عمان
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
عمان، په رسمي توګه د عمان سلطنت (عربيي: سلْطنةُ عُمان، Salṭanat(u) ʻUmān) په لویدیځه آسیا کې د عربي ټاپووزمې په سویل ختیځو سواحلو کې موقعیت لري. عمان چې پخوا یوه سمندریزه سترواکي وه، په عربي نړۍ کې تر ټولو پخوانی خپلواک هېواد دی. دغه هېواد چې د فارس خلیج د خولې سره په پوله سیمه کې موقعیت لري، له سعودي عربيستان، متحده عربي اماراتو او یمن سره ځمکنۍ پوله او له ایران او پاکستان سره ګډه سمندري پوله لري. دغه ساحل له سویل ختیځ لوري له عربي سمندرګي او له شمال ختیځ لوري د عمان له خلیج نه جوړ دی. د مدا او مسندم سیمې یې د متحده عربي اماراتو د ځمکنیو پولو له خوا احاطه شوې، د هرمز تنګی (چې له ایران سره شریک دی) او د عمان خلیج د مسندم ساحلي پولې جوړوي. مسقط د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی.[۲۳][۲۴]
له اوولسمې پېړۍ وروسته، د عمان سلطنت سترواکي وه چې په فارس خلیج او هند سمندرکې یې د نفوذ په موخه د پرتګال او بریتانیا له سترواکیو سره سیالي کوله. په ۱۹ مه پېړۍ کې د دغې سترواکۍ په اوج کې، عماني نفوذ یا کنترول له ټول هرمز تنګي نه تر معاصر ایران او پاکستان پورې او په لرې سویل کې تر زنجبار رسېده. هغه مهال چې په ۲۰ مه پېړۍ کې یې قدرت را کم شو، دغه سلطنت د بریتانیا تر اغېز لاندې راغی. د ۳۰۰ نه زیاتو کلونو لپاره، د دواړو سترواکیو ترمنځ اړیکې د مشترکو ګټو له مخې وې. بریتانیا د عمان جغرافیايي اهمیت د سوداګریز مرکز په توګه چې په فارس خلیج او هند سمندر کې یې د هغو سوداګریزې کرښې تضمین کولې او د هند په نیمه لویه وچه کې یې له خپل نفوذ نه ساتنه کوله، په رسمیت وپېژاند. له تاریخي پلوه مسقط د فارس خلیج سوداګریز مرکز و. [۲۵]
سلطان قابوس بن سعید له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوري تر ۱۰ مې نېټې پورې د هغه تر مړینې پورې د دغه هېواد مشري وکړه چې دولتي بڼه یې مطلقه شاهي وه. د عمان د سلطنتي ځای ناستي د قوانینو له مخې باید د پاچا زوی د هغه ځای ناستي وي، خو له دې امله چې سلطان قابوس بچیان نه لرل، په خپل وروستي وصیت کې یې څرګنده کړه چې، د هغه ځای ناستی باید د مناسبې سلسلې کوم غړی وي. له همدې امله د قابوس له مړینې وروسته، سلطنتي کورنۍ د هغه د تره زوی هیثم بن طارق، د عمان د نوي پاچا په توګه وټاکه.[۲۶][۲۷]
عمان د ملګرو ملتونو سازمان، عربي اتحادیې، خلیج همکاریو شورا، ناپېیلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو سازمان غړیتوب لري. د نفتي زېرمو لرلو له امله په نړۍ کې ۲۲ م ځایګی لري. په ۲۰۱۰ ز کال کې په وروستیو ۴۰ کلونو کې ملګرو ملتونو سازمان دغه هېواد د پراختیا له مخې یو له پرمختللو هېوادونو وباله. توریزم(سیاحت)، د کبانو او خرما سوداګري یې د سوداګرۍ یوه برخه جوړوي. عمان د لوړ عاید لرونکي اقتصاد او د نړیوالې سولې د شاخص له مخې په نړۍ کې ۶۹ سوله ییز هېواد بلل شوی دی.[۲۸][۲۹][۳۰]
سیاست
عمان یو موټی او بشپړ شاهي هېواد دی، چې مقننه، اجرائیه او قضایه ځواک ټول د میراثي پاچا(سلطان) په واک کې دي. له همدې امله، د آزادۍ کور (Freedom House) سازمان یې د «نا آزاد» هېواد په توګه طبقه بندي کوي.[۳۱][۳۲]
سلطان د دولت په سر کې ځای لري چې په مستقیم ډول بهرنۍ او دفاعي چارې کنترول کوي. هغه بشپړ واک لري او قوانین د احکامو په بڼه وړاندې کوي. [۳۳][۳۴][۳۵]
قانوني نظام
عمان مطلق او بشپړ شاهي هېواد دی، چې په کې د سلطان خبره قانوني بنسټ لري. قضایه قوه د سلطان په واک کې ده. د عمان د اساسي قانون پر بنسټ، د اسلامي شریعت قوانین د دغه هېواد د حقوقي سیستم سرچینه ده. د شرعي محاکمو ادارې د مدني محاکمو په نظام کې د کورنۍ د حقوقو، لکه: د طلاق او میراث مسئولیت لري.
په داسې حال کې چې په عمان کې ټول عالي ځواک د سلطان اړوند دی او د قواوو ترمنځ کوم رسمي بېلتون شتون نه لري، مرحوم سلطان قابوس دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او مالیې وزیر ته چې د دغو وزارتونو چار سمبالي وو، د وزیر بشپړ لقب نه ورکاوه او غوره یې بلله، هغه په سلطنتي اډانه کې وساتي. اوسنی سلطان(پاچا )هیثم مسئولو وزیرانو ته د وزیرانو بشپړ لقب ورکړی دی، په داسې حال کې چې د دفاع وزارت چوکۍ یې لومړي وزارت ته لوړه کړې ده. له ۱۹۷۰ز کال راهیسې ټول قوانین له دې ډلې د دغه هېواد اساسي قانون هم د سلطنتي احکامو له مخې اعلان شوي. سلطان، وزیران او قاضیان ګوماري او د مجازاتو د بخښنې او د هغو د کمولو واک هم لري. د سلطان واک کمی نه لري او تمه لري چې ټول د هغه له ارادې بشپړه پیروي وکړي.[۳۶]
په داسې حال کې چې د عمان حقوقي قوانین له تیوریکي پلوه د مدني او شخصي آزادیو نه ملاتړ کوي، خو د واکمن رژیم له خوا دواړه له پامه غورځول کېږي. ښځې او ماشومان په ډېرو برخو کې له قانوني تبعیض سره مخامخ دي. ښځې له ګڼ شمېر دولتي ګټو، لکه: د کور لپاره له پور اخیستو محرومې دي او د شخصي احوال د قانون له مخې له برابرو حقونو محرومې دي. ښځې د روغتیا او زېږون په ګډون د خپل برخلیک ټاکلو په برخه کې محدودیتونه تجربه کوي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]
بهرنی سیاست
له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې، عمان معتدل بهرني سیاست مخته وړي او خپلې دیپلماتیکې اړیکې یې په پام وړ ډول پراخې کړې دي. عمان یو له محدودو عربي هېوادونو نه دی چې له ایران سره د ملګرتیا اړیکې لري. ویکي لېکس د امریکا هغه دیپلماتیک اسناد فاش کړي چې ښيي عمان د هغو بریتانوي بېړۍ چلوونکو افسرانو په راخوشي کولو کې، چې په ۲۰۰۷ ز کال کې د ایراني سمندري ځواکونو له خوا نیول شوي وو، مرسته کړې. دغه اسناد څرګندوي چې د امریکا د متحده ایالاتو د دیپلماتیکو فشارونو په خوا کې، عمان تل له ایران سره نږدې اړیکو لرلو ته لېوالتیا څرګنده کړې او د دغو فشارونو پر وړاندې یې مقاومت کړی دی. یوسف بن علوی بن عبدالله د دغې پاچهۍ د بهرنیو چارو مسئولیت پر غاړه لري.
عمان د بریتانیا سلطنتي سمندري ځواکونو او هندي سمندري ځواکونو ته د الدقم او ډرای ډاک بندر تاسیساتو ته د لاسرسي اجازه ورکړې ده.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
پوځ
د سټاکهالم د نړیوالې سولې څېړنیز انستیتیوت د عمان نظامي او امنیتي لګښت په ۲۰۲۰ ز کال کې د هغه هېواد د داخلي ناخالصو تولیداتو ۱۱٪ ښودلی، چې په دغه کال کې د نړۍ تر ټولو لوړ پوځي لګښت دی چې له سعودي عربيستان (۸.۴ سلنه) هم لوړ دی. په منځنۍ کچه د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ ز کلونو ترمنځ د داخلي ناخالصو تولیداتو د سلنې له مخې، د دغه هېواد پوځي لګښت نږدې ۱۰ سلنه و، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې په ورته مهال کې دغه کچه ۲.۲ سلنه وه.[۴۹][۵۰]
په ۲۰۰۶ ز کال کې د عمان د وسله والو ځواکونو شمېر ۴۴ زره ۱۰۰ تنه وو، چې ۲۵۰۰۰ یې عادي ځواکونه، ۴۲۰۰ یې سمندري او ۴۱۰۰ تنه یې هوايي ځواک و. سلطنتي کورنۍ ۵۰۰۰ تنه سلطنتي ساتونکي، ۱۰۰۰ تنه ځانګړي ځواکونه، ۱۵۰ سمندري نظامي بېړۍ چلوونکي او د سلطنتي الوتنو لپاره ۲۵۰ پیلوټان لري. دغه هېواد ۴۴۰۰ کسه ملیشه ځواک هم لري.[۵۱]
دغه پاچهي له بریتانوي پوځ او دفاعی صنعت سره اوږد مهاله اړیکه لري. د SIPRI د راپور له مخې، عمان له ۲۰۱۲ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د وسلو ۲۳ م واردونکی هېواد و.[۵۱]
تاریخ
کلتور
اقتصاد
جغرافیه
سرچينې
- ↑ سرچينې تړی: https://data.worldbank.org/indicator/SP.POP.TOTL.
- ↑ ۲٫۰۰ ۲٫۰۱ ۲٫۰۲ ۲٫۰۳ ۲٫۰۴ ۲٫۰۵ ۲٫۰۶ ۲٫۰۷ ۲٫۰۸ ۲٫۰۹ ۲٫۱۰ ۲٫۱۱ ۲٫۱۲ ۲٫۱۳ ۲٫۱۴ ۲٫۱۵ ۲٫۱۶ ۲٫۱۷ ۲٫۱۸ ۲٫۱۹ ۲٫۲۰ ۲٫۲۱ ۲٫۲۲ ۲٫۲۳ ۲٫۲۴ ۲٫۲۵ ۲٫۲۶ ۲٫۲۷ ۲٫۲۸ ۲٫۲۹ ۲٫۳۰ ۲٫۳۱ ۲٫۳۲ ۲٫۳۳ ۲٫۳۴ ۲٫۳۵ ۲٫۳۶ ۲٫۳۷ ۲٫۳۸ ۲٫۳۹ ۲٫۴۰ ۲٫۴۱ ۲٫۴۲ ۲٫۴۳ ۲٫۴۴ ۲٫۴۵ ۲٫۴۶ ۲٫۴۷ ۲٫۴۸ ۲٫۴۹ ۲٫۵۰ ۲٫۵۱ ۲٫۵۲ ۲٫۵۳ ذکر کېدنه: World Bank Open Data. Publisher: نړیوال بانک.
- ↑ "World Bank Open Data". نړیوال بانک. بياځلي په ۸ اپرېل ۲۰۱۹.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ ذکر کېدنه: Constitution of Oman. Section, verse, paragraph, or clause: 3.
- ↑ Applies to part: masculine singular.
- ↑ Applies to part: feminine singular.
- ↑ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
- ↑ ذکر کېدنه: The National Terminology Database for Irish. اثر ژبه: ايرلينډي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-us/member-states/oman. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=225. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۹ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 7. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Asia-South-Pacific/OMAN. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.iho.int/srv1/index.php?option=com_wrapper&view=wrapper&Itemid=452&lang=en. Publisher: International Hydrographic Organization. Retrieved: ۸ ډيسمبر ۲۰۱۷.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://public.wmo.int/en/members/oman. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
- ↑ CELEX number: 52020XG0227(01). Retrieved: ۸ مې ۲۰۲۰. سرچينې تړی: https://www.consilium.europa.eu/en/policies/eu-list-of-non-cooperative-jurisdictions/.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.workwithdata.com/place/oman. Retrieved: ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴.
- ↑ "Oman profile – Overview". BBC News. 11 September 2012. خوندي شوی له the original on 12 March 2020. بياځلي په 18 January 2013.
- ↑ Royal Air Force Museum, A History of Oman, Retrieved on 19 Nov. 2020
- ↑ Kharusi, N. S. (2012). "The ethnic label Zinjibari: Politics and language choice implications among Swahili speakers in Oman". Ethnicities. 12 (3): 335–353. doi:10.1177/1468796811432681. S2CID 145808915.
- ↑ "Country Report: Oman". BTI Project. 2016. بياځلي په 19 August 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Haitham bin Tariq sworn in as Oman's new sultan". Aljazeera. 12 January 2020. خوندي شوی له the original on 11 January 2020. بياځلي په 12 January 2020.
- ↑ "Private sector gets Omanisation targets". Gulf News. 13 February 2011. خوندي شوی له the original on 9 October 2019. بياځلي په 18 January 2013.
- ↑ "Five Arab states among top leaders in long-term development gains". Hdr.undp.org. 4 November 2010. خوندي شوی له the original on 9 November 2013. بياځلي په 29 October 2011.
- ↑ "Global Peace Index: 2017" (PDF). visionofhumanity.org. Global Peace Index and Institute for Economics and Peace. p. 11 (PDF). بياځلي په 5 December 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Q&A: Elections to Oman's Consultative Council". BBC News.
- ↑ "Oman". Freedom House. بياځلي په 18 January 2013.
- ↑ "OMAN Majles A'Shura (Consultative Council)". Inter-Parliamentary Union.
- ↑ "Oman". Freedom in the World 2012. Freedom House. 17 January 2012.
- ↑ "Waking up too". The Economist. 23 June 2012.
- ↑ "Country Report: Oman". BTI Project. 2016. بياځلي په 19 August 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Basic Statute of the State" (PDF). Royal Decree 101/96. Ministry of Legal Affairs. خوندي شوی له the original (PDF) on 23 July 2013. بياځلي په 18 August 2012.
- ↑ "Amendment to Some of the Provisions of the Basic Statute of the State" (PDF). Royal Decree 99/2011. Ministry of Legal Affairs. خوندي شوی له the original (PDF) on 17 January 2013.
- ↑ Stork, Joe (19 December 2012). "Human rights in the smaller Persian Gulf states: Bahrain, Kuwait, Oman, Qatar and UAE". NOREF. خوندي شوی له the original on 8 March 2014. بياځلي په 18 January 2013.
- ↑ "Country Report: Oman". BTI Project. 2016. بياځلي په 19 August 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Country Profiles (Legislature) – Oman". Arab Parliaments. خوندي شوی له the original on 5 June 2012.
- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ "Oman". CIA – The World Factbook. بياځلي په 29 October 2011.
- ↑ "The view from the Gulf: America's quiet go-between speaks". Fox News Channel. 31 January 2012.
- ↑ "Omani Ministers Voice Increasing Concerns Over Region's Stability". Wikileaks. خوندي شوی له the original on 15 December 2011. بياځلي په 29 October 2011.
- ↑ "Oman Remains Wary Of Iranian Expansionism". Wikileaks. خوندي شوی له the original on 15 December 2011. بياځلي په 29 October 2011.
- ↑ "Admiral William J. Fallon's Meeting With Sultan Qaboos". Wikileaks. خوندي شوی له the original on 27 October 2011. بياځلي په 29 October 2011.
- ↑ Roy, Shubhajit (13 February 2018). "India gets access to strategic Oman port Duqm for military use, Chabahar-Gwadar in sight". The Indian Express.
- ↑ According to SIPRI | Excel Spreadsheet
- ↑ Oman's Military Expenditures. Oman's military expenditures WB The World Bank. Retrieved 2019.
- ↑ ۵۱٫۰ ۵۱٫۱ Anthony H. Cordesman; Khalid R. Al-Rodhan (28 June 2006). "The Gulf Military Forces in an Era of Asymmetric War" (PDF). Center for Strategic and International Studies (PDF). بياځلي په 1 January 2022.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: dates
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P610 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2936 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1549 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P706 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- عمان
- نخشه لرونکي مخونه