Jump to content

صدر خان خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

صدر خان خټک (زوکړه ۱۰۷۰ سپوږميز لېږدي کال، اکوړه خټک - مړینه ؟) د پښتو ژبې د ستر، نابغه شاعر او ليکوال خوشال خان خټک زوی او د پښتو ژبې د ادب د هسک يو بل ځلاند ستوری دی.

مخينه

[سمول]

شاعر او ليکوال صدر خان خټک، چې د ستر شاعر او ليکوال خوشال خان خټک زوی کېږي، پر ۱۰۷۰ لېږديز سپوږميز کال په اکوړه کې زېږېدلی دی. صدر خان خټک د خوشال خان د کورنۍ تر سيوري لاندې ښوونه او رزونه تر لاسه کړه. هغه ددغې روزنې او ادبي استعداد د غوړېدو په پايله کې په يو ښه، پياوړي شاعر او ليکوال بدل شو. نوموړی د شعرونو يو بشپړ ديوان لري. پادري هيوز دده په اړه ليکي: «د خوشال خان په ادبي مکتب کې تر اشرف خان هجري او عبدالقادر خان خټک وروسته صدر خان خټک محترم مقام لري.» د صدرخان خټك يو منظوم كتاب اعجازنامه (معجزات ) اوس ډاكټر عبدالله جان عابد له پېښور څخه خپور کړی دی. دغه كتاب خپل علمي حيثيت لري،ډېره علمي مقدمه،تعليقات،او فرهنګ يې دا خوند نور هم زياتوي.[۱]

صدر خان پخپله هم دې ټکي ته نغوته کړې چې ده د خپل پلار او کورنۍ په غېږه کې روزنه او پالنه موندلې ده:

زما پلار ځای یې جنت شه-په اولاد یې برکت شه

تربیت یې ډېر زما کړ-هر تعلیم یې وما راکړ

په تعلیم یې سخندان کړم-په ویل یې سخن ران کړم

چې یې درست په دا فنون کړم-په ویل یې نور ما ذون کړم

خوشال خان خټک پر ۱۰۹۱ لېږديز سپوږميز کال په يوه بوللـه (قصيده) کې دده په اړه داسې ويلي دي:

صدر خان لا چيري جنگ لیدلی نه و-په دا جنگ يې نېزه سره کړه په خصام

صدر خان خټک د خوږو شعرونو پر ديوان سربېره، په داستان ليکنه کې د داستان ليکونکو شاعرانو په کتار کې ځای لري. هغه په خپلو شعرونو کې د ژوند پر نورو مسلو سربېره، د عشق او مينې نړۍ سره ډېره لېوالتيا ښودلې ده. صدر خان د نړۍ ټول دفترونه او علمونه د مينې له يوه سبقه قربانوي. د دغه شاعر له شعرونو داسې جوتېږي چې هغه پر ادبي ذوق سربېره په کلام کې د خپلې کورنۍ په څېر ساده والی، نوی خيال او نوې موضوع په خوږه پښتو ژبه بيانوي او د ادبي تصوير په فن کې د خپل پلار په پيرورۍ يو جادوگر هنرمند شاعر دی.

صدر خان خټک د کلاسيکې دورې د دويمې برخې د ځانگړتياوو په لرلو سره د مشاعرې، چې بنسټ يې خوشال خان خټک اېښی وو، په فن کې که له عبدالقادر خان نه غښتلی نه وو، نو کمزوری هم نه دی. هغه په خپلو شعرونو کې د خپل ځان لپاره د صدر خوشال نوم يا تخلص هم کارولی دی. دلته د هغه د شعر هغه بېلگه راوړو چې د عبدالقادر خان خټک د يوه غزل په ځواب کې يې ويلې ده:

لکه زړه چې زما وسو ستا په غم کې بېلتون هسې-مه شه وريت د جدايی په اور کې بل يو لړمون هسې

خط په مخ د ښايسته وو د قضا نښې همداسې-هر کمال ځواب پذير دی ددې خط دی مضمون هسې

لکه زده دی ستا د سترگو د جهان په مخ دلبره-نه دی هسې چا ليدلی جنون هسې افسون هسې

لکه ما د يار په غم کې وجود وسو بيا ژوندی شوم-هېڅ پتنگ موندلی نه دی له څراغه ژوندون هسې

پرون سور په امبالې ته نن په کټ د جنازې ځي-دا دونيا ده دا يې دود دی چې نن هسې پرون هسې

لکه موج په بېلتانه کې زما زړه وهي له سترگو-په دا موج کله بهېږي جيحون هسې سيحون هسې

ستا ځواب عبدالقادره په دا رنگ صدر خوشال کړ-څو بې خانه زه ويل کړم بل به نه کا پښتون هسې

مړينه

[سمول]

صدر خان خټک په ځوانۍ کې له خپل پلار سره د ملي مبارزې د ډگر او سنگر ملگری او وروسته یې بیا د افضل خان خټک د سرادرۍ پر مهال پر ۱۱۲۰ هــ. ق د ټيري د فوجدار دنده ترسره کوله.

د صدر خان خټک ژوند تر ۱۱۲۴ هــ. ق کال پورې باوري دی. تر دغه کاله پورې افضل خان خټک د خپل اثر (تاریخ مرصع) د پېښو په بهیر کې د ده نوم راوړی دی. تر دې وروسته بیا نه ده جوته چې تر کومه پورې به ژوندی وو.

چاپ شوي اثار يې

[سمول]
  1. ادم خان درخانۍ، نامتو ولسي داستان، د ۱۹۸۹ ز کال پېښور چاپ.
  2. اعجاز نامه (معجزات)،اكتوبر ٢٠٢٤ع پېښور

سرچينې

[سمول]
  1. https://pa.azadiradio.com/a/29712668.html
  2. http://afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/14820[مړه لينکونه]
  3. http://talibnews.com/archives/46054 Archived 2018-11-03 at the Wayback Machine.
  4. http://catalog.acku.edu.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=30501[مړه لينکونه]
  5. http://gandahara.bloguna.tolafghan.com/posts/20334[مړه لينکونه]
  1. اعجازنامه،(معجزات) صدر خوشحال،سمونه او څېړنه ډاكټر عبدالله جان عابد, عابد (اكتوبر ٢٠٢٤ع). اعجازنامه،(معجزات) صدر خوشحال،سمونه او څېړنه ډاكټر عبدالله جان عابد [Mo'jezat)Ijaz Naama)] (وړومبے،٢٠٢٤ع ed.). پعسهاوار: ادب كور خېشكي،نوښار،خېبر پښتونخوا. pp. ١٧–٢٥. {{cite book}}: Check date values in: |year=، |date= و |year= / |date= mismatch (help)