Jump to content

لویه کاترین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لویه کاترین
لویه کاترین
لویه کاترین

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲ مې ۱۷۲۹[۱][۲][۳]
شچېچېن   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 6 نومبر 1796 (67 کاله)[۴][۵]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
سینټ پیټرزبورګ [۶][۷][۸]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای شچېچېن

سینټ پیټرزبورګ   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ

تابعیت روسي سترواکي (۱۷۴۵–)[۹]

روسیه [۱۰]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۱][۱۲][۱۳]،  پاچا   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه روسي [۱۴]،  جرمني ژبه ،  فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري روسي سترواکي   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
مقام ډګروال   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
لویه کاترین
لویه کاترین

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

دوهمه کاترین (چې د زیږون نوم یې د انهالټ-زربست سوفي دی؛ د ۱۷۲۹ کال د می له ۲ – د ۱۷۹۶ کال د نومبر تر ۱۷) او په عام ډول د لویې کاترین په نوم پېژندل کېږي، له ۱۷۶۲ کال څخه تر ۱۷۹۶ کال پورې د روسیې سترواکه وه. نوموړې د دې هېواد وروستۍ سترواکه او تر ټولو اوږده واکمنه ښځینه مشره وه. هغه د خپل مېړه او د تره د دوهم زوی، دریم پیټر له را پرځېدو وروسته واک ته ورسېده. د نوموړې د اوږدې واکمنۍ ترځ کې، چې د روښانتیا له نظریاتو څخه یې الهام اخیستی و، روسیې د دود او پوهې بیا رغونه تجربه کړه، د زیاتره نوو ښارونو، پوهنتونونو او تیاترونو بنسټ کېښودل شو، لوی شمېر اروپایی کډوال روسیې ته وخوځېدل او روسیه د اروپا د سترو ځواکونو په توګه وپېژندل شوه.

کاترین واک ته د رسېدو او د خپلې د سترواکۍ په اوږدو کې، زیاتره د خپلې خوښې په اشرافو، په ځانګړې توګه په ګریګوري اورلوف او ګریګوري پوټیمکین تکیه کوله. هغه چې د ډېرو برلاسو جنرالانو لکه الکساندر سووروف او پیوتر رومیانسیف، او امیرالبحرانو لکه سمویل ګرېګ او فیودور له لوري ملاتړ کېده، په داسې وخت کې یې حکومت وکړ چې د روسیې سترواکي د فتوحاتو او ډیپلوماسۍ له لارې په چټکۍ پراخېده. په سویل کې، د کریمیا خانان د ۱۷۶۸ – ۱۷۷۴ کلونو د روس-ترک جګړې په اوږدو کې د بار په اتحاد او په عثماني سترواکۍ له بریالیتوبونو وروسته له ماتې سره مخ شول. روسیې د انګلستان په ملاتړ د تور او ازوف سمندرګیو د څنډو په اوږدو کې د نووروسیا سیمې استعمار کړې. په لوېدیځ کې، د پولنډ - لیتوانیا مشترک المنافع هېوادونه، چې د کاترین د پخواني عاشق پاچا ستانیسلاوس اګستوس پونیاټوسکي تر واک لاندې وو، په پایله کې تجزیه شول او د روسیې سترواکۍ ترټولو لویه برخه ترلاسه کړه. په ختیځ کې، روسان لومړی اروپایان وو چې الاسکا یې مستعمره کړه او د روسي امریکا بنسټ یې کېښود.

کاترین د روسیې د ګوبرنیا (ولایتونو) په اداره کې اصلاحات راوستل او زیاتره نوي ښارونه او ښارګوټي، په ځانګړې توګه اوډیسا، ډنیپرو، خرسن، مایکولیوف او سیواستوپول، د نوموړې په امر جوړ شول. کاترین چې د لوی پیټر مینه واله وه، د لوېدیځې اروپا په پولو کې یې د روسیې عصري کولو ته دوام ورکړ. خو پوځي جلب او جذب او اقتصاد په غلامۍ ولاړ و او د دولت او د شخصي ځمکو د خاوندانو پراخې تقاضا د بېوزلو غلامانو استثمار ته وده ورکړه. دا د بلواګرو، لکه د کاساک د پوګاچوف د لویې بلوا، کوچیانو، وولګا وګړو او بزګرانو، تر شا له اصلي لاملونو څخه و.

د لویې کاترین د واکمنۍ دوره د کاتریني دور په نوم هم یادېږي. د اشرافیت د آزادۍ په اړه منشور، چې د دریم پیټر د لنډې واکمنۍ په اوږدو کې خپور شو او د کاترین له لوري تایید شو، اشراف یې له اجباري نظامي یا دولتي خدمت څخه خوندي کړل. د اشرافو له لوري د ماڼیو ودانولو چې د سترواکۍ له خوا په کلاسیکه بڼه کې تایید شوي وو، د هېواد مخ بدل کړ. نوموړې زیاتره د روښان انده ټولواکې په بڼه لیدل کېږي.نوموړې  د هنرونو د ملاتړې په توګه، د روسیې د روښانتیا په دوران کې، د نوبل میډینز د سمولني انسټیټیوټ د تاسیس په ګډون چې د دولت په ملاتړ په اروپا کې د ښځو لپاره د لوړو زده کړو لومړنۍ بنسټ و، واکمني وکړه.[۱۵]

لومړی ژوند

[سمول]

کاترین د مقدس روم سترواکۍ د پروسیا سلطنت د پومیرانیا ولایت په سټیټین کې د شهزادګۍ سوفي فریډریک اګسټ وان انهالټ-زربست-ډورنبرګ په نوم نړۍ ته سترګې پرانیستې. مور یې جوهانا الیزابیت د هولسټین ګوتورپ اوسېدونکې وه. پلار یې کرستیان اګسټ، د انهالټ-زربست شهزاده، د آلمان د انهالټ په واکمنه کورنۍ پورې تړاو درلود. هغه د کورلینډ او سیمیګالیا ډوک نشو او د خپلې لور د زیږون پر مهال یې د سټیټین ښار د والي په توګه د پروسیایي جنرال رتبه په غاړه درلوده. خو کله چې د هغې د تره دوهم زوی، دریم  پیټر ارتودوکس عیسویت ته واوښت، د هغې ماما د سویډن د تخت وارث شو او د هغې د تره د زامنو دوه لومړي، دریم ګوستاو او دریارلسم چارلز، وروسته د سویډن پاچاهان شول. د آلمان په واکمنو سلطنتونو کې د هغه مهال له رواج سره سم، نوموړې خپلې زده کړې په پراخه کچه د فرانسوي دایې او ښوونکو څخه ترلاسه کړې. د هغې د یادونو له مخې، سوفي هلک ډوله نجلۍ ګڼل کېده او توره وهل یې زده کړل.[۱۶][۱۷]کينډۍ:Sfnm

د سوفي ماشومتوب خورا بې پېښو و. یو ځل نوموړي خپل خبریال بارون ګریم ته ولیکل: "زه په په خپل ماشوتوب کې هېڅ د خوښې شی نه وینم." که څه هم سوفي یوه شهزادګۍ وزیږېده، خو کورنۍ یې ډېرې لږې پیسې درلودې. واک ته د هغې راتګ د نوموړې د مور د شتمنو خپلوانو له لوري ملاتړ شو، چې دواړه اشراف وو او شاهي اړیکې یې درلودې. د مقدس روم د سترواکۍ له ۳۰۰ څخه ډېرو حاکمیتونه، چې زیاتره یې خورا کوچني او بې واکه وو، د ډېر سیال سیاسي نظام لپاره رامنځ ته شوي وو لکه څنګه چې بېلابېلو شاهي کورنیو د خپلو ګټو لپاره، زیاتره وختونه د سیاسي ودونو له لارې مبارزه کوله. د آلمان د کوچنیو شاهي کورنیو لپاره، ګټور واده د دوی د ګټو د پرمختګ لپاره یوه غوره لارو ګڼل کېده او ځوانې سوفي د خپل ماشومتوب په اوږدو کې پاملرنه کوله چې د یو ځواکمن واکمن ښځه شي ترڅو د انهالټ کورنۍ د واکمنۍ حالت ښه کړي. سوفي د خپلې مورنۍ جرمني ژبې ترڅنګ، په فرانسوي ژبه کې هم روانه شوه، چې  په ۱۸  پېړۍ کې د اروپا د اشرافو نړواله ژبه وه. ځوانې سوفي د اتلسمې پېړۍ د یوې آلمانۍ شهزادګۍ لپاره معیاري زده کړې ترلاسه کړې، چې د یوې میرمنې لپاره آداب، فرانسوي ژبه او لوتران الهیات یې تر تمرکز لاندې وو.[۱۸][۱۹][۲۰]

د لومړي ځل لپاره سوفي د خپل راتلونکي مېړه سره، چې د روسیې دریم پیټر شو، په ۱۰ کلنۍ کې ولیدل. پیټر د هغې د تره دوهم زوی و. د نوموړې د لیکنو پربنسټ، د لیدو پر مهال د هغې پیټر خوښ نه شو. نوموړې په ځوان عمر کې د هغه د څېرې الوتی رنګ او له الکولو سره د هغه مینه خوښه نه شوه. پیټر هم لاهم د نانځکو سرتېرو سره لوبې کولې. نوموړې وروسته لیکي چې دا د مانۍ په یوه خوا کې او  او پیټر په بله خوا پاتې شول.[۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. abART person ID: https://cs.isabart.org/person/122064 — خپرېدونېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  2. Biografiskt Lexikon för Finland ID (urn.fi): http://urn.fi/URN:NBN:fi:sls-4094-1416928956700 — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Society of Swedish Literature in Finland
  3. Biografiskt Lexikon för Finland ID (urn.fi): http://urn.fi/URN:NBN:fi:sls-4094-1416928956700 — سمونګر: Aleksandr Panchenko — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — پاڼه: 361 — ISBN 5-02-027972-2
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://bigenc.ru/ او https://old.bigenc.ru — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia — منښتلیک: works protected by copyrights
  5. د ټولټال کار کتنه په: http://enc.cap.ru/ — ليکوال: Yury Isayev — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Chuvash publishing company — ISBN 978-5-7670-1471-2
  6. http://journals.cambridge.org/article_s1551929511000046
  7. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.2753/RES1060-9393300346
  8. http://www.musicweb-international.com/classrev/2014/Feb14/Sarti_collection_TC721950.htm
  9. http://www.tandfonline.com/doi/pdf/10.1080/19485565.1977.9988272
  10. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/86lnj7ks3r4cnq6 — خپرېدونېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۱ جون ۲۰۱۸
  11. http://www.tcm.com/this-month/article.html?isPreview=&id=1018994%7C1008274&name=Great-Catherine
  12. http://www.corbisimages.com/stock-photo/rights-managed/BE037931/political-cartoon-depicting-catherine-ii
  13. http://www.themalaysianinsider.com/books/article_book/book-talk-maids-tale-of-catherine-the-great
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/213655907
  15. Skinner, Barbara (January 2015). "Religion and Enlightenment in Catherinian Russia: The Teachings of Metropolitan Platon by Elise Kimerling Wirtschafter". ResearchGate. بياځلي په 8 November 2018.
  16. Ferdinand Siebigk: Christian August (Fürst von Anhalt-Zerbst). In: Allgemeine Deutsche Biographie (ADB). Band 4, Duncker & Humblot, Leipzig 1876, S. 157–59.
  17. Cronholm, Neander N. (1902). A History of Sweden from the Earliest Times to the Present Day. Chicago, New York [etc.] The author. ch 37.
  18. Rounding 2006, pp. 7–8
  19. Rounding 2006, p. 10
  20. Brechka 1969، م. 40.
  21. Streeter 2007، م. 6.