اچ.اچ. اسکویت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اچ.اچ. اسکویت
(انګلیسي: H. H. Asquith د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اچ.اچ. اسکویت
اچ.اچ. اسکویت

د شخص معلومات
زیږون نوم (متعدد ژبې: Herbert Henry Asquith د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ سپټمبر ۱۸۵۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 15 فبروري 1928 (76 کاله)[۱۲][۱][۲][۳][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 10 [۱۳]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر[۱۳]   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۸ اپرېل ۱۹۰۸  – ۵ ډيسمبر ۱۹۱۶ 
هنري کمپبل-بنرمن 
ډیویډ لویډ جورج 
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۳]
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اچ.اچ. اسکویت
اچ.اچ. اسکویت

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هربرت هنري اسکویت، د آکسفود او اسکویت لومړۍ اېرل (زړور سرتېری)، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د بريتانیې د ځانکړې شورا غړی (Privy Council)، د پاچا سلاکار (King's Counsel )، د شاهي ټولنې یاور (Fellow of the Royal Society)، (د ۱۸۵۲ز کال د سپټمبر له ۱۲- د ۱۹۲۸ ز کال د فبرورۍ تر ۱۵مې) چې زیاتره د اچ.اچ اسکوېث په نامه یادېږي، یو بریتانوی سیاسي مشر او لېبرال سیاستوال و چې د ۱۹۰۸ ز کال نه تر ۱۹۱۸ ز کال پورې یې د بریتانیې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی وروستی لېبرال لومړی وزیر و چې د اکثریت حکومت مشري یې وکړه او ترټولو وروستۍ لېبرال و چې د اپوزیسیون د مشر په توګه یې دنده ترسره کړه . نوموړي د  لېبرال لوی قانون په ترتیب او تصویب او د مشرانو د مجلس په واک کمولو کې ځانګړې ونډه درلوده. اسکوېت د ۱۹۱۴ ز کال په اګست کې لویه بریتانیا او د بریتانیې سترواکي په لومړۍ نړیوالې جګړې کې ښکېل کړه. د نوموړي حکومت د ۱۹۱۵ ز کال په اوږدو کې د وسلو د کمښت او د ګالیپولي په جګړه کې د ماتې له امله په کلکه تر نیوکو لاندې راغی. هغه له نورو ګوندونو سره یو ګډ حکومت را منځ ته کړ، خو د نیوکه کوونکو په خوښولو کې پاتې راغی او د ‍۱۹۱۶ ز کال په دسمبر کې ګوښه کېدو ته اړ شو او هېڅکله یې بیا واک ترلاسه نه کړ.  

هغه د اکسفورد په بالیول کالج کې د زده کړو وروسته یو بریالی مدافع وکیل شو. نوموړي په ۱۸۸۶ ز کال کې د ایسټ فایف په استازیتوب د هغه چوکۍ لپاره لېبرال نوماند و، چې وروسته نوموړي دېرش کاله په غاړه درلوده. هغه په ۱۸۹۲ ز کال کې د ګلډسټون د لومړی وزیرۍ په څلورمه دوره کې د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو او په دې دنده کې تر هغه وخت چې لېبرالانو د ۱۸۹۵ ز کال ټاکنې وبایللې، پاتې شو. د اپوزیسیون لسیزه د دې لامل شوه چې اسکویت په ګوند کې لوی شخصیت شي او کله چې لېبرالانو د ښاغلي هنري کمپبل-بنرمن تر مشرۍ لاندې په ۱۹۰۵ ز کې واک ترلاسه کړ، اسکويت د خزانې وزیر وټاکل شو. اسکويت په ۱۹۰۸ ز کال کې د هغه ځای ناستی لومړۍ وزیر شو. لېبرالانو هوډ درلود چې خپله د اصلاحاتو اجنډا پرمخ بوځي. په دې کې یو خنډ د مشرانو مجلس و چې د ۱۹۰۹ کال ولسي بودیجه یې رد کړه. په عین حال کې د ۱۹۰۹ کال د سویلي افریقا قانون تصویب شو. اسکویت د ۱۹۱۰ کال د جنوري میاشتې لپاره ټاکنې اعلان کړې او لېبرالان ګټونکي شول، که څه هم په اقلیت حکومت بدل شول. هغه د ۱۹۱۰ کال په ډسمبر کې د بلې ټولټاکنې وروسته د ۱۹۱۱ کال پارلماني قانون تصویب کړ چې اجازه ورکړي. هغه لایحه چې درې ځله د ولسي جرګې له خوا په پرله پسې غونډو کې منظور شوې وي، پرته له دې چې د مشرانو جرګه په پام کې ونیول شي، تصویب شي. اسکويت د آیرلنډ د کورني قانون په اړه لږ بریالی و. بیاځلي کړکېچونه د وسلو د قاچاق او تاوتریخوالی لامل شول چې نږدې په کورنۍ جګړې بدل شوي وو.  

کله چې بریتانیې په بلجیم باندې د جرمني یرغل په ځواب کې د جرمني په وړاندې د جګړې اعلان وکړ، د آیرلنډ او د ښځو د رایي  ورکولو د حقوقو په اړه نامتو کورنۍ شخړې وځنډول شوې. اسکویت تر کارنده مشر نه ډېر د کمېټې رئیس و. نوموړي د ملي خوځښت، لوېدیځو لیکو ته د بریتانیې د اعزامي ځواک د لېږد، د ډله يیز پوځ د رامنځته کولو او د یوې صنعتي ستراتیژۍ د پراختیا چې د هېواد د جګړیزو موخو د ملاتړ لپاره چمتو شوې وه، مشري وکړه. جګړه بنده شوه او د ښې مشرۍ لپاره غوښتنې لوړې شوې. نوموړی اړ شو چې د محافظه کارانو او کارګرانو سره د ۱۹۱۵ز کال په لومړیو کې ائتلاف را منځ ته کړي. هغه د ستراتیژۍ، اجباري عسکري خدمت او په مالي تمویل باندې د خپل ناپرېکندوالي له امله کمزوری شو. لویډ جورج د ۱۹۱۶ ز کال په ډسمبر کې د لومړي وزیر په توګه د هغه ځایناستی شو. دوی سخته تربګني پیل کړه او د لیبرال ګوند د چټک زوال د کنټرول لپاره یې شخړه وکړه. د بریتانیې عصري هوسا دولت (۱۹۰۶-۱۹۱۱ز) په جوړولو کې د هغه رول وستایل شو، خو د هغه کمزورتیاوې په جګړه يیزه مشرۍ او د ۱۹۱۴ز کال نه وروسته په ګوندي مشرۍ کې د تاریخ پوهانو له لوري په نښه شوې دي. هغه یوازینی لومړی وزیر پاتې شوی چې د ۱۸۲۷ ز او ۱۹۷۹ ز کلونو ترمنځ یې په یوه دوره کې له اتو پرله پسې کلونو نه ډېر خدمت کوي.  [۱۵]

پخوانی ژوند او مسلک: ۱۸۵۲-۱۹۰۸ز[سمول]

د کورنۍ مخینه[سمول]

اسکويت د یارکشایر د وېست رایډېنګ په مورلي سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې چې د جوزف ډېکسن اسکوېث (۱۸۲۵-۱۸۶۰ز) او د هغه د مېرمنې اېملي چې اصلي نوم یې وېلانس دی (۱۸۲۸-۱۸۸۸ز)، کشر زوی و. دې جوړې دری لوڼې هم درلودې چې یوازې یوه یې له ماشومتوبه ژوندۍ پاتې شوه. د اسکويت کورنۍ د یارکشایر پخوانۍ کورنۍ وه او پروتستانتي دود یې درلود. د اسکويت په وینا: دا د کورني ویاړ خبره وه چې نېکه یې جوزف اسکويت  د ۱۶۶۴ ز کال د راونډ هېډ فرنلي ووډ دسیسې پلوی کې د هغه د ونډې په پار زنداني شو.  [۱۶][۱۷][۱۸]

د اسکوېث مور او پلار دواړه د یارکشایر د وړیو له سوداګرو سره د تړلو کورنیو نه وو. ډېکسن اسکويت د ګلروید ژرندې کمپنۍ چې د نوموړي د پلار له خوا جوړه شوې وه، په میراث یووړه. د اېملي پلار ویلیم وېلانس، په هډرزفیلډ کې د وړیو د سوداګرۍ بریالۍ راکړه ورکړه پرمخ وړه. دواړې کورنۍ د متوسطه طبقې، کنګره پاله او له سیاسي پلوه سخت درېځه وې. ډېکسن یو نرم سړی و، روزل شوی او د زوی په وینا یې د سوداګرۍ له مسلک نه "لاس نه اخیستونکی" و. هغه د "لوړ شخصیت سړی و چې د ځوانانو لپاره یې د انجیل ټولګي نیول". اېملی د پر له پسې ناسم روغتیا حالت نه ځورېده، خو پياوړی شخصیت یې درلود او  په زامنو یې اصلاح کوونکې اغېزه درلوده.   [۱۸][۱۹][۲۰]

ماشومتوب او زده کړې[سمول]

نوموي د خپلې ځوانۍ په اوږدو کې په کورنۍ کې د هربرټ (په ماشومتوب کې "برټي") بلل کېده،مګر دویمه مېرمن یې هنري بلله. د هغه ژوندلیک لیکونکي، سټېفن کاس د نوموړي د ژوندلیک لومړي څپرکي ته "له هربرټ نه تر هنري" سرلیک ورکړی، چې د نوموړي لوړېدونکي ټولنیز بدلون او د هغه له دویم واده سره د هغه د یارکشیر پروتستانتي رېښو پرېښودو ته اشاره کوي، خو د عامو وګړو تر منځ تل یوازې د اچ.اچ. اسکويت په نامه یادېده. ژوندلیک لیکونکي روی جېنکنز وایي: " څو لوی ولسي شخصیتونه وو چې خلک یې په عیسوي نومونو لږ پوهېدل ". کله چې ډېکسن اسکويت ناڅاپه مړ شو، هغه او ورور یې تر ۱۸۶۰ ز کال پورې د مور او پلار سره په کور کې زده کړې وکړې. ویلیم وېلانس د کورنۍ مشري په غاړه واخیسته، دوی یې خپل کور ته نږدې یوه کور ته ولېږدول او هلکانو ته یې د زده ګړې زمینه چمتو کړه. دوی په هډرزفیلډ کالج کې له یو کال نه وروسته، لیډز ته نږدې د موراوین کلیسا یوې ښوونځۍ، فلنیک ښوونځۍ ته د مېشته زده کوونکو په توګه واستول شول. ویلیم وېلانس په ۱۸۶۳ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې او کورنۍ د اېملي ورور، جان وېلانس تر پاملرنې لاندې راغله. هلکان له هغه سره په لندن کې د ژوند کولو لپاره ستانه شول. کله چې هغه په ۱۸۶۴ ز کال کې د سوداګریزو دلایلو له کبله یارکشایر ستون شو، دوی په لندن کې پاتې شول او له بېلابېلو کورنیو سره واوسېدل. ژوندلیک لیکونکی ناومي لیوین لیکي چې: په حقیقت کې له اسکويت سره د ماشومتوب تر پایه پورې"د یتیم په څېر چلند کېده ".  د ماما تګ یې د اسکویت اړیکې عملاً د خپل ټاټوبي یارکشایر سره پرې کړې او وروسته یې ځان د "هر هوډ او موخې لپاره لندني " وباله. یو بل ژوندلیک لیکونکی، اچ.سي.جي. ماتیو، لیکي چې: د اسکويت شمالي پروتستانت شالید په هغه باندې اغېزه کوله: "دې لیدلوري نوموړي ته د کلیسا د رسمي کولو ضد پراخ درېځ وړاندې کړ، چې دا کار دی یو داسې کس لپاره اړین وو چې په نورو اړخونو کې یې ژوند د اوږدې مودې لپاره روحانیونو په واک کې جذب و."   [۱۸][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

هلکان د لندن ښار ښوونځۍ ته د عادي زدکوونکو په څېر واستول شول. اسکويت د ښوونځي د مدیر، اي. اې ابوټ چې یو وتلی کلاسیک عالم و، تر نظر لاندې یو غوره زده کوونکی شو. هغه وروسته وویل چې: هغه د هر ژوندي سړي په پرتله خپل پخواني مدیر ته ډېر احسانمند دی. ابوټ د هلک د پرمختګ په اړه خپله ونډه رد کړه: "ما هېڅکله داسې زده کوونکی نه درلود چې ما ته لږ او خپلې طبیعي وړتیا ته ډېر پوروړی وي." اسکويت په کلاسیک او انګلیسي کې غوره و، سپورت یې لږ خوښېده، د ګېلډهال په کتابتون کې یې په ډېره لېوالتیا مطالعه کوله او د ویناګرۍ سره یې مینه پیدا شوه. هغه د مشرانو مجلس د عامه ګالري نه لیدنه وکړه، د نامتو تبلیغ کوونکو تګلارې  یې زده کړې او د ښوونځۍ د بحثونو په ټولنه کې یې خپلې وړتیاوې وروزلې. ابوټ د خپل زده کوونکي د وینا په هوښیارتیا او روښانتیا تبصره وکړه، هغه ځانګړتیاوې چې پر مټ یې اسکويت په خپل ټول ژوند کې ستایل کېږي. اسکويت وروسته په یاد راووړ، چې د ښوونځي په دوران کې یې د پنځو وژونکو مړي لیدلی وو چې د نیوګېټ نه بهر ځړوند پرېښودل شوي وو.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119608636 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m621z6 — subject named as: H. H. Asquith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11437 — subject named as: Herbert Henry Asquith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p1106.htm#i11060 — subject named as: Herbert Henry Asquith, 1st Earl of Oxford and Asquith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/H-H-Asquith-1st-earl-of-Oxford-and-Asquith — subject named as: H H Asquith 1st earl of Oxford and Asquith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/asquith-herbert-henry — subject named as: Herbert Henry Asquith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0005731.xml — subject named as: Herbert Henry Asquith — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=asquithh — subject named as: H. H. Asquith
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=herbert+henry;n=asquith — subject named as: Herbert Henry Asquith
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/51602 — subject named as: Herbert Henry Asquith — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=4257 — subject named as: Herbert Henry Asquith — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Асквит Герберт Генри — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/30483 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119608636 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. Cameron Hazelhurst, "Herbert Henry Asquith" in John P McIntosh, ed. British Prime Ministers in the 20th Century (1977) 105-6
  16. Davies, Edward J. "The Ancestry of Herbert Henry Asquith", Genealogists' Magazine, 30 (2010–12), pp. 471–479
  17. Alderson، ص. 1.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ Jenkins، ص. 13.
  19. Margot Asquith 1962، ص. 195.
  20. Margot Asquith 1962، صص. 194–195.
  21. Matthew, H. C. G. "Asquith, Herbert Henry, first earl of Oxford and Asquith (1852–1928)" Archived 23 September 2021 at the Wayback Machine., Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004. Retrieved 6 June 2015 (subscription or UK public library membership required)
  22. Bates، ص. 10.
  23. Levine، ص. 75.
  24. Jenkins، ص. 15.
  25. Dinner to Mr. Asquith", The Times, 25 November 1892, p. 6
  26. Spender & Asquith، ص. 30.
  27. Bates، صص. 10–11.
  28. Jenkins، ص. 17.
  29. Alderson، ص. 3.
  30. Alderson، ص. 10.