Jump to content

څلورم ایوان (وېروونکی ایوان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له Ivan the Terrible نه مخ گرځېدلی)

مهیب ایوان یا وېروونکی ایوان یاهم څلورم ایون چي په شپاړسمه زیږدیزه پېړي کي دروسیې تزاري واکمن وو په ۱۵۳۰ز کال کي داګسټ میاشتي پر۲۵نېټه پيدا اود۱۵۸۴ز کال دمارچ پر۲۸ نېټه مړسوی دی .

څلورم ایوان (وېروونکی ایوان)
Іѡа́ннъ Васи́лїевичъ (روسي)
Іѡанъ (زړه کليسايي سلاويک) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۵ اگسټ ۱۵۳۰[۱][۲][۳] — ۱۵ اگسټ ۱۵۳۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۸ مارچ ۱۵۸۴ (Julian)[۴][۵][۳] — ۲۸ مارچ ۱۵۸۴[۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
مړينې لامل
poisoning (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
ژبې
دنده
بلننوم
  • Иван Грозный
  • Ivan the Terrible
  • Ivan Teribilul ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه

دایوان واکمني

[سمول]

ایون د دریو کلونوپه عمر دروسیې شهزاده ونومول سو . روسان نوموړي ته دګروزني (Grozny) بې رحمه لقب ورکوي ځکه ایوان ترواکمن وروسته چي په ۱۵۴۷ز کال کي یې د۱۷ کلونو په عمر لاسته راوړه دروسي یوله بې رحمه واکمنانو څخه وګڼل سو . څرنګه چي ایوان عیسايي وو له همدې کبله به یې ځان ته دختیځي رومي واکمني ځایناستی وایه (ختیځه رومي واکمني په ۱۴۵۳ز کال دمسلمانانو عثماني ټولواکمني خلافت له منځه یووړه) .

ترواک لاسته راوړلو وروسته ایوان غوښتل چي روسیه دمغولو له واکمنی څخه ازاده کړي اودهمدې لپاره یې دهغوی سره جګړه پيل کړې . دغه جګړې که څه هم چي دایوان هیله په پوره توګه سرته ونه رسول خو داستراخان اوقازان مهم ښارونه دروسانو لاسته ورغله او ایوان خپل ځان خلکوته قوي څرګند کړ . دمغولو په ماتي سره ایوان فکرکاوه چي روسیه په لویدیځ اوشمال کي هم پراخه کړي اودهمدې لپاره یې سایبیریا اولویدیځ ته یرغلونه پيل کړه خوپه لویدیځ کي دکریمیا واکمني چي دمسلمانانو په لاس کي وه ایوان ته یې سخته ماته ورکړه اونوموړي یې مخکی تګ ته پرېنښاوه ځکه له هغوی سره دعثماني خلافت مرسته اوملاتړ ورسره وو .

دایوان ظلمونه او وحشت

[سمول]

ایوان پخپله واکمني کي دروسيې زرګونه کسان ووژل اودخپلو ګټولپاره یې هغه روسي قوي مشران هم په نښه کړه چي دده په فکر ګواښ یې ورته درلود . په دې ترڅ کي ایوان نژدې ۱۲۰۰۰ قومي مشران ترور کړه اودهغوی ځمکي یې لاندي کړې . دایوان دغه عادت په اصل کي له ځوانۍ څخه ورپاته وو اوهغه وخت یې دانسانانو سربېره دحیواناتو له ازارولوڅخه هم خوند اخیست . یوځل یې دکوم شخص ژبه له دې کبله پرې کړه چي دده یې خبره نه وه خوښه اوبل ځل یې خپل کوچنئ زوی لمړې له غاړي ونیوی او وروسته یې په چاقو وواژه چی په دې توګه نوموړی دخپل زوی قاتل وګرځېدی . ایوان دخپلو مخالفینو اوخلکو ځورلو لپاره دپولیسو یوه ډله رامنځ ته کړه اوهرهغه څوک چي شکمن به وو په ډېرسخت مرګ یې واژه چي دغه مرګونه اوشکنجې عبارت وې له ترمرګه پوري وهل، په خلکوکي میخونه ټک وهل، په اوبوکي ننه ایستل، په لرګیوباندي تړل اوبیا سوځول اوداسي نوروڅخه .......

ایوان به دخلکو پرمرګ او ازارولو باندي ځانګړ خوند اخیست اوکله کله به یې امروکړ چي مجرمین دده په وړاندي ووژل سي ترڅودئ یې له کریږو او ناروڅخه خوند واخلي . ددغه وحشتونو سربېره ایوان په فحشاکي هم ډېرغرق وو اولوی شمېر روسی نجوني یې هم خپله اوهم دخپلو ظالمو چارواکو اوپولیسو دهوس ښکار کړه، ترټولو بیامشهوره داوه چي نوموړي به دعزت داره خلکو مېرمني ترې بېولې اوبیابه یې له هغوی سره وحشیانه اعمال ترسره کول .

دایوان مرګ

[سمول]

ایوان په ۱۵۸۴ز کال کي مړ سو، ویل کیږي چي نوموړي دمرګ پروخت باندي له یوځایي عبادت ځای څخه کوم دیني کس راوغوښت اوله هغه څخه یې هیله وکړه چي دده دګناهونوپه اړه دعاګاني ورته وکړي .

سرچیني

[سمول]

دنړۍ تاریخي سل شیطانان ۳۰، ۳۱ او۳۲مخونه

https://abadgar-q.com/wiki/Ivan_the_Terrible[مړه لينکونه]

  1. Sergey Mikhailovich Seredonin (۱۸۹۷). "encyclopedic article about Ivan IV Vasilyevich". Russian Biographical Dictionary, Volume 8 (in روسي).
  2. ذکر کېدنه: Military Encyclopedia. Volume 11, 1913. Sourcing circumstances: unspecified calendar, assumed Julian. Quotation: род. 25 авг. 1530 г.. Publisher: Ivan Sytin. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۱۳.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ذکر کېدنه: Chuvash encyclopedia. ليکوال: Yury Isayev. Publisher: Chuvash publishing company. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۶.
  4. Sergey Mikhailovich Seredonin (۱۸۹۷). "encyclopedic article about Ivan IV Vasilyevich". Russian Biographical Dictionary, Volume 8 (in روسي).
  5. ذکر کېدنه: Military Encyclopedia. Volume 11, 1913. Sourcing circumstances: unspecified calendar, assumed Julian. Quotation: 18 мрт. 1584 г. И. внезапно скончался.. Publisher: Ivan Sytin. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۱۳.
  6. ذکر کېدنه: Library of Congress Authorities. Retrieved: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۹. Publisher: کانګرس کتابتون. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  7. ذکر کېدنه: Babelio. Babelio author ID: 373832. Subject named as: Ivan le Terrible. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  8. ذکر کېدنه: datos.bne.es. Retrieved: ۱۷ فبروري ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX896329. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه.