یوسیپ بروز تیتو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یوسیپ بروز تیتو
(صربوكرواتیه: Јосип Броз Тито)
(صربوكرواتیه: Josip Broz Tito د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
یوسیپ بروز تیتو

د شخص معلومات
زیږون نوم (کروشیائی: Josip Broz د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۷ مې ۱۸۹۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 4 مې 1980 (88 کاله)[۱][۲][۶][۳][۴][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۵][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۳][۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه
روسي
انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه
د روسیې کورنۍ جګړه
د هسپانيې کورنۍ جګړه
دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
یوسیپ بروز تیتو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

یوسیپ بروز (زوکړه: ۷ می ۱۸۹۲ زکال – مړینه: ۴ مۍ ۱۹۸۰ زکال) چې په عام ډول د تیتو په نوم پېژندل کېږي؛ یوګوسلاوي انقلابي او دولتي چارواکی و چې له ۱۹۴۳ زکال څخه یې په ۱۹۸۰ زکال کې تر خپلې مړینې پورې په بېلابېلو څوکیو خدمت وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د یوګسلاوي پارتیزنانو رهبر و چې د جرمني له خوا په اشغال شوې اروپا کې د تر ټولو اغېزمن مقاومت ګر خوځښت په توګه په پام کې نیول کېږي. نوموړي د ۱۹۵۳ زکال د جنوري له ۱۴ مې نېټې څخه د ۱۹۸۰ زکال د مۍ میاشتې په څلورمه نېټه تر خپلې مړینې پورې د یوګوسلاویا د فدرال سوسیالیستي جمهوریت د ولسمشر په توګه خدمت وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

بروز د اطریش – هنګري په کومروویچ کلي کې (اوس مهال په کرواسیا کې موقعیت لري) د کرواسیايي پلار او سلواکي مور څخه وزېږېد. عسکرۍ خدمت ته په وربللو سره، هغه ځان له نور جلا څرګند کړ او د هغه مهال د اطریش – هنګري په پوځ کې په تر ټولو ځوان بریدمن واوښت. په لومړۍ نړیواله جګړه کې له شدید ټپي کېدو او د روسانو له خوا له نیول کېدو وروسته هغه په اورال غرونو کې د اجباري کار کمپ ته ولېږل شو. نوموړي د روسیې د ۱۹۱۷ زکال د انقلاب په یو شمېر پېښو او وروسته له هغه د روسیې په کورنۍ جګړه کې ونډه لرله. په ۱۹۱۸ زکال کې یې بالکان ته په بېرته راګرځېدو سره د یوګوسلاویا په نوې تاسیس شوې پاچاهۍ کې ځانته ځای وموند او له همدغه ځایه د یوګوسلاویا له کمونیست ګوند سره مل شو. له دې وروسته د ګوند عمومي منشي او بیا د یوګوسلاویا د کمونیستانو د اتحادیې مشر شو (۱۹۳۰-۱۹۸۰ زکال). د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په سیمه باندې د نازیانو له برید وروسته نوموړي د پارتیزانانو په نوم د یوګوسلاویا ګوریلایي خوځښت رهبري وکړه (۱۹۴۱-۱۹۴۵ زکال). د جګړې په پای کې پارتیزانانو – د بریدګر شوري په ملاتړ – په یوګوسلاویا واک ترلاسه کړ.[۱۸]

له جګړې وروسته نوموړی د یوګوسلاویا د فدرال سوسیالیستي جمهوریت (SFRY) اصلي بنسټ اېښودونکی شو چې د لومړي وزیر (۱۹۴۴- ۱۹۶۳ زکال)، ولسمشر (وروسته د ټول عمر لپاره د ولسمشر) (۱۹۵۳-۱۹۸۰ زکال) او همدارنګه د یوګوسلاویا د مارشال په توګه یې خدمت وکړ؛ مارشالي د یوګوسلاویا د خلکو په پوځ (JNA) کې تر ټولو لوړه پوځي رتبه وه. په داسې حال کې چې د کمینفرم یو له بنسټګرو څخه و، خو د کمینفرم لومړنی غړی و چې په ۱۹۴۸ زکال کې یې د شوري د اقتدار څخه بغاوت وکړ. نوموړی د جوزف ستالین د واکمنۍ پر مهال یوازنی رهبر و چې کمینفرم یې پرېښود اود خپل هېواد سوسیالیستي پروګرامونه یې پیل کړل چې د سوسیالیستي بازار/اقتصاد عناصر یې لرل. په چک کې د زېږېدلي یاروسلاو وانک (Jaroslav Vanek) او په یوګوسلاویا کې د زېږېدلي برانکو هوروات (Branko Horvat) په ګډون د پخوانۍ یوګوسلاویا اقتصاد پوهانو د سوسیالیستي بازار داسې موډل ترویج کړ چې ایلیاتي موډل ورته ویل کېده. شرکتونه له ټولنیز پلوه د هغو د کارکوونکو تر مالکیت لاندې و او جوړښت یې هم د کارګرانو د خپل مدیریت له مخې و؛ دوی په آزاده توګه په آزادو بازارونو کې سیالي کوله. تیتو هر جمهوریت ته په حد اکثر کچه د واکونو د ورکولو پر بنسټ وکولای شول قومي ترینګلتیاوې تر کنټرول لاندې راولي.

د یوګوسلاویا د ۱۹۷۴ زکال اساسي قانون د یوګوسلاویا سوسیالیستي فدرالي جمهوریت «د برابرو ملتونو او ملیتونو د لرونکي او همدارنګه د ځانګړو او ملي ګټو د ترلاسه کولو په موخه د ورورولۍ او یووالي د اصولو پر بنسټ د آزاد او یو موټي فدرال جمهوریت» په توګه تعریف کړ. هر جمهوریت ته له قانوني لارې څخه د خپل برخلیک ټاکلو او یا جلا کېدو واک ورکړل شو. له دې سربېره تیتو کوسوو او ویوودینا ته چې د سربیا جوړونکي دوه ایالتونه و؛ زیات واکونه تفویض کړل چې د سربیا په پارلمان کې په عملي توګه د ویټو کولو حق هم په کې شامل و. تیتو په خپل چاپېر کې پیاوړی شخصیتي ځایګي جوړ کړ چې د هغه له مړینې وروسته هم د یوګوسلاویا د کمونیستانو اتحادیې وساته. د هغه له مړینې ۲۰ کاله وروسته په ختیځه اروپا کې د کمونېزم په راپرځېدو سره یوګوسلاویا منحل شوه او یو لړ قومي جګړې په کې پیل شوې.

په داسې حال کې چې یو شمېر تاریخ پوهان د هغه ولسمشري د یوې دیکتاتوري واکمنۍ په توګه بولي، خو یو شمېر نور هغه ته د یو خیرغوښتونکي دیکتاتور په سترګه ګوري. نوموړي په یوګوسلاویا او له هغو بهر ځانګړی محبوبیت درلود چې د ملي یووالي د سمبول په توګه بلل کېږي. د هغه داخلي سیاستونو د یوګوسلاویا په فدراسیون کې د ټولو قومي ډلو ترمنځ سوله ئیز ژوند ته لار برابره کړه. نوموړي د هند د جواهر لعل نهرو، د مصر د جمال عبدالناصر او د ګانا د قوام نکرومه په خوا کې د ناپیلي خوځښت د اصلي مشر په توګه نړیوال پام ځانته واړوه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ژوند وروستي کلونه[سمول]

په اساسي قانون کې د ۱۹۷۴ زکال له بدلونونو وروسته، تیتو په دولتي چارو کې ورځ تر بلې خپله ونډه راکمه کړه. هغه له هېواده بهر سفرونو ته مخه کړه او همدارنګه به یې د بهرنیو میلمنو کوربه توب کاوه؛ په ۱۹۷۷ زکال کې یې بیجنګ ته سفر وکړ او د چین له مشرتابه سره یې روغه وکړه، هغو چې وړاندې یې نوموړی تجدید پلوی بللی و. همدا و چې په ۱۹۷۹ زکال کې هوا ګوئوفنګ (د چین په کمونیست ګوند کې د مائوتسه ځای ناستی و) هم یوګوسلاویا ته سفر وکړ. په ۱۹۷۸ زکال کې تیتو متحده ایالاتو ته په داسې حال کې سفر وکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د کمونیست ضد کرواسي، سربیايي او البانیايي ډلو له خوا د لاریونو په کولو سره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي و.[۲۵]

په ۱۹۷۹ زکال کې تیتو په مخ پر زیاتېدونکي ډول ناروغ شو. دغه مهال د نوموړي لپاره مورویچ ته څېرمه د سرنا په نوم ویلا جوړه شوه. د ۱۹۸۰ زکال د جنوري په ۷ مه او بیاځلي د جنوري په ۱۲ مه نوموړی د سلوانیا د سوسیالیست جمهوریت په پلازمینه کې د لیوبلیانا په نوم روغتیايي مرکز کې پښو ته د وینې د جریان د نه رسېدو له امله بستر شو. د تیتو سخت زړي توب او همدارنګه ډاکټرانو ته د ګانګرین شوې خپلې چپې پښې د غوڅولو د اجازې نه ورکولو د هغه په مړینه کې رول درلود. د هغه یاور وروسته اعتراف وکړ چې تیتو ګواښ کړی و چې که پښه یې غوڅه شي ځان وژنه کوي، همدا و چې هغه اړ شو له تیتو څخه له دې امله چې دغه چاره ترسره نه کړي تمانچه یې ترې پټه کړې وه. د هغه له دوه زامنو ژراکو او میشو بروز سره له پټو خبرو وروسته هغه بالاخره هوکړه وکړه څو چپه پښه یې د وینې د بندېدو له امله پرې شي. هغه ډېر ناوخته دغه اجازه ورکړه او همدا و چې د ۱۹۸۰ زکال د مۍ په څلورمه یې له خپلې ۸۸ مې کالیزې درې ورځې وړاندې د لیوبلیانا په روغتیايي مرکز کې ساه ورکړه. د هغه د جنازې په مراسمو کې د ۱۲۹ هېوادونو چارواکو ونډه لرله.[۲۶][۲۷]

د تیتو په جنازه کې د نړۍ ګڼ شمېر سیاستوالو ونډه واخیسته. د سیاستوالو او دولتي پلاوو د شمېر له مخې هغه مهال په تاریخ کې تر ټولو ستره دولتي جنازه وه چې په ۲۰۰۵ زکال کې یې د دویم جان پاول د جنازې او همدارنګه په ۲۰۱۳ زکال کې د نیلسون مانډیلا د جنازې تر مراسمو پورې ساری نه درلود. د نوموړي په جناره کې څلورو پاچاهانو، ۳۱ ولسمشرانو، شپږ شاهزادګانو، ۲۲ لومړي وزیرانو او د بهرنیو چارو ۴۷ وزیرانو ګډون کړی و. دوی د سړې جګړې دواړو خواو ته اړوند و چې هغه مهال یې په ملګرو ملتونو کې د غړو ۱۵۴ هېوادونو څخه د ۱۲۸ هېوادونو استازولي کوله.[۲۸][۲۹][۳۰]

تیتو د د بلګراد په مقبره کې چې د یوګوسلاویا د تاریخي موزیم (وړاندې ورته د «مۍ د ۲۵مې موزیم» او د «انقلاب موزیم» ویل کېده) برخه جوړوي خښ کړای شو. دغه مقبره د ګلونو د کور په نوم یادېږي او ګڼ شمېر وګړي له هغو څخه د «غوره مهال» د یادولو په موخه لیدنه کوي. په دغه موزیم کې هغه ډالۍ ساتل کېږي چې تیتو د خپلې ولسشمرۍ پر مهال ترلاسه کړې وې.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118622935 — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Josip-Broz-Tito — subject named as: Josip Broz Tito — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Tito — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/ec45536e0eaa4b99a42d6791ea7da802 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8062 — subject named as: Josip Tito — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/79236 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  6. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64b32dv — subject named as: Josip Broz Tito — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1074460 — subject named as: Josip Broz Tito — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/tito-josip — subject named as: Josip Broz Tito — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  9. subject named as: Josip-Tito Broz — Hrvatski biografski leksikon ID: https://hbl.lzmk.hr/clanak.aspx?id=2896 — سرليک: Hrvatski biografski leksikon
  10. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0066178.xml — subject named as: Tito — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=9758 — subject named as: Josip - Tito Broz — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000054 — subject named as: Tito — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. پیوستون : 118622935  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  14. "Josip Broz Tito". Encyclopædia Britannica Online. 
  15. "Tito". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  16. Jeffreys-Jones, Rhodri (13 June 2013). In Spies We Trust: The Story of Western Intelligence. OUP Oxford. د کتاب پاڼې 87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-958097-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Banks, Arthur S.; Muller, Thomas C., المحررون (1998). Political Handbook of the World: 1998 (په انګرېزي ژبه کي). Binghamton, New York: CPS Publications. د کتاب پاڼې 1029. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-14951-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  18. Bremmer, Ian (2007). The J Curve: A New Way to Understand Why Nations Rise and Fall. Simon & Schuster. د کتاب پاڼې 175. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7432-7472-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Andjelic, Neven (2003). Bosnia-Herzegovina: The End of a Legacy. Frank Cass. د کتاب پاڼې 36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7146-5485-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Melissa Katherine Bokovoy, Jill A. Irvine, Carol S. Lilly, State-society Relations in Yugoslavia, 1945–1992; Palgrave Macmillan, 1997 p. 36 کينډۍ:ISBN "...Of course, Tito was a popular figure, both in Yugoslavia and outside it."
  21. Martha L. Cottam, Beth Dietz-Uhler, Elena Mastors, Thomas Preston, Introduction to political psychology, Psychology Press, 2009 p. 243 کينډۍ:ISBN "...Tito himself became a unifying symbol. He was charismatic and very popular among the citizens of Yugoslavia."
  22. Peter Willetts, The Non-aligned Movement: The Origins of a Third World Alliance (1978) p. xiv
  23. Shapiro, Susan; Shapiro, Ronald (2004). The Curtain Rises: Oral Histories of the Fall of Communism in Eastern Europe. McFarland. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-1672-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"...All Yugoslavs had educational opportunities, jobs, food, and housing regardless of nationality. Tito, seen by most as a benevolent dictator, brought peaceful co-existence to the Balkan region, a region historically synonymous with factionalism."
  24. McGoldrick 2000، ص. 17.
  25. (په 7 March 1978 باندې). [{{{url}}} Carter Gives Tito Festive Welcome].
  26. "Raj u koji Broz nije stigao". Blic. 2 May 2010. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Glenny, Misha (2012). The Balkans. Penguin Books. د کتاب پاڼې 622. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-85338-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Jimmy Carter (4 May 1980). "Josip Broz Tito Statement on the Death of the President of Yugoslavia". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Vidmar, Josip; Rajko Bobot; Miodrag Vartabedijan; Branibor Debeljaković; Živojin Janković; Ksenija Dolinar (1981). Josip Broz Tito – Ilustrirani življenjepis. Jugoslovenska revija. د کتاب پاڼې 166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ridley, Jasper (1996). Tito: A Biography. Constable. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-09-475610-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)