اسحاق عاصموف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اسحاق عاصموف
(انګلیسي: Isaac Asimov د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اسحاق عاصموف
اسحاق عاصموف

د شخص معلومات
زیږون نوم (روسي: Исаáк Ази́мов د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲ جنوري ۱۹۲۰[۱][۲][۳]
مړینه 6 اپرېل 1992 (72 کاله)[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
منهټن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای منهټن (۱۹۷۰–۱۹۹۲)[۱۸][۱۹]  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۲۰]
د شوروي اتحاد فدراتیف سوسیالیست جمهوریت   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل یہودی [۲۱]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اتيزم [۲]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال
سکرين ليکوال
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۲][۲][۲۳][۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ژونکيميا   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اسحاق عاصموف
اسحاق عاصموف

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اسحاق عاصموف (/ˈæzɪmɒv/ AZ-ih-mov؛ زوکړه کابو د ۱۹۲۰م کال د جنوري ۲مه – مړینه د ۱۹۹۲م کال د اپرېل ۶مه) روسي الاصله امریکایی لیکونکی او د بوسټون پوهنتون د بیوشیمي پروفیسور وو. عاصموف د خپل ژوند په اوږدو کې له رابرټ اې هاینلین او آرټور سي کلارک سره یو له «درې لویو» خیالي علمي لیکونکو څخه شمېرل کېده. هغه چې یو ګټور لیکوال وو، له ۵۰۰ زیات کتابونه یې ولیکل یا ایډیټ کړل. هغه همدارنګه ۹۰۰۰۰ لیکونه او پوسټ کارډونه ولیکل. عاصموف چې ډېرې د خپلو سختو علمي افسانوي کیسو له امله پېژندل کېږي، اسرار او تصورات او همدارنګه له کیسو پرته ډېری اثار یې هم لیکل.[۲۴]

د عاصموف ترټولو نامتو اثر د بنسټ لړۍ ده چې د هغو درې لومړیو کتابونو په ۱۹۶۶م کال کې د «هروخت ترټولو ښې لړۍ» لپاره یوځل د هوګو ډالۍ ترلاسه کړه. د هغه نورې مهمې لړۍ د کهکشاني امپراتورۍ او روبوټ لړۍ دي. د کهکشاني امپراتورۍ ناولونه د بنسټ لړۍ په څېر د هماغې افسانوي نړۍ په څېر ډېر پخواني تاریخونو پر بنسټ جوړ شوي دي. وروسته بیا له بنسټ او ځمکې (۱۹۸۶) سره، هغه دا لېرې راتلونکې د روبوټ لړۍ له کیسو سره وتړله او د خپلو لیکنو لپاره یې یو واحد «راتلونکی تاریخ» رامنځته کړ. هغه همدارنګه ۳۸۰ کوچنۍ کیسې ولیکلې، له هغې جملې څخه د «شپې» علمي افسانوي ټولنیز کوچنی ناول چې په ۱۹۶۴م کال کې د امریکا علمي افسانوي لیکوالانو لخوا د ټول وخت ترټولو غوره علمي افسانوي کیسې په توګه وټاکل شو. عاصموف د Lucky Starr لړۍ د ځوانانو علمي – افسانوي ناولونو ټولګه د Paul French مستعار نوم سره ولیکل.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د هغه ډېری دود شوي علمي کتابونه مفهوم په تاریخي بڼه توضیح کوي او تر هغه ځایه چې امکان ولري هغه وخت ته ورګرځي چې د بحث وړ علم په خپله ډېره ساده مرحله کې وو. د بېلګې په توګه کولی شو د عاصموف ساینس ته لارښود، د فزیک پوهې درې ټوکیز کتاب، او د علم او کشف کرونولوژي کتابونو ته اشاره وکړو. هغه ډېری نور علمي او غیر علمي موضوعات لکه کیمیا، ستورپوهنې، ریاضیات، تاریخ، د انجیل تفسیر او ادبي نقد ولیکل.

هغه د امریکا د بشرپالنې ټولنې مشر وو. ګڼ شمېر ادارې د هغه په ویاړ نومول شوې دي، له هغې جملې څخه د عاصموف (۵۰۲۰) آسټرویډ، په مریخ کې یوه لار، د بروکلین ابتداییه ښوونځی، د هونډا انسان ته ورته روبوټ ASIMO او څلور ادبي ډالۍ یادولی شو.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

تخلص[سمول]

د آسیموف کورنی نوم د озимый хлеб (ozímyj khleb) له لومړۍ برخې څخه اخیستل شوی، چې د «ژمي دانې» (په ځانګړې توګه چاودار) په معنا ده چې په هغه کې د هغه د نیکه غورنیکه ژوند کاوه او د -ov وروستاړی یې د روسي کورني نوم وروسته اضافه شوی دی. Azimov په سیریلیک الفبا کې د Азимов په توګه لیکل کېږي. کله چې د هغه کورنۍ په ۱۹۲۳م کال کې متحده ایالتونو ته د ننه شول او د هغوی نوم باید په لاتین الفباوو لیکل شوی وای، د عاصموف پلار هغه په S ولیکه او باور یې درلود چې دا توری د Z په څېر ویل کېږي (لکه په آلماني کې) او له همدې کبله په Asimov بدل شو. دا کار وروسته د دې لامل شو چې عاصموف د «زما نوم یې په S ولیکه» په نوم کوچنۍ کیسه ولیکي.[۳۵][۳۶][۳۷]

عاصموف د مستعار نوم په توګه د لا عامو نومونو د کارونې لومړنۍ سپارښتنې رد کړې او باور یې درلود چې د نوم پېژندل‌توب د هغه هنر سره مرسته کوي. له نامتو کېدو وروسته، هغه ډېری له هغو لوستونکو سره لیدنې کولې چې باور یې درلود «اسحاق عاصموف» یو ځانګړی مستعار نوم دی چې د داسې یوه لیکوال لخوا جوړ شوی چې خپله بل عام نوم لري.

ژوند[سمول]

ما ښه ژوند درلودلی دی او خپلو ټولو غوښتنو ته رسېدلی یم او له هغه څه څخه مې ډېر ترلاسه کړي څومره چې مې تمه لرله. -       عاصموف، ۱۹۹۰

عاصموف د ۱۹۱۹ کال د اکټوبر له ۴مې د ۱۹۲۰م کال د جنوري تر دوهمې په یوې نامعلومه نېټه، د روسیې SFSR په پټروویچي کې زېږېدلی. عاصموف د جنوري په ۲مه خپله کلیزه ولمانځله.[۳۸]

د عاصموف مور او پلار آنا راشل (د برمن لور) او جوډا عاصموف، روسي یهودي ژرندګره کورنۍ څخه وو. هغه د خپلې مور د پلار، اسحاق برمن، په نوم اسحاق ونومول شو. عاصموف د خپل پلار په هکله ولیکل: «زما پلار، د ارټوډوکس یهودي په توګه د خپلو ټولو زده‌کړو سربېره، په خپل زړه کې ارټوډوکس نه وو» او یادونه یې وکړه چې «هغه ډېری دعا ګانې چې د هر عمل لپاره سپارښت شوې وې، نه ویلې او هیڅکله یې هڅه نه وه کړې ترڅو هغو څخه کومه یوه ما ته رازده کړي».[۳۹][۴۰]

په ۱۹۲۱م کال کې، عاصموف او ۱۶ نورو ماشومانو کې دوهمه درجه د سږو پړسوب پیدا شو. یوازې عاصموف ترې ژوندی پاتې شو. هغه وروسته دوه کوچني خور او ورور هم لرل: د مارسیا په نوم یوه خور (زوکړه د ۱۹۲۲م کال د جون په ۱۷مه په مانیا کې – مړینه د ۲۰۱۱م کال د اپرېل ۲مه)، او د سټانلي په نوم یو ورور (زوکړه د ۱۹۲۹م کال د جولای ۲۵مه – مړینه د ۱۹۹۵م کال د آګسټ ۱۶مه) درلود، چې د اوږدې ټاپو ورځپاڼې مرستیال وو.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د عاصموف کورنۍ په RMS بالتیک کې د لیورپول له لارې متحده ایالتونو ته سفر وکړ او د ۱۹۲۳م کال د فبروري په ۳مه کله چې هغه درې کلن وو هلته ورسېدل. مور او پلار یې په ییدیش او انګلیسي ژبه خبرې کولی او هغه هم په دې ژبو کې تکړه وو؛ هغه هیڅکله هم روسي زده نکړه. عاصموف د نیویارک په بروکلین را ستر شو، عاصموف په پنځه کلنۍ کې لوستل زده کړل (او وروسته یې خپلې خور ته هم لوستل ورزده کړل، او هغه یې وړ کړه ترڅو په دوهم کال کې ښوونځي ته د ننه شي). د هغه مور هغه یو کال مخته په لومړي ښوونځي کې شامل کړ ځکه ادعا یې کوله چې هغه د ۱۹۱۹م کال د سپټمبر په ۷مه زېږېدلی دی. هغه په دریم کال کې له دې «غلطي» څخه خبر شو او په رسمي توګه یې غوښتنه وکړه چې د زېږېدو نېټه یې د جنورۍ ۲مې ته اصلاح شي. هغه په اته کلنۍ کې یانې په ۱۹۲۸م کال کې په طبیعي توګه د متحده ایالتونو وګړی شو.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

کله چې په متحده ایالتونو کې مېشت شول، د هغه مور او پلار د خوږو خوړو پلورنځي درلودل چې تمه کېده د کورنۍ ټول غړي به په هغه کې کار وکړي. د خوږو خوړو دې پلورنځیو ورځپاڼې او مجلې هم خرڅولې، چې عاصموف هغه د لیکوالۍ کلام تل‌پاتې مینې لپاره د یوه اغېزناک رول په توګه مني، ځکه چې په کوچنیوالي کې یې هغه ته د لوستلو نویو موادو بې پایه سرچینه (له هغې جملې څخه افسانوي علمي مجلې) وړاندې کوله چې بل چېرته ورته لاسرسی کم وو. عاصموف د افسانوي علمي کیسو لوستل په ۹ کلنۍ کې پیل کړل، کله چې ژانر ډېری په علم باندې متمرکز وو.[۵۳][۵۴]

زده‌کړه او مسلک[سمول]

عاصموف له پنځه کلنۍ څخه د نیویارک په دولتي ښوونځيو، د بروکلین د هلکانو لیسې په شمول، کې ګډون وکړ. هغه چې په ۱۵ کلنۍ کې فارغ شو، څو ورځې یې د نیویارک ښار په کالج کې ګډون وکړ او وروسته یې د سټ لو جونیور کالج بورس ومانه. د کلمبیا پوهنتون دا څانګه د بروکلین ښار په مرکز کې وه چې د ځینو یهودي او ایټالیایي-امریکایي زده‌کوونکو لپاره چې اکاډمیک شرایط یې بشپړ کړي وو جوړه شوې وه چې د کلمبیا لا معتبر پوهنتون ته یې درخواست ورکړی وو، خو د هغو نا لیکل شويو قومي سهم بندۍ شرایطو له امله چې په هغه وخت کې دود وو، نوم لیکنې څخه پاتې شول. عاصموف چې د ځناور پېژندنې (زولوژي) برخې زده کوونکی وو، له لومړي سمسټر وروسته یې کیمیا برخې ته مخ راوړ ځکه چې هغه د «یوې کوچنۍ پیشو بدن جلا کولو» مخالف وو. په ۱۹۳۶م کال کې د سټ لو جونیور کالج له تړل کېدو وروسته، عاصموف خپل د ساینس لیسانس د کلمبیا په مارنینګ‌سایډ هایټ کامپوس (چې وروسته د کلمبیا د عمومي مطالعاتو په پوهنتون بدل شو) کې په ۱۹۳۹م کال کې پای ته ورساوه.[۵۵][۵۶]

د طبي پوهنتونونو لخوا له دوه ځلې رد کېدو وروسته، عاصمو په ۱۹۳۹م کال کې په کلمبیا کې د کیمیا څانګه کې د فراغت پروګرام ته درخواست ورکړ. په لومړیو کې رد شو او وروسته یوازې په آزمېښتي توګه ومنل شو، په ۱۹۴۱م کال کې یې په کیمیا کې خپله ماسټري پای ته ورسوله او په ۱۹۴۸م کال کې یې د کیمیا په څانګه کې د فلسفې ډوکټورا سند ترلاسه کړ. کله چې یې د کیمیا په رشته کې زده‌کړې کولې، فرانسوي او آلماني ژبې یې هم زده کړې.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنه: اسحاق عاصموف — سرليک: In Memory Yet Green — ارزښت: The date of my birth, as I celebrate it, was January 2, 1920. It could not have been later than that. It might, however, have been earlier. Allowing for the uncertainties of the times, of the lack of records, of the Jewish and Julian calendars, it might have been as early as October 4, 1919.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ https://mormonarts.lib.byu.edu/people/isaac-asimov/
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ https://mormonarts.lib.byu.edu/people/isaac-asimov/ — سرليک: ПроДетЛит
  4. پیوستون : 118646109  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۲ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68k77n7 — subject named as: Isaac Asimov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10325 — subject named as: Isaac Asimov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?5 — subject named as: Isaac Asimov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Isaac-Asimov — subject named as: Isaac Asimov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  9. Mormon Literature and Creative Arts Database artist ID: https://mormonarts.lib.byu.edu/people/isaac-asimov — subject named as: Isaac Asimov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-46170-BD-.html — subject named as: Isaac Asimov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/asimov-isaac — subject named as: Isaac Asimov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118892827 — subject named as: Isaac Asimov — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  13. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0005672.xml — subject named as: Isaac Asimov — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  14. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=asimovisaac — subject named as: Isaac Asimov
  15. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/4790 — subject named as: Isaac Asimov
  16. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/9617 — subject named as: Isaac Asimov — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  17. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000020146 — subject named as: Isaac Asimov — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  18. سرليک: In Joy Still Felt
  19. سرليک: I. Asimov: A Memoir
  20. http://www.nndb.com/people/702/000023633/
  21. دوتنه: اسحاق عاصموف — سرليک: In Memory Yet Green
  22. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118892827 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  23. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6602083
  24. Freedman, Carl (2000). Critical Theory and Science Fiction. Doubleday. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780819563996. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Isaac Asimov Biography and List of Works". Biblio.com. مؤرشف من الأصل في July 30, 2010. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "1966 Hugo Awards". thehugoawards.org. Hugo Award. July 26, 2007. مؤرشف من الأصل في May 7, 2011. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Asimov, Isaac (1994). I. Asimov: A Memoir. New York: Doubleday. د کتاب پاڼي 475–476. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-385-41701-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Asimov, Isaac (1969). Opus 100. Houghton Mifflin Harcourt. So [Walter Bradbury] said, 'Use a pseudonym.' And I did. I chose Paul French ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Asimov, Isaac (1994). I. Asimov: A Memoir. New York: Doubleday. د کتاب پاڼې 500. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-385-41701-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Minor Planet Center Archived February 25, 2021, at the Wayback Machine. (retrieved October 22, 2017).
  31. "USGS Gazetteer of Planetary Nomenclature, Mars: Asimov". مؤرشف من الأصل في February 24, 2021. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Edgett, Ken (May 27, 2009). "The Martian Craters Asimov and Danielson". The Planetary Society. مؤرشف من الأصل في November 7, 2017. د لاسرسي‌نېټه November 6, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "P.S. 099 Isaac Asimov" Archived August 6, 2018, at the Wayback Machine. at New York City Department of Education website. (Retrieved August 6, 2018.)
  34. Kupperberg, Paul (2007). Careers in robotics. New York: Rosen Pub. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4042-0956-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Asimov, Isaac (1979). In Memory Yet Green. د کتاب پاڼي 8, 10–11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Asimov, Isaac. In Memory Yet Green. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Asimov, Isaac (1987). The Best Science Fiction of Isaac Asimov. Glasgow: Grafton Books. د کتاب پاڼې 243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Asimov, Isaac (1979) In Memory Yet Green, pp. 3–4. Avon. "Strictly speaking, then, I was not born in Russia, nor in the U.S.S.R. either, but in the Russian S.F.S.R. (Great Russia). ... Petrovichi was in the Smolensk-guberniya—that is, in the Smolensk district of Great Russia. "Guberniya" is a term no longer used in the U.S.S.R., I believe, and one would now speak of the Smolensk-oblast instead."
  39. Asimov, Isaac (1979) In Memory Yet Green, pp. 8, 22, 30. Avon.
  40. Asimov, Isaac. I. Asimov: A Memoir, ch. 5. Random House, 2009. کينډۍ:ISBN
  41. Asimov, Isaac (1975). Before the Golden Age. 1. Orbit. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-86007-803-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په April 4, 2011 باندې). Marcia (Asimov) Repanes.
  43. Isaac Asimov FAQ Archived October 16, 2012, at the Wayback Machine., asimovonline.com.
  44. (په August 17, 1995 باندې). Stanley Asimov, 66, Newsday Executive.
  45. Asimov, Isaac. In Memory Yet Green, p. 661.
  46. Asimov, Isaac (1979) In Memory Yet Green, pp. 40–41. Avon.
  47. Asimov, Isaac (2002). Asimov, Janet (المحرر). It's Been a Good Life. Amherst, New York: Prometheus Books. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-57392-968-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Konstantin, Phil. "An Interview with Isaac Asimov". americanindian.net. مؤرشف من الأصل في October 12, 2002. د لاسرسي‌نېټه March 3, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Asimov, Isaac. In Memory Yet Green, pp. 51–52.
  50. Asimov, Isaac (1994). I. Asimov: A Memoir. Bantam Books. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-553-56997-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Asimov, Isaac (1979). In Memory Yet Green. Avon Books. د کتاب پاڼي 51–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-380-75432-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Asimov, Isaac (1979) In Memory Yet Green, pp. 47–48, 80. Avon.
  53. Leslie, David. "Isaac Asimov: centenary of the great explainer." Natur 577, no. 7792 (2020): 614–616.
  54. "From Soviet to science fiction icon, the weird life of Isaac Asimov 100 years on". The Register. مؤرشف من الأصل في January 6, 2020. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. Asimov, Isaac (1973). The Early Asimov Volume 1. St. Albans, Hertfordshire, UK: Panther Books. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-586-03806-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. Asimov, Isaac (1979). In Memory Yet Green. د کتاب پاڼي 156–157, 159–160, 240. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Asimov, Isaac (1972). The Early Asimov; or, Eleven Years of Trying. Garden City, NY: Doubleday. د کتاب پاڼي 180–183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. Asimov, Isaac (1979). In Memory Yet Green. د کتاب پاڼي 298–299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. Asimov, I. (1969) Opus 100, Dell, pp. 143–144.
  60. Asimov, Isaac (1979). In Memory Yet Green. د کتاب پاڼې 552. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)