د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له تانبه:جغرافيه نه مخ گرځېدلی)
ځمکپېژندنه (انګلیسي: Geography)ځمکپېژندنه په حقیقت کې د جوړو شویو انساني ټولنو د اړیکو څېړنه د دوی د ژوند له چاپېریا ل سره ده. یا په بله مانا ځمکپوهنه هغه پوهنه ده چې د ځمکې د سطحې او د ځمکې په سر د شته طبعي څېزونو لکه: اوبه، هوا او خاورې او د ځمکې پر مخ د نورو څیزو اړیکې له انسانانو سره څېړي. چې بیا د دې هر یوه توکو څېړنې له دې پوهنې سره نورې څانگې هم ورزیاتې کړي لکه: ځمکپېژندنه، هوا پېژندنه. ستورپوهنه، خلکپېژندنه، ژونپوهنه او داسې نورې برخې
'نور...
کاريلوس ځواک یا کاريلوس قوه نيم ځواک اغېز دی چې د حرکت پرمهال له مستقيمې کرښې څخه د اجسامو د مسير د تغير او انحراف سبب ګرځي، د څار له مخې دا يو څرخېدونکې وسيله ده. د دې ځواک اغېزې په روښانه توګه د سیارو د هوا د محاذونو د جریانونو د سمت په ټاکلو کې لېدل کېدی شي.
- ...ايا پوهېدئ، ځمکه څه د پاسه ۴.۵۴ میلیارده کاله مخکې جوړه شوې؟
- ...ايا پوهېدئ، ۶۵ میلیونه کاله وړاندې په ځمکه کې د یوې لویې الکاشې د اغېزې له امله ډیناسور او لوی حیوانات له منځه لاړل؟
- ... ايا پوهېدئ، ايوريست د ځمکې پر سر تر ټولو لوړ څوکه ده چې ۸۸۴۸ متره لوړوالی لري؟
سمول د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې
| |
|