سټاکهولم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سټاکهولم
بە سویدی: Stockholm
بنسټ ايښودنه۱ی جنوري ۱۱۸۷
Native labelStockholm
Named aftertrunk، ټاپوګی
Official languageسویډني ژبه
لووچهاروپا
هېوادسويډن
Capital ofسويډن، Union between Sweden and Norway، Stockholm County، Stockholm Municipality
ځاي د هيواد په برخه کېStockholm County
Located in time zoneيو ټي سي ٠١:٠٠+، یوټی‌سی ۲:۰۰+
کوارډينېټي موقعيت۵۹°۱۹′۴۶″N ۱۸°۴′۷″E
Member ofC40 Cities Climate Leadership Group
د وگړو شمېر۹۸۴٬۷۴۸
خورلڼې ښارونهبې ارزښته
Significant event1912 Summer Olympics
سيمه۱۸۷٫۱۶ کیلومتره مربع
پوستي کوډ100 00–200 00
رسمي وېبځیhttps://start.stockholm
HashtagStockholm
Patron saintEric IX of Sweden
Economy of topiceconomy of Stockholm
Time of earliest written record۱ی جنوري ۱۲۵۲
Local dialing code08
Map

سټاکهولم د سویډن پلازمینه او تر ټولو ستر ښار دی همداشان په سکاندیناوي کې تر ټولو ستره ښاري سیمه ده. د سټاکهولم په ښاروالۍ کې د اټکل له مخې ۹۸۰۰۰۰ خلک ژوند کوي، چې ۱.۶ میلیونه یې په ښاري سیمه او ۲.۴ میلیونه یې په میتروپولیټن سیمه کې اوسیږي. دغه ښار په څوارلس جزیرو کې پروت دی چې د مالارن جهیل یې د بالټیک سمندر ته بهیږي. له ښار نه بهر ختیځې خوا ته او د سمندر د څنډو په امتداد، د سټاکهولم د مجمع الجزایرو کړۍ پرته ده. په دغه سیمه کې له میلاد نه وړاندې شپږمې زریزې راهیسې یعنې د ډبرو له زمانې نه خلک اوسېدلې دي او په ۱۲۵۲ ز کال کې د یوه سویډني حاکم، بیرګر جارل له خوا د یوه ښار په توګه جوړ شو. دا ښار همداشان د سټاکهولم ولایت مرکز دی. د څو سوه کلونو لپاره، سټاکهولم د فنلنډ پلازمینه هم وه، چې هغه مهال د فنلنډ یوه برخه وه. تمه کېږي چې د سټاکهولم د اوسېدونکو شمېر به په ۲۰۲۲ ز کال کې یو میلیون وګړو ته ورسیږي.[۱][۲][۳]

سټاکهولم د سویډن کلتوري، رسنیز، سیاسي او اقتصادي مرکز دی. د سټاکهولم ولایت په یوازې سر د دې هېواد د GDP درېیمه برخه جوړوي، چې د سړي سر کلني ناخالص تولید له مخې په اروپا کې یو له لسو غوره سیمو څخه ګڼل کېږي. دغه ښار چې د نړی د الفا ښار په توګه ډلبندي شوی دی، په سکاندیناوي کې تر ټولو ستر ښار او د ناردیک په سیمه کې د شرکتونو د مرکزي دفترونو اصلي مرکز دی. دغه ښار کې د اروپا د ځینو غوره پوهنتونونو کور هم دی لکه د کارولینسکا انستیتوت، د سټاکهولم د اقتصاد پوهنتون، د KTH د تکنالوژۍ شاهي انستیتوت او سټاکهولم پوهنتون. دا ښار همداشان هر کال د نوبل جایزې او د سټاکهولم د کنسټر په سالون او د سټاکهولم د ښار په تالار کې کوربه توب کوي. د دې ښار یو له تر ټولو ارزښتناکو موزیمونو څخه، د واسا موزیم دی، چې په سکاندیناوي کې یو له تر ټولو د ډېرو لیدونکو لرونکی غیرهنري موزیم دی. د سټاکهولم میترو چې په ۱۹۵۰ ز کال کې پرانیستل شوه، د خپلو تمځایونو د ښه دیکوریشن له امله مشهور دی، چې په نړۍ کې یوه له تر ټولو اوږده هنري ګالري هم ورته ویل کېږي. د سویډن د فوټبال ملي لوبغالی د ښار په شمالي برخه یعنې سولنا کې جوړ شوی دی. د Avicii Arena سرپوټی ملي سالون بیا د ښار په سویلي برخه کې جوړ شوی دی. دا ښار په ۱۹۱۲ ز کال کې د المپیک د دوبنیو لوبو کوربه و. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په سټاکهولم کې د سویډن د دولت دفتر او نورې ادارې، له هغې ډلې د قضائیه ځواک سترې محکمې او د سویډن د پاچا او لومړي وزیر د اوسېدو ځایونه هم شامل دي. د سویډن د حکومت ادارې په روزینباډ ودانۍ کې دي، ریکسډاګ (سویډن پارلمان) د پارلمان په کور کې ده او د لومړي وزیر د اوسېدو ځای بیا د ساګر کور تر څنګ موقعیت لري. د سټاکهولم ماڼۍ د سویډن د پاچا اصولي کارځای او رسمي کار ځای دی، په داسې حال کې چې د Drottningholm ماڼۍ کوم چې د نړۍ یو کلتوری میراث هم دی د سټاکهولم په څنډه کې پرته ده، چې د شاهي کورنۍ د شخصي اقامتګاه په توګه کارول کېږي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

تاریخ او نوم[سمول]

له میلاد نه ۸۰۰۰ کاله وړاندې د کنګل له عصر نه وروسته، په ننني سټاکهولم سیمه کې زیات شمېر خلکو ژوند کاوه، خو دا چې د حرارت درجه را ولویده، نو د دې سیمې خلکو سویل لور ته وکوچېدل. زرګونه کلونه وروسته، د ځمکې په اوبه کېدو سره، اقلیم د ژوند کولو وړ وګرځېد او ځمکې هم حاصلخیزې شوي او خلکو بیرته شمال ته کډه وکړه. د بالتیک سمندر او ملارین جهیل په تقاطع کې یو مجمع الجزایر پروت دی، چې د وایکنګانو له خوا په  ۱۰۰۰ میلادي کال کې د سټاکهولم لومړی ښار جوړ شو. د هغوی له خوا د سوداګریزو جوړو شوو لارو له امله هغوی وکولای شول چې په سیمه کې پر سوداګرۍ باندې مثبته اغېزه وشیندي.

د سټاکهولم موقعیت په سکاندیناوي حماسو کې د اګنافیت او په Heimskringla کې د اګنه د افسانوي پاچا په اړه را ښکاره کېږي. د سټاکهولم لومړنی مکتوب ذکر ۱۲۵۲ ز کال ته ورګرځي، هغه وخت په برګسلاژن کې کانونه هغه د اوسپنې د سوداګرۍ په اړه په یوه مهم مکان باندې بدل کړی و. د دې ښار د نوم لومړۍ برخه (سټاک) په سویډني ژبه کې سیستم ته د ور ننوتو په معنی ده، که څه هم ښايي د لرغونې جرمني له یوې کلیمې (سټاک) سره تړاو ولري چې د استحکاماتو معنی ورکوي. د دې ښار د نوم دویمه برخه (هولم) بیا د جزیرې په معنی ده او ګومان کېږي چې د سټاکهولم په مرکز کې د هلګهاندشولمن جزیرې ته اشاره لري. د اریک کرونیکلز خبرو ته په کتو سره ویل کېږي، چې دغه ښار د بیرګر جارل له خوا په دې خاطر جوړ شوی و چې د ۱۱۸۷ ز کال په دوبي کې د مالارن په جهیل کې د کاریلاینانو له خوا د سیګتونا د چور کېدو وروسته د سمندري بریدونو پر وړاندې سویډن خوندي وساتي.[۲۳]

د سټاکهولم د ښار اصلي برخه، نننۍ هغه زوړ ښار (ګاملا سټان) ده چې په مرکزي جزیره کې Helgeandsholmen ته نږدې د ۱۳مې پېړۍ له نیمایي را وروسته جوړ شوی ده. دغه ښار په لومړیو کې د هانسي لیګ د بالټیک سوداګرۍ په پایله کې ښهرت ته ورسېد. سټاکهولم په دغه وخت کې له لوبک، هامبورګ، ګډانسک، ویسبي، ریوال او ریګا سره غښتلې اقتصادي او کلتوري اړیکې درلودي. د ۱۲۹۶ او ۱۴۷۸ ز کلونو تر منځ، د سټاکهولم د ښار شورا له ۲۴ غړو څخه جوړه شوې وه، چې نیمايي غړیي د دې ښار له الماني ژبې ویونکو څخه ټاکل شوي وو. [۲۴]

د همدې ښار ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت سټاکهولم د کالمار ټولنې د ډنمارکي پاچاهانو او د ۱۵مې پېړۍ د ملي خپلواکو خوځښتونو تر منځ په اړیکو کې یو مهم عامل وګرځاوه. د ډنمارک پاچا، دویم کریسټین وکولای شول چې په ۱۵۲۰ ز کال کې دې ښار ته ننوځي. د ۱۵۲۰ ز کال د نومبر په ۸مه نېټه، د سټاکهولم د وینو د حمام په نوم د مخالفو شخصیتونو عامه وژنه رامنځته شوه چې په پایله کې یې پاڅونونو لا زور واخیست او بالاخره د کالمار ټولنې د پاشل کېدو لامل شو. په ۱۵۲۳ ز کال کې واک ته د ګوسټاو واسا په رسېدو او د سلطنتي ځواک په ټینګېدو سره، د سټاکهولم د وګړو شمېر وده وکړه او تر ۱۶۰۰ ز کال پورې ۱۰۰۰۰ کسانو ته ورسېد.

په ۱۷مه پېړۍ کې سویډن د اروپا یو تر ټولو مهم ځواک وګرځېد، چې د سټاکهولم د ښار په پراختیا کې له ورایه ښکاریده. له ۱۶۱۰ کال نه تر ۱۶۸۰ ز کال پورې د دې ښار د وګړو شمېر شپږ ځله زیاتوالی وموند. په ۱۶۳۴ ز کال کې، سټاکهولم د سویډني سترواکۍ رسمي پلازمینه شوه. سوداګریز قوانین رامنځته شول، چې د بهرنیو سوداګرو او نورو سویډني او سکاندیناوي قلمرونو تر منځ په سوداګریزو اړیکو کې یې سټاکهولم ته حتمي انحصار ورکړی و. په ۱۶۹۷ ز کال کې، ټري کرونور (کلا) وسوځېده او ځای یې د سټاکهولم ماڼۍ ونیوه.

د سویډن په ټول تاریخ کې، په سټاکهولم کې دیوالونه د دې په خاطر جوړیدل تر څو له ښار نه د بریدونو پر وړاندې وساتي. دغه دفاعي دیواله له ۱۳مې تر ۱۶مې پېړۍ پورې ساتل کېدل. په ۱۶۲۵ ز کال کې، د سټاکهولم سترې اورلګېدنې د Stadsholmen سویل لویدیځه برخه ویجاړه کړه، هغه جزیره کوم چې د سټاکهولم په مرکز کې پرته ده. د دې ویجاړتیا اندازه دومره وه چې له امله یې د سټاکهلوم دیوالونه را ونړیدل. نن ورځ، د دې ښار دیوالونه نور د ځمکې پر سر نشته. خو بیا هم، د شمالي ښار د دیوالونو ځینې برخې د میډیوال سټاکهلوم په موزیم کې ساتل کېږي. [۲۵]

په ۱۷۱۰ ز کال کې، طاعون اوبا د دې ښار د وګړو ۲۰۰۰۰ کسان (۳۶ سلنه وګړي) ووژل. د شمال د سترې جګړې له پای ته رسېدو نه وروسته، دا ښار په ټپه ودرید. د وګړو شمېر ودرید او اقتصادي وده هم پڅه شوه. د یوه ستر ځواک د پلازمینې په توګه د خپل حیثیت له لاسه ورکولو په خاطر دا ښار په شوک کې و. خو بیا هم، دې ښار د سویډن د سیاسي مرکز به توګه خپل نقش ولوباهو او د درېیم ګوسټاو د واکمنۍ پر مهال یې کلتوري پراختیا ته ادامه ورکړه. [۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Hedelin, Per (1997). Norstedts svenska uttalslexikon. Stockholm: Norstedts. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Folkmängden per månad efter region, ålder och kön. År 2000M01 - 2021M12". SCB. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. https://international.stockholm.se/
  4. "Finansiella sektorn bär frukt — Analys av den finansiella sektorn ur ett svenskt perspektiv" (PDF). Government of Sweden. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Regional GDP per capita in the EU in 20 10 : eight capital regions in the ten first places" (PDF). Eurostat. 2013. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Olshov, Anders (2010). The location of nordic and global headquarters 2010. Malmö: Øresundsinstituttet. د کتاب پاڼې 197. OCLC 706436140. Stockholm is the main centre of headquarters in the Nordic region الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Stockholm School of Economics". www.hhs.se. مؤرشف من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "World University Rankings 2011–12: Europe". TSL Education Ltd. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اگسټ ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . Top 5 non-art museums. Chicago Tribune.
  11. "Who visits Vasa". Vasamuseet. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Stockholm's underground subway art". BBC. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Stockholm's Subway System is the World's Largest Underground Art Museum". Inhabitat. 13 November 2013. مؤرشف من الأصل في ۱۹ جولای ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Magic in the Metro". Businessweek. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Allt fler myndigheter hamnar i Stockholm" (په سونسکا ژبه کي). Riksdag & Departement. 27 April 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Kammarrättens hus" (په سونسکا ژبه کي). National Property Board of Sweden. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Bondeska palatset" (په سونسکا ژبه کي). National Property Board of Sweden. مؤرشف من الأصل في ۰۴ فبروري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Swedish Government Offices — a historical perspective". The Government Offices of Sweden. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "How the Riksdag works". The Riksdag. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Sagerska huset" (په سونسکا ژبه کي). National Property Board of Sweden. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Royal Palace of Stockholm". The Royal Court of Sweden. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Drottningholm Palace". The Royal Court of Sweden. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Carlquist, Erik; Hogg, Peter C.; Österberg, Eva (1 December 2011). The Chronicle of Duke Erik: A Verse Epic from Medieval Sweden. Nordic Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789185509577. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Retrieved from". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Archived copy". مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  26. Stockholm: A Cultural History Archived 19 August 2020 at the Wayback Machine.. Tony Griffiths (2009). Oxford University Press the US. p.9. کينډۍ:ISBN