یلېنا سېرووا
یلېنا سېرووا | |
---|---|
ستورمزلې | |
ملیت | روسۍ |
زوکړه | ۲۲ اپریل ۱۹۷۶[۱] وزدويژینکا, پرېمورسکي کرای, روسیه، شوروي, شوروي اتحاد[۱] | (عمر: ۴۷ کاله)
نورې دندې | انجنیر |
په تشیال کې وخت | ۱۶۷ ورځې، ۵ ساعته، ۴۴ دقیقې |
غوراوی | ارکېکېاي ډله ۲۰۰۶ [۱] |
ماموریت | سویوز ټيایماې-۱۴ایم (۴۱/۴۲) |
د ماموریت نښان | ![]() ![]() |
يلېنا اولېگوفنا سېرووا (انگلیسي: Yelena Olegovna Serova، روسي: Елена Олеговна Серова) یوه روسۍ ستورمزلې ده چې د ۱۹۷۶ د اپرېل پر ۲۲مه د روسیې د اوسورییسک ښار په یوه کلي کې زېږېدلې ده. یلېنا په ۲۰۰۶ کې د ستورمزلې په توگه وټاکل شوه او په ۲۰۱۱ کې ۴۱م لېږد ته نومانده شوه. یلېنا سېرووا لومړنۍ روسۍ ستورمزلې ده چې د ۲۰۱۴ د سپټمبر پر ۲۶مه یې له نړیوال تشیال تمځای څخه لیدنه وکړه او د ۲۰۱۵ د مارچ پر ۱۱مه بېرته ځمکې ته را ستنه شوه.
شخصي ژوند[سمول]
یلېنا د اوسورییسک ښار د وزدویژینکا په نامه کلي کې زېږېدلې ده او تر ۱۹۸۸ پورې په همدې کلي کې وه. د هغې پلار، چې له پوځ سره یې کار کاوه، المان ته تبدیل شو او یلېنا هم ور سره ولاړه. څه موده وروسته، یلېنا بېرته مسکو ته راغله او په مسکو هواييچلند انسټیټیوټ کې یې له خپل راتلونکي خاوند مارک سره وپېژندل.[۲]
یلېنا د روسي ستورمزلي مارک سېرو مېرمن ده او یوه لور لري. مارک په ۲۰۰۳ کې د RKKE-13 ماموریت لپاره ټاکل شوی وو خو تر الوتنې مخکې کورناستی (تقاعد) شو. یلېنا یوه له هغو پنځو ستورمزلو څخه وه چې په سوچي کې یې د ۲۰۱۴ کال د اولمپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستنې پر مهال د روسیې بیرغ اوچت کړی وو.[۳] .[۴]
زدهکړې[سمول]
د ۲۰۰۱ په مارچ کې یلېنا د مسکو هوايي چلن انسټیټیوټ له هواتشیال پوهنځي څخه د انجنیرۍ په برخه کې؛ او په ۲۰۰۳ کې له د مسکو د انجنیری الاتو او مالوماتو دولتی اکاډمۍ څخه د ستورمزلې په توگه خپلې لوړې زدهکړې بشپړې کړې دي.[۵]
کاري تجربه[سمول]
مخکې له دې چې د ستورمزلې پر دندې وگمارل شي، یلېنا په میشن کنټرول سنټر او ارایسسي انرگیا کې د دوهمې ټولۍ د انجنيرې په توگه کار کاوه.
د ستورمزلې دنده[سمول]
د ۲۰۰۶ په اکټوبر کې، یلېنا ۳۰ کلنه وه چې په ارکېکېاي-۱۴ ډلې کې د ازمېښتي ستورمزلې په توگه وټاکل شوه.[۶] هغې خپل روزنیز پروگرام په سټار سیټي کې بشپړ کړ او په لومړیو کې یې د الوتنې چلوونکې دنده ترسره کوله. یلېنا څلورمه روسۍ ښځينه ستورمزلې ده چې تشیال ته تللې ده.[۷][۸] له هغې څخه مخکې، درې روسۍ ستورمزلې لکه والنتینا تیریشکوفا په ۱۹۶۳ کې، سوېتلانا ساویتسکایا په ۱۹۸۲ او ۱۹۸۴ کې او یلېنا کونداکوفا په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۷ کلونو کې د پخواني شوروي او روسیې له خوا تشیال ته تللي دي.[۹]
۴۲/۴۱م لېږد[سمول]

د ۲۰۱۱ په وروستیو کې، د روسي فضايي ادارې مشر ولادیمیر پوپوفکین اعلان وکړ چې یلېنا سېرووا به نړیوال تشیال تمځای ته ولاړه شي او هلته به د شپږو میاشتو په تېرولو سره بېلابېل بیوفزیکي او طبي ازموینې ترسره کړي.[۱۰] د ۲۰۱۴ د سپټمبر پر ۲۵مه، یلېنا په سویوز ټيایماې-۱۴ایم تشیالبېړۍ کې د ۴۲/۴۱م لېږد لپاره د الوتنې چلوونکې په توگه تشیال ته ولاړه.[۷][۸]
د دې الوتنې قومندان الکساندر ساموکوتیایوف ، یلېنا سېرووا او د ناسا ستورمزلی بېري ویلمور د بایکانور الوتځای له ۱/۵ سایټ څخه پر ۸:۲۵ (ن.هـ.م.) بجو والوتل. نهه (۹) دقیقې وروسته، سویوز ټيایماې-۱۴ایم تشیالبېړۍ د ځمکې چورلېځ (مدار) ته د ننوتلو په نیت د توغندي له درېیم پړاو څخه بېله شوه.
څو شېبې وروسته، تشیالبېړۍ د کورس په نامه خپل د بېړۍچلونې انتنونه پرانیستل. خو د ځینو تخنيکي ستونزو له امله، د تشیالبېړۍ له دوو لمریزو هیندارو څخه یوازې یوه یې په بریالیتوب سره پرانیستل شوه. له دې ستونزې سره سره، تشیالبېړۍ بیا هم د ځمکې شاوخوا تر څلور واره څرخېدا (شپږ ساعتونو) وروسته د ۲۰۱۴ د سپټمبر پر ۲۶مه پر ۱:۱۲ (ن.هـ.م.) بجو له نړیوال تشیال تمځای سره ونښتل. د ځینو اړینو بیاکتنو وروسته، د پویسک رغبېلگې ور پر ۵:۶ (ن.هـ.م.) بجو پرانیستل شو او درې سره ستورمزلي نړیوال تشیال تمځای ته ننوتل. د ۲۰۱۵ د مارچ پر ۱۱مه، درې سره ستورمزلي کابو ۱۶۷ ورځې وروسته بېرته ځمکې ته په بریالیتوب سره را ستانه شول.
نور ولولئ[سمول]
باندنۍ تړنې[سمول]
![]() |
په خونديځ کې د یلېنا سېرووا اړونده دوتنې(انځورونه) موجودی دي. |
- د ناسا پروفایل
- Elena Serova's on-orbit updates via Russian Federal Space Agency
- له یلېنا سېرووا سره د ناسا مرکه، کال (7 Feb 2014)
انتون بوچاروف. "یلېنا سېرووا". د «هېواد د اتلانو» سایټ. د لاسرسينېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)- يلېنا اولېگوفنا سېرووا
- يلېنا اولېگوفنا سېرووا
- Космонавт Серова: я должна быть профессионалом, любящей женой и мамой
- «Вера, надежда, любовь Елены Серовой». Документальный фильм телестудии Роскосмоса. 2014 г.
- Космонавт Елена Серова: «Люди часто сильно недооценивают себя»
سرچينې[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ www.spacefacts.de. Retrieved 16 February 2013
- ↑ NASA (August 1, 2014). "Preflight Interview: Elena Serova". NASA. د لاسرسينېټه October 26, 2014. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Mark Serov". www.spacefacts.de. د لاسرسينېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Russian woman cosmonaut may journey to space station". RIA Novosti. 7 December 2011. د لاسرسينېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Cosmonaut Bio: Elena Olegovna Serova". jsc.nasa.gov. January 2013. د لاسرسينېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Yelena Olegovna Serova". www.spacefacts.de. د لاسرسينېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ "Expedition 41". NASA. د لاسرسينېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ "Expedition 42". NASA. د لاسرسينېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Gonzales, Daria (11 March 2012). "First Woman in Space". Russia: Beyond The Headlines. د لاسرسينېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Gibson, Karen Bush (2014). Women in Space: 23 Stories of First Flights, Scientific Missions, and Gravity-Breaking Adventures. Chicago Review Press. د کتاب پاڼي 66–71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61374-844-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة);|access-date=
بحاجة لـ|url=
(مساعدة)
- انگریزی ویکیپيډیا «Yelena Serova»