جورج هربرت واکر بوش
په نوم د | |
---|---|
زېږونځای | |
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | لړۍ...
Greenwich Country Day School (en) — Phillips Academy (en) — Yale University (en) — Robert A. Taft Information Technology High School (en) — Davenport College (en) |
ژبې | |
ګوند | |
دنده | لړۍ...
سياستوال[۲] — naval officer (en) — baseball player (en) — ډیپلوماټ — الوتګر — entrepreneur (en) [۲] — autobiographer (en) — statesperson (en) |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
غړی د | لړۍ... |
دین |
مهمې پېښې |
|
---|---|
جګړه |
لوړوالی |
---|
وېبپاڼه |
---|
جورج هربرت واکر بوش (د جون ۱۲ مه ، ۱۹۲۴- د نومبر ۳۰ مه، ۲۰۱۸ز) امریکایي سیاستوال، دیپلومات او سوداګر و چې له ۱۹۸۹ ز کال څخه یې تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د امریکا د متحده ایالاتو د یوڅلوېښتم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی و، بوش له ۱۹۸۱ ز کال څخه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې د رونالډ رېګن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د ۴۳ م مرستیال ولسشر، د کانګرس د غړي، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي او د مرکزي استخباراتو د مشر په توګه خدمت کړی.
بوش په ګرېنوېچ، کانیکتیکاټ (Greenwich, Connecticut) کې را لوی شو او وړاندې له دې چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا د متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو په ریزرف قطعه کې خدمت وکړي، په فیلپس اکاډمی (Phillips Academy) کې شامل شو. له جګړې وروسته هغه له یېل (Yale) پوهنتون څخه فارغ او د تکزاس لویدیځ ته وکوچېد، چېرې چې ده د تېلو یوه بریالۍ کمپنۍ جوړه کړه. وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو سنا ته یې لار وه نه مونده، هغه په ۱۹۶۶ ز کال کې په کانګرس کې د تکزاس ایالت د اوومې حوزې څوکۍ خپله کړه. په ۱۹۷۱ ز کال کې ولسمشر نېکسون هغه په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر او بیا یې په ۱۹۷۳ ز کال کې د جمهوري غوښتونکې ملي کمېټې د مشر په توګه وټاکه. په ۱۹۷۴ ز کال کې، ولسمشر جرالډ فورډ نوموړی د چین د خلکو د جمهوریت سره د اړیکو دفتر مشر (د چین لپاره سفیر) وټاکه او په ۱۹۷۶ ز کال کې هغه د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر شو. بوش په ۱۹۸۰ ز کال کې ځان په ګوند کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ونوماوه، خو په ګوندي ټاکنو کې ورته رونالډ ریګن ماته ورکړه او بیا یې د خپل مرستیال په توګه وټاکه.
د ۱۹۸۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، بوش د دیموکرات ګوند نوماند مایکل دوکاکیس (Michael Dukakis) ته په ماتې ورکولوسره، په ۱۸۳۶ ز کال کې له مارتین ون بورېن وروسته لومړنی برحال مرستیال ولسمشر و، چې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. بهرني سیاست، د هغه ولسمشرۍ ته لوری ورکړ، ځکه هغه د سړې جګړې په وروستیو کلونو کې واک ته رسېدلی و او د جرمني په بیاځلي یووالي کې یې مهم رول درلود. بوش د پاناما او د فارس خلیج د جګړو مشري وکړه، په خپله وروستۍ جګړه کې یې په کویټ باندې د عراق اشغال ته د پای ټکی کېښود. په داسې حال کې چې بوش د شمالي امریکا ترمنځ د آزادې سوداګرۍ هوکړه ((NAFTA لاسلیک کړه او د امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ یې سوداګریز بلاک جوړ کړ، خو د ده د ولسمشرۍ ترپایه پورې دغه هوکړه تصویب نه شوه. په داخلي کچه، بوش د بودیجې د کمښت (کسر) د پوره کولو په پلمه مالیات لوړ کړل، چې د ۱۹۸۸ ز کال د ټاکنیزو سیالیو پر مهال خپله ورکړې ژمنه یې تر پښو لاندې کړه. نوموړي د امریکایي معلولینو لپاره د ۱۹۹۰ ز کال قانون (the Americans with Disabilities Act of 1990) لاسلیک او ډېوېډ سوتر (David Souter) او کلارنس توماس (Clarence Thomas) یې په ستره محکمه کې وګومارل. بوش د اقتصاد د خرابېدو، د مالیاتو په برخه کې د خپلې ژمنې د ماتولو او له سړې جګړې وروسته سیاسي چاپېریال کې بهرني سیاست ته په کمه کچه د پام له امله، د ۱۹۹۲ ز کال ولسمشریزې ټاکنې دیموکرات نوماند بېل کلېنټن (Bill Clinton) ته وبایللې.
په ۱۹۹۳ ز کال کې د واک له خوشي کولو وروسته، بوش په بشردوستانه چارو بوخت شو او تر ډېره یې د خپل پخواني سیال بېل کلېنټون ترڅنګ کار کاوه. وروسته له هغه چې په ۲۰۰۰ ز کال د هغه زوی جورج ډبلیو بوش واک ترلاسه کړ، له جان آدامز او جان کوینسي آدامز نه وروسته دویم پلار او زوی و چې د هېواد د ولسمشر په توګه یې خدمت وکړ. د هغه بل زوی جېب بوش په ۲۰۱۶ ز کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د نوماندۍ په ټاکنو کې پاتې راغی. تاریخ پوهان په عامه بڼه، هغه له منځنۍ کچې څخه د لوړې پوړۍ ولسمشر بولي.
ولسمشري (۱۹۸۹-۱۹۹۳ ز)
[سمول]د ۱۹۸۹ ز کال د جنوري په ۲۰ مه، بوش د رونالډ ریګن له ولسمشرۍ وروسته لوړه وکړه. د بوش لومړنۍ ستره ګومارنه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د جېمز بېکر (James Baker) ټاکل و. د دفاع وزارت مشري یې ډېک چیني (Dick Cheney) ته ورکړه، هغه چې د جرالډ فورډ د ولسمشرۍ پر مهال د ولسمشر د چارو د ادارې د مشر په توګه خدمت کړی و او وروسته بیا د هغه د زوی جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال یې د ولسمشر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. جک کېمپ (Jack Kemp) یې د کور جوړولو او ښاري پراختیا د وزیر په توګه وټاکه، د باب ډول مېرمن الیزابت ډول (Elizabeth Dole) چې د ترانسپورټ پخوانۍ وزیره وه، د بوش تر واکمنۍ لاندې د کار د وزیرې په توګه وګمارل شوه. بوش د ریګن د کابینې یو شمېر وزیران، لکه: د مالیې وزیر نیکولاس ایف براډي (Nicholas F. Brady)، لوی څارنوال ډېک ټورنبرګ (Dick Thornburgh) او د پوهنې وزیر لورو کاوازوس (Lauro Cavazos) په خپله کابینه کې وساتل. د نیوهمپشایر والي جان سونونو (John Sununu) چې د ۱۹۸۸ ز په ټاکنیزو سیالیو کې د بوش پیاوړی ملاتړی و، د سپینې ماڼۍ د چارو د ادارې د مشر په توګه وګومارل شو. برنټ اسکوکرافټ (Brent Scowcroft) ته د ملي امنیت مشاوریت ورکړل شو، چې د فورډ د ولسمشرۍ پر مهال یې هم دغه څوکۍ لرله.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
بهرنۍ چارې
[سمول]د سړې جګړې پای
[سمول]بوش د خپلې ولسمشرۍ په لومړي کال کې د شوروي اتحاد پر وړاندې د ریګن د ډیټنټه (détente) پالیسي کارول ودرول. بوش او د هغه سلاکارانو په پیل کې د ګورباچوف په اړه بېلابېل نظریات لرل؛ د دولت یو شمېر چارواکو هغه د اصلاح غوښتونکي دیموکرات په توګه یادوه، خو یو شمېر نوروهغه په دې تورن کاوه چې هڅه کوي، د یو شمېر بدلونونو په راوړلو سره، شوروي اتحاد د امریکا له متحده ایالاتو سره د سیالۍ ځایګي ته ورسوي. په ۱۹۸۹ ز کال کې په ختیځه اروپا کې ټول کمونیستي دولتونه ونړېدل. ګورباچوف دغو هېوادونو ته د شوروي لښکرو په نه لېږلوسره، په عملي توګه د بریژنیف د دکتورینو کارول پرېښودل. د امریکا متحده ایالاتو په مستقیم ډول په دغو بدلونونو کې ونډه نه لرله، خو د بوش دولت د راتلونکو دیموکراتیکو اصلاحاتو د کمزوري کولو څخه د مخنیوي په موخه، د ختیځ بلاک د ړنګېدو له ستایلو ډډه وکړه.[۲۶][۲۷][۲۸]
بوش او ګورباچوف د ۱۹۸۹ ز کال په دسمبر میاشت کې د مالتا ناستې (Malta Summit) په ترڅ کې سره ولیدل. په داسې حال کې چې ډېری ښي اړخو د ګورباچوف په اړه له احتیاط کار اخست، خو بوش په دې باور هغه ته نږدې شو، چې ګورباچوف به په ښه نیت خبرې وکړي. بوش د خپلې ولسمشرۍ تر پایه له ګورباچوف سره د همکارۍ اړیکو ساتلو په هڅه کې و، ځکه باور یې درلود چې هغه د سولې لپاره کیلي ده. د مالتا ناستې اصلي موضوع په باالقوه توګه د جرمني یو موټی کېدل و. په داسې حال کې چې بریتانیا او فرانسې د جرمني د بیا یووالي اړوند له احتیاط نه کار اخیست. بوش د لویدیځ جرمني له لومړي وزیرهلموت کوهل (Helmut Kohl) سره چې د جرمني په یوموټي کېدو یې ټینګار درلود، ودرېد. بوش باور درلود چې یو موټی جرمني به، د امریکا د ګټو په خدمت کې وي. له ډېرو خبرو اترو وروسته، ګورباچوف هوکړه وکړه چې پرېږدي، جرمني یو موټی او د ناټو برخه واوسي، جرمني په رسمي توګه د ۱۹۹۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې مسکو ته د میلیاردونو مارکونو له ورکولو وروسته یو موټی شو.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
ګورباچوف په شوروي اتحاد کې دننه د نشنلیستي یا ملي والي خوځښتونو پر وړاندې له زورنه کار واخیست. په لیتوانیا کې کړکېچ، بوش په سخت موقعیت کې پرېښود، په داسې حال کې چې هغه د جرمني د یو موټي کېدو په برخه کې د ګورباچوف همکارۍ ته اړتیا لرله او وېرېده چې د شوروي اتحاد په نړېدو به اټومي وسلې خطرناکو لاسونو ته ولوېږي. د بوش دولت د ګورباچوف له خوا د لیتوانیا د خپلواکۍ د خوځښت د ځپلو په برخه کې ډېر نرم غبرګون وښود او د مستقیمي لاسوهنې په موخه یې هېڅ ګام پورته نه کړ. بوش خپلواکۍ غوښتونکو خوځښتونو ته د هغو بې نظمیو په اړه چې له شوروي اتحاد څخه د جلا کېدو په حالت کې یې امکان درلود، رامنځته شوې وای، خبرداری ورکړ؛ هغه په ۱۹۹۱ ز کال کې د وینا پر مهال چې منتقدین یې”د کیف د چرګوړي وینا“ (Chicken Kiev speech) په نوم یادوي، هغه”د ځان وژونکي ملي توب“ (suicidal nationalism) په اړه خبرداری ورکړ. د ۱۹۹۱ ز کال په جولای میاشت کې بوش او ګورباچوف د ستراتیژیکو وسلو د کمولو هوکړه لیک (Strategic Arms Reduction Treaty (START I)) لاسلیک کړ، چې له مخې یې دواړو هېوادونو هوکړه وکړه، چې خپلې ستراتیژیکې اټومي وسلې به تر ۳۰سلنه کچې پورې کموي.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ سرچينې تړی: http://www.cnn.com/2012/12/14/us/george-h-w-bush---fast-facts/.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118844911. ذکر کېدنه: Catalog of the German National Library. Retrieved: ۱ مې ۲۰۲۴. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6rn35w2. Subject named as: George H. W. Bush. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Discogs. Discogs artist ID: 879473. Subject named as: George H. W. Bush. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.washingtonpost.com/local/obituaries/george-hw-bush-41st-president-of-the-united-states-dies-at-94/2018/11/30/42fa2ea2-61e2-11e8-99d2-0d678ec08c2f_story.html?noredirect=on. Retrieved: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.tagesschau.de/ausland/bushgeorge-senior-nachruf-101.html. Retrieved: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.zdf.de/nachrichten/heute/ohne-george-bush-senior-keine-deutsche-einheit-100.html. Published in: ZDF heute. Retrieved: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.leparisien.fr/international/l-ancien-president-americain-george-bush-est-decede-01-12-2018-7958361.php. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. Retrieved: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸. Quotation: La famille a précisé que George H. W. Bush était mort à Houston (Texas). Publisher: Le Parisien. خپرېدو نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۱۸.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn20010525101. Retrieved: ۱ مارچ ۲۰۲۲.
- ↑ CONOR.SI ID: 90648675. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
- ↑ ذکر کېدنه: NNDB. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۱۴٫۰۰ ۱۴٫۰۱ ۱۴٫۰۲ ۱۴٫۰۳ ۱۴٫۰۴ ۱۴٫۰۵ ۱۴٫۰۶ ۱۴٫۰۷ ۱۴٫۰۸ ۱۴٫۰۹ ۱۴٫۱۰ ۱۴٫۱۱ ۱۴٫۱۲ ۱۴٫۱۳ ۱۴٫۱۴ ۱۴٫۱۵ ۱۴٫۱۶ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.jfklibrary.org/events-and-awards/profile-in-courage-award/award-recipients/george-hw-bush-2014.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.harvard.edu/on-campus/commencement/honorary-degrees. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://president.ee/et/teenetemargid/teenetemarkide-kavalerid/11766-george-herbert-walker-bush. Retrieved: ۱۰ جون ۲۰۲۴.
- ↑ سرچينې تړی: https://cesky.radio.cz/zpravy-utery-07-brezna-2000-8056336.
- ↑ سرچينې تړی: https://commencement.miami.edu/about-us/archives/honorary-degree-recipients/index.html.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.moe.gov.cn/s78/A22/xwb_left/moe_829/tnull_44386.html. Retrieved: ۱۱ اپرېل ۲۰۱۹. اثر ژبه: چينايي ژبه. Publisher: Ministry of Education of the People's Republic of China.
- ↑ Greene (2015), pp. 53–55
- ↑ Naftali (2007), pp. 69–70
- ↑ Greene (2015), pp. 56–57
- ↑ Greene (2015), pp. 55–56
- ↑ Naftali (2007), pp. 66–67
- ↑ Greene (2015), pp. 110–112
- ↑ Meacham (2015), pp. 368–369
- ↑ Herring (2008), pp. 904–906
- ↑ Meacham (2015), pp. 385–387
- ↑ Naftali (2007), pp. 91–93
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Meacham (2015), pp. 400–402
- ↑ Greene (2015), pp. 126, 134–137
- ↑ Greene (2015), pp. 120–121
- ↑ Herring (2008), p. 907
- ↑ Herring (2008), pp. 907, 913–914
- ↑ Greene (2015), p. 204
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2048 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي