څلورم ایوان (وېروونکی ایوان)
مهیب ایوان یا وېروونکی ایوان یاهم څلورم ایون چي په شپاړسمه زیږدیزه پېړي کي دروسیې تزاري واکمن وو په ۱۵۳۰ز کال کي داګسټ میاشتي پر۲۵نېټه پيدا اود۱۵۸۴ز کال دمارچ پر۲۸ نېټه مړسوی دی .
| ||||
---|---|---|---|---|
(روسي: Іѡа́ннъ Васи́лїевичъ) | ||||
روسئ تزار | ||||
دوره | 16 (26) January 1547 – 1575 | |||
تاج پر سرونه | ۱۵۴۷ زیږدیزکال د۱۷ کلونو په عمر | |||
فعاليت | له ۱۵۴۷زیږدیز څخه تر۱۵۸۴ زیږدیز پوري | |||
Grand Prince of Moscow | ||||
الفترة | 3 December 1533 – 16 January 1547 | |||
د شخص معلومات | ||||
زیږون نوم | (روسي: Иван Васильевич) | |||
اصلي نوم | ایوان واسیلی ویچ | |||
پيدايښت | ۲۵ اگسټ ۱۵۳۰[۱][۲] او ۱۵ اگسټ ۱۵۳۰ | |||
مړینه | ۱۵۸۴ زیږدیزکال دمارچ ۲۸تاریخ مسکو | |||
تابعیت | P27 | |||
مذهب | ارټوډوکس عیسايي | |||
مور | الینا ګلینس کایا | |||
کورنۍ | روریک | |||
ځايناستی | کينډۍ:List collapsed | |||
آخري معلومات | ||||
کار/مسلک | سياستوال | |||
کاروونکي ژبه(ي) | روسي | |||
پوځي خدمت | ||||
![]() |
||||
سمول ![]() |
دایوان واکمني[سمول]
ایون د دریو کلونوپه عمر دروسیې شهزاده ونومول سو . روسان نوموړي ته دګروزني (Grozny) بې رحمه لقب ورکوي ځکه ایوان ترواکمن وروسته چي په ۱۵۴۷ز کال کي یې د۱۷ کلونو په عمر لاسته راوړه دروسي یوله بې رحمه واکمنانو څخه وګڼل سو . څرنګه چي ایوان عیسايي وو له همدې کبله به یې ځان ته دختیځي رومي واکمني ځایناستی وایه (ختیځه رومي واکمني په ۱۴۵۳ز کال دمسلمانانو عثماني ټولواکمني خلافت له منځه یووړه) .
ترواک لاسته راوړلو وروسته ایوان غوښتل چي روسیه دمغولو له واکمنی څخه ازاده کړي اودهمدې لپاره یې دهغوی سره جګړه پيل کړې . دغه جګړې که څه هم چي دایوان هیله په پوره توګه سرته ونه رسول خو داستراخان اوقازان مهم ښارونه دروسانو لاسته ورغله او ایوان خپل ځان خلکوته قوي څرګند کړ . دمغولو په ماتي سره ایوان فکرکاوه چي روسیه په لویدیځ اوشمال کي هم پراخه کړي اودهمدې لپاره یې سایبیریا اولویدیځ ته یرغلونه پيل کړه خوپه لویدیځ کي دکریمیا واکمني چي دمسلمانانو په لاس کي وه ایوان ته یې سخته ماته ورکړه اونوموړي یې مخکی تګ ته پرېنښاوه ځکه له هغوی سره دعثماني خلافت مرسته اوملاتړ ورسره وو .
دایوان ظلمونه او وحشت[سمول]
ایوان پخپله واکمني کي دروسيې زرګونه کسان ووژل اودخپلو ګټولپاره یې هغه روسي قوي مشران هم په نښه کړه چي دده په فکر ګواښ یې ورته درلود . په دې ترڅ کي ایوان نژدې ۱۲۰۰۰ قومي مشران ترور کړه اودهغوی ځمکي یې لاندي کړې . دایوان دغه عادت په اصل کي له ځوانۍ څخه ورپاته وو اوهغه وخت یې دانسانانو سربېره دحیواناتو له ازارولوڅخه هم خوند اخیست . یوځل یې دکوم شخص ژبه له دې کبله پرې کړه چي دده یې خبره نه وه خوښه اوبل ځل یې خپل کوچنئ زوی لمړې له غاړي ونیوی او وروسته یې په چاقو وواژه چی په دې توګه نوموړی دخپل زوی قاتل وګرځېدی . ایوان دخپلو مخالفینو اوخلکو ځورلو لپاره دپولیسو یوه ډله رامنځ ته کړه اوهرهغه څوک چي شکمن به وو په ډېرسخت مرګ یې واژه چي دغه مرګونه اوشکنجې عبارت وې له ترمرګه پوري وهل، په خلکوکي میخونه ټک وهل، په اوبوکي ننه ایستل، په لرګیوباندي تړل اوبیا سوځول اوداسي نوروڅخه .......
ایوان به دخلکو پرمرګ او ازارولو باندي ځانګړ خوند اخیست اوکله کله به یې امروکړ چي مجرمین دده په وړاندي ووژل سي ترڅودئ یې له کریږو او ناروڅخه خوند واخلي . ددغه وحشتونو سربېره ایوان په فحشاکي هم ډېرغرق وو اولوی شمېر روسی نجوني یې هم خپله اوهم دخپلو ظالمو چارواکو اوپولیسو دهوس ښکار کړه، ترټولو بیامشهوره داوه چي نوموړي به دعزت داره خلکو مېرمني ترې بېولې اوبیابه یې له هغوی سره وحشیانه اعمال ترسره کول .
دایوان مرګ[سمول]
ایوان په ۱۵۸۴ز کال کي مړ سو، ویل کیږي چي نوموړي دمرګ پروخت باندي له یوځایي عبادت ځای څخه کوم دیني کس راوغوښت اوله هغه څخه یې هیله وکړه چي دده دګناهونوپه اړه دعاګاني ورته وکړي .
سرچیني[سمول]
دنړۍ تاریخي سل شیطانان ۳۰، ۳۱ او۳۲مخونه
- Pages with script errors
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه