طاهر کلاچوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

طاهر کلاچوي (زوکړه ۱۹۱۸ زېږدي کال، ډېره اسماعيل خان، کلاچي) د لوی افغانستان د پښتو ژبې يو نامتو شاعر، پوه او څېړونکی دی.

مخينه[سمول]

د طاهر کلاچوي صېب خپل آر نوم غلام سرور دی، په ادبي نړۍ کې په طاهر کلاچوي اوڅار دی. طاهر کلاچوي پر ۱۹۱۸ زېږدي کال د ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ (ضلع) د تحصيل کلاچي کې د حضرت فقير نور محمد سروري قادري کره زېږېدلی دی۔ هغه له آره پښتون او له گنډاپور ټبر (فبيلې) څخه دی. د گنډاپور ټبر لړۍ آر د مشهور بزرگ حضرت سيد گېسو دراز شاه رحمهَ الله عليه ته رسي، چې آرامځای يې د حيدرآباد په دکن کې دی۔

د طاهر کلاچوي پلار يو لوی عالم او صوفي تېر شوی، چې د خپل علم په ذريعه يې په زرگونو زړونه منور کړي دي. طاهر هم ديني زده کړې له خپل پلاره وکړې. د هغه اردو، پاړسي او پښتو ژبې پوره زده وې. د طاهر کلاچوي نظم او نثر دواړه د اردو او پښتو په ډېری معياري رسالو او اخبارونو کې وخت پر وخت چاپ شوي دي.

شاعر طاهر کلاچوي ته «د مين غېږ» نومې کتاب باندې د رائيټر گولډ لاهور له خوا لومړۍ پوړۍ (درجه) جايزه هم ورکړ شوې ده. دا کتاب يې په "اېم،اے"او د "بي،اے" په کورسونو کې هم شامل دی.

د طاهر کلاچوي د ژوند لومړۍ برخه په پنجاب کې تېره شوې ده. پر ۱۹۳۷ ز کال کې بنو ته ولاړ او د بنو سيمه يې له معياري ادب سره اشنا کړه. له هغه نه مخکې که څه هم نه په بنو کې مېداني او ولسي شاعري ډېره وه، چې د معاش يوه ذريعه جوړه شوې وه. خو لوی الله ته دغه بې مقصده شاعري منظوره نه وه او د طاهر کلاچوي غوندې عالم او پياوړی ليکوال يې راولېږلو چې د بنو سيمه اوس هم پرې ناز کوي۔ د کلاچوي صېب د بنو په شعري ادب ډېر زيات اثرات دي او دا د هغه د احساناتو يو ښکاره زباد دی.

د شعر بېلگې يې[سمول]

مدني اکر[سمول]

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- د مين غېږ (شعري ټولگه).

۲- مضراب (شعري ټولگه).

۳- د حسن لمن (شعري ټولگه).

۴- خنده گل (شعري ټولگه په اردو ژبه کې).

شاعر عمر دراز مروت د هغه ټول کلام راغونډ کړی او د «د طاهر کليات» په نوم يې په يو ځای چاپ کړی دی.