ترکاڼي (ټبر)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تر کاڼي (تر کلا ڼي) د پښتنو يوه ډيره مشهوره قبيله ده چې د سړ بن په ټو لنيز گروپ پورې تړ لې ده٠ ترکا ڼي د پښتنو د نورو قبيلو په لړ کې يو سفزيو،مندړو او گگيا ڼيو ته ډير نږدې او دغه درې واړه قبېلې د تر کا ڼيو په گډون د ښا خي خيلو يا خو ښي خيلو په نا مه سره يا ديږي٠

دغه قبيله په پخو ا نيو متو نو کې او له هغې جملې نه د اخوند درويزه په" تذ کرت الابرار والا شرار" کې د تر کلا ڼي په نا مه يا ده شوې ده، خو اوس معمو لا د تر کا ڼي په ليکدود ليکله کيږي٠

يو سفزي، مندړ، گگيا ڼي او تر کا ڼي چې په مجمو عي ډول د ښا خي خيلو په نا مه يا ديږي ددوی اصلي او لو مړ نی ټا ټو بی د کند هار دار غستان د سيمې په حدودو کې د غو نډان او سره غره په شا او خواکې هغه ځمکه ده چې دغوړې مر غۍ په نا مه يا ديږي٠ دوی چې دتر ينو پښتنو په گا ونډ کې او سيدل د تر ينو د فشار له کبله يې خپله سيمه پر يښوده او د غو ريا خيلو له خوا دمقر په کڅۍ کې په ور کړل شوې ځمکه با ندې د څه وخت له پاره ميشته شول، خو له غوريا خيلو هم خو ابدي شول او هغه ځمکه يې هم پر يښوده چې په نتيجه کې د کابل خواته را و خو ځيدل ٠کا بل٠ دراتگ په وخت کې اتما نخيل هم ورسره ملگري شو ل اوبيا د کا بل په شا او خوا ورشو گا نو کې ميشته شول٠

په هغه وخت کې په کا بل کې د تيموري کو رنۍ مرزا ابو سعيد واکمن و چې ور پسې يې زوی مرزا الغ بيگ د همد غو پښتنو په مر سته په کا بل او غزني کې په ١٤٦٩ ميلادي کال کې واکمن شو٠ له دغه ځا يه ددې خبرې اټکل کيدای شي چې ښا يي ښا خي خيل پښتا نه به د کا بل ور شو گا نو ته د پنځلسمې عيسوي پيړۍد لو مړۍ نيما يي په ورو ستيوکلونو کې را غلي وي٠

مرزا الغ بيگ چې تر څو پورې کمزوری و د همد غو پښتنو نه يې مر سته غو ښته او په همد غو پښتنو به يې ځان سا ته، خو کله چې په خپلو پښو ودريد اوپياوړی شو د پښتنو سره يې په مخا لفت لاس پورې کړ٠ په پای کې الغ بيگ وپتييله او هوډ يې وکړ چې ددوی پياوړی ځواک مات کړي٠ هما غه و چې دښا خي خيلو پښتنو مشرانو ته يې دوکه ورکړه او هغه دا چې د ښا خي خيلو پښتنو مشرانو ته يې يوه ميلمستيا جوړه کړه او په ډير چل ول سره يې دهغوی د ٩٠٠ تنو په شا او خو اکې يې په يوه شپه له تيغه تير کړل چې اديره يې د کابل دمر نجان د غو نډۍ د سياه سنگ د غره په لمنه کې پر ته ده٠ دا پيښه په غالب گو مان د ١٤٨٠-١٤٩٠ عيسوي کلو نو تر مينځ رامينځ ته شوې ده٠

تردې خو نړۍ او خو اشينوونکې پيښې نه ورو سته ښا خي خيل پښتا نه د کا بل نه دننگر هار خو اته وليږ ديدل، خو ترکا ڼيو په لغمان کې واړول٠ يو سفزي، گگياڼي او اتما نخيل په ننگر هار کې او سيدل چې بيا نو موړې درې قبيلې په سوات کې ميشته شوې، خو تر کا ڼي چې په لغمان کې استو گن شوي وو دلغمان خلکو ددوی له لا سه په کا بل کې مغو لي واکمن ته ددوی له لا سه شکايت وکړ چې بيا د مغو لي پو ځو نو د فشار په و جه دې ته اړ ايستل شول چې دلغمان سيمه پر يږدي او با جوړ ته لاړ شي چې له هما غه و خته د با جوړ په سيمه کې استو گنه لري چې د افغا نستان د کو نړ ولايت سره گډه پو له لري٠

قبيلوي جو ړښت : تر کاڼي په لا ند نيو ښا خو نو با ندې ويشل شوي دي: سالارزي، ماموند، ابراهيم زي، اسوزي او اسماعيل زي٠

١- سالارزي: چې دبا جوړ په لر امدک،بر امدک، لر سدين،بر سدين،ښار، ناوه گۍ،کو ټکی،اليکی، چار منگ، بابو قره اورود کې ميشته دي٠ په سالارزيو کې د برم او لاده برم خيل او هلال خيل د دانگام او اسمار دتا ريخ سره نه شليد ونکي تړاو لري٠په با جوړ سر بيره د افغا نستان د کو نړ ولا يت کې هم ډير شمير سا لارزي استو گنه لري اوددوی د استو گني ځا يو نه په لاندې ډول دي: دانگام،شو نکړۍ،اغز باغ،اسمار،ساو خوړ،ناړۍ، څو کۍ،بار گام،ازير گل،بر يکوټ،ډمبرو،حصاره، کراړه،دم کلي، نر نگ، کنجگل،دو نايي او ټا نکو دره کې ميشته دي

٢-ماموند: ماموند په دوو مهمو ښا خو نو ويشل شوي دي٠ لوی ماموند چې کاکازي هم ور ته وايي او واړه ماموند٠ د ماموند لوی اکثريت په باجوړ کې او سيږي٠ ددوی ختيز ته سالارزي، شمال ته يې دا نگام، شمال لويديز ته يې شوړ تن او دمرورې درې، لويديز ته يې چا رمنگ او سهيل ته يې دښار ريا ست پروت دی٠ لوی ما مو ند د ما مو ندو په شمال او لو يديز کې ميشته دي٠ په ختيز کې د لو يو ما مو ندو او سا لارزو تر مينځ بر يد( حد) د ملا سيد غر دی او دلو يو او وړو ما مندو تر مينځ بر يد لوی خوړ دی٠ دلو يو مامو ندو د څا نگو او خيلو نو نو مو نه دادي: مسعود خيل، عمر خيل، يو سف خيل، سليمان خيل او خلوزي٠ دوړو ما موندو خيلونه بړوزي ،اوريازي او برم کازي دي٠ دلو يو ماموندو کلي دادي: غاښی، شبنتر،ذکي کوټ،گيري، زري او تر خو٠ دوړ ما مو ندو کلي دادي: څپري، مو ضی،کگی،وړوکی خرکی، با نډه،شا هي تنگی، لوی خرکی ،بدان،ډ مه ډوله او ډبر٠

٣- ابراهيم خيل: په ټو له تر کاڼي قبيله کې ابراهيم خيل د مشر توب او اعتبار څښتن دي٠ دوی په اصل کې په سا لارزيو ور گډ يږي، خو له کو مه وخته چې ابر اهيم نو می دبا جوړ دسالارزيو مشر د خپلې سيمې د ازادۍ له پاره د مغو لو د امپر اتورۍ سره ډيرې جگړې وکړې او د با جوړ د سيمې خپلواکي يې په ډيرې ميړاني سره وسا تله، نو دهغه ځای دپښتنو له خوا ده ته د خان لقب ورکړ چې دغه مشري تر ډيرې مو دې له پاره دده په کو رنۍ کې پا تې شوه او او لاده يې د ابر اهيم خيلو په نا مه سره ياده شوه٠

٤- اسوزي: په ميدان او براول کې استو گنه لري٠

٥- اسما عيل زي: چې په ميدان او براول کې استو گنه لري٠

د باجوړ نه بر سيره تر کاڼي په دير او دافغا نستان د کو نړ په ولايت کې هم استو گنه لري چې په دير کې ميشته تر کا ڼي په براول،ميدان او جندول کې استو گنه لري٠ ترکاڼي زړور،ميلمه پا لو نکي او غير تي خلک دي٠ په با جوړ کې د تر کا ڼيو شمير د ١٨٠٠٠٠تنو په شا او خو اکې ښودل شوي دي،همداراز په دير کې ٨٠٠٠٠ تنه او دافغا نستان د کو نړ په ولايت کې دتر کا ڼيو شمير د ٤٥٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښودل شوي دي٠

داهم وگورۍ

سرچينې

  • ١- دپښتنو ټو لنيز-اقتصادي جوړښت، دپښتو څيړنو بين المللي مرکز، دافغا نستان د علومو اکا ډمي،١٣٦٠ کال٠
  • ٢-پير معظم شاه، تواريخ حا فظ رحمت خاني، پيښور، پښتو اکيډ يمي،١٩٧١ کال٠
  • ٣- تذکرت الا برار والاشرار ، د اخوند در ويزه تاليف،اداره اشاعت سر حد،پيښور،١٩٦٠ کال
  • ٤-تا ريخ حيات افغا ني پښتو ژباړه، د محمد حيات خان تاليف ، د پيښور چاپ،٢٣٤ مخ٠
  • ٥- پښتني قبيلي، دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ ٧٥- ٧٦-٧٧او٧٨ مخونه٠