گېډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

گېډه (په انگرېزي: Abdomen) د بدن يوه برخه ده. د اناتوميک تعريف له مخې، گېډه د ټټر او د ورنو تر مېنځ پرتې برخې ته ويل کېږي. په گېډه کې دننه د بدن د هضمي غونډال، اطراحي غونډال، اېنډوکرايني غونډال ځينې اهم غړي لکه نس، وړه کولمه، لويه کولمه، پښتورگي، لړمون، تريخی، توری، پانکراس او بډوډي شامل دي. چې هر يو غړی ځانته ځانگړي کړنې ترسره کوي.