قاموسونه ټکی کام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قاموسونه

د وېبځي بڼه
انټرنټي پته http://www.qamosona.com‎
د وېبځي ډول انټرنټي سيند
نومليکنه د لوستونکو په خوښه
د کارولو وړ ژبه(ژبې) دوه ژبنيز سيندونه (په ۳۸ ژبو ۵۰ قاموسونه)
خاوند د قاموسونو پروژه
بنسټ ايښودونکی احمد ولي اڅکزی, سيد مصطفی سادات
د پېل نېټه ۲۰۰۳ کال

قاموسونه يا (qamosona.com) د انټرنټ پر مټ د پښتو دوه ژبنيو سيندونو يوه پروژه ده. د دغې پروژې موخه د پښتو د چاپ شويو سيندونو راټولېدنه او په گڼياليزه يا ډېجېټال بڼه خپرونه ده. دم مهال دا پروژه په پښتو ژبه ۵۰ چاپ شوي او ناچاپه سيندونه پرليکه کړي او همداراز يې د پښتو ژبې د ۱۰۰۰۰ لنډيو يو توکبنسټ پرليکه کړی.

آرپوهه

قاموسونه د عربي ژبې د لغت قاموس نه ترکيب شوې پښتو بڼه ده. دا يو جمع نوم دی او د سيندونو په مانا دی.

تاريخ

د قاموسونو د پروژې په لگښت چاپ شوی سيند

د قاموسونو د پروژې بنسټ په ۲۰۰۳ ز. کال کې د يوه افغان زده کړيال احمد ولي اڅکزي لخوا ايښودل شوی. په پيل کې د دې پروژې موخه په پښتو ژبه د دوه ژبنيو قاموسونو راټولېدنه او د انټرنټ پر مخ خپرېدنه وه. خو بيا وروسته يې د انټرنټ پر مټ د پښتو ژبې د دوه ژبنيو قاموسونو د راټولولو، گڼياليزولو، د وړيا سرچينې ساوترې په توگه د دودولو تر څنگ په انټرنټ کې د پښتو قاموسونو د خپرېدو د رښتو ترلاسه کول او د نوؤ قاموسونو جوړېدل هم خپلې اهمې موخې وټاکلې.

د قاموسونو وېبپاڼه چې شپول يې qamosona.com دی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ ز. کال کې د يو آلمان مېشتي پښتون، احمد ولي اڅکزي لخوا ثبت شو. د دې پروژې لومړنۍ وېبپاڼه د يوه بل افغان زده کړيال سيد مصطفی سادات لخوا ډيزاين شوه. سيد مصطفی سادات په ۲۰۰۴ ز. کال کې د قاموسونو د پروژې غړی شو او د احمد ولي اڅکزي سره يې د وېبپاڼې په سمبالښت کې خپله لويه ونډه ترسره کړې. د قاموسونو د وېبپاڼې لومړنی سيند يو انگرېزي - پښتو دوه ژبنی سيند ؤ چې د پورته نومېدلو افغانانو لخوا په ۲۰۰۴ ز. کال کې پرليکه شو او په دې توگه د انټرنټ پر مخ د انگرېزي - پښتو د لومړني پرليکه قاموس وياړ يې خپل کړی.

د ۲۰۰۵ ز. کال د سېپتمبر په ۸مه، د قاموسونو د پروژې په نوښت د لومړي ځل لپاره د انگرېزي-پښتو سيند د ساوترې په بڼه پرليکه شو، چې بيا گڼ شمېر افغانانو د بې ليکه سيند په ډول خپل کمپيوټر کې نصب کړ او تر دې دمه يې کاروي. د وړيا سرچينې همدې ساوترې د ونډوز چليز غونډال لپاره جوړ شوی و. چې د دې جوړښت د پروگرامنگ تر شا، په برتانيه کې مېشت د يو افغان زده کړيال اجمل حمزه لوی لاس درلود.

شته قاموسونه

په قاموسونه ټکی کام اوسمهال۵۲ قاموسونه شته چی په لاندی ډول دي

  1. انگرېزي ـ پښتو (د علومو اکاډمي کابل)
  2. انگرېزي ـ پښتو د سياسي لغتونو قاموس
  3. انگرېزي ـ پښتو د شمېرپوهنې قاموس
  4. انگریزي -پښتو کمپیوټري قاموس (وحیدالله کلیم)
  5. انگرېزي ـ پښتو کمپيوټري قاموس (عمر منصور انصاري)
  6. ايسپرانتو ـ پښتو
  7. اېټالوي ـ پښتو
  8. پورتگالي ـ پښتو
  9. پښتو ـ اردو
  10. پښتو ـ انگرېزي (احمدولي اڅکزی)
  11. پښتو ـ انگرېزي کمپيوټري قاموس(وحیدالله کلیم)
  12. پښتو ـ انگرېزي کمپيوټري قاموس (عمر منصور انصاري)
  13. پښتو ـ ايسپرانتو
  14. پښتو ـ اېټالوي
  15. پښتو ـ پورتگالي
  16. پښتو ـ پښتو تشريحي قاموس (د علومو اکاډمۍ کابل)
  17. پښتو ـ پښتو درياب (قلندر مومند)
  18. پښتو ـ پښتو زاهد قاموس (عبدالقيوم زاهد مشواڼی، دانش خپرندويه ټولنه)
  19. پښتو ـ ترکي
  20. پښتو ـ جرمني (احمدولي اڅکزی)
  21. پښتو ـ جرمني کمپيوټري قاموس (احمدولي اڅکزی)
  22. پښتو ـ چينايي
  23. پښتو ـ دري (د علومو اکاډمي کابل، سمون او زياتونې رحمت آريا)
  24. پښتو ـ روسي
  25. پښتو ـ سوېډني
  26. پښتو ـ عربي
  27. پښتو ـ فرانسوي (ډاکټر محمد اکبر وردک ستايلی او حبيب کبير)
  28. پښتو ـ هسپانوي
  29. پښتو ـ ډنمارکي
  30. پښتو ) انگرېزي (د علومو اکاډمۍ کابل)
  31. پښتو نيو لوجزمونه (استاد مجاور احمد زيار)
  32. جاپاني ـ پښتو
  33. جرمني ـ پښتو
  34. جرمني ـ پښتو (احمدولي اڅکزی)
  35. جرمني ـ پښتو (حکيم الله نورزی)
  36. چينايي ـ پښتو
  37. چېک ـ پښتو
  38. روسي ـ پښتو
  39. سانسکرت ـ پښتو
  40. سوېډني ـ پښتو
  41. عبراني ـ پښتو
  42. عربي ـ پښتو
  43. فارسي ـ پښتو
  44. فرانسوي ـ پښتو
  45. کوريايي ـ پښتو
  46. لاتيني ـ پښتو
  47. ناروېژي ـ پښتو
  48. ناروېژي ـ پښتو (احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل)
  49. هالنډي ـ پښتو
  50. هسپانوي ـ پښتو
  51. هنگري ـ پښتو
  52. ډنمارکي ـ پښتو
  53. پښتو لنډۍ (لس زره لنډۍ)
  54. د پښتو شعرونو خزانه

باندنۍ تړنې

سرچينې