Jump to content

د کابل کندهار لویه لار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کابل-کندهار لويه لاره
د افغان پاچا تيمورشاه د تګ راتګ لاره
د سړک معلومات
پيل او پاي :۱۶ December ۲۰۰۲ (۲۰۰۲-12-۱۶)[۱] – December ۲۰۰۳ (۲۰۰۳-12)[۲]
د اکتوبر په ١٠مه د کابل او کندهار لویه لاره د افغانستان په سويلي ولايت زابل کې
د کابل او کندهار لویه لاره د افغانستان په ميدان وردګ ولايت کې

د کابل–کندهار لويه لاره يوه ۴۸۳ کيلومتره لاره ده، چي د افغانستان دوه تر ټولو لوی ښارونه کابل او کندهار د ميدان ښار، سيداباد، غزني، او قلات له لارې د يو بل سره نښلوي. دا لویه لار د افغانستان د ملي تجارتي سیسټم یوه مهمه برخه ده یا رينګ روډ دي. د کابل او کندهار تر منځ غزيدلې دا لویه لاره هيڅ د هيڅ لويو غرونو څخه نه تيريږي. د افغانستان شاوخوا ٣۵ سلنه وګړي د کابل او کندهار تر منځ ددي لويي لارې په ۵۰ کیلومتري کې ژوند کوي.

يادونه

[سمول]
د کابل-کندهار لويه لاره په ٢٠٠٣م کال کې تر جوړېدو وروسته

د کابل-کندهار لويه لاره د دوو لسیزو جګړو او غفلت له کبله په ډير بد حالت کې وه. د لسیزو جنګ او غفلت وروسته امریکا ددي لارې د ٣٨٩ کیلو متره سړک ترمیمولو او بیارغونه پيل کړه، په داسې حال کې چې جاپان د سړک د ۵۰ کيلومتره جوړولو مرسته وکړه، يادونه دي وي چي د لارې ۳۴ کیلوميتره برخه د کار وړ وه. خو په هر صورت پروژه دلويس بيرګير ګروپ ته وسپارل سو، چي پکښي ترکي او هندي انجينرانو ګډون درلود. د دې مرحلې یو پړاو د ٢٠٠٣م کال د ډسمبر په میاشت کې بشپړ سو او لویه لاره ترافيکو د ښاغلي حامد کرزي په امر د ترافیکو پر مخ پرانستل سوه.[۳] د کندهار څخه تر کابل پورې سفر عموما ١٢-١٣ ساعته وخت نيوي، مګر له دې چې د بیارغونې کارونه ترسره سول سفر نږدې ۶ ساعتو ته راکم سوي.

سرچینې

[سمول]
  1. ريلاف. اينټر (١۶ ډيسمبر ٢٠٠٢). "د کندهار کابل پر لاره کار پيل سو".
  2. ريسپيرين.ډاټ کام (ډېسمبر ٢٠٠٣). "د کندهار کابل پر لوېه لاره کار پای ته ورسيد". Archived from the original on 2018-08-26. نه اخيستل شوی 2018-03-01. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help)
  3. USAID Press Release: Afghans Celebrate Phase I Completion of Kabul to Kandahar Highway Archived 2011-10-20 at the Wayback Machine.