جېف بېزوس
جېف بېزوس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۱۲ جنوري ۱۹۶۴[۱][۲][۳][۴][۵] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه ، اسپانيايي ژبه |
کار ورکوونکی | امازون |
ټوله شتمني | |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
جېفري پرېسټون بېزوس د 1964 ز کال د جنورۍ په 12مه نېټه زیږېدلی، یو امریکايی کار پنځوونکی، د رسنۍ څښتن، پانګوال او د کمپیوتر انجنیر دی. نوموړی د امازون شرکت بنسټګر او عمومي اجرائیوي مشر (Executive Chairman) دی او له دې وړاندې یې د دغه شرکت د مشر او اجرائیوي رئیس (CEO) په توګه کار کاوه. د 2021 ز کال تر نومبر پورې د شاوخوا 211 میلیارده امریکايي ډالرو په لرلو سره د فوربس او بلومبرګ مجلې د ملیاردرانو په نوملړ کې د نړۍ دویم شتمن کس دی.[۷][۸][۹]
بېزوس په البوکرکي کې زیږېدلی، په هیوسټن او میامي کې لوی شوی او په 1986 ز کال کې له پرینسټون پوهنتون څخه فارغ شوی دی. هغه په برېښنايي انجنیرۍ او کمپیوتر ساینس کې زدهکړې کړې دي. له 1986 ز څخه د 1994 تر لومړیو پورې یې په بېلابېلو اړوندو برخو کې په وال سټرېټ کې کار کړی. بېزوس د 1994 په وروستیو کې له نیویارک ښار څخه سیاټل ته د یوه سفر پر مهال د امازون بنسټ کېښود. دغه شرکت د یوه انلاین کتاپپلورنځي په توګه په لومړی کار پیل وکړ او وروسته یې د برېښنايي سوداګرۍ په برخه کې بېلابېل خدمات او محصولات پراخ کړل؛ لکه پر لیکه ویډيو (تصویري) او اډيو (غږیز) خپرول،cloud computing (پر لیکه زېرمو د کمپیوتر خدمات) او مصنوعي هوښ. دغه شرکت اوس د نړۍ د انلاین خرڅلاو لوی شرکت، د عاید له پلوه د انټرنېټ لوی شرکت، په نړۍ کې د انلاین مرستیالانو (virtual assistants) د وړاندې کولو او د امازون خدماتو د وېب څانګې له لارې د زېربناوو د انلاین خدماتو لوی شرکت دی. [۱۰]
بېزوس په 2000 ز کال کې د بلو اورېجېن په نامه د فضايي محصولاتو او تر مدار لاندې د فضايي پروازونو د خدماتو شرکت جوړ کړ. د بلو اورېجېن شرکت د نیو شپرد په نامه نقلیه وسیله په 2015 ز کال کې فضا ته لاړه او وروسته په بریالیتوب سره ځمکې ته راوګرځېده. دغه شرکت تر مدار لاندې فضا ته د انسانانو لپاره سوداګریز پروازونه پیل کړل او په 2021 ز کال کې یې فضا ته دوه بریالي انساني پروازونه وکړل. هغه په 2013 ز کال کې مشهوره امریکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په 250 میلیونه ډالره وپېرله او په خپل ستر چتري بېزوس اکسپېډېشنز شرکت کې یې ډېرې نورې پانګونې هم مدیریت کړې. د 2021 ز کال په سپټمبر کې بېزوس د الټوس لبس په نامه د مېل آر یو شرکت له مشر یوري مېلنر سره د بایو تکنالوژۍ شرکت جوړ کړ. [۱۱][۱۲]
بېزوس د فوربس مجلې د شتمنۍ د نوملړ له مخې لومړنی سل ملیارده ډالر لرونکی کس دی او نوموړي هغه وخت «په معاصر تاریخ کې د بډای کس» نوم خپل کړ چې د 2018 ز کال په جنورۍ میاشت کې یې خالصه شتمني 150 ملیارده ډالرو ته لوړه شوه. د فوربس مجلې پر اساس، د 2020 ز په اګست میاشت کې د هغه خالصه شتمني تر 200 ملیارده ډالرو ډېره وه. په 2020 ز کال کې د کوویډ- 19 وبا په جریان کې د بېزوس شتمني تقریباً 24 ملیارده ډالره لوړه شوه. د 2021 ز کال د جولای په 5مه نېټه بېزوس د امازون شرکت د اجرائیوي مشر له مقام څخه شا ته شو او د عمومي اجرائيوي مشر دنده یې واخیسته. د امازون شرکت د انلاین کمپیوتري زېرمې د برخې مشر انډي جاسي د بېزوس پر ځای د امازون شرکت اجرائيوي مشر شو. [۱۳][۱۴]
د ژوند لومړي وختونه
[سمول]جفري پرېسټون جورګنسن د 1964 ز کال د جولای په دولسمه د نیویارک په البوکرکي کې زیږېدلی، مور یې جکلېن او پلار یې تیودور جورګنسن نومېده. د هغه اصلي غور نیکه جان جورګنسن د ډنمارک په کوچني ټاپو سامسو کې زیږېدلی. جان د 1900 ز کال په شاوخوا کې له یوه زوی تیودور «ټېډ» جان جورګنسن (په 1917 ز کې زیږېدلی) او مېرمنې ایډا میني جورګنسن سره چې هغه هم په ډنمارک کې زیږېدلې وه، شیکاګو ته کډوال شو. د جېفري د زیږېدو پر مهال د هغه مور 17 کلنه او د ښوونځي زدهکوونکې وه او پلاریې 19 کلن و. د هغه د مور او پلار تر جلا کېدو وروسته یې مور د 1968 ز کال په اپرېل کې له یوه کوباني کډوال میګول «مایک» بېزوس سره واده وکړ. تر واده لږ څه وروسته "مایک" څلور کلن جېفري په زویولۍ ومانه او کورنی نوم یې په قانوني ډول له جورګنسون څخه بېزوس ته بدل شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
کله چې مایک له نیو مکسیکو پوهنتون څخه فارغ شو، کورنۍ یې د تګزاس هیوسټون ته ولېږدېده، تر څو هغه د اکسون [هغه وخت د تېلو او ګاز شرکت و] لپاره د انجنیر په توګه کار وکړای شي. بېزوس له څلورم تر شپږم ټولګي پورې په هوسټون کې په رېور اوکس ابتدائیه ښوونځي کې زدهکړې وکړې. بېزوس د لېسې په دوران کې په مکډونالډ کې د لنډ لیک آشپز (short-order line cook) په توګه د سهار چای په شېفټ کې کار کاوه. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
بېزوس په فلوریډا پوهنتون کې زدهکوونکو ته د ساینس په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. هغه له ښوونځي څخه په بریالۍ توګه د فراغت په مراسمو کې و او په 1982 ز کال کې یې د نشنل میریټ سکالر [د سکالرشیپونو اداره] او د نایټ نقرهيي جایزه [د غوره لقب ورکولو جایزه] وګټله. بېزوس له پوهنتونه د فراغت غونډې ته په خبرو کې خلکو ته وویل: زه د داسې ورځې خوب وینم چې انسان فضا وکارولای شي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
د بېزوس شخصي ژوند
[سمول]په 1992 ز کال کې بېزوس په منهټن کې د D. E. Shaw & Co شرکت لپاره کار کاوه او هلته له ناول لیکوالې مکینزی ټاټل سره اشنا شو، هغې په دغه شرکت کې د څېړنې په برخه کې کار کاوه. دوی دواړو یو کال وروسته واده وکړ. په 1994 ز کال کې د واشنګټن سیاټل ته لاړل، چې هلته بېزوس د امازون بنسټ کېښود. بېزوس او د هغه پخوانۍ مېرمن مکینزي څلور بچیان لري: درې زامن او یوه لور چې له چین څخه یې په لورولۍ منلې ده. [۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
د 2003 ز کال په مارچ کې بېزوس د تګزاس په لوېدیځ کې په یوه چورلکه کې له دوو نورو کسانو سره هغه مهال سطحي ټپي شو، چې د چورلکې لکۍ له ونې سره ولګېده او وغورځېده. بېزوس عادي ټپي شوی و او په هماغه ورځ له ځایي روغتون څخه رخصت کړای شو. [۴۸][۴۹]
د 2019 ز کال د جنورۍ په 9مه بېزوس او مکینزي پر ټویټر اعلان وکړ چې: تر یوې «اوږدې دورې» جدايۍ وروسته غواړي طلاق واخلي. د 2019 ز کال د اپرېل په 4مه یې طلاق وروستی شو، بېزوس د امازون 75سلنه ونډه درلوده او مکینزي په امازون کې پاتې 25 سلنه (35.6 ملیارد ډالره) ونډه ترلاسه کړه. که څه هم بېزوس به د دغې جوړې د رایې ورکولو ټول حقونه له ځان سره ولري.[۵۰][۵۱][۵۲]
د 2019 ز کال د فبروۍ په 7مه بېزوس یوه انلاین مقاله خپره کړه، چې په هغو کې یې د امریکايي ورځپاڼې (American Media, Inc) څښتن ډېوېډ پېکر پر دې تورن کړ، چې د ده او د هغه د اوسنۍ ملګرې لورن سانچز تر منځ د محرمو عکسونو په خپرولو سره یې هغه ګواښلی او د پیسو غوښتنه یې ترې کړې. [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]
مسلکي مخینه
[سمول]په 1986 ز کال کې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته هغه ته د نور تر منځ په انټېل، بېللبس او انډرس کنسلټېنګ [د معلوماتي تکنالوژۍ او مشورې شرکت] کې د دندې وړاندیز وشو. هغه لومړی له پېټل شرکت سره کار پیل کړ، فېنټېک [د مالي خدماتو تکنالوژي] د مخابراتو نوی پیلېدونکی شرکت و، په دغه شرکت کې هغه د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د شبکې جوړولو دنده درلوده. بېزوس وروسته بیا د دغه شرکت د پراختیا او د پېرودونکو د خدماتو د برخې مسؤل وټاکل شو. کله چې هغه په بانکرز ټرسټ [په امریکا کې د بانکولۍ اداره] کې د تولید مدیر شو، د بانکولۍ صنعت ته دننه شو. هغه هلته له 1988 ز تر 1990ز ر پورې کار وکړ. وروسته بیا په 1990 ز کال کې D. E. Shaw & Co شرکت ته لاړ، دا شرکت د پانګونې یو تازه جوړ شوی صندوق و، چې د ریاضي پر ماډل جوړولو یې ټينګار کاوه او تر 1994 ز کال پورې یې هلته کار وکړ. بېزوس په دېرش کلنۍ کې د دغه شرکت څلورم لوی مرستیال وټاکل شو. [۵۹][۶۰]
د 1993 ز کال په وروستیو کې بېزوس پریکړه وکړه چې، یو انلاین کتابپلورنځی جوړ کړي. هغه په D. E. Shaw & Co شرکت کې دنده پرېښوده او وروسته له هغه، چې له نیویارک څخه سیاټل ته د تګ پر مهال یې خپل کاري پلان ولیکه، د 1994 ز کال د جولای په 5مه نېټه یې په خپل ګراج کې د امازون پیل وکړ. [۶۱][۶۲][۶۳][۶۴]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1757263/ — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bezos-jeff-jeffrey — subject named as: Jeff (Jeffrey) Bezos
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jorgensenj — subject named as: Jeff Bezos
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023015 — subject named as: Jeff Bezos — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://www.upi.com/Top_News/2020/01/12/UPI-Almanac-for-Sunday-Jan-12-2020/8721578623716/
- ↑ https://www.forbes.com/sites/jonathanponciano/2020/08/26/worlds-richest-billionaire-jeff-bezos-first-200-billion/ — د نشر نېټه: ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱
- ↑ "Jeff Bezos pronounces his name". The Washington Post. 2009. Archived from the original on January 10, 2019. نه اخيستل شوی August 17, 2013.; and Robinson (2010), p. 7.
- ↑ "Bloomberg Billionaire Index - Jeff Bezos - Bloomberg.com". www.bloomberg.com.
{{cite web}}
: ساتل CS1: url-status (link) - ↑ "Jeff Bezos". forbes.com.
- ↑ "Unveiling Business Strategy: Amazon". Analytics Insight (په انګليسي). November 10, 2019. Archived from the original on December 12, 2019. نه اخيستل شوی December 12, 2019.
- ↑ Sheetz, Michael (January 23, 2019). "Blue Origin successfully launches experiments for NASA as Bezos's space company nears first human flights" (په انګليسي). CNBC. Archived from the original on November 7, 2019. نه اخيستل شوی December 12, 2019.
- ↑ Regalado, Antonio (September 4, 2021). "Meet Altos Labs, Silicon Valley's latest wild bet on living forever". MIT Technology Review. Archived from the original on September 5, 2021. نه اخيستل شوی September 18, 2021.
- ↑ "The centibillionaire club is expanding". The Irish Times. March 21, 2013. نه اخيستل شوی September 29, 2020.
- ↑ "This Is The Richest Person in the World". Forbes. 2019. Archived from the original on March 4, 2019. نه اخيستل شوی March 19, 2019.
- ↑ "UPI Almanac for Sunday, Jan. 12, 2020". United Press International. January 12, 2020. Archived from the original on January 13, 2020. نه اخيستل شوی June 27, 2020.
… Amazon.com founder Jeff Bezos in 1964 (age 56)
- ↑ Robinson (2010), pp. 14, 100
- ↑ "Theodore "Ted" Jørgensen's family tree". Geni.com. نه اخيستل شوی February 3, 2021.
- ↑ "En af verdens rigeste mænd stammer fra ludfattig dansk familie". Berlingske.dk (په ډنمارکي). Berlingske. August 20, 2017.
- ↑ Robinson (2010), pp. 14–15
- ↑ Clifford, Catherine (June 14, 2019). "Jeff Bezos's single teen mom brought him to night school with her when he was a baby". CNBC (په انګليسي). Archived from the original on January 28, 2021.
Condition one, I had to arrive and depart [high] school within five minutes of the starting and finishing bells. Condition two, I could not talk to other students. Condition three, I couldn’t eat lunch in the cafeteria. Condition four, I was told I would not be allowed to walk across the stage with my classmates to get my diploma
- ↑ Robinson (2010), pp. 14, 18
- ↑ Robinson (2010), p. 15
- ↑ Robinson (2010), p. 17>
- ↑ Robinson (2010), p. 18
- ↑ Robinson (2010), p. 16
- ↑ Robinson (2010), p. 17
- ↑ Frank, Robert (June 15, 2017). "At Last, Jeff Bezos Offers a Hint of His Philanthropic Plans". The New York Times. ISSN 0362-4331. Archived from the original on March 9, 2018. نه اخيستل شوی March 8, 2018.
- ↑ Parkhurst, Emily (August 5, 2015). "Jeff Bezos just sold $534 million worth of Amazon stock". Puget Sound Business Journal. Archived from the original on August 7, 2015. نه اخيستل شوی August 5, 2015.
- ↑ "Jeff Bezos' roots could give Texas an edge as Amazon.com looks for new HQ site". The Dallas Morning News. September 7, 2017. Archived from the original on July 24, 2018. نه اخيستل شوی March 10, 2018.
- ↑ Robinson (2010), p. 19
- ↑ "Biography and Video Interview of Jeff Bezos at Academy of Achievement". Achievement.org. Archived from the original on March 6, 2019. نه اخيستل شوی April 1, 2019.
- ↑ Yanez, Luisa (August 5, 2013). "Jeff Bezos: A rocket launched from Miami's Palmetto High". Miami Herald. Archived from the original on February 12, 2018. نه اخيستل شوی February 11, 2018.
- ↑ Bayers, Chip. "The Inner Bezos". Wired. Archived from the original on February 12, 2018. نه اخيستل شوی February 11, 2018.
- ↑ Fishman, Charles (January 31, 2001). "Face Time With Jeff Bezos". Fast Company. Archived from the original on April 17, 2018. نه اخيستل شوی April 16, 2018.
- ↑ Robinson (2010), p. 24
- ↑ Martinez, Amy (March 31, 2012). "Amazon.com's Bezos invests in space travel, time". The Seattle Times. Archived from the original on July 2, 2012. نه اخيستل شوی August 10, 2013.
- ↑ Foer, Franklin (November 1, 2019). "Jeff Bezos's Master Plan". The Atlantic. Archived from the original on October 10, 2019. نه اخيستل شوی October 10, 2019.
- ↑ Robinson (2010), p. 26
- ↑ Deutschman, Alan (August 1, 2004). "Inside the Mind of Jeff Bezos". Fast Company. Archived from the original on February 26, 2018. نه اخيستل شوی March 7, 2018.
- ↑ "About". Princeton Quadrangle CLub. Archived from the original on July 14, 2020. نه اخيستل شوی July 13, 2020.
- ↑ Robinson (2010), pp. 25–27
- ↑ "Biography and Video Interview of Jeff Bezos at Academy of Achievement". Achievement. Archived from the original on March 6, 2019. نه اخيستل شوی April 7, 2019.
- ↑ Bayers, Chip. "The Inner Bezos". Wired. Archived from the original on March 20, 2018. نه اخيستل شوی March 7, 2018.
- ↑ Levi Sumagaysay (November 5, 2013). "Quoted: She Said, He Said – MacKenzie Bezos Vs. Author of Book on Amazon". SiliconBeat. The Mercury News. Archived from the original on April 2, 2018. نه اخيستل شوی January 9, 2018.
I have firsthand knowledge of many of the events. I worked for Jeff (Bezos) at D. E. Shaw
- ↑ Bayers, Chip. "The Inner Bezos". Wired. Vol. 7, no. 3. Archived from the original on August 31, 2013. نه اخيستل شوی August 23, 2013.
- ↑ Whoriskey, Peter (August 12, 2013). "For Jeff Bezos, a new frontier". The Washington Post. Archived from the original on September 16, 2017. نه اخيستل شوی February 20, 2014.
- ↑ "Jeff Bezos Fast Facts". CNN. March 24, 2016. Archived from the original on August 10, 2014. نه اخيستل شوی August 3, 2014.
- ↑ Nick Wingfield. "Amazon Chief Survives Helicopter Crash in Texas". The Wall Street Journal. Archived from the original on March 8, 2018. نه اخيستل شوی March 7, 2018.
- ↑ Deutschman, Alan (August 1, 2004). "Inside the Mind of Jeff Bezos". Fast Company. Archived from the original on February 26, 2018. نه اخيستل شوی March 7, 2018.
- ↑ "Amazon founder Jeff Bezos reveals Star Trek Beyond alien cameo". BBC. July 21, 2016. Archived from the original on February 23, 2017. نه اخيستل شوی February 22, 2017.
- ↑ Vlahos, James (2019). Talk to Me: How Voice Computing Will Transform the Way We Live, Work and Think, p. 40, Boston and New York: Houghton Mifflin Harcourt. ISBN 978-1328799302.
- ↑ Timberg, Craig; Whoriskey, Peter; Davenport, Christian; Dwoskin, Elizabeth. "Jeff Bezos, long known for guarding his privacy, faces his most public and personal crisis". The Washington Post (په انګليسي). ISSN 0190-8286. Archived from the original on October 24, 2020. نه اخيستل شوی October 21, 2020.
- ↑ Bezos, Jeff (January 9, 2019). "pic.twitter.com/Gb10BDb0x0". @JeffBezos. Archived from the original on January 10, 2019. نه اخيستل شوی January 10, 2019.کينډۍ:Primary source inline
- ↑ "Jeff and MacKenzie Bezos are getting divorced after 25 years of marriage". CNN. July 21, 2016. Archived from the original on January 9, 2019. نه اخيستل شوی January 9, 2019.
- ↑ "Jeff Bezos to keep 75 percent of couple's Amazon stock after finalizing divorce". Archived from the original on April 4, 2019. نه اخيستل شوی March 4, 2019.
- ↑ Stone, Brad (February 2, 2021). "Jeff Bezos Walks Through a One-Way Door, Opening a New Age for Amazon". Bloomberg Media. Archived from the original on February 3, 2021. نه اخيستل شوی February 4, 2021.
- ↑ Weise, Karen (February 7, 2019). "Jeff Bezos Accuses National Enquirer of 'Extortion and Blackmail'". The New York Times. Archived from the original on February 7, 2019. نه اخيستل شوی February 7, 2019.
- ↑ Bezos, Jeff (February 7, 2019). "No thank you, Mr. Pecker". Medium.com. Archived from the original on February 7, 2019. نه اخيستل شوی February 7, 2019.
- ↑ Robinson (2010), p. 7
- ↑ Bayers, Chip (July 2003). "The Inner Bezos". Wired. Archived from the original on June 24, 2015. نه اخيستل شوی April 30, 2018.
- ↑ Clifford, Catherine (October 27, 2017). "How Amazon's Jeff Bezos went from the son of a teen mom to the richest person in the world". CNBC. Archived from the original on March 7, 2018. نه اخيستل شوی March 6, 2018.
- ↑ "Top Executive Profiles – Jeffrey P. Bezos". Portfolio.com. Archived from the original on February 4, 2009.
- ↑ Robinson (2010), p. 39
- ↑ Bayers, Chip. "The Inner Bezos". Wired. Archived from the original on March 20, 2018. نه اخيستل شوی March 7, 2018.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ساتل CS1: url-status
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- ژبه لرونکي سرچينې ډنمارکي