برېښنايي انجنيري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


برېښنايي انجنيري د انجنيرۍ هغه څانګه ده، چې د هغو توکو، وسيلو او سيستمونو له څېړلو، ډيزاين او کارولو څخه بحث کوي، چې له برېښنا، برېښنايي توکو او برېښنايي مقناطيسيت يا الکترومګنيتيزم څخه ګټه پورته کوي. د ۱۹ پېړۍ په وروستي نيمايي کې د برېښنايي ټيلېګراف، ټيليفون او د برېښنايي برېښنا توليد، وېش او کارونې له سوداګريز کېدنې څخه وروسته د پېژندلو وړ مسلک په توګه راڅرګنده شوه.  

برېښنايي انجنيري د کمپيوټر انجنيرۍ، د سيستمونو انجنيرۍ، د برېښنا انجنيرۍ، مخابراتو، د راډيو فريکوينسي انجنيرۍ، د زيګنال يا اشارو پروسس کولو، د وسايلو د کارونې، فوټوولټيک حجرو، الکترونيک، د رڼا او ليد پوهنې او فوتونيک په ګډون د بېلابېلو څانګو په پراخه لړۍ باندې وېشل شوې ده. زياتره دا څانګه د انجنيرۍ له نورو څانګو سره يو ځای کېږي او د سختغالي انجنيرۍ، د برېښنا الکترونيک، الکترومقناطيسيتونو او څپو، د کوچنۍ څپې انجنيرۍ، نانو ټيکنالوژۍ، د نوې کېدلو وړ انرژيو، ميکاترونيک/کنترول او د برېښنايي موادو د پوهې په ګډون په پراخه کچه ځانګړې کاري سيمې يا تخصصونه رانغاړي.

برېښنايي انجنيري په نمونه يي ډول په برېښنايي انجنيرۍ “electrical engineering” يا برېښنا اړوند انجنيرۍ “electronic engineering” کې يو سند په پام کې لري. د انجنيرۍ پلي کوونکي ښايي مسلکي سند ولري او د يوې مسلکي ادارې يا د معيارونو د نړيوال سازمان غړي وي. ځينې دا ډول ادارې برېښنايي تخنيکي نړيوال کميسيون (International Electrotechnical Commission (IEC))، د برېښنايي او الکترونيک انجنيرانو انسټيټيوټ (Institute of Electrical and Electronics Engineers (IEEE)) او د انجنيرۍ او ټيکنالوژۍ انسټيټيوټ “Institution of Engineering and Technology (IET)” دي (چې وار له مخه IEE و).

برېښنايي انجنيران په خورا پراخه کچه صنعتونو کې کار کوي او اړين مهارتونه په همدې ډول توپير لري. دا مهارتونه د برېښنا د بهير د لارې (سرکټ) له نظريې څخه د يوې پروژې د مدير تر مديريتي مهارتونو پورې ترتېبېږي. هغه توکي يا لوازم چې ښايي يو انجنير ورته اړتيا ولري، په ورته ډول بدلون کونکي دي، چې له يو ساده ولټ متر څخه تر پېچلي ډيزاين او توليدي نرمغالي پورې لړۍ جوړوي.

تاريخچه[سمول]

برېښنا لږ تر لږه د ۱۷ پېړۍ له لومړيو راهيسې د پوهنيزې برخې يوه موضوع ده. ويليم ګيلبرت “William Gilbert” يو لومړنی نامتو برېښنايي پوه او لومړنی شخص و، چې د مقناطيسيت او ساکنې برېښنا تر منځ روښانه توپير څرګندوي. نوموړي ته د برېښنا “electricity” اصطلاح د رامنځته کولو امتياز ورکول کېږی. نوموړي versorium هم جوړ کړ. ويرسوريوم هغه وسيله ده، چې په ساکن ډول د چارج شويو څيزونو شتون مومي يا کشف کوي. سويډني پروفيسور جوهان وېلکي “Johan Wilcke” په ۱۷۶۲ زکال کې په لومړي ځل يوه وسيله رامنځته کړه، چې ساکن برېښنايي چارج يې توليد کړ او وسيله وروسته الکتروفورس “electrophorus” ونومول شوه. په ۱۸۰۰ کالونو کې اليساندرو ولټا “Alessandro Volta” ولټايک پايل “Voltaic Pile” جوړ کړی و، چې د ويي له مخې د برېښنايي کوټه کېدلو معنی لري او د برېښنايي بټرۍ پيغام وړونکې وسيله ده. [۱]

۱۹ پېړۍ[سمول]

په ۱۹ پېړۍ کې د موضوع په اړه څېړنې په پياوړي کېدلو پيل وکړ. په دې پېړۍ کې د يادونې وړ پرمختګونه د هانس عيسوي اورسټېډ “Hans Christian Orsted” کار و، چې په ۱۹۲۰ ز کال کې يې وموندل چې يو برېښنايي بهير مقناطيسي برخه يا ساحه توليدوي، چې د يو قطب نما ستن به کږه کړي؛ د ويليم سټرجين “William Sturgeon” کار، چې په ۱۸۲۵ زکال کې يې برېښنايي مقناطيس نوی رامنځته کړ؛ د جوزف هنري “Joseph Henry” او ايډوارډ ډاوي “Edward Davy” کار، چې په ۱۸۳۵ ز کال کې يې برېښنايي تکيه “electrical relay” نوې رامنځته کړه، د جورج اوهم “Georg Ohm” کار، چې په ۱۸۲۷ ز کال کې يې په يو لارښود يا هادي کې د برېښنايي بهير او بالقوه توپير تر منځ اړيکه اندازه کړه؛ د مايکل فاراډی “Michael Faraday” کار، چې د په ۱۸۳۱ کال کې د “electromagnetic induction” کاشف يا موندونکی دی او د جيمز کلرک مکسول “James Clerk Maxwell” کار، چې په ۱۸۷۳ ز کال يې تر «برېښنا او مقناطيسيت:Electricity and Magnetism» تر سرليک لاندې خپل پوهن ليک يا علمي رساله کې د برېښنا او مقناطيسيت يوه واحده نظريه خپره کړه. [۲][۳]

جورجيس لويس لي سېچ ‘’ په ۱۷۸۲ ز کال برلين کې د ۲۴ بېلابېلو تارونو په کارونې سره ښايي د نړۍ په کچه د برېښنایي تلګراف لومړنۍ بڼه جوړه او وړاندې کړه، چې هر تار په کې د الفبا د يو توري لپاره و. دې ټلګراف دوه خونې صره وصل کړي. دا يو الکتروسټاټيک (برېښنايي ساکن) و، چې د برېښنايي هادي په واسطه يې د سرو زرو پاڼه ولېږدوله.

فرانسيسکو سالوا کېمپيلو د الکتروسټاټيک ټلګراف د يو سيستم وړانديز وکړ. نوموړي د ۱۸۰۳ او ۱۸۰۴ ز کالونو تر منځ پر برېښنايي ټلګراف باندې کار وکړ او په ۱۹۰۴ ز کال کې يې د بارسلونا د طبيعي پوهو او هنرونو په شاهي اکاډمۍ (Royal Academy of Natural Sciences and Arts of Barcelona) کې خپل راپور وړاندې کړ. د ساوا د الکترولايت [هغه ماده چې که چېرې ورځنې برېښنايي بهير تېر شي، مواد د غاز يا جامد په بڼه له ځانه لرې کوي) ټلګراف سيستم خورا نوښتيز و، که څه هم په ۱۸۰۰ کالونو کې په اروپا کې د دوه نويو موندنو يا کشفونو تر سترې اغېزې لاندې راغی او پر همدې موندنو يې تکيه وکړه، چې يوه موندنه د برېښنايي بهير د توليد لپاره د اليساندرو اولټا ‘Alessandro Volta’ بټري وه او بله د ويليم نيکلسن ‘William Nicholson’ او انتوني کارلايل ‘Anthony Carlyle’ د اوبو الکترولايزز وه. برېښنايي ټلګرافي ښايي د برېښنايي انجنيرۍ لومړنۍ بېلګه وګڼل شي. برېښنايي انجنيري د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې يو مسلک شو. د دې برخې کارکونکو د برېښنايي ټلګراف يوه نړيواله شبکه جوړه کړې ده او د مسلکي برېښنايي انجنيرۍ ادارې يا بنسټونه د دې نوې څانګې د ملاتړ په موخه په انګليستان او د امريکا متحده ايالتونو کې رامنځته شوې. فرانسس رونالډ “Francis Ronald” په ۱۸۱۶ ز کال کې د برېښنايي ټلګراف يو سيستم جوړ کړ او خپل دا ليد يې مستند کړ، چې نړۍ څرنګه کولی شي، چې د برېښنا له لارې خپلې بڼه بدله کړي. نوموړی په تېرو ۵۰ وروستيو کالونو کې د ټګلراف انجنيرانو له نوې ټولنې سره يو ځای شو (چې ډېر ژر يې نوم د برېښنايي انجنيرانو بنسټ “Institution of Electrical Engineers” ته بدل شو)، چې نوموړی په کې د خپلې ډلې د نورو غړو له لورې د لومړني شخص په توګه ګڼل کېده. د ۱۹ پېړۍ په پای کې نړۍ د چټکو مخابراتي اړيکو له لارې د تل لپاره بدله شوې وه، چې د ځمکنيو تارونو، تر سمندر لاندې کېبلونو او له نږدې ۱۸۹۰ ز کال څخه د بې سيم ټلګراف د انجنيري پرمختګ په واسطه شونې شوه. [۴][۵][۶][۷][۸]

په دې ډول څانګو کې عملي کارونو او پرمختګونو د انداې د معياري شوي، واحدونو زياتېدونکې اړتيا رامنځته کړه، چې د ولټ، امپير، کولمب، اوم، فاراد او هنري واحدونو د نړيوالې معياري کېدنې لامل شول. دا په ۱۸۹۳ ز کال د شيکاګو په يو نړيوال کنفرانس کې تر لاسه شو. د دې معيارونو خپرېدنې په بېلابېلو صنعتونو کې په معياري کولو کې د راتلونکو پرمختګونو بنسټ جوړ کړ او په زياتو هېوادونو کې يې پېژندنې په سمدستي ډول په اړوندو مقننه برخو کې له سره په وپېژندل شوې. [۹][۱۰]

د دې کالونو پر مهال په پراخه کچه فکر کېده چې برېښنا څېړنه د فزيک فرعي څانګه ده، ځکه چې لومړنۍ برېښنايي ټيکنالوژي په طبيعت کې الکتروميخانيکي ګڼل کېده. (Technische Universität Darmstadt) په ۱۸۸۲ ز کال کې د نړۍ په کچه د برېښنايي انجنيرۍ لومړنۍ څانګه جوړه کړه او په ۱۸۸۳ ز کال يې په برېښنايي انجنيرۍ کې د لومړۍ درجې دوره وړاندې کړه. په متحده ايالتونو کې د برېښنايي انجنيرۍ لومړۍ درجه خپرونه «ماساچوسيتس د تيکنالوژۍ انسټيټيوټ (Massachusetts Institute of Technology (MIT))» په فزيک څانګه کې د پروفيسور چارلس کراس “Professor Charles Cross” تر لارښوونې لاندې کې پيل شوه، که څه هم د کورنيل پوهنتون “Cornell University” و، چې په ۱۸۸۵ ز کال يې د نړۍ په کچه د برېښنايي انجنيرۍ لومړني فارغان وړاندې کړل. د برېښنايي انجنيرۍ برخه کې لومړنۍ دوره په ۱۸۸۳ ز کال د کورنيل پوهنتون د ميخانيکي انجنيرۍ او ميخانيک هنرونو په سيبلي پوهنځي (Sibley College of Mechanical Engineering and Mechanic Arts) کې تدريس شو. د کورنيل پوهنتون رئيس اندريو ډيکسن وايټ “Andrew Dickson White” تر نږدې ۱۸۸۵ ز کال پورې په متحده ايالتونو کې د برېښنايي انجنيرۍ لومړنۍ څانګه نه وه رامنځته کړې. په همدې کال کې “University College London” په لويه برتانيه کې ند برېښنايي انجنيرۍ لومړنۍ څوکۍ رامنځته کړه. لږه موده وروسته په ۱۸۸۶ ز کال کې د ميسوري پوهنتون ‘University of Missoruri’ کې پروفيسور مينډيل پي وينباچ “Professor Mendell P. Weinbach” د برېښنايي انجنيرۍ څانګې په رامنځته کولو سره خپله غوښتنه وڅارله. له دې څخه وروسته د ټيکنالوژۍ پوهنتونونو او انسټيټيوټونو په وار وار په ټوله نړۍ کې خپلو زده کوونکو ته د برېښنايي انجنيرۍ خپرونو وړاندې کول پيل کړل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Martinsen او Grimnes 2011، ص. 411.
  2. Kirby, Richard S. (1990), Engineering in History, Courier Dover Publications, د کتاب پاڼي 331–33, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-26412-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lambourne 2010، ص. 11.
  4. "Francesc Salvà i Campillo : Biography". ethw.org. 25 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Roberts, Steven. "Distant Writing: A History of the Telegraph Companies in Britain between 1838 and 1868: 2. Introduction". Using these discoveries a number of inventors or rather ‘adapters’ appeared, taking this new knowledge, transforming it into useful ideas with commercial utility; the first of these ‘products’ was the use of electricity to transmit information between distant points, the electric telegraph. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ronalds, B.F. (July 2016). "Francis Ronalds (1788–1873): The First Electrical Engineer?". Proceedings of the IEEE. 104 (7): 1489–1498. doi:10.1109/JPROC.2016.2571358. S2CID 20662894. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ronalds, B.F. (2016). Sir Francis Ronalds: Father of the Electric Telegraph. London: Imperial College Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78326-917-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ronalds, B.F. (2016). "Sir Francis Ronalds and the Electric Telegraph". International Journal for the History of Engineering & Technology. 86: 42–55. doi:10.1080/17581206.2015.1119481. S2CID 113256632. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tunbridge 1992.
  10. Rosenberg 2008، ص. 9.
  11. Darmstadt, Technische Universität. "Historie". Technische Universität Darmstadt (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "History – School of Electrical and Computer Engineering – Cornell Engineering". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  14. "Andrew Dickson White | Office of the President". president.cornell.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The Electrical Engineer. 1911. د کتاب پاڼې 54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Department History – Electrical & Computer Engineering". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ نومبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wildes او Lindgren 1985، ص. 19.