عمر دراز مروت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

عمر دراز مروت (۱۹۵۸ ز کال-۲۰۱۸ ز کال د نوامبر ۲۹) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال او خوږ ژبی شاعر وو.

مخينه[سمول]

عمر دراز مروت پر ۱۹۵۸ زېږدي کال د خيبر پښتونخوا په جنوب کې د لکي مروت په شاه توره تختي‌خېل سیمه کې نړۍ ته سترگې غړولې وې او د ژوند تر وروستیو په همدغه سیمه کې اوسېده.

که څه هم عمر دراز مروت رسمي زده‌ کړې نه‌وې کړې، خو په خپل کلي کې یې دومره زده‌ کړه ترلاسه کړې وه چې لیک لوست‌ یې پرې کولای شو.

ارواښاد مروت دغه راز په خپله سیمه کې یوه ادبي ټولنه هم جوړه کړې وه چې ۱۰۷ شاعران او لیکوالان به ورته راتلل او له همدې ځایه به یې د پښتو ژبې خدمت کاوه. عمر دراز له دې ټولنې هېڅ لاسته نه راوړل، خو ستره لاسته راوړنه یې دا وه چې په خپله سیمه کې یې پټ استعدادونه رابرسېره کړل چې دا به پر ټولو پښتنو د خدای بښلي یو احسان وي او هېڅ پښتون به د نوموړي پر دغو خدمتونو سترگې پټې نه کړي.

سربېره پر دې يې د «شیخ بدین» په نامه یوه مهالنۍ پښتو مجله هم چاپوله او پر خېبر پښتونخوا سربېره‌یې کوټې او د افغانستان بېلابېلو سیمو ته رسوله چې په دغو سیمو کې یې گڼ شمېر لوستونکي لرل.​

عمر دراز مروت نه یوازې دا چې یو لیکوال او شاعر وو، بلکې په خپله سیمه کې یې له خپلو ټولو مجبوریتونو او تنگ لاسیو سره سره پښتو ژبې ته خدمت پر ځان فرض بللی وو.

د دانش خپرندویې ټولنې د مشر اسدالله دانش ساپى وايي:

«عمر دراز مروت خپل ټول ژوند د پښتو ادب خدمت ته سپارلی وو. د کتابونو چاپول او خپروول یې د خدمت او د ژوند د معاش ذریعه وه، ټول ژوند یې په غریبۍ او سادگۍ تېر کړ، د ادبي خدمت لپاره یې چاته د مالي مرستې لپاره لاس اوږد نه کړ. مروت د ادبي محفلونه مالگه وه. نوموړي د شعر ویلو ځانګړی انداز لاره، چې هر محفل به یې رنګگن کاوه. پښتو او پښتنو یو ملنگ شاعر له لاسه ورکړ. ارواښاد یې ښاده.»

د پښتو ژبې بل پیاوړی شاعر او لیکوال پير محمد کاروان د نوموړي د ژوند په اړه وايي: « عمر دراز مروت زموږ له نږدې ملگرو څخه وو، دی د بنو په مروتو کې اوسېدلو، سبقونه یې ډېر نه وو ویلي، خو خدای تعالی یو ډېر شاعرانه فطرت ورکړی وو. د مهاجرت په وختونو کې به چې کله پېښور ته راتلو، نو د افغان لیکوالو او شاعرانو سره به یې هم ناسته پاسته درلوده او شعرونه به یې ویل. د نوموړي شاعري ډېره خوږه وه، داسې شاعري یې وه لکه د خاطر اپریدي، د ده شاعري، نوم او خوږې خاطرې به همېشه په پښتو ادب کې یاد وي. مروت به د ننگرهار، لغمان او خوست په مشاعرو کې هم گډون کاوه، خو له خوست سره یې ځانگړې مینه درلوده.»

د پښتونخوا په مردان کې د پښتو ژبې لیکوال، څېړونکي او د عمر دراز مروت نږدې ملگري ميا وکيل شاه فقيرخېل د نوموړي له مرگه وروسته له ازادي راډیو سره په مرکه کې نوموړی د رنگین فکر څښتن وباله او د هغه په اړه یې وویل: «عمر دراز مروت د یوه ډېر رنگین فکر څښتن، د پښتو ادب نوموړی او پیاوړی شاعر او ملنگ طبعیته انسان وو، خو خپل ژوند یې له پښتو ادب نه ځار کړی وو. پښتو ادب ته ‌یې ډېر څه ورکړي دي. له خپلې غریبۍ سره سره هغه هرې کوڅې او هر ځای ته تللی او خصوصاً پر لر او بر پښتنو باندې ډېر مین وو. لر او بر پښتنو هم هغه ته ډېر عزت ورکړی. د هغه چې هر څومره تعریف وکړای شي، هغه کم دی.»

د خدای بښلي عمر دراز مروت په شاعرۍ کې دومره زور وو، چې په لږه موده کې یې په ټوله پښتونخوا کې خپل ځان پر خلکو وپېژنداه. په بنسټيزه توگه عمر دراز مروت د غزل شاعر وو. نظمونه، هايکو او قطعې یې هم ليکلې دي، خو زياته شاعري يې په غزل کې کړې ده. غزل یې روماني بڼه لري او د غزل پوره پوره حق يې ادا کړی.

د خپلې ټولنې په ټيټو جگو باندې يې هم نظر ساتلی. په ټوليز ډول شاعري یې د زبېښاک ځواکونو پر ضد يو زبردست غږ دی. څه چې يې ويل غوښتل، ښه بربنډ او په ډاگه يې ويل. د خپل ځانگړي ليک له کبله یې په لوستونکو کې يو ځانگړی ځاى جوړ کړی دی.

خدای بښلی عمر دراز مروت يو مينه ناک پښتون زړه درلود، خپلې پښتو سره يې بې کچه مينه درلوده او پښتون يې په ټوله نړۍ کې له هر چا څخه هسک ليدل غوښتل، ځکه خو هر چا ته سپينې سپينې وایي:

ضمير د خوبولو پښتنو راويښوم پرې

غېرت مې د پياوړي خوشال خان راوړی دی

عمر دراز د يو نرم زړه خاوند وو، ترخه خبره يې نورو ته نه کوله او د ځان لپاره يې د مرگ سبب گڼله، ځکه خو يې دا بيت د ډېرو لوستونکو په ذهن کې دی:

زه په ترخه خبره مرم عمر دراز مروته

زما د قتل ډېر سوچونه دې ياران نه کوي

د پښتو ژبې شاعر گوهر وزیر وايي، مروت واده نه وو کړی، په ډېره بېوزلۍ یې ژوند تېر کړ خو ټول عمر یې د پښتو ژبې د ودې لپاره کار وکړ. دی زیاتوي چې مروت له ۱۰۰ نه د زیاتو کتابونو او شعري ټولگو لیکوال او مولف وو.

څوک سرفراز دی او له چا غوڅ شوی سر په څه دی؟- په دې مې پوه کړه په دې خاوره دا محشر په څه دی؟

مړينه[سمول]

د شاعر او لیکوال پير محمد کاروان په خبره، نوموړی د ډېر غربت په حالت کې له دې فاني دنیا څخه ولاړ، چې ان د مرگ په بستر هم ورسره د مرستې څوک نه وو. نوموړی لر او بر پښتانه له نوموړي سره د نه همکارۍ له کبله گرم گڼي.

عمر دراز مروت ومړ او هغه هم په داسې حال کې چې په روغتون کې یې د درملنې لپاره پیسې د کرښې له دې غاړې ټولې شوې. هغه هستي چې موږ یې نن پر مرگ سترگې سرې کړې دي، په داسې حال کې د مرگ بدرنگې غېږې ته ولاړ چې پر ټولنیزو رسنیو د هغه خپاره شوي عکسونه د هر انسان له سترگو اوښکې بهوي.

هغه په پېښور کې په داسې حال کې د روغتون پر بستر پروت وو چې هېڅ حکومتي ادارې یې د درملنې لپاره مرسته ونه کړه. نه یې چا حال ولید او نه هم چا د مرستې لاس ورکړ، خو د کرښې دې غاړې پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او د شعر او ادب مینه والو یې د دانش خپرندویې ټولنې په مرسته د درملنې مسوولیت پر غاړه واخیست. دوی په خپل دې اقدام سره دا وښوده چې زموږ وینه نه بېلېدونکې ده او د کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه په هر حال کې د یو بل مرستې ته چمتو دي.

عمر دراز مروت د ۲۰۱۸ ز کال د نومبر مياشتې پر ۲۹ نېټه د ۶۰ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له لامله په يوه روغتون کې ساه ورکړه. د هغه جنازه په خپل پلرني ټاټوبي شاتوره تختي‌خېل، لکي مروت سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه. د جنازې په مراسمو کې يې پر لیکوالو او شاعرانو سربېره سلگونو کسانو برخه اخیستې وه.

چاپ شوي اثار يې[سمول]

۱- گل بې خاره نه وي (شعري ټولگه).

۲- د کاڼي کرښه (شعري ټولگه).

۳- مجمر (شعري ټولگه).

۴- خیال خواري غواړي (شعري ټولگه).

۵- جانانه بخت ته دې حېران یم (شعري ټولگه).

۶- سړی په رنگ نه سړی کېږي (شعري ټولگه).

۷- زېری مې درباندې (شعري غورچاڼ).

۸- ۶ نثري تذکرې.

د شعر بېلگې[سمول]

غزل

په رڼا ورځ په هر ساعت راسره مله وي سیوري- خو چې تیاره شي خدای منې راسره نه وي سیوري

سپینې خولې په سپین رخسار یې هو بهو داسې وې- لکه د واورو چې په واورو را پراته وي سیوري

په تش لباس د ژبه ورو خلکو مه غولیږه- د مازیګر د وخت عبث هسې اوږده وي سیوري

زما د ښې ورځې یاران به له ما خود بیلیدل- ته خبر نه یې چې د لمر تر پریواته وي سیوري

لکه چینار لاندې چینه عمردراز مروته- داسې په سترګو د بڼو یې راخواره وي سیوري

غزل

چې په وعدو يې د سبا تر سبا ونه خوړم- ملګرو ښه ده يار په دغې ادا ونه خوړم

يو خوا پښتو بل خوا غربت راسره سم روان دي- د ژوند کړاو کې کومې کومې سودا ونه خوړم

په دوه درواغو مې هېڅ کله غولولى نشې- که په رښتيا يې په رښتيا په رښتيا ونه خوړم

د تا د غم سړي خواره مې بېخي نشي خوړى- که ستا د تورو سترګو تورې بلا ونه خوړم

بغېر له خداى مې مخامخ له چا نه وېره نشي- د ځينې سپي غوندې رقيب که په غلا ونه خوړم

دنيا مې وخوړه خو زه عمردراز مروته- د خداى احسان دى لا تراوسه دنيا ونه خوړم

سرچينې[سمول]

  1. https://pa.azadiradio.com/a/29634143.html
  2. https://www.mashaalradio.com/a/29630164.html
  3. https://khabarial.com/archives/21422
  4. https://www.spogmairadio.af/index.php/2017-10-04-10-23-29/information-b/chahra/item/6590-2018-12-11-04-26-01