سارلينډ
په نوم د | |
---|---|
پلازمېنه | |
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي مالومات | |
---|---|
وګړو شمېر | |
پکي شاملې اداري سیمې | لړۍ...
Merzig-Wadern (en) — Neunkirchen (en) — Regionalverband Saarbrücken (en) — Saarlouis (en) — Saarpfalz-Kreis (en) — St. Wendel (en) |
د حکومت مشر | |
غړی د | |
اداري سیمه |
جرمني (۱۹۹۰ – ) |
هېواد | |
ځایناستی د |
د ځای کچه |
---|
وېبپاڼه |
saarland.de (جرمني ژبه، فرانسوي ژبه) |
---|---|
کورډينېشن |
سارلينډ (الماني: Saarland) د آلمان یو ايالت دی.[۷] دغه ايالت د آلمان په سهيل لويديځ لوري کې پروت دی او دآلمان د راينلاند فالتز له ايالت او د لوکزامبورګ او فرانسې له هيوادونو سره ګډې پولې لری. له فرانسې سره نژدې والي د زارلند تأريخ ډير تر اغيز لاندې راوستی دی.
معلوما ت
[سمول]- نفوس: ۱،۰۴ مليونه
- مساحت: ۲.۵۶۸ کيلومتر مکعب
- پلازمينه: زاربوکين
- د تأسيس نيټه: ۱.۱.۱۹۵۷
پېښليک
[سمول]زارلند لا ډير ځوان ايالت دئ. په ۱۹۲۰ زيږديز کال د فرسيلار د تړون له پايلو سره سم د زار خاوره د لومړي ځل لپاره د يوه سياسی يووالي په توگه (په ژنيوکې) د پرگنود يووالي تر نظر لاندې راوستل شوه.
په ۱۹۳۵ کال ددې ځای اوسيدونکود پرگنيزو رأيو اخيستنو له لارې د آلمان له هيواد سره د يو ځای کيدو پريکړه وکړه. له دوهمې نړيوالې جگړې وروسته تر ۱۹۴۹ زيږديز کاله پورې د فرانسې تر ساتنې لاندې (تحت الحمايه) وو چې حتی خپل د فوټبال ملی ټيم او خپل داليمپيا ملی ټيم يي درلود. بيا په ۱۹۵۷ زيږديز کال زارلند د لسم ايالت په توگه د آلمان له فدرالي جمهوريت سره يوځای کيږی.
د کانونو او اوسپنې صنعت
[سمول]د سکرو کندې، د اوسپنو فابريکې، لوگی خپروونکی دودکشونه، له ايرو او لوگيو ډکه هوا. د اويايمو کلونو ترپايه د نوينکيرشين او فولکلينگين په شاوخوا صنعتی سيمو کې دکور ميرمنو جرأت نه کاوه چې مينځلي کالي د باندې په تنابونو وځړوی. لوگيو هرڅه تورول. په زارلند کې په ښو وختونو کې ۵۰۰۰۰ تنو په کانونو کې کار کاوه، اوس يواځې ۴۰۰۰ تنه په دغه کار لگيا دی. له مخکينيو دوولسو کانونو څخه تر اوسه يواځې د اينسدورف کان پاتې دئ. دلته هم د ۲۰۰۸ زيږديز کال د فبرورۍ د مياشتې د سختې زلزلې له امله چې د سکرو د رايستلو په وخت کې پيښه شوه دم گړۍ راايستنه نه کيږی.
داقتصاد اهمې څانگې
[سمول]زارلند سُتره کيږی، دودکشونه نور لوگي نه باسی ـ د فولکلينگين او نوينکيرشين د اوسپنو له هټيو نه ورو ورو صنعتی يادگارونه او د هنری نندارتونونو او کلتوری غونډو لپاره مرکزونه جوړيږی. د اتيايمو کلونو په پای کې زارلند يو بل نوی والی هم راوست. د ماکس پلانک او فراونهوفر د ټولنې نوميالي څيړنيز انستيتوتونه دلته ځای نيسی. ترټولو وړاندې د کمپیوټر، سافت وير(کمپيوټری پروگرامونه) او هنری استعداد.
سرچينې
[سمول]- ↑ سرچينې تړی: http://www.saarlandbilder.net/orte/nohfelden/dollberge.html.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.fr.de/politik/gross-saarland-11053775.html.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ "Das Saarland in Kürze". ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۰. بياځلي په ۲۷ مارچ ۲۰۲۲.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ سرچينې تړی: http://www.saarland.de/6772.htm.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.zps-online.de/verbandsdaten/. Retrieved: ۱۲ جنوري ۲۰۲۱.
- ↑ ArchINFORM location ID: 2901. ذکر کېدنه: آرک انفارم. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4330754,00.html
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: dates
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P36 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P610 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1082 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P150 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1313 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1365 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242
- د المان ايالتونه
- المان
- نخشه لرونکي مخونه