام خپل کړ. [۴]

هامبورګ تل د نړۍ په کچه د اقتصاد متخصیصونو او په بین المللی سطحه د حقوق پوهانو کوربه توب کړيدي. له دې جملې څخه د دیپلماتیکو ادارو او د دریا په نوم د نړیوالي حقوقی څارنوالۍ، د اروپایي اتحادیې ـ لاتیني امریکا او کرابین بنسټ او د یونسکو موسسه چې د لرغونو اثار د ساتلو په برخه کې کار کوي یادولي شو، همدارانګه د لویو او څو اړخېزو نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کوربه توب یې کړي، لکه د اروپا، چین او د جي ۲۰ هيوادونو غونډي یادولی شو. د جرمني دواړه پخواني صدراعظمان هلموټ شمیت او انګیلا میرکل په هامبورګ کې زېږيدلي دي. د هامبورګ پخواني ښاروال اولاف شولز د ۲۰۲۱ م کال د ډسمبر د میاشتې څخه د جرمني د صدراعظم په توګه دنده پیل کړه.

هامبورګ ښار د کورنیو او نړیوالو ګرځندویانو لپاره ډېر ښه ځای دي. په ۲۰۱۵ م کال کې سپیچرستيد او کونتورهیسووریترل د یونسکو سازمان له لورې د نړیوال میراث په توګه ونومول شول. د هامبورګ د سیندونو او کانالونو د پاسه شاوخوا ۲۵۰۰ پلونه موجود دي چې له دې امله په ټوله اروپا کې د ډېر پلونو لرونکې ښار دي، هامبورګ د معماري د بډای میراث سربیره د هنري او کلتوري ودانیو لرونکې دي د مثال په ډول د ایلبفهیل هرمونیه او د لیسیزهالي د کنسرت تالارونه. د هامبورګر سکهیل په څېر غوځښتونو د بیټلس په شان ډلو ته لاره هواره کړه. هامبورګ همدارانګه د ځینو تیاتري او د موسیقۍ د نندارو له امله پېژندل شوي دي. د سیت پولي ريـپربان د اروپا یو له پېـژندل شوي تفریحي سیمو څخه ده. [۵][۶]

جغــرافیه[سمول]

هامبورګ په یو طبیعي ساتل شوي بندر کې د یوټلنډ ټاپو په سويل کې د اروپا د کرې په سویل کې او د اسکاندونیا په شمال کې، د شمالي سمندر په لوېدیځ کې، د بالتیک سمندرګی په شمال ختیځ کې واقع دی. او د البه په سیند کې د السټر او بیلی تر څنګ قرار لري. د دې ښار مرکز د بیني السټر ( د السټر دننه جهیل ) او د ایوبینی السټر ( د السټر بهرنۍ جهیل) په شاوخوا کې دي،  دې دواړو جهیلونو د السټر سیند محدود کړي او د نورو جهیلونو جوړیدو ته یې لاره هواره کړي ده. د هامبورګ د واډن سمندر د ملي پارک څخه ۱۰۰ کیلومتره ( ۶۰ میله ) لیرې د نییورک، شورون او نیګورن ټاپوګان هم د هامبورګ ښار برخه ده. [۷]

د نیوینپیلډ،ګرنز، فرین کروپ او فینکین ویردر ساحې د الټسلیڼډ ( د زړې ځمکې ) سیمې برخې دي چې په منځني اروپا کې د میوو تر ټولو ډېري تولید کوونکې سیمې دي. نیوګربین ـ فیسبیک د هامبورګ  لوړې سیمې لري چې تر ټولو لوړه سیمه یې هسلبرک ده چې د سمندر له سطحې څخه په ۱۱۶.۲ متره ( ۳۸۱ فیټه ) لوړه ده. هامبورګ د شلزوسک ــ هولشتاین او ښکته سکزوني سره پولې لري. [۸]

اقلیم[سمول]

هامبورګ د سمندري ( کوفین ) اقلیم لرونکې دي چې د هغه شاوخوا ساحلونو او د سمندرونو له امله اغیزمن شوي دي چې د اطلس سمندر څخه سرچېنه اخلي. د جرمني شمالي برخه  د سمندري اقلیم لرونکې سیمې څخه ډېره غوره ده، خو په باوري توګه د ویسټرلیز د دورې له امله په دې قطار کې راځي. ورسره نږدې لنده بلې سیمې د سمندري اقلیم څخه لرونکې دي. د واورې کچه په دې لسيزو کې توپیر لري، د ۱۹۷۰ م لسیزې په ورستیو کې او د ۱۹۸۰ م لسیزي په لومړیو کې به کله ناکله ډېري واوري وريدي. په تېرو څو کلونو کې ژمي لږ یخ و او واوره هم یوازې څو ورځې په کال کې وشوه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په جرمني کې د ګرمۍ میاشتې جون، جولاۍ او اګسټ وي چې د تودوخې ترټولو لوړه درجه یې له ۲۰.۱ څخه تر ۲۲.۵ سانتي ګراد پورې وي ( ۶۸.۲ څخه تر ۷۲.۵ فارنهایټ ). تر ټولو یخې میاشتې بیا ډسمبر، جنورۍ او فبرورۍ وي چې د تودخې تر ټوله ښکته درجه یې د منفي ۰.۳ څخه تر ۱ سانتي ګراد ( ۳۱.۵ څخه تر ۳۳.۸ فارنهایت ) پورې وي.

تاریخچه[سمول]

ریښې[سمول]

کلودیوس بطلمیوس ( تر میلاد ۲ پېـړۍ وروسته ) د دې څنګ یا لورې نوم تریو کېـښود. [۱۳]

ایتمولوژي[سمول]

د هامبوګ نوم په دې سیمه کې د لومړني دایمي ودانۍ څخه لاسته راغلي، یوه ماڼۍ چې له میلاد وروسته په ۸۰۸ کال کې امپراتور چارلمګین په امر سره یې د جوړېدو کار پیل کړ. دا ځای د السټر او ایلب د سمندرونو تر منځ د سلاویکي یرغل پر ضد اباد شو او د هامابورګ نوم ورکړل شوې برګ د ماڼۍ یا کلا معنا لري. د هاما اصطلاح ناڅرګنده پاتې شوه خو داسې اټکل کېـږي چې هغه ځاي د نن ورځې دومپلټیز ده. [۱۴][۱۵][۱۶]

د منځنۍ دورې هامبورګ[سمول]

په ۸۳۴ کال کې، هامبورګ د لوی واکمن د پایتخت په توګه وټاکل شو. لومړنۍ لوی واکمن  انسګر د شمال د لوی مذهبي شخص په توګه وپېژندل شو. دوه کاله وروسته، د هامبورګ ـ برمین د واکمنۍ  په توګه هامبورګ د برمین سره یوځای شو. [۱۷]

هامبورګ څو ځله ړنګ او ونیول شو. په ۸۴۵ کال کې، ۶۰۰ ویکینګ کښتیو د ایلب د سیند په واسطه هامبورګ ویجاړ کړ په هغه وخت کې هامبورګ ښار کابو ۵۰۰ اوسیدونکي درلودل. په ۱۰۳۰ م کال کې د پولنډ پاچا دویم میسزکو لیمبرت دا ښار وسوځولو. د ډنمارګ دویم ولادمیر په ۱۲۰۱ او ۱۲۱۴ م کلونو کې  په هامبورګ یرغل وکړ او اشغال یې کړ. همداراز په ۱۳۵۰ م کال کې تورمرګ لږ تر لږه د هامبورګ ۶۰ سلنه نفوس وواژه. هامبورګ په منځنیو پيړیو کې هم ډېر لوی اورونه تجربه کړل. [۱۸][۱۹]

په ۱۱۸۹ م کال کې، د امپراتورۍ د منشور په واسطه،د بارباروسا لومړنۍ فردریک هامبورګ د یو ازاد امپراتورۍ ښار او د مالیې څخه ازاد ( یا د سوداګرۍ لپاره ازاده سیمه ) ښار په توګه د ښکته ایلب څخه تر شمالي سمندر پورې ونوماوو، په ۱۲۶۵ م کال کې، په اټکلیزه توګه یو جعلي  لیک د هامبورګ حضور ته وړاندې شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value)..
  2. (په 31 May 2019 باندې). Ranking 2019: Die zehn größten Städte Deutschlands.
  3. citypopulation.de quoting Federal Statistics Office. "Germany: Urban Areas". خونديځ د اصلي څخه ۰۳ جون ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Quality of Living City Ranking". mercer.com. Mercer. لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Media release on the website of Hamburg Marketing, retrieved on 19 March 2016.
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Hamburg Wadden Sea National Park Act Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. "Hamburg, Germany Köppen Climate Classification (Weatherbase)". Weatherbase. لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Report on the snowfall disaster of 1978/1979 in northern Germany, retrieved on 20 July 2016.
  11. Article on the winters in Germany, retrieved on 20 July 2016.
  12. Comparison Archived 7 October 2016 at the Wayback Machine. of the weather and snowfall in German winters (from 1950 on), retrieved on 20 July 2016.
  13. (په 1 October 2010 باندې). Mapping Ancient Germania: Berlin Researchers Crack the Ptolemy Code.
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. (په 12 December 2007 باندې). Hammaburg – der große Irrtum. Hamburg Abendblatt
  17. Verg (2007), p.15
  18. "Hamburg - Introduction - WTCF-Better City Life through Tourism". en.wtcf.org.cn. لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Snell, Melissa (2006), The Great Mortality, Historymedren.about.com, لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۰۹ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Verg (2007), p. 26
  21. Verg (2007), p. 30
  22. Clark, David S. (1987), "The Medieval Origins of Modern Legal Education: Between Church and State", The American Journal of Comparative Law, American Society of Comparative Law, 35 (4): 653–719, doi:10.2307/840129, JSTOR 840129 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Verg (2007), p. 39