اکبر سيال
ښکارېدونکې بڼه
اکبر سیال (۱۹۶۳ ز کال د جنوري ۳) د پښتو ژبې يو شاعر دی.
مخينه
اکبر سیال پيژندگلو پر ۱۹۶۳ ز کال د جنوري پر ۳ دریمه د ملکنډ ايجنسۍ په بټ خیله کې زیږیدلی، خو د دوی د پلار نیکه کلی جندول مایار دی. نوموړي په ادبیاتو کې د ماسټرۍ سند اخيستی؛ په اسلام آباد کې د «پښتون کلچرل ایسوسي ایشن» په نوم د پښتو کلتور د پاره د مودو نه زیار باسي او په خیبر ټي وي کې د (پښتو ټکي په ټکي) پروگرام کوربه وي.
داکبر سیال شعرونه يو گڼ شمیر سندغاړو ویلي، چې ورکې هارون باچا، سردار علي ټکر، نغمه، گلزار عالم، بختیار خټک ، سر فراز، نازیه اقبال او گڼ شمیر نور شامل دي.
چاپ شوي اثار
- ژوند جانان (شعري ټولگه).
- رنگونه (شعري ټولگه).
- په جنگ دې اور ولگي (شعري ټولگه).
- دا پرهرونه به گنډل غواړي (شعري ټولگه).
- اوښکې اوښکې مسکیتوب (شعري ټولگه).
- زمونږ په کلي کې شر مه جوړوئ (شعري ټولگه).
- په گلدرو دې ورول اورونه (شعري ټولگه).
- خوشحال خان خټک د گندهارا تهذیب لوی نوم. (په جاپانۍ ژبه د خوشحال خټک د شعرونو ژباړه). د جاپاني لیکوال حدیتي ایشوزکا په مرسته ژباړلي دي.