صدر خان خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

صدر خان خټک (زوکړه ۱۰۷۰ سپوږميز لېږدي کال، اکوړه خټک - مړینه ؟) د پښتو ژبې د ستر، نابغه شاعر او ليکوال خوشال خان خټک زوی او د پښتو ژبې د ادب د هسک يو بل ځلاند ستوری دی.

مخينه[سمول]

شاعر او ليکوال صدر خان خټک، چې د ستر شاعر او ليکوال خوشال خان خټک زوی کېږي، پر ۱۰۷۰ لېږديز سپوږميز کال په اکوړه کې زېږېدلی دی. صدر خان خټک د خوشال خان د کورنۍ تر سيوري لاندې ښوونه او رزونه تر لاسه کړه. هغه ددغې روزنې او ادبي استعداد د غوړېدو په پايله کې په يو ښه، پياوړي شاعر او ليکوال بدل شو. نوموړی د شعرونو يو بشپړ ديوان لري. پادري هيوز دده په اړه ليکي: «د خوشال خان په ادبي مکتب کې تر اشرف خان هجري او عبدالقادر خان خټک وروسته صدر خان خټک محترم مقام لري.»

صدر خان پخپله هم دې ټکي ته نغوته کړې چې ده د خپل پلار او کورنۍ په غېږه کې روزنه او پالنه موندلې ده:

زما پلار ځای یې جنت شه-په اولاد یې برکت شه

تربیت یې ډېر زما کړ-هر تعلیم یې وما راکړ

په تعلیم یې سخندان کړم-په ویل یې سخن ران کړم

چې یې درست په دا فنون کړم-په ویل یې نور ما ذون کړم

خوشال خان خټک پر ۱۰۹۱ لېږديز سپوږميز کال په يوه بوللـه (قصيده) کې دده په اړه داسې ويلي دي:

صدر خان لا چيري جنگ لیدلی نه و-په دا جنگ يې نېزه سره کړه په خصام

صدر خان خټک د خوږو شعرونو پر ديوان سربېره، په داستان ليکنه کې د داستان ليکونکو شاعرانو په کتار کې ځای لري. هغه په خپلو شعرونو کې د ژوند پر نورو مسلو سربېره، د عشق او مينې نړۍ سره ډېره لېوالتيا ښودلې ده. صدر خان د نړۍ ټول دفترونه او علمونه د مينې له يوه سبقه قربانوي. د دغه شاعر له شعرونو داسې جوتېږي چې هغه پر ادبي ذوق سربېره په کلام کې د خپلې کورنۍ په څېر ساده والی، نوی خيال او نوې موضوع په خوږه پښتو ژبه بيانوي او د ادبي تصوير په فن کې د خپل پلار په پيرورۍ يو جادوگر هنرمند شاعر دی.

صدر خان خټک د کلاسيکې دورې د دويمې برخې د ځانگړتياوو په لرلو سره د مشاعرې، چې بنسټ يې خوشال خان خټک اېښی وو، په فن کې که له عبدالقادر خان نه غښتلی نه وو، نو کمزوری هم نه دی. هغه په خپلو شعرونو کې د خپل ځان لپاره د صدر خوشال نوم يا تخلص هم کارولی دی. دلته د هغه د شعر هغه بېلگه راوړو چې د عبدالقادر خان خټک د يوه غزل په ځواب کې يې ويلې ده:

لکه زړه چې زما وسو ستا په غم کې بېلتون هسې-مه شه وريت د جدايی په اور کې بل يو لړمون هسې

خط په مخ د ښايسته وو د قضا نښې همداسې-هر کمال ځواب پذير دی ددې خط دی مضمون هسې

لکه زده دی ستا د سترگو د جهان په مخ دلبره-نه دی هسې چا ليدلی جنون هسې افسون هسې

لکه ما د يار په غم کې وجود وسو بيا ژوندی شوم-هېڅ پتنگ موندلی نه دی له څراغه ژوندون هسې

پرون سور په امبالې ته نن په کټ د جنازې ځي-دا دونيا ده دا يې دود دی چې نن هسې پرون هسې

لکه موج په بېلتانه کې زما زړه وهي له سترگو-په دا موج کله بهېږي جيحون هسې سيحون هسې

ستا ځواب عبدالقادره په دا رنگ صدر خوشال کړ-څو بې خانه زه ويل کړم بل به نه کا پښتون هسې

مړينه[سمول]

صدر خان خټک په ځوانۍ کې له خپل پلار سره د ملي مبارزې د ډگر او سنگر ملگری او وروسته یې بیا د افضل خان خټک د سرادرۍ پر مهال پر ۱۱۲۰ هــ. ق د ټيري د فوجدار دنده ترسره کوله.

د صدر خان خټک ژوند تر ۱۱۲۴ هــ. ق کال پورې باوري دی. تر دغه کاله پورې افضل خان خټک د خپل اثر (تاریخ مرصع) د پېښو په بهیر کې د ده نوم راوړی دی. تر دې وروسته بیا نه ده جوته چې تر کومه پورې به ژوندی وو.

چاپ شوي اثار يې[سمول]

  1. ادم خان درخانۍ، نامتو ولسي داستان، د ۱۹۸۹ ز کال پېښور چاپ.

سرچينې[سمول]

  1. https://pa.azadiradio.com/a/29712668.html
  2. http://afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/14820[مړه لينکونه]
  3. http://talibnews.com/archives/46054 Archived 2018-11-03 at the Wayback Machine.
  4. http://catalog.acku.edu.af/cgi-bin/koha/opac-detail.pl?biblionumber=30501
  5. http://gandahara.bloguna.tolafghan.com/posts/20334[مړه لينکونه]