مراکش
د مراکش ولایتونه | |
---|---|
د د مراکش ولایتونه انځور
| |
د مراکش ولایتونه
| |
کورډېناټونه: ۳۲°شمال ۶°لويديځ / 32°شمال 6°لويديځ [۱] | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۷ اپرېل ۱۹۵۶، ۲ مارچ ۱۹۵۶، ۱۶۳۱[۲]، ۱۵۴۹[۳][۴]، ۰۷۸۹[۵] |
نومول شوی په | لوېديځ |
هېواد | مراکش
|
پلازمېنه | ربات |
پراخوالی | |
• پراخوالی | |
نفوس شمېرنه | 37076584 (۲۰۲۱)[۶] |
وروستي مالومات | |
وخت زون | يو ټي سي ٠١:٠٠+ (معياري وخت ) |
رسمي ژبه | عربي ژبه [۷] |
جيو کوډ | 2542007 |
موټر پلېټ | MA (۱۹۲۴–)
|
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه |
سمول |
مراکش | |
---|---|
بیرغ | نښان |
Map of the Kingdom of Morocco
| |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۳۲°شمال ۶°لويديځ / 32°شمال 6°لويديځ [۸] |
پراخوالی | |
پلازمېنه | ربات |
رسمي ژبې | عربي ژبه [۷] |
مشرتابه | |
حکومت ډول | constitutional monarchy |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۰۷۸۹[۵] |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 10 سلنه (۲۰۱۴)[۹] |
نور مالومات | |
پیسې | د مراکش درهم |
بېړنۍ ټليفون شمېره | |
تګلوری | ښي لورۍ [۱۰] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، اود تاييدولو سرچينه، اود تاييدولو سرچينه، اود تاييدولو سرچينه، اود تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | MA |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +212 |
مراکش چې رسمي نوم يې د مراکش سلطنت دی،د شمالي افريقا د مغرب سيمې په لرې شمال لويديځ کې پروت دی. شمال لور ته د مديترانې سمندر او لويديځ لور ته د اتلانتيک اقيانوس په لوړو څنډو موقعيت لري، ختيځ لور ته له الجزاير سره ځمکنۍ پوله لري، سويل لور ته يې د سويلي سهارا لانجمنه سيمه پرته ده. مراکش په سبتة، مليله، پنون دي ولز ډي لا ګومرا سيمو هم دعوه لري چې د هسپانيې تر واک لاندې دي، مراکش د هغو ګڼو ټاپوګانو د ملکيت مدعي هم دی چې د هسپانيې په ساحلونو کې د هغه هېواد تر واک لاندې دي. سيمه يې ۴۴۶،۵۵۰ کيلو متره (۱۷۲،۴۱۰ ميل مربع) يا ۷۱۰،۸۵۰ کيلو متره (۲۷۴،۴۶۰ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نږدې اووه دېرش ميليونه دی. رسمي او په هېواد کې واکمن دين اسلام دی، رسمي ژبې يې عربي او بربري دي؛ په مراکشي لهجه عربي او فرانسوي هم ډېر خلک خبرې کوي. مراکشي پېژندګلو او کلتور د بربري، عربي او اروپايي کلتورونو ګډوله او خوځنده کلتور دی. پلازمېنه يې رباط او ستر ښار يې دار البيضاء دی.[۱۱][۱۲]
له ۹۰۰۰۰ کلونو نه را پدېخوا د لرغوني ډبرين پير نه په کې انسانان ژوند کوي، لومړی مراکشي دولت په ۷۸۸ ز کال کې د لومړي ادريس له خوا جوړ شوی و. له هغه وروسته پرې يو لړ خپلواکو واکمنيو حکومت وکړ، په يوولسمه او دولسمه پېړۍ کې د المرابطينو او الموحدينو د واکمنيو پر مهال د سيمه یيز ځواک په توګه خپل اوج ته ورسېد، دا هغه مهال و چې يادو واکمنيو د ايبيري ټاپووزمې او مغرب ډېرې برخې په واک کې لرلې. په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې د مراکش خپلواکي هغه مهال له بهرنيو ګواښونو سره مخامخ شوه، کله چې پرتګال د دې هېواد ځينې سيمې ونيولې او عثماني سترواکۍ د ختيځ له خوا تېری وکړ. مريني او سعدي واکمنيو د بهرني نیواک په وړاندې مقاومت وکړ او مراکش يوازینی شمالي افريقايي هېواد و چې له عثماني واکمنۍ بچ پاتې شو. د علويانو سلسلې په ۱۶۳۱ز کال کې واک تر لاسه کړ چې تر اوسه په مراکش حکومت کوي او په دوو پېړيو کې يې له لويديځې نړۍ سره ديپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې پراخې کړې دي. د مديترانې له حوزې سره نږدې د مراکش ستراتيژيک موقعيت يو خل بيا اروپايي لېوالتيا راجلب کړه؛ په ۱۹۱۲ز کال کې فرانسې او هسپانيې دا هېواد په دوه تحت الحمايه برخو ووېشه او په طنجة کې يې يوه نړيواله سيمه وساتله. د نېواکګرو واکمنيو پر ضد د نړيوالو بريدونو او پاڅونونو نه وروسته، په ۱۹۵۶ز کال کې مراکش يو ځل بيا خپلواکي تر لاسه او سره متحد شو. [۱۳]
له خپلواکۍ راهيسې مراکش یو څه ارام او سوکاله پاتې شو. په افريقا کې پنځم ستر اقتصاد دی، په افريقا او عربي نړۍ د پام وړ اغېز لري، په نړيوالو چارو کې منځنی ځواک بلل کېږي، د عربي ټولنې، مديترانې اتحاديې او افريقايي اتحاديې غړيتوب لري. د مراکش اتحادي نيمه مشروطه پاچهي ده چې منتخب پارلمان لري. د اجرائيه برخې مشري يې د مراکش پاچا او لومړی وزير کوي، د قانون جوړولو اختيارات يې د پارلمان دوو خونو ته ورکړل شوي دي؛ د استازو خونه او د شوراګانو خونه. قضايي واک د اساسي قانون له محکمې سره دی، کوم چې د قوانينو د اعتبار، ټولټاکنو او ټول پوښتنې ارزونه کوي. پاچا پراخ اجرائيوي او تقنيني واکونه لري، په ځانګړي ډول پر پوځ، بهرنۍ تګلارې او مذهبي چارو، هغه د الظهير په نوم احکام صادرولای شي، چې همدا احکام د قانون بڼه لري، له لومړي وزير او اساسي قانون له محکمې سره تر مشورې وروسته پارلمان منحل کولای شي.[۱۴][۱۵]
مراکش د لويديځې سهارا د ناخپلواکې سيمې د مالکيت ادعا لري او دې سيمې ته يې د خپلو سويلي ولايتونو نوم ورکړی دی. په ۱۹۷۵ز کال کې، کله چې هسپانيې موافقه وکړه چې پر دې سيمه خپل نیواک پای ته رسوي او خپل واک مراکش او موريتانيې ته ورکوي، د دې خواکونو او سيمه یيزو خلکو تر منځ چريکې جګړې پيل شوې. په ۱۹۷۹ز کال کې، موريتانيا پر ياده سیمه د خپل ملکيت له ادعا تېر شو، خو بيا هم جګړه د تېر په څېر روانه وه. په ۱۹۹۱ز کال کې، د اوربند تړون وشو، خو د خپلواکۍ مسئله ناحله پاتې شوه. اوسمهال مراکش د يادې سيمې دوه په درې برخه په واک کې لري او د دې لانجې د حل لپاره هڅې نه دي توانېدلي چې دا سياسي بندښت مات کړي.
رېښه
[سمول]د مراکش پوره عربي نوم «المملکة المغربية» دی، ښه ژباړه يې دا ده : «د لويديځ پاچهي»، ځکه چې په عربي کې الغرب لويديځ ته وايي. د دې نوم ژباړه داسې هم کېدای شي: «د ماشام پاچهي»؛ د منځنۍ پېړۍ عرب تاريخ پوهان او جغرافيه پوهان کله ناکله مراکش ته (المغرب الاقصی) نوم اخلي، چې معنا يې ده: «لرې لويديځ»، د ګاونډيو سيمو سره د توپير لپاره بيا ورته «المغرب الاوسط» يعنې منځنی لويديځ او (المغرب الأدنی) یعنې نژدې لویديځ نومونه اخلي.[۱۶]
په انګليسي ژبه کې لیکل کېدونکی (Morocco) ټکی له مراکش نه اخیستل شوی دی، د المرابطينو د سلطنت او الموحدينو د خلافت پر مهال دا سيمه د دې هېواد پلازمېنه وه. د مراکش ټکي د اصليت په اړه اختلافات دي، خو دا ډېره نژدې ده چې د بربري ټکي امور او اکوش نه اخیستل شوی چې معنا يې ده «د خدای ځمکه». د مراکش اوسنی بربري نوم « Mṛṛakc» دی. په ترکي ژبه کې مراکش ته فاس ويل کېږي، فاس د دې هېواد د لرغونې پلازمېنې «فس» نه اخیستل شوی دی. خو د اسلامي نړۍ په نورو برخو کې، د بېلګې په ډول: مصري او د شلمې پېړۍ له نيمايي نه مخکې د منځني ختيځ په عربي ادبياتو کې، په عمومي توګه، مراکش ته همدا د مراکش نوم اخیستل کېده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د فارسي، اردو او پنجابي په ګډون، همدا نوم اوس هم په ځینو ژبو کې دې هېواد ته کارول کېږي. د انګليسي Morocoo نوم د هسپانوي نوم Marruecos انګليسي شوې بڼه ده. هسپانيايي نوم هم له لرغونې توسکاني کلیمې Morrocco نه اخیستل شوی و او په ايټالوي ژبه کې د دې هېواد لپاره کارېدونکی ټکی Marocco بیا له توسکاني ژبې اخیستل شوی دی.
تاریخچه
[سمول]له تاریخ مخکې او لرغونی
[سمول]د اوسني مراکش په سيمه کې د لرغوني ډبرين پير نه انسانان اوسېدلي دي، چې له زېږد مخکې د ۱۹۰۰۰۰ او ۹۰۰۰۰ تر منځ وختونو نه پيليږي. يوه وروستۍ خپرونه وړانديز کوي، داسې شواهد شته چې ان له دې پير مخکې هم هلته انسانانو ژوند کړی دی: د ۲۰۰۰ لسیزې په وروستيو کې د اتلانتيک اقيانوس په څنډو په جبل ارهود کې د ځيرک انسان د موندل شوو پاتې شونو تاريخ په اټکلي توګه ۳۱۵۰۰۰ کلونه پخوا ته رسېږي. د لوړ ډبرين پير پر مهال مغرب د اوس په پرتله زيات ښېرازه و، چې د اوسنو شاړو طبيعي منظرو پر خلاف ساوانا «زرغونتيا» ته ورته و. دوه وېشت زره وړاندې، له وړاندې نه شته د اتريايي کلتور ځای، ايبروماوروسي کلتور ونيو، کوم چې له ايبيریايي کلتور سره ورته والی لري. د «مچتا-افالو» ايبروماوروس د خښېدو په سيمه کې د موندل شوو انساني پاتې شونو د بدني جوړښت او اروپايي کرومګنون د پاتې شونو د اسکلټونو تر منځ د ورته والي وړانديز شوی دی. په مراکش کې د ايبروماوروسي کلتور ځای بيکر کلتور نيولی و. [۲۱][۲۲][۲۳]
د ميتوکندريايي د ډي اين ای څېړنو کې د بربريانو او سامي سکانډينيويايانو تر منځ د نيکونو د شراکت نژدې اړیکه موندل شوې ده. دا شواهد دا نظر تايیدوي چې، ځينې هغه خلک اروپا ته کوچېدلي دي چې، د کنګلونو په وروستيو کې يې د سويل لويديځې اروپا د فرانسوي-کانتابريايي په خوندي سيمو کې ژوند کاوه او همدوی بيا د کنګل له وروستي پير وروسته د نفوسو په بيا توليد کې مرسته کړې.[۲۴]
ایداري وېش
[سمول]مراکش هیواد د ۲۰۱۵م کال د وروستی بدلون سره په ۱۲ ولایتونو ویشل شوی دی.
د مراکش ولایتي وېش | ||||||
د ولایت شمېره | ولایت | ولسوالۍ | سیمې | کلي | نفوس
۲۰۰۴ | |
۱۶ | وادی الذهب لکویره | ۲ | ۲ | ۱۱ | ۹۹٬۳۶۷ | |
۱۵ | عیون بوجذور - ساقیه الحمراء | ۲ | ۴ | ۱۰ | ۲۵۶٬۱۵۲ | |
۱۴ | کلمیم السماره | ۵ | ۱۱ | ۴۹ | ۴۶۲٬۴۱۰ | |
۱۳ | سوس ماسه درعه | ۷ | ۲۴ | ۲۱۲ | ۳٬۱۱۳٬۶۵۳ | |
۶ | لویدیځ شرارده بنی حسین | ۲ | ۱۱ | ۶۱ | ۱٬۸۵۹٬۵۴۰ | |
۹ | شاویه وردیغه | ۳ | ۱۵ | ۱۰۲ | ۱٬۶۵۵٬۶۶۰ | |
۱۱ | مراکش تانسیفت الحوز | ۵ | ۱۵ | ۱۹۸ | ۳٬۱۰۲٬۶۵۲ | |
۳ | الشرقیه | ۶ | ۲۲ | ۹۱ | ۱٬۹۱۸٬۰۹۴ | |
۸ | دارالبیضاء الکبری | ۱۲ | ۷ | ۱۰ | ۳٬۶۳۱٬۰۶۱ | |
۷ | رباط سلا زمور زعیر | ۴ | ۱۰ | ۴۰ | ۲٬۳۶۶٬۴۹۴ | |
۱۲ | دکاله عبده | ۲ | ۱۰ | ۷۷ | ۱٬۹۸۴٬۰۳۹ | |
۱۰ | تادله ازیلال | ۲ | ۹ | ۷۳ | ۱٬۴۵۰٬۵۱۹ | |
۵ | مکناس تافیلالت | ۵ | ۲۳ | ۱۱۱ | ۲٬۱۴۱٬۵۲۷ | |
۴ | فاس بولمان | ۴ | ۱۲ | ۴۸ | ۱٬۵۷۳٬۰۵۵ | |
۲ | تازه الحسیمه تاونات | ۳ | ۱۴ | ۱۱۸ | ۱٬۸۰۷٬۱۱۳ | |
۱ | طنجه تطوان | ۶ | ۱۰ | ۸۷ | ۳٬۵۵۶٬۷۲۹ | |
مجموع | ۷۰ | ۱۹۹ | ۱۲۹۸ | ۳۳٬۸۴۸٬۲۴۲ |
تاریخ
[سمول]کلتور
[سمول]جغرافیه
[سمول]اقتصاد
[سمول]- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ https://referenceworks.brillonline.com/entries/encyclopaedia-of-islam-3/*-SIM_0072
- ↑ https://www.globalsecurity.org/military/world/morocco/history-saadian.htm
- ↑ https://www.britannica.com/place/Morocco/Education#ref214378
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ https://www.jewishvirtuallibrary.org/rulers-of-morocco-789-present
- ↑ https://data.worldbank.org/indicator/SP.POP.TOTL?locations=MA — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۲
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ موضوع: 5
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
- ↑ http://chartsbin.com/view/edr
- ↑ "Ceuta, Melilla profile". BBC News (په انګليسي). 2018. نه اخيستل شوی 2018-11-13.
- ↑ Jamil M. Abun-Nasr (20 August 1987). A History of the Maghrib in the Islamic Period. Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-33767-0.
- ↑ Hall, John G.; Publishing, Chelsea House (2002). North Africa. Infobase Publishing. ISBN 978-0-7910-5746-9.
- ↑ Balfour, Rosa (March 2009). "The Transformation of the Union for the Mediterranean". Mediterranean Politics. 14 (1): 99–105. doi:10.1080/13629390902747491. ISSN 1362-9395.
- ↑ Morocco: Remove Obstacles to Access to the Constitutional Court. International Commission of Jurists.
- ↑ Yahya, Dahiru (1981). Morocco in the Sixteenth Century. Longman. p. 18.
- ↑ "Regions of Morocco". statoids.com. نه اخيستل شوی 7 September 2007.
- ↑ Shillington, Kevin (2005). Encyclopedia of African history. London/New York: Fitzroy Dearborn. p. 948.
- ↑ Nanjira, Daniel Don (2010). African Foreign Policy and Diplomacy From Antiquity to the 21st Century. ABC-CLIO. p. 208.
- ↑ Gershovich, Moshe (2012-10-12). French Military Rule in Morocco. doi:10.4324/9780203044988. ISBN 9780203044988.
- ↑ Field Projects – Jebel Irhoud Archived 12 January 2017 at the Wayback Machine.. Department of Human Evolution. Max Planck Institute for Evolutionary Anthropology
- ↑ Oldest Homo sapiens fossil claim rewrites our species' history News. Nature Magazine, International Weekly Journal of Science
- ↑ Rubella, D. (1984). "Environmentalism and Pi Paleolithic economies in the Maghreb (c. 20,000 to 5000 B.P.)". In J.D. Clark & S.A. Brandt (ed.). From hunters to farmers the causes and consequences of food production in Africa. Berkeley: University of California Press. pp. 41–56. ISBN 978-0520045743.
- ↑ Achilli, A.; Rengo, C.; Battaglia, V.; Pala, M.; Olivieri, A.; Fornarino, S.; Magri, C.; Scozzari, R.; Babudri, N. (2005). "Saami and Berbers—An Unexpected Mitochondrial DNA Link". The American Journal of Human Genetics. 76 (5): 883–886. doi:10.1086/430073. PMC 1199377. PMID 15791543.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P138
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P17
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1082
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P421
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- جيو کوډونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P395
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- هغه مخونه چې کينډۍ:استوګنيزه سيمه مالومات کاروي د نامعلومو دلیلونو سره
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3000
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P38
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P297
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- مراکش
- جغرافيه ويکي ډېټا
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- نخشه لرونکي مخونه