جېف بېزوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېف بېزوس
(انګلیسي: Jeff Bezos د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېف بېزوس
جېف بېزوس

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Jeffrey Preston Jorgensen)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ جنوري ۱۹۶۴[۲][۳][۴][۵][۶]
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 4   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
هسپاني  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی امازون (۵ جولای ۱۹۹۴–)  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 204600000000 امريکايي ډالر (۲۶ اگسټ ۲۰۲۰)[۷][۸]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جېف بېزوس
جېف بېزوس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جېفري پرېسټون بېزوس د 1964 ز کال د جنورۍ په 12مه نېټه زیږېدلی، یو امریکايی کار پنځوونکی، د رسنۍ څښتن، پانګوال او د کمپیوتر انجنیر دی. نوموړی د امازون شرکت بنسټګر او عمومي اجرائیوي مشر (Executive Chairman) دی او له دې وړاندې یې د دغه شرکت د مشر او اجرائیوي رئیس (CEO) په توګه کار کاوه. د 2021 ز کال تر نومبر پورې د شاوخوا 211 میلیارده امریکايي ډالرو په لرلو سره د فوربس او بلومبرګ مجلې د ملیاردرانو په نوملړ کې د نړۍ دویم شتمن کس دی.[۹][۱۰][۱۱]

بېزوس په البوکرکي کې زیږېدلی، په هیوسټن او میامي کې لوی شوی او په 1986 ز کال کې له پرینسټون پوهنتون څخه فارغ شوی دی. هغه په برېښنايي انجنیرۍ او کمپیوتر ساینس کې زده‌کړې کړې دي. له 1986 ز څخه د 1994 تر لومړیو پورې یې په بېلابېلو اړوندو برخو کې په وال سټرېټ کې کار کړی. بېزوس د 1994 په وروستیو کې له نیویارک ښار څخه سیاټل ته د یوه سفر پر مهال د امازون بنسټ کېښود. دغه شرکت د یوه انلاین کتاپ‌پلورنځي په توګه په لومړی کار پیل وکړ او وروسته یې د برېښنايي سوداګرۍ په برخه کې بېلابېل خدمات او محصولات پراخ کړل؛ لکه پر لیکه ویډيو (تصویري) او اډيو (غږیز) خپرول،cloud computing  (پر لیکه زېرمو د کمپیوتر خدمات) او مصنوعي هوښ. دغه شرکت اوس د نړۍ د انلاین خرڅلاو لوی شرکت، د عاید له پلوه د انټرنېټ لوی شرکت، په نړۍ کې د انلاین مرستیالانو (virtual assistants) د وړاندې کولو او د امازون خدماتو د وېب څانګې له لارې د زېربناوو د انلاین خدماتو لوی شرکت دی. [۱۲]

بېزوس په 2000 ز کال کې د بلو اورېجېن په نامه د فضايي محصولاتو او تر مدار لاندې د فضايي پروازونو د خدماتو شرکت جوړ کړ. د بلو اورېجېن شرکت د نیو شپرد په نامه نقلیه وسیله په 2015 ز کال کې فضا ته لاړه او وروسته په بریالیتوب سره ځمکې ته راوګرځېده. دغه شرکت تر مدار لاندې فضا ته د انسانانو لپاره سوداګریز پروازونه پیل کړل او په 2021 ز کال کې یې فضا ته دوه بریالي انساني پروازونه وکړل. هغه په 2013 ز کال کې مشهوره امریکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په 250 میلیونه ډالره وپېرله او په خپل ستر چتري بېزوس اکسپېډېشنز شرکت کې یې ډېرې نورې پانګونې هم مدیریت کړې. د 2021 ز کال په سپټمبر کې بېزوس د الټوس لبس په نامه د مېل آر یو شرکت له مشر یوري مېلنر سره د بایو تکنالوژۍ شرکت جوړ کړ. [۱۳][۱۴]

بېزوس د فوربس مجلې د شتمنۍ د نوملړ له مخې لومړنی سل ملیارده ډالر لرونکی کس دی او نوموړي هغه وخت «په معاصر تاریخ کې د بډای کس» نوم خپل کړ چې د 2018 ز کال په جنورۍ میاشت کې یې خالصه شتمني 150 ملیارده ډالرو ته لوړه شوه. د فوربس مجلې پر اساس، د 2020 ز په اګست میاشت کې د هغه خالصه شتمني تر 200 ملیارده ډالرو ډېره وه. په 2020 ز کال کې د کوویډ- 19 وبا په جریان کې د بېزوس شتمني تقریباً 24 ملیارده ډالره لوړه شوه. د 2021 ز کال د جولای په 5مه نېټه بېزوس د امازون شرکت د اجرائیوي مشر له مقام څخه شا ته شو او د عمومي اجرائيوي مشر دنده یې واخیسته. د امازون شرکت د انلاین کمپیوتري زېرمې د برخې مشر انډي جاسي د بېزوس پر ځای د امازون شرکت اجرائيوي مشر شو. [۱۵][۱۶]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

جفري پرېسټون جورګنسن د 1964 ز کال د جولای په دولسمه د نیویارک په البوکرکي کې زیږېدلی، مور یې جکلېن او پلار یې تیودور جورګنسن نومېده. د هغه اصلي غور نیکه جان جورګنسن د ډنمارک په کوچني ټاپو سامسو کې زیږېدلی. جان د 1900 ز کال په شاوخوا کې له یوه زوی تیودور «ټېډ» جان جورګنسن (په 1917 ز کې زیږېدلی) او مېرمنې ایډا میني جورګنسن سره چې هغه هم په ډنمارک کې زیږېدلې وه، شیکاګو ته کډوال شو. د جېفري د زیږېدو پر مهال د هغه مور 17 کلنه او د ښوونځي زده‌کوونکې وه او پلاریې 19 کلن و. د هغه د مور او پلار تر جلا کېدو وروسته یې مور د 1968 ز کال په اپرېل کې له یوه کوباني کډوال میګول «مایک» بېزوس سره واده وکړ. تر واده لږ څه وروسته "مایک" څلور کلن جېفري په زوی‌ولۍ ومانه او کورنی نوم یې په قانوني ډول له جورګنسون څخه بېزوس ته بدل شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

کله چې مایک له نیو مکسیکو پوهنتون څخه فارغ شو، کورنۍ یې د تګزاس هیوسټون ته ولېږدېده، تر څو هغه د اکسون [هغه وخت د تېلو او ګاز شرکت و] لپاره د انجنیر په توګه کار وکړای شي. بېزوس له څلورم تر شپږم ټولګي پورې په هوسټون کې په رېور اوکس ابتدائیه ښوونځي کې زده‌کړې وکړې. بېزوس د لېسې په دوران کې په مکډونالډ کې د لنډ لیک آشپز (short-order line cook) په توګه د سهار چای په شېفټ کې کار کاوه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

بېزوس په فلوریډا پوهنتون کې زده‌کوونکو ته د ساینس په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. هغه له ښوونځي څخه په بریالۍ توګه د فراغت په مراسمو کې و او په 1982 ز کال کې یې د نشنل میریټ سکالر [د سکالرشیپونو اداره] او د نایټ نقره‌يي جایزه [د غوره لقب ورکولو جایزه] وګټله. بېزوس له پوهنتونه د فراغت غونډې ته په خبرو کې خلکو ته وویل: زه د داسې ورځې خوب وینم چې انسان فضا وکارولای شي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د بېزوس شخصي ژوند[سمول]

په 1992 ز کال کې بېزوس په منهټن کې د D. E. Shaw & Co شرکت لپاره کار کاوه او هلته له ناول لیکوالې مکینزی ټاټل سره اشنا شو، هغې په دغه شرکت کې د څېړنې په برخه کې کار کاوه. دوی دواړو یو کال وروسته واده وکړ. په 1994 ز کال کې د واشنګټن سیاټل ته لاړل، چې هلته بېزوس د امازون بنسټ کېښود. بېزوس او د هغه پخوانۍ مېرمن مکینزي څلور بچیان لري: درې زامن او یوه لور چې له چین څخه یې په لورولۍ منلې ده. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

د 2003 ز کال په مارچ کې بېزوس د تګزاس په لوېدیځ کې په یوه چورلکه کې له دوو نورو کسانو سره هغه مهال سطحي ټپي شو، چې د چورلکې لکۍ له ونې سره ولګېده او وغورځېده. بېزوس عادي ټپي شوی و او په هماغه ورځ له ځایي روغتون څخه رخصت کړای شو.  [۵۰][۵۱]

د 2019 ز کال د جنورۍ په 9مه بېزوس او مکینزي پر ټویټر اعلان وکړ چې:  تر یوې «اوږدې دورې» جدايۍ وروسته غواړي طلاق واخلي. د 2019 ز کال د اپرېل په 4مه یې طلاق وروستی شو، بېزوس د امازون 75سلنه ونډه درلوده او مکینزي په امازون کې پاتې 25 سلنه (35.6 ملیارد ډالره) ونډه ترلاسه کړه. که څه هم بېزوس به د دغې جوړې د رایې ورکولو ټول حقونه له ځان سره ولري.[۵۲][۵۳][۵۴]

د 2019 ز کال د فبروۍ په 7مه بېزوس یوه انلاین مقاله خپره کړه، چې په هغو کې یې د امریکايي ورځپاڼې (American Media, Inc) څښتن ډېوېډ پېکر پر دې تورن کړ، چې د ده او د هغه د اوسنۍ ملګرې لورن سانچز تر منځ د محرمو عکسونو په خپرولو سره یې هغه ګواښلی او د پیسو غوښتنه یې ترې کړې. [۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

مسلکي مخینه[سمول]

په 1986 ز کال کې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته هغه ته د نور تر منځ په انټېل، بېل‌لبس او انډرس کنسلټېنګ [د معلوماتي تکنالوژۍ او مشورې شرکت] کې د دندې وړاندیز وشو. هغه لومړی له پېټل شرکت سره کار پیل کړ، فېن‌ټېک [د مالي خدماتو تکنالوژي] د مخابراتو نوی پیلېدونکی شرکت و، په دغه شرکت کې هغه د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د شبکې جوړولو دنده درلوده. بېزوس وروسته بیا د دغه شرکت د پراختیا او د پېرودونکو د خدماتو د برخې مسؤل وټاکل شو. کله چې هغه په بانکرز ټرسټ [په امریکا کې د بانک‌ولۍ اداره] کې د تولید مدیر شو، د بانک‌‌ولۍ صنعت ته دننه شو. هغه هلته له 1988 ز تر 1990ز ر پورې کار وکړ. وروسته بیا په 1990 ز کال کې D. E. Shaw & Co شرکت ته لاړ، دا شرکت د پانګونې یو تازه جوړ شوی صندوق و، چې د ریاضي پر ماډل جوړولو یې ټينګار کاوه او تر 1994 ز کال پورې یې هلته کار وکړ. بېزوس په دېرش کلنۍ کې د دغه شرکت څلورم لوی مرستیال وټاکل شو. [۶۱][۶۲]

د 1993 ز کال په وروستیو کې بېزوس پریکړه وکړه چې، یو انلاین کتاب‌‌پلورنځی جوړ کړي. هغه په D. E. Shaw & Co شرکت کې دنده پرېښوده او وروسته له هغه، چې له نیویارک څخه سیاټل ته د تګ پر مهال یې خپل کاري پلان ولیکه، د 1994 ز کال د جولای په 5مه نېټه یې په خپل ګراج کې د امازون پیل وکړ. [۶۳][۶۴][۶۵][۶۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. https://www.bizjournals.com/albuquerque/news/2017/10/11/albuquerque-is-jeff-bezos-hometown-but-thats-not.html
  2. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1757263/ — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bezos-jeff-jeffrey — subject named as: Jeff (Jeffrey) Bezos — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jorgensenj — subject named as: Jeff Bezos
  5. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023015 — subject named as: Jeff Bezos — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. https://www.upi.com/Top_News/2020/01/12/UPI-Almanac-for-Sunday-Jan-12-2020/8721578623716/
  7. https://www.forbes.com/sites/jonathanponciano/2020/08/26/worlds-richest-billionaire-jeff-bezos-first-200-billion/ — د نشر نېټه: ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۱
  8. https://www.forbes.com/sites/jonathanponciano/2020/08/26/worlds-richest-billionaire-jeff-bezos-first-200-billion/https://web.archive.org/web/20211130082055/https://www.forbes.com/sites/jonathanponciano/2020/08/26/worlds-richest-billionaire-jeff-bezos-first-200-billion/ — آرشيف اصل په ۳۰ نومبر ۲۰۲۱ — ارزښت: As of 1:50 p.m. EDT on Wednesday, the Amazon founder and CEO is worth $204.6 billion—nearly $90 billion more than the world's second-richest person, Bill Gates, who's currently worth $116.1 billion.، اوAug 26, 2020,02:13pm EDT
  9. . Jeff Bezos pronounces his name.; and Robinson (2010), p. 7.
  10. "Bloomberg Billionaire Index - Jeff Bezos - Bloomberg.com". www.bloomberg.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Jeff Bezos". forbes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Unveiling Business Strategy: Amazon". Analytics Insight (په انګلیسي ژبه کي). November 10, 2019. مؤرشف من الأصل في December 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه December 12, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په January 23, 2019 باندې). Blue Origin successfully launches experiments for NASA as Bezos's space company nears first human flights. CNBC
  14. (په September 4, 2021 باندې). Meet Altos Labs, Silicon Valley's latest wild bet on living forever. MIT Technology Review.
  15. (په March 21, 2013 باندې). The centibillionaire club is expanding.
  16. . This Is The Richest Person in the World.
  17. (په January 12, 2020 باندې). UPI Almanac for Sunday, Jan. 12, 2020. United Press International.
  18. Robinson (2010), pp. 14, 100
  19. "Theodore "Ted" Jørgensen's family tree". Geni.com. د لاسرسي‌نېټه February 3, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "En af verdens rigeste mænd stammer fra ludfattig dansk familie". Berlingske.dk (په ډېنمارکي ژبه کي). Berlingske. August 20, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Robinson (2010), pp. 14–15
  22. Clifford, Catherine (June 14, 2019). "Jeff Bezos's single teen mom brought him to night school with her when he was a baby". CNBC (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 28, 2021. Condition one, I had to arrive and depart [high] school within five minutes of the starting and finishing bells. Condition two, I could not talk to other students. Condition three, I couldn’t eat lunch in the cafeteria. Condition four, I was told I would not be allowed to walk across the stage with my classmates to get my diploma الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Robinson (2010), pp. 14, 18
  24. Robinson (2010), p. 15
  25. Robinson (2010), p. 17>
  26. Robinson (2010), p. 18
  27. Robinson (2010), p. 16
  28. Robinson (2010), p. 17
  29. (په June 15, 2017 باندې). At Last, Jeff Bezos Offers a Hint of His Philanthropic Plans.
  30. Parkhurst, Emily (August 5, 2015). "Jeff Bezos just sold $534 million worth of Amazon stock". Puget Sound Business Journal. مؤرشف من الأصل في August 7, 2015. د لاسرسي‌نېټه August 5, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په September 7, 2017 باندې). Jeff Bezos' roots could give Texas an edge as Amazon.com looks for new HQ site.
  32. Robinson (2010), p. 19
  33. "Biography and Video Interview of Jeff Bezos at Academy of Achievement". Achievement.org. مؤرشف من الأصل في March 6, 2019. د لاسرسي‌نېټه April 1, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په August 5, 2013 باندې). Jeff Bezos: A rocket launched from Miami's Palmetto High.
  35. . The Inner Bezos.
  36. (په January 31, 2001 باندې). Face Time With Jeff Bezos.
  37. Robinson (2010), p. 24
  38. (په March 31, 2012 باندې). Amazon.com's Bezos invests in space travel, time.
  39. (په November 1, 2019 باندې). Jeff Bezos's Master Plan. The Atlantic.
  40. Robinson (2010), p. 26
  41. (په August 1, 2004 باندې). Inside the Mind of Jeff Bezos. Fast Company
  42. "About". Princeton Quadrangle CLub. مؤرشف من الأصل في July 14, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 13, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Robinson (2010), pp. 25–27
  44. "Biography and Video Interview of Jeff Bezos at Academy of Achievement". Achievement. مؤرشف من الأصل في March 6, 2019. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. . The Inner Bezos.
  46. Levi Sumagaysay (November 5, 2013). "Quoted: She Said, He Said – MacKenzie Bezos Vs. Author of Book on Amazon". SiliconBeat. The Mercury News. مؤرشف من الأصل في April 2, 2018. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2018. I have firsthand knowledge of many of the events. I worked for Jeff (Bezos) at D. E. Shaw الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. . The Inner Bezos.
  48. (په August 12, 2013 باندې). For Jeff Bezos, a new frontier.
  49. (په March 24, 2016 باندې). Jeff Bezos Fast Facts. CNN
  50. Nick Wingfield . Amazon Chief Survives Helicopter Crash in Texas.
  51. (په August 1, 2004 باندې). Inside the Mind of Jeff Bezos. Fast Company
  52. "Amazon founder Jeff Bezos reveals Star Trek Beyond alien cameo". BBC. July 21, 2016. مؤرشف من الأصل في February 23, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 22, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Vlahos, James (2019). Talk to Me: How Voice Computing Will Transform the Way We Live, Work and Think, p. 40, Boston and New York: Houghton Mifflin Harcourt. کينډۍ:ISBN.
  54. . Jeff Bezos, long known for guarding his privacy, faces his most public and personal crisis. The Washington Post.
  55. Bezos, Jeff (January 9, 2019). "pic.twitter.com/Gb10BDb0x0". @JeffBezos. مؤرشف من الأصل في January 10, 2019. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Primary source inline
  56. (په July 21, 2016 باندې). Jeff and MacKenzie Bezos are getting divorced after 25 years of marriage. CNN
  57. . Jeff Bezos to keep 75 percent of couple's Amazon stock after finalizing divorce.
  58. (په February 2, 2021 باندې). Jeff Bezos Walks Through a One-Way Door, Opening a New Age for Amazon. Bloomberg Media
  59. (په February 7, 2019 باندې). Jeff Bezos Accuses National Enquirer of 'Extortion and Blackmail'.
  60. Bezos, Jeff (February 7, 2019). "No thank you, Mr. Pecker". Medium.com. مؤرشف من الأصل في February 7, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 7, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. Robinson (2010), p. 7
  62. (په July 2003 باندې). The Inner Bezos.
  63. (په October 27, 2017 باندې). How Amazon's Jeff Bezos went from the son of a teen mom to the richest person in the world. CNBC
  64. "Top Executive Profiles – Jeffrey P. Bezos". Portfolio.com. د اصلي آرشيف څخه پر February 4, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  65. Robinson (2010), p. 39
  66. . The Inner Bezos.