برمودا
برمودا (چې له تاریخي اړخه د برموداس يا سومرز ټاپوګانو په نوم پېژندل کېږي) په شمالي اتلانتيک سمندر کې د بریتانيې له سمندرونو ور هاخوا سيمه ده. تر ټولو نژدې بهرنۍ سيمه ورته د امريکا شمالي کارولينا ايالت دی، د هغې شمال-لوېديځ، لويديځ لور ته شا او خوا ۱۰۳۵ کيلو متره (۶۴۳ ميله) لرې موقعيت لري. برمودا له ۱۸۱ ټاپوګانو څخه جوړ يو مجمع الجزاير دی، که څه هم ډېر مهم ټاپوګان يې سره په پلونو تړلي دي او داسې برېښي چې د ځمکې یوه کتله جوړوي. برمودا ۵۴ کيلو متر مربعه (۲۱مربع ميل) ځمکې سیمه لري. برمودا نيمه استوايي اقليم لري چې ژمي او دوبي يې معتدل دي. اقليم يې هم د شمالي نيمې کرې د نورو ساحلي سيمو په څېر سمندري ځانګړتیاوې لري، په کوم کې چې هوا له سمندر څخه توده او نمجنه په پرتليز ډول لوړه نمي او ثابته د تودوخې درجه ساتي. برمودا د سمندري توپان په تنګي کې موقعيت لري او په همدې بنسټ د سختې هوا په مخ کې پرته سیمه ده، خو بيا هم، يوه مرجاني ګاره او دې کمربند په شمال کې د هغې موقعيت ته تر يو بريده خونديتوب ورکړی، کوم چې د رانژدې کېدونکو توپانونو لوری او سختوالی محدودوي.[۱][۲] د برمودا نوم د هسپانوي لوڅاوو «جوان ډي برموډيز» په نوم اېښودل شوی دی، چا چې دا مجمع الجزاير په ۱۵۰۵ز کال کې کشف کړی و. په دې ټاپوګانو کې له ۱۶۱۲ز کال راهيسې په دايمي ډول انسانان ژوند کوي، دا له هغه وخته کله چې په «سينټ جارج» کې يو هميشنی کلی جوړ شو. برمودا چې د بریتانوي امريکا یوه برخه ده، د شاهي منشور تر مخې تر ۱۶۸۴ز کال پورې د «سومرز ايلز» شرکت له خوا اداره کېده، تر دې چې يوه شاهي مستعمره وګرځېده. په ۱۶۱۶ز کال کې برمودا ته لومړي افريقايی مريان واستول شول، خو بشپړه کرنيزه مستعمره ونه ګرځول شوه او د اولسمې پېړۍ تر وروستيو پورې د مريانو سوداګري تر ډېره بريده بنده شوه. د هغې پر ځای اقتصاد د سمندر لور ته مخه کړه، دې مستعمرې د سوداګرو، خصوصي خلکو او شاهي سمندري ځواک لپاره د مرکز په توګه کار کاوه، د همدې نومونه «برمودا ريګ» او «برمودا سلوپ» (د بېړیو نومونه دي) ته ورکړل شول. له نولسمې پېړۍ راهيسې سياحت د برمودا د اقتصاد يوه مهمه برخه ده، له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا سيمه د سمندر په غاړه يو څرګند مالي مرکز او د مالياتو پناه ځای وګرځېد. برمودا په نهه برخو وېشل شوې سيمه ده، په خپله اداره کېدونکې پارلماني جمهوريت دی، د کوم د دوه جرګو څخه جوړ پارلمان چې په پلازمېنه «هيميلټن» کې موقعيت لري. د اسامبلۍ جرګه يې له ۱۶۲۰ز کال راهيسې شته او په دې ډول د نړۍ يو له لرغونو قانون جوړونکو جرګو څخه ده. صدر اعظم يې د حکومت مشر وي، نوموړی په رسمي ډول د والي له خوا ټاکل کېږي، څوک چې د بریتانيې د حکومت له خوا د ملکې د استازي په توګه نومول کېږي. انګلستان يې د بهرنيو چارو او دفاع مسئوليت په غاړه لري. په ۱۹۹۵ز کال کې یوه خپلواکه ټولپوښتنه تر سره شوې وه چې غوڅ اکثريت په کې د خپلواکۍ پر ضد رايه ورکړه. د ۲۰۱۸ز کال د جون تر مياشتې پورې، د برمودا نفوس ۷۱۱۷۶ وګړي وو چې په دې ډول دا د بریتانيې له سمندر هاخوا تر ټولو د زیاتو وګړو لرونکې سيمه ګرځېدلې وه. تور پوستي برمودايان يې د مريانو له نسل څخه دي چې ۵۰٪ سلنه نفوس جوړوي، سپن پوستي برمودايان په بنسټيز ډول بریتانويان، ايرلينډيان او د پرتګالي نسل څخه دي چې د نفوس ۳۰٪ سلنه دي. دوی د نورو نسلونو څخه کوچنۍ ډلې دي يا د ګډوډ نسل په توګه پېژندل کېږي او ۳۰٪ سلنه نفوس يې په بهر کې زېږېدلو څخه جوړ دی. برمودا د انګريزي ژبې يوه جلا لهجه لري، له تاریخي اړخه د امريکا، کاناډا او ټولګټو کارابين په ګډون د امريکا د نورو په انګريزي خبرې کوونکو هېوادونو سره پیاوړې اړيکې لري. برمودا د کراباين ټولنې يو همکار غړی دی.[۳] رېښه[سمول]په برمودا د هسپانوي ماڼو«جوان ډي برموډيز» نوم اېښودل شوی دی، چا چې په ۱۵۰۵ز کال کې دا ټاپوګان کشف کړي وو، دا هغه مهال کله چې نوموړی د لارګاسا په نوم سمندري بېړۍ کې له هسپانيولا څخه د اسپانيې پر لور په يو تزويدي (زېرمې يا چمتووالي مهيا کوونکي) سفر و (په پايله کې دا نوم د ويزيګوتي نوم «برمنډ» يا «ويرمنډ» څخه اخستل شوی دی. په انګريزي ادبياتو کې د دې نوم لومړۍ بڼه د شکسپير په « The Tempest» کې راغلی دی، دا ډرامه د ډوبې شوې بېړۍ « Sea Venture» له پاتې شونو څخه په الهام اخستلو سره لیکل شوې ده، که څه هم د ټاپوګانو په ترتيب نه وه جوړه شوې: تا زه په نيمه شه د پرښې راوړلو لپاره غوښتی وم له ساکن برموتهس څخه د جان ډون شعر « The Storm» همدا اند کارولی دی چې ليکي: د هغو توپانونو په وړاندې مرګ کومه ستونزه نه ده دوزخ تر يو بريده خوشحاله او برمودا ارام دی[۴] تاريخچه[سمول]کشف[سمول]برمودا د ۱۵۰۰ز لسيزې په لومړيو کې اسپانوي لوڅاوو «جوان ډي برموډيز» کشف کړی و. د کشف پر مهال برمودا خپل اصلي اوسېدونکي نه درلودل، نه له يوې پېړۍ وروسته د لومړۍ بریتانوي ابادۍ پر مهال. په « Legatio Babylonica» کې د هغې يادونه شوې وه، کوم چې تاريخ پوه « Pedro Mártir de Anglería» په ۱۵۱۱ز کال کې خپور کړی و او د هماغه کال په اسپانوي جدول کې ځای ورکړل شو. اسپانوي او پرتګالي سمندري بېړيو د تازه غوښې او اوبو تر لاسه کولو لپاره دا ټاپوګان د بيا تمويل لپاره کارولي دي. اوسمهال د ويجاړو شويو پرتګالي بېړيو په اړه ګومان کېږي چې همدا بېړۍ په پرتګالي ګاره باندې د ۱۵۴۳ز کال د ډبرليک مسئولي دي، پخوا دې ته اسپانوي ګاره ويل کېده. له دې ځايه د روحونو او شيطانانو افسانې راپورته شوې دي، د کومو په اړه چې اوس فکر کېږي چې دا د مرغيو (ډېر امکان لري چې برمودا پيټر، يا کاهو «د سمندري مرغيو نومونه دي») له غږونو او د شپې له مخې د وحشي خوږګانو له شور څخه پيدا شوي دي. د بيا بيا توپانونو څخه د ويجاړۍ حالت او خطرناکو پرښو له امله دا مجمع الجزاير د «شيطانانو ټاپو» په نوم هم نومول شوی دی، نه اسپانيې نه پرتګال هڅه کړې چې هلته ځای پر ځای شي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] د انګريزانو له خوا مېشتېدل[سمول]د راتلونکې پېړۍ لپاره، له دې ټاپو څخه بيا بيا ليدنه شوې وه، خو څوک په کې ميشت شوي نه وو. انګريزانو په نوې نړۍ تمرکز پيل کړ، په لومړي سر کې په ويرجینيا کې مېشت شول، په شمالي ماريکا کې يې د بریتانوي نېواک پيل کړ. په هغه ځای کې د خپلو لومړيو مستعمرو له ناکامۍ وروسته، د انګلستان پاچا لومړي جيمز يوه ډېره پرېکنده هڅه پيل کړه، چا چې د ويرجينيا شرکت ته په ۱۶۰۷ز کا ل کې به جيمز ټاون، ويرجينيا کې د مستعمرې جوړولو اجازه ورکړه. دوه کاله وروسته، د اووه بېړيو يو کاروان له انګلستان څخه روان شو چې څو سوه مېشتېدونکي، خوراک او سامان په کې بار وو، تر څو جيمز ټاون مستعمرې ته نجات ورکړي. په هر حال، يو توپان د بېړيو دا کاروان مات کړ. د « Sea Venture» په نوم يوې بېړۍ د برمودا په ګاره کې لنګر واچاوه او په خوندي ډول د سمندر څنډې ته ورسېده چې ۱۵۱ سپرلۍ يې ټولې وژغورل شوې. (د ويليام شکسپير ډرامې The Tempest په اړه فکر کېږي چې د دې بېړۍ د ويجاړېدو په اړه د وليام سټريچي له روايت/بيان څخه يې الهام اخستی و). وروسته له دې چې له ماڼوګانو څخه يې د جيمز ټاون رېښتيني حالاتو په اړه واورېدل هلته مېشتېدونکي مخکې ته چمتو نه وو او د بغاوت او په برمودا کې د اوسېدو ګڼې هڅې يې وکړې. هغوی دليل وړاندې کاوه (لکه چې می فلاور کمپيکټ کې مېشتېدونکو وروسته په ډېر برياليتوب سره استدلال وکړ) چې دوی حق لري پاتې شي او خپل حکومت جوړ کړي. نوی کلي د مزدورانو د کار په پنډغالي بدل شو او د « Deliverance» او « Patience» په نوم بېړۍ يې جوړه کړه. اوس نو په برمودا د انګلستان د تاج په ګټه دعوا شوې وه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] د ۱۶۱۰ز کال د می په لسمه نېټه د سي وينچر بېړۍ پاتې ژغورل شوي خلک اړ کړای شول چې د جيمز ټاون پر لور سفر وکړي. د ويرجينيا د شرکت امير البحر جورج سومر له Patience سره برمودا ته راستون شو، څو له لوږې څخه د مرګ کومې تلونکو د جيمز ټاون اوسېدونکو لپاره خوراک تر لاسه کړي، خو هغه هم په برمودا کې مړ شو؛ د دې پر ځای Patience بېړۍ د انګلستان پر لور روانه شوه. په ۱۶۱۲ز کال کې، انګريزانو په دې مجمع الجزاير کې د Plough په نوم بېړۍ په رسېدو سره په مېشتېدو پيل وکړ او په رسمي ډول يې د ويرجينولا نوم ورکړ. نوی لندن (اوس د سینټ جورج ټاون نوم ورکړل شوی) کې په همدې کال کې انسانان مېشت شول او د مستعمرې د لومړۍ پلازمېنې درجه ورکړل شوه. دا د انګستان تر ټولو لرغونی ښار دی چې په پرله پسې ډول په کې په نوې نړۍ کې انسانان مېشت شوي دي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹] سرچينې[سمول] |
- ↑ Forbes, Keith. "Bermuda Climate and Weather". The Royal Gazette. نه اخيستل شوی 28 October 2008.
- ↑ Kara, James B. Elsner; A. Birol (1999). Hurricanes of the North Atlantic : climate and society. New York, NY [u.a.]: Oxford Univ. Press. ISBN 978-0195125085.
- ↑ "North America :: Bermuda". CIA World Factbook. July 2018. نه اخيستل شوی 4 February 2019. کينډۍ:CIA World Factbook
- ↑ Donne. "The Storm". Wikisource. نه اخيستل شوی 15 April 2021.
- ↑ "Bermuda | Geography, History, & Facts". نه اخيستل شوی 23 August 2019.
- ↑ Morison III, Samuel (1974). The European Discovery of America: The Southern Voyages, 1492–1616. New York: Oxford University Press.
- ↑ "History in Bermuda | Frommer's". نه اخيستل شوی 23 August 2019.
- ↑ "Department of Community & Cultural Affairs – Portuguese Rock". communityandculture.bm. Archived from the original on 2018-10-17. نه اخيستل شوی 2022-05-30.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "The cahow: Saved from hog, rat and man". The New York Times. 2 December 1973.
- ↑ "Haunted Bermuda: 5 Ghosts You Might Meet on the Island". 2 June 2016.
- ↑ "Looking At The Tale Of The "Isle Of Devils"". Bernews. 31 October 2014.
- ↑ Nicholls, Mark (3 May 2011). "Sir George Somers (1554–1610)". Encyclopedia Virginia.
- ↑ Woodward, Hobson (2009). A Brave Vessel: The True Tale of the Castaways Who Rescued Jamestown and Inspired Shakespeare's The Tempest. Viking. pp. 191–199. ISBN 9780670020966.
- ↑ Mentz, Steve (2015). Shipwreck Modernity, Ecologies of Globalization, 1550-1719 (1st ed.). University of Minnesota Press. pp. Chapter 3. ISBN 978-1452945545.
- ↑ Kelly, Joseph (24 June 2019). "How the Survivor of a 1609 Shipwreck Brought Democracy to America: Stephen Hopkins, Colonist at Both Jamestown and Plymouth, Proposed a Government Based on Consent of the Governed". نه اخيستل شوی 19 February 2022.[مړه لينکونه]
- ↑ "Sir George Somers". Historic-uk.com. نه اخيستل شوی 8 January 2021.
- ↑ "Bermuda – History and Heritage". Smithsonian. 6 November 2007. Archived from the original on 24 May 2012. نه اخيستل شوی 3 December 2008.
- ↑ "Bermuda's 400th Birthday" (PDF). Bearboa.files.wordpress.com. 11 February 2009.
- ↑ "Somers Garden". Bermuda, Bermuda-attractions.com.