Jump to content

فرېډریک ډاګلاس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرېډریک ډاګلاس
فرېډریک ډاګلاس
فرېډریک ډاګلاس

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۴]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل
ګوند
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۵]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه
خوځښت د رای حق ،  د غلامۍ پای [۶]  ويکيډاټا کې (P135) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
فرېډریک ډاګلاس
فرېډریک ډاګلاس

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

فرېډریک ډاګلاس (د ۱۸۱۷ یا ۱۸۱۸ ز کال فبروري – د ۱۸۹۵ز کال د فبرورۍ ۲۰مه) یو افریقايي‌الاصله امریکایی ټولنیز اصلاح‌غوښتونکی، د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوی، ویناوال، لیکوال او سیاستوال و. کله چې په مریلنډ کې له غلامۍ نه وتښتېد، په ماساچوسټ او نیویارک کې د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو د غورځنګ رهبر شو او د غلامۍ ضد ویناوو او لیکنو په خاطر مشهور شو. دی د غلامۍ ضد غورځنګ د پلویانو له‌خوا د هغو غلام ‌لرونکو کسانو د استدلالونو په مقابل کې د ژوندۍ بېلګې په توګه وړاندې شو، چې ویل یې: غلامان د خپلواکو امریکايي وګړو په توګه د کار لپاره فکري وړتیا نه‌لري. په همدې توګه، شمالي امریکايانو په اسانۍ سره دا نه ‌شوای منلای، چې یو دومره ښه ویناوال یو وخت غلام و.[۷][۸][۹]

ډاګلاس خپل درې ژوندلیکونه ولیکل او د یوه غلام په توګه یې خپلې تجربې په ۱۸۴۵ز کال کې په یوه کتاب کې راټولې کړې، چې نوم یې «د یوه امریکايي غلام فرېډریک ډاګلاس د ژوند کیسه» (Narrative of the Life of Frederick Douglass, an American Slave) دی. دغه کتاب پر ډېر پلورل کېدونکي کتاب بدل شو او د غلامۍ په لغوه کېدو کې یې مهم رول درلود. ډاګلاس تر کورنۍ جګړې وروسته، د ازادو شویو غلامانو د حقونو یو فعال مبارز شو او خپل وروستی ژوندلیک یې «د فرېډریک ډاګلاس ژوند او وختونه» (Life and Times of Frederick Douglass) په نامه ولیکه، لومړی ځل په ۱۸۸۱ ز کال کې خپور شو او په ۱۸۹۲ ز کال کې یې بیاکتنه وشوه، دغه کتاب د ډاګلاس تر مرګ درې کاله وړاندې د کورنۍ جګړې او تر کورنۍ جګړې وروسته پېښې رانغاړي. ډاګلاس د ښځو د رایې ورکولو د حق کلکه دفاع وکړه او په ګڼو دولتي ادارو کې یې کار وکړ. دی لومړنی افریقايي‌الاصله امریکایی و چې د متحدو ایالتونو د مرستیال ولسمشر پوست ته د ویکټوریا ووډهول په ټاکنیز ټکټ کې نوماند شو.[۱۰][۱۱][۱۲]

د غلامۍ ژوند

[سمول]

فرېډریک اګېسټوس واشنګټن بیلي د مریلنډ په ټالبوټ ښارګوټي کې د غلامۍ په حالت کې وزیږېد. د زېږېدو ځای یې ښایي چې د «ټاپرز کارنر» په ختیځ کې د خپلې نیا جونګړه وي. ډاګلاس په خپل لومړي ژوندلیک کې ولیکل: "زه د خپل عمر په اړه دقیق معلومات نه ‌لرم، هېڅ کوم داسې باوري سند مې نه دی لیدلی چې زما دقیق عمر په کې وي"، خو له دې سره سره تاریخ ‌لیکوال «ډیکسون ج. پریسټون» د ډاګلاس له پخواني مالک «ارون انټوني» نه د ترلاسه شويو سوابقو له مخې وښوده چې، ډاګلاس د ۱۸۱۸ ز کال په فبرورۍ میاشت کې زیږېدلی دی. که څه هم د زیږېدو دقیقه نېټه یې معلومه نه وه، خو ده د فبرورۍ ۱۴مه د خپلې کلیزې په توګه وټاکله. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د زیږېدو کورنۍ

[سمول]

ډاګلاس له ګډو توکمونو نه و چې د مور له پلوه امریکایی، افریقایی او اروپایی و. تاریخ ‌لیکوال «ډېوېډ بلایټ» په ۲۰۱۸ ز کال کې د ډاګلاس په ژوندلیک کې ویلي چې: پلار یې «سپین‌پوستی» و. ډاګلاس ویلي چې مور یې «هریټ بیلي» د ده نوم «فرېډریک اګېسټوس واشنګټن بیلي» کېښود او کله چې دی د ۱۸۳۸ ز کال په سپټمبر میاشت کې شمالي امریکا ته ولاړ، ډاګلاس تخلص یې ځان ته غوره کړ، ځکه خپل دوه منځني نومونه یې لرې کړي وو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ده وروسته له خپلې مور سره د لومړنیو وختونو په اړه ولیکل:[۲۳]

ویل کېږي چې زما واکمن زما پلار و، خو د دغې خبرې د سموالي په اړه نه پوهېږم... په ماشومتوب کې له موره جلا شوی یم... د مریلنډ په هغه برخه کې چې زه ترې وتښتېدم، دا یو دود دی چې ماشومان په کوچنیو عمرونو کې له میندو جلا کوي... په یاد مې نه دي چې ما دې خپله مور کله د ورځې په رڼا کې لیدلې وي. د شپې به له ما سره وه، تر څنګ به مې پرېوتله او زه به یې ویده کولم، خو زما تر ویښېدو ډېره مخکې به رانه تللې وه.

فرېډریک په ماشومتوب کې له مور نه تر جلا کېدو وروسته له خپلې مورنۍ نیا «بټسي بیلي» او مورني نیکه «ایزاک» سره ژوند کاوه، په دوی کې یې نیا غلامه وه او نیکه یې آزاد و. نیا یې «بټسي» تر ۱۸۴۹ ز کال پورې ژوندۍ وه. د فرېډریک مور ۱۲ مایله (۱۹ کلیومتره) لرې په یوه کرونده کې پاتې شوه او تر مرګ وړاندې یې یوازې څو ځله له فرېډریک سره لیده کاته وشول. [۲۴][۲۵]

له غلامۍ تر آزادۍ

[سمول]

ډاګلاس په لومړیو کې هڅه وکړه چې له «فریلنډ» نه وښتي، خو بریالی نه‌ شو، فریلنډ هغه کس و چې دی یې له څښتن نه په مزدورۍ بېولی و. په ۱۸۳۷ ز کال کې یې په «بالټیمور» کې له یوې آزادې تور پوستې ښځې «انا موري» سره وکتل. انا موري تر ده پنځه کاله مشره وه او دی پرې میئن شو. د دغې ښځې آزاد حالت په ده کې هم آزادۍ ته د رسېدو پر امکان باور پیاوړی کړ. موري دی وهڅاوه او د مرستو او پیسو له لارې یې په هڅو کې د ده ملاتړ وکړ.[۲۶]

ډاګلاس د ۱۸۳۸ ز کال د سپټمبر په ۳یمه نېټه، د فیلاډلفیا، ویلمینګټون او بالټیمور له رېل‌لارې نه شمال لوري ته تلونکي رېل‌ ګاډي ته وخوت او بریالۍ تېښته یې وکړه. فکر کېږي، هغه ځای چې دی په کې رېل‌ګاډي ته وخوت، د اوسنیو «هاربر ایسټ» او «لېټل ایټلي» سیمو تر منځ و.

ډاګلاس د «مریلنډ» ایالت په «هارفورډ» ښار کې «هاور ډي ګریس» سیمې ته ورسېد، دا سیمه چیساپيک خلیج ته د ور بهېدونکي سوسکوهانا سیند د جنوب‌ختیځ ساحل په اوږدو کې پرته ده. که څه هم ده د مریلنډ-پنسلوانیا له ایالتي کرښې نه ۲۰ مایله (۳۲ کیلومتره) واټن درلود، خو د غلامانو د یوه بل ایالت «دلاور» په رېل‌لاره تګ اسانه و. ډاګلاس د بېړۍ چلوونکي یا ماڼوګي هغه جامې واغوستې، چې «موري» ورکړې وې، موري له خپلو پیسو نه د سفر د لګښتونو لپاره څه برخه هم ورکړه، د پېژندنې او خوندیتوب هغه پاڼې هم ورسره وې، چې له یوه تور پوستي بېړۍ چلوونکي نه یې وړیا ترلاسه کړې وې.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ډاګلاس له پراخ «سوسکوهانا» سیند نه په «هارو ډي ګریس» کې په بخاري بېړۍکې «پریویل» ته تېر شو، بیا د «دلاور» ایالت «ویلمینګټون» ښار ته روان شو. له هغه ځایه د «دلاور» سیند په اوږدو کې د بخار د یوې بېړۍ په مرسته په پنسلوانیا کې د فیلاډلفیا «کواکر ښار» ته ولاړ چې دا د غلامۍ ضد سنګر و. ډاګلاس په نیویارک ښار کې، د غلامۍ ضد خوځښت د یوه مخکښ غړي «ډېوېډ راګلز» امن کور ته ورغی. د آزادۍ پر لوریې ټول سفر، تر ۲۴ ساعتونو کم وخت ونیو. ډاګلاس وروسته نیویاک ته د خپل تګ په اړه ولیکل:[۳۱][۳۲][۳۳]

په وار وار دا پوښتنه رانه شوې ده چې په لومړي ځل مې چې ځان په آزاده خاوره کې ولید، څه احساس مې درلود او زما لوستونکي ښايي همدې ته ورته تلوسه ولري. زما په تجربه کې داسې څه ډېر کم دي چې په اړه یې قانع کوونکی ځواب ورنه‌کړای شم. یوه نوې نړۍ مې پر مخ خلاصه شوې وه. که ژوند «د وینې تر جریان» او «نفس ایستلو» ور هاخوا څه وي، ما په یوه ورځ کې دومره ژوند وکړ چې د غلامۍ له یوه کال ژوند سره نه دی برابر. هغه مهال ډېر د خوشحالۍ احساس و چې کلیمات یې په ښه ډول تشرېح کولی شي. هغه لیک چې نیویارک ته له رسېدو ورسته مې سملاسي یوه ملګري ته ولیکه، په کې ومې ویل: "داسې احساس مې کاوه، لکه څوک چې د وږیو زمریانو له کوره تښتي." کړاو او غم ښايي د تیارې او باران غوندې انځور شي، خو ښادي او نېکمرغي د بوډۍ د ټال په څېر د قلم او پنسل وړتیا ګواښوي.[۳۴]

کورنی ژوند

[سمول]

ډاګلاس او انا موري پنځه بچیان لرل: روسټا ډاګلاس، لویس هنري ډاګلاس، فرېډریک ډاګلاس جې ار، چارلز ریمونډ ډاګلاس او اني ډاګلاس (اني ډاګلاس په لس کلنۍ کې مړه شوه).

په ۱۸۸۲ ز کال کې د انا موري تر مړینې وروسته ډاګلاس د نیویارک د هانووې ښار له یوې سپین‌پوستې او غلامۍ ضد «هلن پیټس» سره واده وکړ. «هلن» د ډاګلاس د ملګري «ګیډیون پیټس» لور وه. پیټس له مونټ هولیوک کالج نه فارغه وه. کله چې په واشنګټن کې اوسېده، په یوه فیمینسټي خپرونه کې یې د الفا په نامه کار کاوه. پیټس وروسته د ډاګلاس د سکرترې یا مرستیالې په توګه کار وکړ.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

مړینه

[سمول]

ډاګلاس د ۱۸۹۵ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې د ښځو د ملي شورا په ناسته کې ګډون وکړ. په دې جلسه کې دی د درېځ مخ ته راوستل شو او په ولاړه چکچکې ورته وشوې،خو تر دغې ناستې څو شېبې وروسته په کور کې د زړه د سختې حملې له امله د ۷۷ کلونو په عمر مړ شو.[۴۳]

سرچینې

[سمول]
  1. CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp00547741 — د نشر نېټه: ۲ جنوري ۲۰۲۱ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6110193 — د نشر نېټه: ۲ جنوري ۲۰۲۱
  3. Geni.com profile ID: https://www.geni.com/profile/index/6000000012153875412 — د نشر نېټه: ۲ جنوري ۲۰۲۱
  4. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/42gkpjxn0rfpmmk — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۱ مارچ ۲۰۰۹
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/67914595
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://www.nls.uk/exhibitions/treasures/frederick-douglass/autobiography
  7. Gatewood Jr., Willard B. 1981. "Frederick Douglass and the Building of a 'Wall of Anti-Slavery Fire' 1845–1846. An Essay Review." The Florida Historical Quarterly 59(3):340–44. کينډۍ:JSTOR.
  8. Stewart, Roderick M. 1999. "The Claims of Frederick Douglass Philosophically Considered." Frederick Douglass: A Critical Reader, B. E. Lawson and F. M. Kirkland, eds., pp 155–56. Wiley-Blackwell. ISBN 978-0-631-20578-4. "Moreover, though he does not make the point explicitly, again the very fact that Douglass is ably disputing this argument on this occasion celebrating a select few's intellect and will (or moral character)—this fact constitutes a living counterexample to the narrowness of the pro-slavery definition of humans."
  9. Matlack, James. 1979. "The Autobiographies of Frederick Douglass." Phylon (1960–) 40(1):15–28. doi:10.2307/274419. کينډۍ:JSTOR. p. 16: "He spoke too well. … Since he did not talk, look, or act like a slave (in the eyes of Northern audiences), Douglass was denounced as an imposter."
  10. Trotman, C. James (2011). Frederick Douglass: A Biography. Penguin Books. pp. 118–119. ISBN 978-0-313-35036-8.
  11. Foner, Philip; Taylor, Yuval, eds. (1999). Frederick Douglass: Selected Speeches and Writings. p. 629. ISBN 1556523491. let us have liberty, law, and justice first. Let us have the Constitution, with its thirteenth, fourteenth, and fifteenth amendments, fairly interpreted, faithfully executed, and cheerfully obeyed in the fullness of their spirit and the completeness of their letter.
  12. Frederick Douglass (1855). The Anti-Slavery Movement, A Lecture by Frederick Douglass before the Rochester Ladies' Anti-Slavery Society. Press of Lee, Mann & Company, Daily American Office. p. 33. نه اخيستل شوی October 6, 2010. My point here is, first, the Constitution is, according to its reading, an anti-slavery document; and, secondly, to dissolve the Union, as a means to abolish slavery, is about as wise as it would be to burn up this city, in order to get the thieves out of it. But again, we hear the motto, 'no union with slave-holders;' and I answer it, as the noble champion of liberty, N. P. Rogers, answered it with a more sensible motto, namely—کينډۍ:'No union with slave-holding.کينډۍ:' I would unite with anybody to do right; and with nobody to do wrong.
  13. Frederick Douglass (1845). Narrative of the Life of an American Slave. ISBN 9781606209639.Frederick Douglass began his own story thusly: "I was born in Tuckahoe, near Hillsborough, and about twelve miles from Easton, in Talbot County, Maryland." (Tuckahoe is not a town; it refers to the area west of Tuckahoe Creek in Talbot County.)
  14. Barker, Amanda. [1996]. "The Search for Frederick Douglass' Birthplace Archived December 7, 2014, at the Wayback Machine.. Choptank River Heritage. Retrieved June 14, 2020. Note that, though Barker's website devoted to the Douglass birthplace states that it could not be found with tour books and guides, that is no longer the case.
  15. Barker, Don. February 4, 2014. "The Search for Frederick Douglass’s Birthplace Archived July 31, 2020, at the Wayback Machine.." Choptank River Heritage. Retrieved June 14, 2020.
  16. "Frederick Douglass | Museums and Gardens." Talbot Historic Society. 2016. Archived from the original on December 22, 2016. Retrieved December 22, 2016.
  17. Frederick Douglass (1845). Narrative of the Life of an American Slave. ISBN 9781606209639.Frederick Douglass began his own story thusly: "I was born in Tuckahoe, near Hillsborough, and about twelve miles from Easton, in Talbot County, Maryland." (Tuckahoe is not a town; it refers to the area west of Tuckahoe Creek in Talbot County.) In successive autobiographies, Douglass gave more precise estimates of when he was born, his final estimate being 1817.
  18. February 14: Frederick Douglass Archived June 15, 2020, at the Wayback Machine.. The Florida Center for Instructional Technology. US: University of South Florida. 2020.
  19. Dickson J. Preston (1980). Young Frederick Douglass: The Maryland Years. Johns Hopkins University Press. p. 9.
  20. Davis, F. James (November 1, 2010). Who is Black? One Nation's Definition. Penn State Press. p. 5. ISBN 978-0271044637.
  21. Gopnik, Adam (October 15, 2018). "American Prophet". The New Yorker. p. 76.
  22. Narrative of the Life of Frederick Douglass, An American Slave, ch. XI.
  23. Douglass, Frederick (1851). Narrative of the Life of Frederick Douglass, An American Slave. Written by himself (6 ed.). London: H.G. Collins. p. 10.
  24. Sterngass, Jon. 2009. Frederick Douglass, (Leaders of the Civil War era). Chelsea House Publishers. ISBN 1604133066. pp. 16 Archived June 15, 2020, at the Wayback Machine., 132 Archived June 15, 2020, at the Wayback Machine..
  25. McFeely, William S. (1991). Frederick Douglass. New York: W.W. Norton & Company. pp. 3–5. ISBN 978-0-393-02823-2.
  26. Keita, Michelle Nzadi; Jones, James (2010). "Murray-Douglass, Anna (1813–1882)". In Thompson, Julius E.; Conyers, James L. Jr.; Dawson, Nancy J. (eds.). The Frederick Douglass Encyclopedia. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 124. ISBN 978-0-313-31988-4.
  27. "Today in African-American Transportation History – 1818: Frederick Douglass Begins His Journey into History". Transportation History. American Association of State Highway and Transportation Officials. February 14, 2018. Archived from the original on July 31, 2020. نه اخيستل شوی February 10, 2020.
  28. ""JUNETEENTH|Historic Panels Commemorating Frederick Douglass' Escape Unveiled In Canton"". Archived from the original on June 20, 2021. نه اخيستل شوی June 20, 2021.
  29. ""Panels honoring Frederick Douglass to be unveiled at Canton waterfront"". Archived from the original on June 24, 2021. نه اخيستل شوی June 20, 2021.
  30. ""Historic Panels Commemorate Frederick Douglass' Escape From Slavery In Canton"". Archived from the original on June 24, 2021. نه اخيستل شوی June 20, 2021.
  31. Keita, Michelle Nzadi; Jones, James (2010). "Murray-Douglass, Anna (1813–1882)". In Thompson, Julius E.; Conyers, James L. Jr.; Dawson, Nancy J. (eds.). The Frederick Douglass Encyclopedia. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 124. ISBN 978-0-313-31988-4.
  32. Yee, Shirley (February 11, 2007). "Anna Murray Douglass (C. 1813-1882)". BlackPast.org. Archived from the original on September 2, 2021. نه اخيستل شوی February 27, 2011.
  33. Martin, Waldo E., Jr. (1984). The Mind of Frederick Douglass. Chapel Hill, North Carolina: University of North Carolina Press. p. 15. ISBN 978-0-8078-4148-8.
  34. "Discovering Anna Murray Douglass". South Coast Today. February 17, 2008. Archived from the original on July 16, 2011. نه اخيستل شوی February 27, 2011.
  35. Keita, Michelle Nzadi; Jones, James (2010). "Murray-Douglass, Anna (1813–1882)". In Thompson, Julius E.; Conyers, James L. Jr.; Dawson, Nancy J. (eds.). The Frederick Douglass Encyclopedia. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 125. ISBN 978-0-313-31988-4.
  36. Blight, David W. (2018). Frederick Douglass: Prophet of Freedom. New York: Simon & Schuster. pp. 290–291, 387. ISBN 978-1-4165-9031-6.
  37. Blight, David W. (2018). Frederick Douglass: Prophet of Freedom. New York: Simon & Schuster. pp. 521–522, 529, 570, 572–574. ISBN 978-1-4165-9031-6.
  38. Adam Gopnik, "American Prophet: The gifts of Frederick Douglass", The New Yorker, October 15, 2018, pp. 81–82
  39. "Fatal Attraction". archive.nytimes.com. Archived from the original on May 23, 2018. نه اخيستل شوی 2021-06-08.
  40. McFeely, William S. (1991). Frederick Douglass. New York: W.W. Norton & Company. p. 322. ISBN 978-0-393-02823-2.
  41. Frederick Douglass biography Archived February 11, 2006, at the Wayback Machine. at winningthevote.org. Retrieved October 3, 2006.
  42. Lovett Douglass, Marilyn D. (2010). "Helen Pitts (1838–1903)". In Thompson, Julius E.; Conyers, James L. Jr.; Dawson, Nancy J. (eds.). The Frederick Douglass Encyclopedia. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 46. ISBN 978-0-313-31988-4.
  43. "Later Years and Death". Frederick Douglass Heritage. Archived from the original on December 21, 2020. نه اخيستل شوی September 21, 2017.