لایمن فرانک باوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لایمن فرانک باوم
(انګلیسي: Lyman Frank Baum د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لایمن فرانک باوم
لایمن فرانک باوم

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Lyman Frank Baum د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ مې ۱۸۵۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 6 مې 1919 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۶][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هاليووډ  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۱۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال
فلم پروډیوسر
ليکوال[۱۸]
لوبگر
سکرين ليکوال
شاعر
فلم لوبګر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۹][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه خبريالي  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لایمن فرانک باوم
لایمن فرانک باوم

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لایمن فرانک باوم (۱۵ می ۱۸۵۶ – ۶ می ۱۹۱۹ زکال) امریکايي لیکوال و چې تر ډېره پورې ماشومانو ته د کتابونو د لیکولو په ځانګړې توګه د اوز ښار د حیرانونکي جادوګر (The Wonderful Wizard of Oz) کتاب او د هغې د لړۍ لیکلو له امله یې شهرت موندلی. هغه د اوز په لړۍ کې ۱۴ ناولونه او له هغو سربېره ۴۱ نور ناولونه (له څلورو ورکو شوو او نه خپرو شوو ناولونو پرته)، ۸۳ لنډې کیسې، له ۲۰۰ زیات اشعار او لږ تر لږه ۴۲ فیلمنامې لیکلې دي. هغه ډېره هڅه وکړه څو خپل اثار د صحنې او پردې پرمخ راوړي. د هغه له لومړي اوز کتاب څخه په ۱۹۳۹ زکال کې اقتباس د شلمې پېړۍ په سینما کې د بدلون ټکی و. [۲۱]

باوم چې د نیویارک په شمال کې وزېږېد او همالته را لوی شو؛ د تیاتر جوړونې او نمایشنامې لیکنې له یوې ناکمې دورې وروسته لویدیځ ته ولاړ. هغه او مېرمنې یې په سویلي ډاکوټا کې هټۍ جوړه کړه او د یوه اخبار په مدیر مسئولیت سره یې د هغو په خپرولو لاس پورې کړ. وروسته شیکاګو ته کډه شول او هلته یې د اخبار د خبریال په توګه په کار پیل وکړ او د ماشومانوادبیات یې خپرول؛ هماغه و چې په ۱۹۰۰ زکال کې یې خپل لومړنی اوز کتاب خپور کړ. په داسې حال کې چې لیکنو ته یې دوام ورکاوه د خپلو وروستیو پروژو په ترڅ کې یې هڅه وکړه د کالیفورنیا په لاس انجلس کې د ماشومانو لپاره د فیلمونو یوه سټوډیو جوړه کړي.

ماشومتوب او لومړنی ژوند[سمول]

باوم په ۱۸۵۶ زکال کې د نیویارک د چیتنانګو په مذهبي متدیسته کورنۍ کې وزېږېد. هغه جرمني، سکاټلنډي – ایرلنډي او انګلنډي اجداد لرل. هغه د سینیټا آن (کورنی نوم یې سټانټون و) او بنجامین وارډ باوم له نهو ماشومانو څخه اووم و چې یوازې پنځه یې تر لویوالي ژوندي پاتې شول. لیمن یې د تره نوم و، خو هغه تل له دغه نوم سره کرکه لرله او خپل منځنی نوم «فرانک» یې خوښېده. [۲۲][۲۳][۲۴]

د هغه پلار د بوشکې جوړولو، په پنسلوانیا کې د نفتو ویستلو او همدارنګه د املاکو په ګډون په ډېری سوداګریو کې بریالی و. باوم د خپلو والدینو په لوی ملکیت کې چې روز لاون یې باله، را لوی شو چې ده ورسره د خپلې لیوالتیا له امله د جنت بېلګه بلله. روز لاون د نیویارک په مټي ډېل کې موقعیت درلود. فرانک ناروغه او خیال پال ماشوم و چې په خپل کور کې یې د خپلو وروڼو او خویندو په خوا کې زده کړې کولې. له ۱۲ کلنۍ څخه وروسته یې دوه ستړي کوونکي کلونه په پیک سکېل پوځي اکاډمۍ کې تېر کړل، خو د خیال پالنې له امله له شدید دسپلیني چلن سره له مخ کېدو وروسته یې په ډېر احتمال سره د زړه د حملې شدید درد تېر کړ او اجازه یې وموندله کورته بېرته ستون شي. [۲۵][۲۶][۲۷]

باوم د خپل ژوند په لومړیو کې په لیکلو پیل وکړ، تر ډېره هم له دې امله چې پلار یې ورته د چاپ یو ارزانه ماشین اخیستی و. هغه تل له خپل مشر ورور هنری (هری) کلی باوم سره چې د The Rose Lawn Home مجلې په تولید کې یې مرسته کوله نږدې اړیکې ساتلې. دغو وروڼو د دغې مجلې څو ګڼې خپرې کړې چې په هغو کې به یې د سیمه ئیزو کاري شونتیاو اعلانات خپرول او د خپلې کورنۍ غړو او دوستانو ته به یې وړیا ورکوله. په ۱۷ کلنۍ کې باوم د The Stamp Collector په نامه دویمه مجله او د Baum's Complete Stamp Dealers' Directory په نوم یې ۱۱ پاڼې لرونکې چاپي رساله تاسیس کړه او پر خپلو ملګرو یې د هغو اشتراکي پلور پیل کړ.  [۲۸][۲۹][۳۰]

باوم د کورنیو ستونزو په ځانګړې توګه د مالي ستونزو پر مهال د کورنۍ د خوشاله کولو په برخه کې پام وړ استعداد درلود. د هغه د اور غورځونکو توکو پلور د جولای څلورمه (د متحده ایالاتو د خپلواکۍ ورځ) رنګینه کړه. د هغه د پورته تلونکو پټاقیو، رومي شمعو او نور اور لوبو رڼا ټول آسمان نیولی و او ډېری کسان به د دغو نندارو لیدلو په موخه د دوی د کور مخې ته راغونډېدل. کریسمس یې له دې هم رنګین کړ. باوم د خپلې کورنۍ لپاره د بابا نوئل کالي اغوستل. پلار به یې د کریسمس ونه په صالون کې د پردې شاته اېښوده څو باوم وکولای شي هغه مهال چې دغه ونه تزئین کوي له دې پرته چې وګړي هغه وویني له هغو سره خبرې وکړي. هغه دغه رواج د خپل ټول ژوند په اوږدو کې وساته. [۳۱]

مړینه[سمول]

د ۱۹۱۹ زکال د مۍ په پنځمه باوم مغزي سکته وکړه، هغه کوما ته لاړ او راتلونکې ورځ یې د ۶۲ کلونو په عمر ومړ. د هغه وروستۍ خبرې خپلې مېرمنې ته وې چې د لنډ مهال لپاره یې په هوش کې د راتلو پر مهال ورته وکړې: «اوس زه کولای شم له متحرک ریګ تیر شم». هغه د ګلندیل د فارست لان مموریال پارک په هدیره کې خښ کړای شو. [۳۲][۳۳]

د هغه وروستی اوز کتاب، Glinda of Oz د ۱۹۲۰ زکال د جولای په ۱۰ مه د هغه له مړینې یو کال وروسته خپور شو. د اوز لړی د کتابونو لیکلو د هغه له مړینې وروسته د یو شمېر نورو لیکوالانو په ځانګړې توګه د روث پلاملی ټامپسون له خوا چې ۲۱ نور اضافي اوز کتابونه یې ولیکل؛ دوام وموند. [۳۴]

د باوم باورونه[سمول]

سیاسي[سمول]

د ښځو د رایو ورکولو مدافع[سمول]

هغه مهال چې باوم د سویلي ډاکوټا په ابردین کې ژوند کاوه، نوموړی د Equal Suffrage Club مسئول و. سوزان بی انتونی له ابردین څخه لیدنه وکړه او له باوم سره پاتې شوه. نانسی تیستاد کوپال په خپل یو یاددښت کې د ښځو د رایو د حق ورکړې د لایحې په تصویب کې د ابردین له پاتې کېدو وروسته د هغه په لیوالتیا کې ښکاره کمښت ته اشاره کړې. [۳۵]

د ماتلیدا جاسلین ګیج د بنسټ څخه سالی روش واګنر د اوز حیرانونکې مور (The Wonderful Mother of Oz) په نامه کتاب خپور کړ او دا یې توضیح کړه چې څه ډول د ماتلیدا ګیج فیمنیستي سیاستونه په ډېرې زړه سواندۍ سره د باوم له خوا اوز کتابونو ته لار موندلې. د هغه مهال د رایو د حق له ملاتړ کوونکو سره د باوم اړیکې ښيي چې هغو تر ډېره د باوم The Marvelous Land of Oz کتاب ته الهام وربخښلی. په دغه کیسه کې جنرال جینجور د اوز ښار ډېری نجونې او ښځې د ګنډلو له ستنو څخه په ګټې اخیستنې وسله وال پاڅون ته هڅوي؛ هغوی بریالۍ کېږي او نارینه د کور کارونو ترسره کولو ته اړ باسي. جینجور ثابتوي چې یو بې کفایته حاکم دی، له همدې امله شاهزادګۍ اوزما چې له جنسیتي مساوات دفاع کوي بالاخره د هغه پر تخت کښېني. په ۱۹۱۵ زکال کې د هیرلنډ (Herland) په نامه د شارلوټ پرکینز ګیلمن کلاسیکه فیمنیستي ننداره له The Emerald City of Oz(۱۹۱۰ زکال) سره ډېر ورته والی لري، له همدې امله د باوم او ګیلمن ترمنځ اړیکه ګیج ته اړونده بلل کېږي. همدارنګه له اوز ناول هاخوا د باوم نورې لیکنې هم د فیمینیستي او برابري غوښتونکو مطالبو لرونکې دي. [۳۶]

نژادي لید[سمول]

په هغه دوره کې چې د ۱۸۹۰ زکال د ارواه د ګډا (Ghost Dance) خوځښت او د زخمي ګونډو وژنه په کې شاملېږي؛ باوم دوه سرمقالې ولیکلې او په هغو کې یې د سپین پوستو کډوالو خوندیتوب د امریکايي سورپوستو پراخې عام وژنې ته اړوند وباله. دغه سرمقالې په ۱۹۹۰ زکال کې د کرنل پوهنتون د ټولنپوه رابرټ ونبلز له خوا چې استدلال یې کاوه باوم له ریشخند وهلو ګټنه نه کوله بیاځلي خپرې شوې. [۳۷]

لومړنۍ سرمقاله د ۱۸۹۰ زکال د ډسمبر په ۲۰ مه د ناست غويي په نامه د لکوټا د سیو قبیلې د مخور سړي له وژلو پنځه ورځې وروسته خپره شوه. دغې مقالې څرګندوله چې د ناست غويي په وژلو سره د «سورپوستو اشرافیت» له منځه تللی او تر هغه مهاله چې پاتې بومي امریکایان چې په ادعا سره یې «بی وجدانه ژوند لري» په بشپړه توګه له منځه نه وي تللی، د پولې امنیت نه شي خوندي کېدلی. باوم به ویل چې د هغوی په له منځه وړو سره باید خواشیني نه شو او د هغو له منځه وړل به «د هغوی د نیکونو د نارینه خصوصیاتو» د له منځه وړو په برخه کې عدالت ټینګ کړي. [۳۸][۳۹][۴۰]

په ۲۰۰۶ زکال کې د باوم دوه لمسیانو له سیو قبیلې څخه د خپلو نیکونو له خوا هغوی ته د هر ډول زیان اړولو له امله بخښنه وغوښته. [۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119196476  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11890652f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/L-Frank-Baum — subject named as: L. Frank Baum — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vd75jm — subject named as: L. Frank Baum — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/7118 — subject named as: L. Frank Baum — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2024 — subject named as: L. Frank Baum — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?162 — subject named as: L. Frank Baum — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: L. Frank Baum — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Baum,_L._Frank — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ http://web.archive.org/web/20170323034204/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/lynman-frank-baum
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: L. Frank Baum — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Baum, L. Frank (15 May 1856–06 May 1919), children's author, journalist, and playwright — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1600088
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/923843 — subject named as: L. Frank Baum — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-33225-BD-.html — subject named as: Lyman Frank Baum — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/baum-lyman-frank — subject named as: Lyman Frank Baum — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lymanfrankbaumf — subject named as: L. Frank Baum
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/118491 — subject named as: Lyman Frank Baum
  16. subject named as: L. Frank Baum — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF17213
  17. https://libris.kb.se/katalogisering/0xbfj9gj58lt6zc — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۹ فبروري ۲۰۱۶
  18. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11890652f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7909219
  21. کينډۍ:Cite Dictionary.com
  22. Rogers, p. 1.
  23. Baum, L.F.; Zipes, J.; Denslow, W.W. (1998). The Wonderful World of Oz: The Wizard of Oz, The Emerald City of Oz, Glinda of Oz. Penguin Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781440674358. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hearn, Introduction, The Annotated Wizard of Oz, p. xv n. 3.
  25. Rogers, pp. 2–3.
  26. "L. Frank Baum Childhood Home - Freethought Trail - New York". freethought-trail.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Rogers, pp. 3–4.
  28. Schwartz, Evan (2009). Finding Oz: How L. Frank Baum Discovered the Great American Story. Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780547055107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Rogers, pp. 4–5.
  30. Baum, L. Frank (Lyman Frank) (June 24, 1886). "The Book of the Hamburgs; a brief treatise upon the mating, rearing and management of the varieties of Hamburgs". Hartford, H. H. Stoddard – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Rogers, pp. 49.
  32. Abrams p.99
  33. Rogers, p. 239.
  34. "Ruth Plumly Thompson". psu.edu. د اصلي آرشيف څخه پر May 1, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په November 14, 1918 باندې). Six Suffrage Campaigns In South Dakota. The Saturday News.
  36. Massachi, Dina Schiff (2018). "Connecting Baum and Gilman: Matilda Gage and Her Influence on Oz and Herland". The Journal of American Culture. 41 (2): 203–214. doi:10.1111/jacc.12872. S2CID 149563492. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Venables, Robert. "Twisted Footnote to Wounded Knee". Northeast Indian Quarterly. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "L. Frank Baum's Editorials on the Sioux Nation". د اصلي آرشيف څخه پر December 9, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 9, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Full text of both, with commentary by professor A. Waller Hastings
  39. Professor Robert Venables, Senior Lecturer Rural Sociology Department, Cornell University, "Looking Back at Wounded Knee 1890", Northeast Indian Quarterly, Spring 1990
  40. Rogers, p. 259.
  41. (په August 17, 2006 باندې). 'Oz' Family Apologizes for Racist Editorials. Morning Edition. National Public Radio