جېفرسن ډېویس
په نوم د | |
---|---|
زېږونځای | |
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
ګوند | |
دنده | |
بلننوم |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
مهمې پېښې | |
---|---|
جګړه |
جایزې |
|
---|
جېفرسن فاینس ډېویس (زوکړه: د ۱۸۰۸ ز کال جون ۳مه – مړینه: د ۱۸۸۹ ز کال ډېسمبر ۶مه) یو امریکایی سیاستوال و چې له ۱۸۶۱ ز کال څخه تر ۱۸۶۵ ز کال پورې یې د امریکا کنفدراسیوني ایالتونو د اجرائیوي رئیس په توګه دنده تر سره کړه. د امریکې له کورنۍ جګړې نه مخکې یې د ډیموکراټ ګوند لخوا د امريکې په سنا مجلس او استازو په مجلس کې د مسيسيپي ایالت لپاره استازیتوب کړی. له هغه وړاندې یې د جمهور رئیس فرانکلېن پییَرس په دوره کې د جګړې وزیر په توګه کار کاوه.
ډېویس د کېنټاکي په فېیرویُو کې زیږېدلی و او د یوه بزګر تر ټولو کوچنی ماشوم و. هغه د مسیسیپي په وېلکېنسن ولسوالۍ کې لوی شو او په لويزیانا کې یې هم ژوند کړی. د هغه مشر ورور جوزف اېموري ډېویس د متحده ایالاتو نظامي اکاډمۍ کې د کوچني ډېویس ګمارنه ترسره کړه. له فراغت نه وروسته جېفرسن ډېویس شپږ کاله د متحده ایالاتو په پوځ کې د ډګرمن په توګه پاتې شو. هغه د مکسیکو او امریکا جګړه (۱۸۴۶-۱۸۴۸ز کلونو) کې د داوطلبې قطعې د ډګروال په توګه دنده ترسره کړه. هغه د امریکې کورنۍ جګړې څخه د مخه په مسیسیپي کې د پختې لوی کښت چلاوه چې د هغه ورور جوزف هغه ته ورکړی و او ۱۱۳ غلامان یې درلودل. که څه هم ډېویس په ۱۸۵۸ ز کال کې د جلا کېدو پر وړاندې مخالفت وښود مګر هغه په دې باور و چې دولتونه د اتحادیې پرېښودو مسلم حق لري.[۱۳][۱۴]
ډېویس په ۱۸۳۵ز کال کې چې ۲۷ کاله عمر یې درلود د یوه جنرال او راتلونکي ولسمشر زکري ټېلر لور سارا ناکس ټېلر سره واده وکړ. دوی دواړه ډېر ژر په ملاریا اخته شول او سارا له واده څخه درې میاشتې وروسته ومړه. ډېویس ورو ورو روغ شو او د خپل ژوند په اوږدو کې یې د ناروغۍ له دوامداره رنځونو څخه ځورېده. ډېویس په ۳۶ کلنۍ بیا له ۱۸ کلنې ورینا هوېل سره واده وکړ چې په مسیسیپي کې د نیچز سیمې اصلي اوسیدونکې وه او په فېلادلفیا کې یې زده کړې وې او په شمال کې یې ځینې خپلوان درلودل. دوی شپږ ماشومان درلودل چې یوازې دوه یې ژوندي پاتې شول او د هغوی له منځه یوه واده وکړ او د ماشومانو څښتن و.[۱۵]
ډېری تاریخ پوهان د ایالتونو د کنفدراسیون ځینې کمزورتیاوې د ډېویس کمزوره رهبرۍ پورې تړلې بولي. په جزیاتو کې د هغه بوختیا، د مسئولیتونو په اړه بې غوري، د خلکو نه را جذبول، د ایالتونو له ځواکمنو والیانو او جنرالانو سره دښمني، د پخوانیو ملګرو پر وړاندې بده رویه، له خپلو مخالفینو سره د ښو اړیکو نه ساتل، د نظامي چارو په خاطر په ملکي چارو کې بې غوري او د عامه افکارو پر وړاندې درېدل دا ټول د هغه پر وړاندې پایلې درلودې. تاریخ پوهان دا مني چې هغه په اتحادیه کې د خپل سیال ولسمشر ابراهام لېنکن په پرتله خورا لږ اغېزمن جنګي مشر و. وروسته له هغه چې ډېویس په ۱۸۶۵ ز کال کې په خیانت تورن شو او ونیول شو، هغه د وېرجینیا ایالت د هېمپټن ښار په فورټ مونرو کې بندي شو. هغه هېڅکله هم محاکمه نه شو او دوه کاله وروسته خوشی شو. ډېویس له جګړې وروسته بې له دې چې کوم سپکاوی ور ته وشي د پخوانۍ تړونولۍ په پار د خپل مشر جنرال رابرټ اډوارډ لي لخوا بل ځای ته تبدیل شو. ډېویس د کنفدراسیوني حکومت عروج او زوال په نوم یوه تاریخچه لیکلې چې په ۱۸۸۱ز کال کې بشپړه شوه. د ۱۸۸۰ یمې زېږدیزې لسیزې په وروستیو کې هغه د پخلاینې هڅې پیل کړې، سویلي خلکو ته یې وویل چې اتحادیې ته وفادار واوسي. پخوانیو تړونوالو په جګړه کې د هغه د رول ستاینه وکړه او هغه یې د سویلي هېوادپال په توګه پېژنده. هغه د بیارغونې له دورې وروسته په سوېل کې د کنفدراسیون له لاسه وتلي لامل اتل شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د ژوند لومړني وختونه
[سمول]زېږون او د کورنۍ شالید یې
[سمول]جېفرسن فاینِس ډېویس د ۱۸۰۸ ز کال د جون په دریمه د کېنټاکي په فېیرویُو کې د کورنۍ په پلرني استوګنځي کې زیږیدلی. هغه کله کله د خپل زیږون کال ۱۸۰۷ هم ښوودلی. هغه خپل منځنی نوم د ژوند په وروستيو کې پرېښود خو بیا هم کله نا کله به یې په اختصاري ډول کاراوه. ډېویس له جین (نی کوک) او سموییل اېموري ډېویس څخه زیږېدلی او د لسو ماشومانو په منځ کې تر ټولو کوچنی و. د هغه مشر ورور جوزف اېموري ډېویس له هغه نه ۲۳ کاله مشر و. هغه د وخت د ولسمشر ټامس جېفرسن په نوم نومول شوی و چې پلار به یې ستاینه کوله. په ناڅاپي ډول یوازې اته میاشتې وروسته د فېیرویُو شمال ختیځ ته د ۱۰۰ میله (۱۶۰ کیلومتره) څخه په لږ واټن سره ابراهام لېنکن د کېنټاکي په هاجېن وېل کې وزيږېد. د شلمې پېړۍ په پیل کې د ډېویس د زېږون ځای ته نږدې د جېفرسن ډېویس ایالتي تاریخي څلی جوړ شو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د ډېویس پلرني نیکه او انا د شمالي وېیلز په سنوډونیا سیمه کې زیږېدلي او د اتلسمې پېړۍ په پیل کې شمالي امریکا ته په جلا ډول مهاجر شوي وو. د هغه مورني نیکه او انا انګریزان وو. د ډېویس پلرنی نیکه اېوَن په پیل کې فيلاډلفیا ته له رسیدو وروسته د جورجیا په استوګنغونډ کې مېشت شو، چې ډېری د ساحل په اوږدو کې جوړ شوی و. هغه له کونډې لیډیا اېموري وېلیامز سره واده وکړ چې له مخکیني واده څخه یې دوه زامن درلودل او د دوی زوی سموییل اېموري ډېویس په ۱۷۵۶ ز کال کې زیږیدلی و. هغه د امریکا انقلابي جګړې پر مهال په قاره یی پوځ کې د خپلو دوو مشرانو میرنیو وروڼو ترڅنګ دنده ترسره کوله. په ۱۷۸۳ ز کال کې له جګړې وروسته هغه له جېن کوک سره واده وکړ چې په ۱۷۵۹ ز کال کې له وېلیم کوک او د هغه مېرمنې سارا سمپسن څخه د کېنټاکي په کرېسټین کاونټي (ولسوالۍ) کې زیږېدلې وه. په ۱۹۷۳ ز کال کې د ډېویس کورنۍ بېرته کېنټاکي ته کډه شوه د کرېسشین او ټاډ ولسوالیو پر پوله یې د "ډېویسبرګ" په نوم استوګنیزه ټولنه جوړه کړه چې په پای کې یې نوم فېیرویُو ته واړول شو.
ماشومتوب
[سمول]د ډېویس د ماشومتوب په بهیر کې د هغه کورنۍ دوه ځله کډه وکړه: چې په ۱۸۱۱ ز کال کې د لوویزیانا سېنټ مري پېرَش ته او د یو کال څخه لږ وروسته د مسیسیپي وېلکېنسن ولسوالۍ ته وه. د هغه دریو مشرانو وروڼو د ۱۸۱۲ ز کال په جګړه کې خدمت وکړ. ډېویس په ۱۸۱۳ ز کال کې خپلې زده کړې په وېلکېنسن اکاډمۍ کې د کورنۍ د پختې کښت ته څېرمه د ووډ وېل په کوچیني ښار کې پیل کړې. د هغه ورور جوزف د پلار د ځای ناستي په توګه کار کاوه او جېفرسن یې زده کړې ته وهڅاوه. دوه کاله وروسته ډېویس په سېنټ روز کلیسا کې د سېنټ ټامس کاتولیک ښوونځي ته داخل شو، چې د کېنټاکي په واشنګټن ولسوالۍ کې د ډومینیکن ډلې لخوا اداره کېږي. هغه مهال دی د ښوونځي یوازینی پروتستانت زده کوونکی و. ډېویس په ۱۸۱۸ ز کال کې مسیسیپي ته راستون شو چې په واشنګټن کې یې د جیفرسن په ښوونتون (کالج) کې زده کړې وکړې. هغه په ۱۸۲۱ ز کال کې کېنټاکي ته ولاړ او د لکسېنګټن په ټرانسلوانیا پوهنتون کې یې زده کړې وکړې. (په هغه وخت کې دا ښوونتونونه د اکاډمیو په څیر وو او تقریباً د لېسو سره برابر وو) . کله چې جېفرسن ۱۶ کلن و د هغه پلار سموییل د ۱۸۲۴ ز کال د جولای په څلورم مړ شو.[۲۶][۲۷]
د پوځي حرفې لومړني وختونه
[سمول]جوزف هڅه وکړه تر څو ډېویس د متحده ایالاتو نظامي اکاډمۍ (وېسټ پاینټ) کې شامل کړي چې د ۱۸۲۴ ز کال په وروستیو کې پیلېده. په داسې حال کې چې هغه د ۱۸۲۶ ز کال د کرېسمس په جریان کې د ایګنګوګ په لاریون کې د هغه د رول له امله په کور کې نظربند شوی و. زده کوونکو اکاډمۍ ته ویسکي قاچاق کړل تر څو اګناګ جوړ کړي، او د درېیمې برخې څخه زیات زده کوونکو پکې ګډون درلود. د ۱۸۲۸ ز کال په جون کې ډېویس په ۳۳ کسیزه ټولګي کې ۲۳م فارغ شو. له فراغت څخه وروسته دوهم ډګرمن ډېویس په لومړۍ پیاده قطعه کې وګمارل شو او د مېشیګان په فورټ کرافورډ، پرېیری دو چین سیمه کې ځای پرځای شو. زَکَري ټېیلر د متحده ایالاتو راتلونکي ولسمشر د ۱۸۲۹ ز کال په لومړیو کې د ډېویس له رسېدلو څخه لږ وخت د مخه قومانده په غاړه اخیستې وه. [۲۸][۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ سرچينې تړی: http://jeffersondavis.rice.edu/Genealogy.aspx.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 122577651. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: davis-jefferson. Subject named as: Jefferson Davis. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
- ↑ "Davis, Jefferson (03 June 1808?–06 December 1889), president of the Confederate States of America and U.S. senator". American National Biography Online. ۲۷ نومبر ۲۰۱۷. doi:10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0400300.
{{cite journal}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Дэвис Джефферсон. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.bbc.co.uk/blogs/wales/posts/welsh_presidents_of_the_usa.
- ↑ ذکر کېدنه: House Divided. House Divided ID: 31907. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Find a Grave. Retrieved: ۱۳ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Find a Grave. Retrieved: ۱۷ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (in فرانسوي ژبه). بياځلي په ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ US Congress Bio ID: D000113. ذکر کېدنه: Biographical Directory of the United States Congress. Retrieved: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. Publisher: United States Government Publishing Office. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۰۳.
- ↑ Johnson, Paul (1997). A History of the American People. New York, New York: HarperCollins. p. 452. ISBN 0-06-016836-6.
- ↑ "The Anti-Secessionist Jefferson Davis". National Park Service. خوندي شوی له اصلي څخه په June 12, 2018. بياځلي په July 27, 2015.
- ↑ Cooper 2000, pp. 70–71.
- ↑ Cooper 2008, pp. 3–4.
- ↑ Wiley, Bell I. (January 1967). "Jefferson Davis: An Appraisal". Civil War Times Illustrated. 6 (1): 4–17.
- ↑ Escott 1978, pp. 197, 256–74.
- ↑ Strawbridge, Wilm K. (December 2007). "A Monument Better Than Marble: Jefferson Davis and the New South". Journal of Mississippi History. 69 (4): 325–47.
- ↑ Rennick 1984، م. 97.
- ↑ Eaton 1977، م. 3.
- ↑ Cooper 2000، م. 11.
- ↑ Davis 1991، مم. 4–5.
- ↑ Davis 1991، م. 6.
- ↑ Cooper 2000، م. 3.
- ↑ Strode, 1955, pp. 11–27.
- ↑ Strode 1955, pp. 4–5.
- ↑ Hamilton, Holman (1978). "Jefferson Davis Before His Presidency". The Three Kentucky Presidents. Lexington: University Press of Kentucky. ISBN 9780813102467.
- ↑ U.S. Military Academy, Register of Officers and Graduates of the U.S. Military Academy from March 16 to January 1, 1850. Compiled by Capt. George W. Cullum. West Point, N.Y.: 1850, p. 148.
- Pages using the JsonConfig extension
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1449 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- CS1 errors: dates
- CS1 maint: unrecognized language