Jump to content

د متحده ایالاتو په کانګرس ماڼۍ د ۲۰۲۱ ز کال برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د متحده ایالاتو په کانګرس ماڼۍ د ۲۰۲۱ ز کال برید
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۶ جنوري ۲۰۲۱ (۲۰۲۱) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مرګ ژوبله
ژوبلې
۵۰[۸][۹] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
بريدګر
۲٬۰۰۰[۱۰] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
موخه
ځای
اداري سیمه
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
لامل
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۸°۵۳′۲۳″شمال ۷۷°۰۰′۳۳″لويديځ / 38.8897°شمال 77.0092°لويديځ / 38.8897; -77.0092 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶ مه نېټه، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۰۰- ۲۵۰۰ پلویانو څخه جوړې یوې ډلې په واشنګټن ډي سي د کانګرس په ماڼۍ برید وکړ. دوی د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه له ماتې وروسته سره راغونډ شوي و څو د کانګرس هغه ګډه غونډه ګډوډه کړي چې د الکترال رایو د شمېرنې په موخه جوړه شوې وه او د ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن بریا ته یې رسمیت بخښه. د کانګرس ماڼۍ ټولې برخې وتړل شوې او قانون جوړونکي او کارکوونکي ترې وویستل شول؛ ځکه بغاوت کوونکو په قانون پلي کوونکو افسرانو برید وکړ، وسایلو ته یې زیان واړاوه او ماڼۍ یې د څو ساعتونو لپاره ونیوله. پنځه تنه له دغې پېښې لږ وړاندې، یا د پېښې پر مهال او یا هم وروسته له هغې ووژل شول: یو د کانګرس ماڼۍ د پولیسو په ډزو ووژل شو، یو بل له کچې زیاتو مخدره موادو د کارولو له امله ومړ او نور درې په خپل طبیعي مرګ مړه شول. د ۱۸۳ پولیس افسرانو په ګډون ګڼ شمېر کسان ټپیان شول. څلور هغه افسران چې له دغه برید سره یې غبرګون ښوولی وو په اوو میاشتو کې د ننه یې ځان وژنه وکړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ټرامپ په زرګونو تنه پلویان چې د هغه له خوا د اقدام کولو په موخه راغوښتل شوي د جنوري په ۵ مه او ۶ مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې راغونډ شول څو د هغه له غلطې ادعا چې د ۲۰۲۰ ز کال ټاکنې «د جسارت ورکړل شویو کیڼ اړخو- راډیکال دیموکراتانو له خوا غلا شوې» ملاتړ وکړي او د ولسمشر له مرستیال مایک پنس او کانګرس څخه وغواړي د بایډن بریا رد کړي. د جنوري د ۶ مې نېټې له غرمې وروسته په ایلپس پارک کې د «امریکا وژغورۍ» لاریون پر مهال ټرمپ د ټاکنیزو سرغړونو اړوند خپلې ناسمې ادعاوې تکرار کولی او څرګنده یې کړه، «که چېرې تاسو د دوزخ غوندې مبارزه وه نه کړۍ، تاسو به نور هېواد وه نه لرۍ». د هغه د وینا پر مهال او له وینا وروسته د دغه لاریون زرګونه ګډون کوونکي د کانګرس د ماڼۍ پر لور وخوځېدل او د پولیسو له سلګونو موانعو تېر شول، دا هغه مهال و چې کانګرس د الکترال رایو شمېر پیل کاوه. له ۲۰۰۰ زیات کسان ماڼۍ ته دننه شول، هغه یې ونیوله، وسایل یې خراب کړل، چور یې وکړ او د ماڼۍ په پولیسو او خبریالانو یې برید وکړ او هڅه یې وکړه چې قانون جوړونکو ته ورسېږي څو هغوی ته زیان ورسوي. د اعدام کولو لرګي یې ودرول او وروسته له هغه چې د ټرمپ او نورو هغه درواغ ادعا رد شوه چې د ولسمشر مرستیال کولای شي د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي، لاریون کوونکو د «مایک پنس اعدام کړۍ» شعار ورکول پیل کړل. یو شمېر نورو د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي او نورو کانګرس غړو دفترونه خراب او چور کړل. د ماڼۍ د امنیت له ماتېدو وروسته، د ماڼۍ پولیسو د ودانۍ د ننه چارواکي وویستل او د کانګرس دواړې خونې او د کانګرس د ټولګې ګڼ شمېر ودانۍ یې وتړلې. یاغیانو د سنا تشه خونه ونیوله په داسې حال کې چې قانون پلي کوونکو افسرانو د کانګرس له تخلیه شوي پوړ څخه ساتنه کوله. د د یموکراتانو د ملي کمېټې او د جمهوري غوښتنونکو د ملي کمېټې په مرکزونو کې لوله يي بمونه وموندل شول او ماڼۍ ته څېرمه په یوه موټر کوکټیل مولتف بمونه ونیول شول. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

ټرامپ د یاغیانو د ځپلو په موخه د ملي ګارد د لېږلو پر وړاندې مقاومت وکړ. د همدغې ورځې له غرمې وروسته ناوخته، هغه په خپل ویډیويي ټویټري پیغام کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې ټاکنې له «درغلیو ډکې» وې، خو له خپلو ملاتړ کوونکو یې وغوښتل چې په «آرامۍ سره خپلو کورونو ته لاړ شي». تر ماښام پورې ماڼۍ له یاغیانو تشه شوه او د الکټرال رایو شمېر بېرته پیل شو او د جنوري د ۷ مې نېټې تر سهاره دغه شمېرنه پای ته ورسېد. پنس ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن او د هغه ټاکل شوې مرستیاله کاملا هریس بریالي اعلان کړل. په ټرامپ باندې د هغه د ادارې د فشارونو، لرې کولو له ګواښ او ګڼ شمېر استعفاوو وروسته، هغه په یوه تلویزیوني وینا کې د واک د منظم لېږد ژمنه وکړه.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

له دغه بغاوت یوه اونۍ وروسته، د کانګرس د استازو جرګې ټرمپ د دغه بغاوت د تحریک له امله استیضاح کړ، چې هغه د امریکا لومړنی ولسمشر شو چې دوه ځلې استیضاح کېږي. په فبروري میاشت کې له واک څخه د ټرمپ له ګوښه کېدو وروسته، سنا جرګې د هغه د محکومیت اړوند ۵۷-۴۳ رایې ورکړې؛ له دې امله چې دغه اکثریت ۲ پر ۳ رایو ته چې ۶۷ رایې کېږي اړتیا لرله، هغه د دویم ځل لپاره هم برائت ترلاسه کړ. د استازو جرګې د دغه برید په اړه د څېړنو په موخه د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې د څېړنو له موډل څخه په ګټنه د دوه ګوندي خپلواک کمیسیون د جوړولو لایحه تصویب کړه، خو په سنا کې جمهوري غوښتونکو د دغې لایحې مخه ونیوله، له دې امله دغې جرګې د اوو دیموکراتانو او دوه جمهوري غوښتونکو په ګډون یوه انتخابي کمېټه رامنځته کړه چې په دې اړه څېړنې وکړي.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

د Oath Keepers، Proud Boys او Three Percenters (درې واړه په امریکا کې دولت ضد ډلې دي) ډلو په ګډون د دولت ضد ډلو ۳۰ غړي په کانګرس ماڼۍ باندې د برید په طرح کولو او توطئې تورن شول؛ د Oath Keepers ډلې ۱۰ تنه د شر جوړونکې توطئې په طرح کولو تورن شول. په داسې حال چې په دغه برید کې په جنایاتو باندې تورن ډېری کسان هېڅ ښي اړخو افراطي او سخت دریځو ډلو سره پېژندل شوې اړیکه نه لرله. د ۲۰۲۲ ز کال په جنوري میاشت کې لږ تر لږه ۵۷ هغه کسان چې د دغې ورځې په پېښو کې یې لاس درلود دولتي څوکیو ته نوماند وو.

مخینه

[سمول]

د ولسمشریزو ټاکنو د باطل کولو هڅې

[سمول]

د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې دیموکرات جوبایډن خپل جمهوري غوښتونکي سیال او په واک کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړه. ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکو هڅه وکړه چې د پراخو درغلیو په ناسمې ادعا سره دغه ټاکنې باطلې کړي.[۵۷][۵۸]

د رایو ورکولو له بهیر څو ساعته وروسته، په داسې حال کې چې لا رایې جدول کېدلې، ټرمپ خپله بریا اعلان کړه او د لا زیاتې شمېرنې د درولو غوښتنه یې وکړه. هغه له قانوني او قانون پورته لارو چارو څخه په کار اخیستنه هڅه وکړه څو ټاکنې ګډوډې کړي. له ټاکنو ۱۰ ورځې وروسته د ټرمپ وکیلان دې پایلې ته ورسېدل چې د ټاکنو د پایلو په اړه قانوني اعتراضات هېڅ واقعي بنسټ او یا هم قانوني وړتیا نه لري. د دغو تحلیلونو سربېره، هغه سترې محکمې ته د دوو دوسیو د لېږلو په ګډون د لږ تر لږه ۶۰ دعواو په کولو؛ د ټاکنو د پایلو د باطل کولو په لټه کې و. د هغه دغه چارې بایډن ته د ټاکنیزو تصدیق پاڼو د لغو کولو او هغه ته د ورکړل شویو رایو د باطل کولو په موخه وې. ټول دغه اعتراضات د محکمې له خوا د شواهدو او یا هم قانوني بنسټ د نه لرلو له امله رد شول.[۵۹][۶۰]

وروسته ټرمپ هڅه وکړه چې په جمهوري غوښتونکو والیانو، د ایالتونو په بهرنیو چارو وزیرانو او ایالتي قانون جوړونکو باندې د فشار راوړو له مخې د بایډن د ټاکونکو وګړو لیست د ټرمپ د ټاکونکو وګړو له لیست سره بدل کړي او د درغلیو د شواهدو په رامنځته کولو د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي. هغه همدارنګه له قانون جوړونکو غوښتل چې ښکاره ټاکنیزې بې نظمۍ لکه د پستي رایو په پاڼو کې د لاسلیکونو یو ډول والی، پخوانیو تحلیلي څېړنو ته په نه پام بیا وڅېړي. ټرمپ همدارنګه شخصي څېړنه ترسره کړه څو د نظامي حکومت په اعلانولو سره ټاکنې «له سره ترسره» او یا هم باطلې کړي؛ همدارنګه یو ځانګړی مفتش وټاکي چې د فدرال او ایالتي چارواکو د پایلو سربېره په ټاکنو کې د درغلیو موارد ومومي چې دغه ډول چارې ډېرې منزوي وې او یا یې هم هېڅ شتون نه درلود. بالاخره ټرمپ هېڅ یو دغه کار ونکړ. ټرمپ په تکرار سره د ولسمشر له مرستیال مایک پنس څخه وغوښتل څو پایلو ته بدلون ورکړي او د بایډن د لوړې کولو مخه ونیسي. دغه ډول چارې د اساسي قانون له مخې نه د ولسمشر د مرستیال پنس او نه هم د سنا د مشر په واک کې وې. ټرمپ خپله دغه غوښتنه د جنوري د ۶ مې نېټې د سهار په لاریون کې هم تکرار کړه.[۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]

سرچینې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://www.politifact.com/article/2021/jan/06/coup-heres-some-history-and-context-help-you-decid/.
  2. سرچينې تړی: https://thehill.com/homenews/house/532944-gop-lawmaker-on-violence-at-capitol-this-is-a-coup-attempt.
  3. سرچينې تړی: https://www.theatlantic.com/ideas/archive/2021/01/attempted-coup/617570/.
  4. "After Chaos, Insurrection And Death, Pro-Trump Rioters Defy D.C. Curfew". NPR. ۶ جنوري ۲۰۲۱.
  5. Associated Press (۶ جنوري ۲۰۲۱). "4 died as Trump supporters invaded Capitol". Archived from the original on 7 January 2021.{{cite web}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  6. "Four dead after pro-Trump rioters storm Capitol in violent attempt to stop confirmation of Biden's win". CNBC. ۷ جنوري ۲۰۲۱.
  7. سرچينې تړی: https://www.pscp.tv/w/1eaJbnebnWqJX.
  8. سرچينې تړی: https://www.reuters.com/article/us-usa-election-arrests/four-deaths-52-arrests-made-after-trump-supporters-storm-u-s-capitol-idUSKBN29C0GG. Archive URL: https://web.archive.org/web/20210109151718/https://www.reuters.com/article/us-usa-election-arrests/four-deaths-52-arrests-made-after-trump-supporters-storm-u-s-capitol-idUSKBN29C0GG. Archive date: ۹ جنوري ۲۰۲۱.
  9. سرچينې تړی: https://www.cnn.com/2021/01/07/politics/capitol-police-reaction-details/index.html.
  10. سرچينې تړی: https://www.washingtonpost.com/politics/trump-rioters-incite/2021/01/06/0acfc778-5035-11eb-bda4-615aaefd0555_story.html. Archive URL: https://web.archive.org/web/20210109151645/https://www.washingtonpost.com/politics/trump-rioters-incite/2021/01/06/0acfc778-5035-11eb-bda4-615aaefd0555_story.html. Archive date: ۹ جنوري ۲۰۲۱.
  11. سرچينې تړی: https://www.cnbc.com/2021/01/07/four-dead-after-pro-trump-rioters-storm-capitol.html. Archive URL: https://web.archive.org/web/20210109151639/https://www.cnbc.com/2021/01/07/four-dead-after-pro-trump-rioters-storm-capitol.html. Archive date: ۹ جنوري ۲۰۲۱.
  12. The Editorial Board (2021-10-02). "Jan. 6 Was Worse Than We Knew". The New York Times. Archived from the original on 2021-10-02. نه اخيستل شوی 2022-01-28.
  13. Lucas, Ryan (2022-01-06). "Where the Jan. 6 insurrection investigation stands, one year later". NPR (په انګليسي). Archived from the original on 2022-01-06. نه اخيستل شوی 2022-01-07.
  14. Lozada, Carlos (October 8, 2021). "Adam Schiff points to a second insurrection — by members of Congress themselves - In his memoir ["Midnight In Washington: How We Almost Lost Our Democracy and Still Could"], the House Intelligence Committee chair argues America barely passed Trump's "stress test" of American democracy". The Washington Post (Book review). Archived from the original on October 8, 2021. نه اخيستل شوی October 9, 2021.
  15. Reeves, Jay; Mascaro, Lisa; Woodward, Calvin (January 11, 2021). "Capitol assault a more sinister attack than first appeared". Associated Press. Archived from the original on January 12, 2021. نه اخيستل شوی January 12, 2021.
  16. Mascaro, Lisa; Tucker, Eric; Jalonick, Mary Clare; Taylor, Andrew (January 7, 2021). "Pro-Trump mob storms US Capitol in bid to overturn election". Associated Press. Archived from the original on 2021-01-07. نه اخيستل شوی July 3, 2021.
  17. "Vandalized":
  18. Massimo, Nick (April 19, 2021). "Medical examiner: Capitol Police officer Sicknick died of stroke; death ruled 'natural'". WTOP. Associated Press. نه اخيستل شوی May 16, 2021.
  19. Evelyn, Kenya (January 9, 2021). "Capitol attack: the five people who died". The Guardian.
  20. "Four officers who responded to U.S. Capitol attack have died by suicide". Reuters. August 2, 2021. نه اخيستل شوی August 3, 2021.
  21. Barry, Dan; Frenkel, Sheera (January 7, 2021). "'Be There. Will Be Wild!': Trump All but Circled the Date". The New York Times. Archived from the original on 2021-12-28. نه اخيستل شوی January 9, 2021.
  22. Snodgrass, Erin (October 7, 2021). "A timeline of Donald Trump's efforts to overturn the 2020 election". Business Insider. نه اخيستل شوی October 8, 2021.
  23. Naylor, Brian (February 10, 2021). "Read Trump's Jan. 6 Speech, A Key Part Of Impeachment Trial" (په انګليسي). NPR. نه اخيستل شوی July 23, 2021.
  24. Doig, Steve (January 8, 2021). "It is difficult, if not impossible, to estimate the size of the crowd that stormed Capitol Hill". The Conversation. Archived from the original on January 10, 2021. نه اخيستل شوی January 10, 2021.
  25. Higgins, Andrew (January 10, 2021). "The Art of the Lie? The Bigger the Better – Lying as a political tool is hardly new. But a readiness, even enthusiasm, to be deceived has become a driving force in politics around the world, most recently in the United States". The New York Times. Archived from the original on 2021-12-28. نه اخيستل شوی January 10, 2021.
  26. Rutenberg, Jim; Becker, Jo; Lipton, Eric; Haberman, Maggie; Martin, Jonathan; Rosenberg, Matthew; Schmidt, Michael S. (February 1, 2021). "77 Days: Trump's Campaign to Subvert the Election". The New York Times. Archived from the original on 2021-12-28. Trump's ... effort to reverse his loss turned into ... an extralegal campaign to subvert the election, rooted in a lie so convincing to some of his most devoted followers that it made the deadly January 6 assault on the Capitol almost inevitable ... With each passing day the lie grew, finally managing to do what the political process and the courts would not: upend the peaceful transfer of power that for 224 years had been the bedrock of American democracy.
  27. Multiple sources:
  28. Video "How the Proud Boys led the assault – and who was in the pro-Trump mob", in: Zurcher, Anthony (February 13, 2021). "Trump impeachment trial: What verdict means for Trump, Biden and America". BBC news. نه اخيستل شوی February 17, 2021.
  29. Multiple sources:
  30. Woodward, Calvin (January 13, 2021). "AP FACT CHECK: Trump's call to action distorted in debate". Associated Press. نه اخيستل شوی February 5, 2021.
  31. "Trump's 1/6/2021 Speech". January 6, 2021. Archived from the original on January 15, 2021. نه اخيستل شوی January 13, 2021 – via rev.com.
  32. Jacobo, Julia (January 7, 2021). "This is what Trump told supporters before many stormed Capitol Hill". ABC news. نه اخيستل شوی January 10, 2021. We have come to demand that Congress do the right thing and only count the electors who have been lawfully slated. Lawfully slated. I know that everyone here will soon be marching over to the Capitol building to peacefully and patriotically make your voices heard. Today, we will see whether Republicans stand strong for integrity of our elections. But whether or not they stand strong for our country, our country. Our country has been under siege for a long time. Far longer than this four year period.
  33. Mendoza, Martha; Linderman, Juliet; Long, Colleen; Burke, Garance (March 5, 2021). "Officers maced, trampled: Docs expose depth of Jan. 6 chaos". Associated Press. نه اخيستل شوی April 23, 2021.
  34. Mogelson, Luke. "Among the Insurrectionists". The New Yorker. No. January 15, 2021. Archived from the original on January 18, 2021. نه اخيستل شوی January 19, 2021.
  35. Bennet, Dalton; Brown, Emma; Cahlan, Sarah; Sohuyn Lee, Joyce; Kelly, Meg; Samuels, Elyse; Swaine, Jon (January 16, 2021). "41 minutes of fear: A video timeline from inside the Capitol siege". The Washington Post. نه اخيستل شوی January 20, 2021.
  36. Barrett, Ted; Raju, Manu; Nickeas, Peter (January 6, 2021). "Pro-Trump mob storms US Capitol as armed standoff takes place outside House chamber". CNN. Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 6, 2021.
  37. Multiple sources:
  38. Jalonick, Mary Clare; Mascaro, Lisa (May 28, 2021). "GOP blocks Capitol riot probe, displaying loyalty to Trump". Associated Press. نه اخيستل شوی June 2, 2021.
  39. Evon, Dan (January 9, 2021). "Was 'Hang Mike Pence' Chanted at Capitol Riot?". Snopes. نه اخيستل شوی January 19, 2021.
  40. Multiple sources:
  41. "Watch Live: Protesters Swarm US Capitol Steps as Congress Counts Electoral Votes". NBC4 Washington. January 6, 2021. Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 6, 2021.
  42. Macias, Amanda; Mangan, Dan (January 6, 2021). "U.S. Capitol secured hours after pro-Trump rioters invade Congress". CNBC. Archived from the original on January 7, 2021. نه اخيستل شوی January 7, 2021.
  43. McEvoy, Jemima (January 6, 2021). "DC Protests Live Coverage: Entire Capitol Now On Lockdown As Protesters Enter The Building". Forbes. Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 6, 2021.
  44. Higgins, Tucker (January 6, 2021). "DC protests: FBI says 2 suspicious devices were rendered safe". CNBC Politics.
  45. Benner, Katie (January 6, 2021). "Pipe Bomb Found and Destroyed at R.N.C.; D.N.C. Is Evacuated". The New York Times. Archived from the original on 2021-01-06.
  46. Collins, Kaitlan; Cohen, Zachary; Starr, Barbara; Hansler, Jennifer (January 6, 2021). "Pence took lead as Trump initially resisted sending National Guard to Capitol". CNN. نه اخيستل شوی January 11, 2021.
  47. Zilbermints, Regina (January 6, 2021). "Trump tells rioters 'go home,' repeats claims that election 'fraudulent'". The Hill. Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 6, 2021.
  48. Durkee, Alison (January 6, 2021). "Trump Justifies Supporters Storming Capitol: 'These Are The Things And Events That Happen'". Forbes. Archived from the original on January 7, 2021. نه اخيستل شوی January 7, 2021.
  49. "Planning and Execution Timeline for the National Guard's Involvement in the January 6, 2021, Violent Attack at the U.S. Capitol" (PDF). United States Department of Defense. January 11, 2021. Archived (PDF) from the original on January 11, 2021. نه اخيستل شوی August 13, 2021.
  50. Liptak, Kevin; Stracqualursi, Veronica; Malloy, Allie (January 7, 2021). "Isolated Trump reluctantly pledges 'orderly' transition after inciting mob". CNN. Archived from the original on January 7, 2021.
  51. Fordham, Evie (January 7, 2021). "Trump promises 'orderly transition' on Jan. 20 after Electoral College results certified". Fox News. Archived from the original on January 8, 2021. نه اخيستل شوی January 7, 2021.
  52. Fandos, Nicholas (January 13, 2021). "The House impeaches Trump for 'incitement of insurrection,' setting up a Senate trial". The New York Times. Archived from the original on 2021-12-28. نه اخيستل شوی January 14, 2021.
  53. Montanaro, Domenico (February 13, 2021). "Senate Acquits Trump In Impeachment Trial — Again". NPR. نه اخيستل شوی August 27, 2021.
  54. "Pelosi announces independent 9/11-style commission on deadly Capitol riot". CNBC. نه اخيستل شوی February 15, 2021.
  55. "House votes to create select committee to investigate January 6 insurrection". CNN. June 30, 2021. نه اخيستل شوی July 3, 2021.
  56. Sprunt, Barbara (July 27, 2021). "Here Are The 9 Lawmakers Investigating The Jan. 6 Capitol Attack". NPR (په انګليسي). نه اخيستل شوی November 9, 2021.
  57. Multiple sources:
  58. Multiple sources:
  59. Burns, Alexander; Martin, Jonathan (November 4, 2021). "As America Awaits a Winner, Trump Falsely Claims He Prevailed". The New York Times. نه اخيستل شوی August 9, 2021.
  60. Rutenberg, Jim; Becker, Jo; Lipton, Eric; Haberman, Maggie; Martin, Jonathan; Rosenberg, Matthew; Schmidt, Michael S. (February 1, 2021). "77 Days: Trump's Campaign to Subvert the Election". The New York Times. Archived from the original on 2021-12-28. Trump's ... effort to reverse his loss turned into ... an extralegal campaign to subvert the election, rooted in a lie so convincing to some of his most devoted followers that it made the deadly January 6 assault on the Capitol almost inevitable ... With each passing day the lie grew, finally managing to do what the political process and the courts would not: upend the peaceful transfer of power that for 224 years had been the bedrock of American democracy.
  61. Finkelstein, Claire O.; Painter, Richard (December 22, 2020). "Invoking Martial Law to Reverse the 2020 Election Could be Criminal Sedition". Just Security.
  62. Nickeas, Peter (January 6, 2021). "Pro-Trump supporters have flooded DC to protest president's election loss". CNN. Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 6, 2021.
  63. Multiple sources:
  64. Multiple sources:
  65. Staff (October 31, 2021). "Before, During and After THE ATTACK - The Jan. 6 siege of the U.S. Capitol was neither a spontaneous act nor an isolated event". The Washington Post. نه اخيستل شوی November 1, 2021.