سټیفن ګروور کلیولینډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سټیفن ګروور کلیولینډ
سټیفن ګروور کلیولینډ
سټیفن ګروور کلیولینډ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
سټیفن ګروور کلیولینډ
سټیفن ګروور کلیولینډ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سټیفن ګروور کلیولینډ (د ۱۸۳۷ز کال د مارچ ۱۸مه - د ۱۹۰۸ز کال د جون ۲۴مه) یو امریکایي قانونپوه او سیاستوال و، چې له ۱۸۸۵ز کال نه تر ۱۸۸۹ز کال او له ۱۸۹۳ز کال نه تر ۱۸۹۷ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۲۲م او ۲۴م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. کلیولینډ د امریکا په تاریخ کې یوازینی ولسمشر دی، چې د دوه نا پرله پسې دورو لپاره یې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.

په ۱۸۸۱ز کال کې، کلیولینډ د بوفالو ښاروال او وروسته د نیویارک والي وټاکل شو. هغه د (pro-business Bourbon) ډیموکراتانو مشر و، چې د لوړو تعرفو، وړیا سپینو زرو، انفلاسیون، امپریالیزم، سوداګرۍ، بزګرانو او پخوانیو پوځیانو ته د سبسایډي مخالفت یې کاوه. د سیاسياصلاحاتو او مالي محافظه کارۍ لپاره د هغه مبارزه د وخت د امریکایي محافظه کارانو لپاره یو سمبول جوړ شو. کلیولینډ د خپلې ایماندارۍ، ځان بسیاینې، بشپړتیا او د کلاسیک لیبرالیزم اصولو ته د ژمنتیا له امله ستایل شوی. هغه له سیاسي فساد او بادارۍ سره مبارزه وکړه او د یوه اصلاح غوښتونکي په توګه یې دومره اعتبار درلود، چې د جمهوري غوښتونکي ګوند همفکره څانګې چې «Mugwumps» نومېده د (GOP) د ولسمشرۍ ټکټ پرېښود او د ۱۸۸۴ز کال په ټاکنو کې یې د هغه ملاتړ ته مخه کړه. د هغه د دویمې دورې له پیل سره هېواد له داسې ناورین سره مخامخ شو، چې  د ۱۸۹۳ز کال وحشت یو سخت ملي کړکېچ رامنځته کړ او ډیموکراټ ګوند یې له منځه یووړ.[۱][۲][۳][۴]

که څه هم کلیولینډ یو پیاوړی پالیسي جوړونکی و، خو پر وړاندې یې ځینې نیوکې هم کېدې، لکه د ۱۸۹۴ز کال په پلمن اعتصاب (Pullman Strike ) کې د اورګاډي پټلۍ د ساتلو لپاره د هغه لاسوهنې پر ګوند سربېره په ټول هېواد کې د  کارګرو ټولنو غبرګون راوپاراوه او هم یې  له طلايي معیار نه د نوموړي ملاتړ او له سپینو زرو سره مخالفت د ډیموکراټ ګوند ملکي څانګه جلا کړه. منتقدینو شکایت کاوه چې کلیولینډ لږ نوښت درلود او هغه په ​​​​دویمه دوره کې د هېواد له اقتصادي ناورینونو، رکود او اعتصابونو نه اغېزمن شوی و. د هغه د دویمې دورې په پای کې، عامه انګیرنې دا وښوده، چې هغه د متحده ایالاتو یو له خورا نامنلي ولسمشرانو نه و او د ډېرو ډیموکراتانو له خوا رد شو، خو اوس کلیولینډ د ډېری تاریخپوهانو له خوا یو بریالی مشر ګڼل کېږي او د خپل صداقت، ریښتینولي، اخلاق او اغېزمن مشرتابه لپاره ستایل کېږي.[۵][۶][۷]

بهرنۍ تګلاره (۱۸۸۵ز - ۱۸۸۹ز کال )[سمول]

کلیولینډ یو ژمن او نه لاس وهونکی وچې د پراختیا او امپریالیزم پر وړاندې یې کمپاین کاوه. هغه د پخواني حکومت د نیکاراګوا کانال تړون نه شاته شو او په عمومي توګه په بهرنیو اړیکو کې د پرمختګ غوښتونکی نه و. د کلیولینډ د بهرنیو چارو وزیر، توماس ایف بیارډ، د بریټانیې له جوزف چیمبرلین سره د کاناډا په اوبو کې د کب نیولو د حقونو په اړه خبرې اترې وکړې، او د نوې بریټانیا د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له مخالفت سره سره یې د پخلاینې یادونه هم وکړه. کلیولینډ په سنا کې د برلین کنفرانس له تړون نه په شا شو، چې په کانګو کې یې د متحده ایالاتو لپاره د خلاصو دروازو ضمانت کاوه.[۸][۹][۱۰]

پوځي تګلاره (۱۸۸۵ز -۱۸۸۹)[سمول]

د کلیولینډ پوځي تګلاري له ځانه په دفاع او د پوځ په عصري کولو ټینګار کاوه. په ۱۸۸۵ز کال کې کلیولینډ د جګړې د مشاور وزیر ویلیم سی انډیکوټ تر څار لاندې یو پلاوی وټاکه ترڅو د متحده ایالاتو لپاره د نوې ساحلي کلا بندۍ سیسټم جوړ کړي، دا ځکه چې له ۱۸۷۰ ز لسیزې له وروستیو راهیسې د متحده ایالاتو ساحلي دفاع ته هېڅ کار نه و شوی. پلاوي د ۱۸۸۶ز کال راپور کې په ۲۹بندرونو کې د ۱۲۷میلیون ډالرو په ارزښت د یوه لوی ساختماني پروګرام (په ۲۰۲۰ز کال کې د ۳.۷ میلیاردو ډالرو معادل) وړاندیز وکړ، چې د نویو ټوپکونو، هاوانونو او سمندري ماینونو لپاره په کې ساحې په پام کې نیول شوې وې.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

یاد پلاوی او پروګرام په عمومی توګه د (Endicott Board and the Endicott Program) په نامه یادېده. د پلاوي ډېری سپارښتنې پلې شوې او په ۱۹۱۰ز کال کې له ۲۷ نه زیاتې سیمې له ۷۰نه د زیاتو کلاګانو په واسطه امن شوې. د جګړې وزیر انډیکوټ، کانګریس ته د پوځ د افسرانو د ترفیع لپاره د ازموینو یو سیسټم هم وړاندیز کړ او سمندري ځواکونو، چې مشري یې د سمندري ځواکونو وزیر ویلیم کولینز ویتني له خوا کېده، د کلیولینډ په حکومت کې د عصري کېدلو پر لور حرکت وکړ، که څه هم هېڅ ډول نوې بېړۍ جوړه نه شوه، چې له اروپایي جنګي بېړیو سره سیالي وکړي‎.  د یادونې وړ ده چې د پخواني حکومت په وخت کې هم د څلورو پولادو جنګي بېړیو بشپړول د اداري فساد له امله ځنډول شوي وو، خو وروسته له پلټنو بیا دا بېړۍ د سمندري بېړیو په کارخانو کې د وخت په تېرېدو سره بشپړې شوې.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۸۸۸ز کال په پای کې د ۱۶اضافي پولادو جنګی بېړیو د چمتو کولو وړاندیز وشو، چې د ۱۸۹۸ز کال کې د هسپانیا او امریکا په جګړه کې یې مهمه ونډه درلوده او له نورو نه یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې کار واخیستل شو.[۱۹][۲۰]

دویمه ولسمشرۍ (۱۸۹۳ز-۱۸۹۷ز کال )[سمول]

بهرنۍ تګلاره[سمول]

کله چې کلیولینډ واک واخیست هغه د هاوایی د الحاق کولو له پوښتنې سره مخامخ شو. هغه په خپله لومړۍ دوره کې، له هاوايي ټاپوګانو سره د ازادې راکړې ورکړې ملاتړ کاوه او هغه طرحه یې، چې له مخې یې متحده ایالاتو ته په پرل هاربر کې د ډبرو سکرو او سمندري سټیشن ورکړ، منلې وه. د نوموړي د څلورو کلونو په اوږدو کې، د اروپا او امریکا هونولولو سوداګرو، ملکه لیلیووکلاني، چې د اساسي قانون حاکمیت یې رداوه د یوې ظالمې په توګه وغندله. چې وروسته د ۱۸۹۳ز کال په لومړیو کې یې له واکه وغورځوله او د سانفورډ بیډولي په مشرۍ یې د هاوایې حکومت جوړ کړ، چې لهمتحده ایالاتو سره یې د یوځای کېدو غوښتنه کوله. د پخواني ولسمشر هریسون دولت په چټکۍ سره د هاوایی د نوي حکومت له استازو سره د ضمیمه کولو په تړون موافقه وکړه او سنا ته یې د تصویب لپاره وړاندې کړه، خو د ۱۸۹۳ز کال د مارچ په ۹مه د واک تر اخیستلو پنځه ورځې وروسته کلیولینډ له سنا نه دغه تړون بېرته واخیست او د کانګرس پخوانی غړی جیمز هینډرسن بلونټ یې هاوایي ته د حالت د څېړلو لپاره واستاوه.[۲۱][۲۲][۲۳]

کلیولینډ د بلونټ له راپور سره، چې څرګندوله يې چې خلک د الحاق مخالف دي، موافقه وکړه. لیلیووکلاني په پیل کې په مقام د بېرته پاتې کېدو د شرط په توګه د عمومي بښنې نه انکار وکړ او ویې ویل: په هونولولو کې به اوسنی حکومت یا اعدام کړي یا یې به یې له مینځه یوسي، همدا وه چې بلونټ د واک له سپارلو څخه انکار وکړ. د ۱۸۹۳ز کال تر ډسمبر پورې دا حل نه شوه، هماغه و چې کلیولینډ دا مسئله کانګرس ته راجع کړه او کانګرس ته یې په خپل پیغام کې د الحاق نظر رد کړ او کانګرس یې وهڅاوه، تر څو د نه لاسوهنې تګلارې ته دوام ورکړي. کلیولینډ د ملکې د بیا راستنېدلو ټولې خبرې لغوه کړې او د هاوایي له نوي جمهوریت سره یې ډیپلوماتیکو اړیکو ته دوام ورکړ.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

کلیولینډ د لاتیني امریکا هېوادونو سره د استعماري یرغل د مخنیوي په موخه ودرېد او کوښښ یې وکړ، چې د امریکا له سویلي ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړې په ورته مهال یې له بریټانیې سره هم د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره  خبرو ته لېوالتیا وښوده.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

پوځي تګلاره (۱۸۹۳ز - ۱۸۹۷ز کال)[سمول]

د کلیولینډ دویمه دوره د پوځ عصري کولو ته ځانګړې شوې وه، نوموړي د داسې لومړیو سمندري کښتیو د جوړولو امر وکړ، چې د برید وړتیا لري. د انډیکوټ ساحلي کلابندۍ د پروګرام ساختماني کار د هغه د دویمې دورې پر مهال هم دوام درلود، چې د لومړي حکومت پر مهال یې پیل شوی و.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د ۱۸۹۵ز او۹۶ ز کلونو تر منځ د سمندري ځواکونو وزیر هیلري اې هربرټ، چې په وروستیو کې یې د کپتان الفریډ تایر ماهان په مرسته یوه تهاجمي سمندري سټراټیژۍ غوره  کړې وه، په بریالیتوب سره د پنځو جنګي بېړیو او شپاړس تورپیډو کښتیو د رانیولو وړاندیز وکړ. د دې کښتیو په بشپړېدو سره د سمندري جنګي کښتیو کچه دوه چنده شوه او نوې تورپیډو کښتۍ یې، چې پخوا یوازې دوه کښتۍ وې رامنځته کړې. دغه جنګي او اووه تورپیډو بېړۍ د هسپانیا – امریکا تر جګړې وروسته، له ۱۸۹۹تر ۱۹۰۱ ز کال پورې بشپړې شوې نه وې.[۳۸]

سرچینې[سمول]

  1. Blum, 527
  2. Jeffers, 8–12; Nevins, 4–5; Beito and Beito
  3. McFarland, 11–56
  4. Gould, passim
  5. Tugwell, 220–249
  6. Nevins, 4
  7. President-Making in the Gilded Age: The Nominating Conventions of 1876–1900 by Stan M. Haynes page 2
  8. Nevins, 205, 404–405
  9. Nevins, 404–413
  10. Zakaria, 80
  11. Berhow, pp. 9–10
  12. Endicott and Taft Boards at the Coast Defense Study Group website Archived February 4, 2016, at the Wayback Machine.
  13. Berhow, p. 8
  14. Civil War and 1870s defenses at the Coast Defense Study Group website Archived February 4, 2016, at the Wayback Machine.
  15. Berhow, pp. 201–226
  16. List of all US coastal forts and batteries at the Coast Defense Study Group website
  17. "William Crowninshield Endicott, from Bell, William Gardner (1992), Secretaries of War and Secretaries of the Army, Center of Military History, US Army". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bauer and Roberts, p. 141
  19. Bauer and Roberts, p. 102
  20. Bauer and Roberts, pp. 101, 133, 141–147
  21. Zakaria, 80
  22. Nevins, 549–552; Graff 121–122
  23. Nevins, 552–554; Graff, 122
  24. Nevins, 558–559
  25. Nevins, 560
  26. Welch, 174
  27. McWilliams, 25–36
  28. Zakaria, 145–146
  29. Graff, 123–125; Nevins, 633–642
  30. Nevins, 550, 633–648
  31. Blake, Nelson M. (1942). "Background of Cleveland's Venezuelan Policy". The American Historical Review. 47 (2): 259–277. doi:10.2307/1841667. JSTOR 1841667. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Paul Gibb, "Unmasterly Inactivity? Sir Julian Pauncefote, Lord Salisbury, and the Venezuela Boundary Dispute", Diplomacy & Statecraft, Mar 2005, Vol. 16 Issue 1, pp. 23–55
  33. Graff, 123–125
  34. Berhow, pp. 9–10
  35. Endicott and Taft Boards at the Coast Defense Study Group website Archived February 4, 2016, at the Wayback Machine.
  36. Bruce N. Canfield "The Foreign Rifle: U.S. Krag–Jørgensen" American Rifleman October 2010 pp. 86–89, 126, 129
  37. Hanevik, Karl Egil (1998). Norske Militærgeværer etter 1867
  38. Bauer and Roberts, pp. 102–104, 162–165