قاموسونه ټکی کام
د وېبځي بڼه | |
انټرنټي پته | http://www.qamosona.com |
---|---|
د وېبځي ډول | انټرنټي سيند |
نومليکنه | د لوستونکو په خوښه |
د کارولو وړ ژبه(ژبې) | دوه ژبنيز سيندونه (په ۳۸ ژبو ۵۰ قاموسونه) |
خاوند | د قاموسونو پروژه |
بنسټ ايښودونکی | احمد ولي اڅکزی, سيد مصطفی سادات |
د پېل نېټه | ۲۰۰۳ کال |
قاموسونه يا (qamosona.com) د انټرنټ پر مټ د پښتو دوه ژبنيو سيندونو يوه پروژه ده. د دغې پروژې موخه د پښتو د چاپ شويو سيندونو راټولېدنه او په گڼياليزه يا ډېجېټال بڼه خپرونه ده. دم مهال دا پروژه په پښتو ژبه ۵۰ چاپ شوي او ناچاپه سيندونه پرليکه کړي او همداراز يې د پښتو ژبې د ۱۰۰۰۰ لنډيو يو توکبنسټ پرليکه کړی.
آرپوهه
قاموسونه د عربي ژبې د لغت قاموس نه ترکيب شوې پښتو بڼه ده. دا يو جمع نوم دی او د سيندونو په مانا دی.
تاريخ
د قاموسونو د پروژې بنسټ په ۲۰۰۳ ز. کال کې د يوه افغان زده کړيال احمد ولي اڅکزي لخوا ايښودل شوی. په پيل کې د دې پروژې موخه په پښتو ژبه د دوه ژبنيو قاموسونو راټولېدنه او د انټرنټ پر مخ خپرېدنه وه. خو بيا وروسته يې د انټرنټ پر مټ د پښتو ژبې د دوه ژبنيو قاموسونو د راټولولو، گڼياليزولو، د وړيا سرچينې ساوترې په توگه د دودولو تر څنگ په انټرنټ کې د پښتو قاموسونو د خپرېدو د رښتو ترلاسه کول او د نوؤ قاموسونو جوړېدل هم خپلې اهمې موخې وټاکلې.
د قاموسونو وېبپاڼه چې شپول يې qamosona.com دی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ ز. کال کې د يو آلمان مېشتي پښتون، احمد ولي اڅکزي لخوا ثبت شو. د دې پروژې لومړنۍ وېبپاڼه د يوه بل افغان زده کړيال سيد مصطفی سادات لخوا ډيزاين شوه. سيد مصطفی سادات په ۲۰۰۴ ز. کال کې د قاموسونو د پروژې غړی شو او د احمد ولي اڅکزي سره يې د وېبپاڼې په سمبالښت کې خپله لويه ونډه ترسره کړې. د قاموسونو د وېبپاڼې لومړنی سيند يو انگرېزي - پښتو دوه ژبنی سيند ؤ چې د پورته نومېدلو افغانانو لخوا په ۲۰۰۴ ز. کال کې پرليکه شو او په دې توگه د انټرنټ پر مخ د انگرېزي - پښتو د لومړني پرليکه قاموس وياړ يې خپل کړی.
د ۲۰۰۵ ز. کال د سېپتمبر په ۸مه، د قاموسونو د پروژې په نوښت د لومړي ځل لپاره د انگرېزي-پښتو سيند د ساوترې په بڼه پرليکه شو، چې بيا گڼ شمېر افغانانو د بې ليکه سيند په ډول خپل کمپيوټر کې نصب کړ او تر دې دمه يې کاروي. د وړيا سرچينې همدې ساوترې د ونډوز چليز غونډال لپاره جوړ شوی و. چې د دې جوړښت د پروگرامنگ تر شا، په برتانيه کې مېشت د يو افغان زده کړيال اجمل حمزه لوی لاس درلود.
شته قاموسونه
په قاموسونه ټکی کام اوسمهال۵۲ قاموسونه شته چی په لاندی ډول دي
- انگرېزي ـ پښتو (د علومو اکاډمي کابل)
- انگرېزي ـ پښتو د سياسي لغتونو قاموس
- انگرېزي ـ پښتو د شمېرپوهنې قاموس
- انگریزي -پښتو کمپیوټري قاموس (وحیدالله کلیم)
- انگرېزي ـ پښتو کمپيوټري قاموس (عمر منصور انصاري)
- ايسپرانتو ـ پښتو
- اېټالوي ـ پښتو
- پورتگالي ـ پښتو
- پښتو ـ اردو
- پښتو ـ انگرېزي (احمدولي اڅکزی)
- پښتو ـ انگرېزي کمپيوټري قاموس(وحیدالله کلیم)
- پښتو ـ انگرېزي کمپيوټري قاموس (عمر منصور انصاري)
- پښتو ـ ايسپرانتو
- پښتو ـ اېټالوي
- پښتو ـ پورتگالي
- پښتو ـ پښتو تشريحي قاموس (د علومو اکاډمۍ کابل)
- پښتو ـ پښتو درياب (قلندر مومند)
- پښتو ـ پښتو زاهد قاموس (عبدالقيوم زاهد مشواڼی، دانش خپرندويه ټولنه)
- پښتو ـ ترکي
- پښتو ـ جرمني (احمدولي اڅکزی)
- پښتو ـ جرمني کمپيوټري قاموس (احمدولي اڅکزی)
- پښتو ـ چينايي
- پښتو ـ دري (د علومو اکاډمي کابل، سمون او زياتونې رحمت آريا)
- پښتو ـ روسي
- پښتو ـ سوېډني
- پښتو ـ عربي
- پښتو ـ فرانسوي (ډاکټر محمد اکبر وردک ستايلی او حبيب کبير)
- پښتو ـ هسپانوي
- پښتو ـ ډنمارکي
- پښتو ) انگرېزي (د علومو اکاډمۍ کابل)
- پښتو نيو لوجزمونه (استاد مجاور احمد زيار)
- جاپاني ـ پښتو
- جرمني ـ پښتو
- جرمني ـ پښتو (احمدولي اڅکزی)
- جرمني ـ پښتو (حکيم الله نورزی)
- چينايي ـ پښتو
- چېک ـ پښتو
- روسي ـ پښتو
- سانسکرت ـ پښتو
- سوېډني ـ پښتو
- عبراني ـ پښتو
- عربي ـ پښتو
- فارسي ـ پښتو
- فرانسوي ـ پښتو
- کوريايي ـ پښتو
- لاتيني ـ پښتو
- ناروېژي ـ پښتو
- ناروېژي ـ پښتو (احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل)
- هالنډي ـ پښتو
- هسپانوي ـ پښتو
- هنگري ـ پښتو
- ډنمارکي ـ پښتو
- پښتو لنډۍ (لس زره لنډۍ)
- د پښتو شعرونو خزانه