پانکراس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
پانکراس

پانکراس (په انگرېزي: Pancreas) د بدن يوه اېنډوکراين غده ده چې په پلن ډول د نس شا ته د توري او اثنا عشر په منځ کې پرته ده. پانکراس د سر، غاړې، تنې او لکۍ په برخو وېشل شوی. دغه اېنډوکرايني غده له ۱۵ څخه تر ۲۵ سانتي مترو پورې اوږدوالی، ۳،۸ سانتي متره سور، له ۱،۳ څخه تر ۲،۵ سانتي مترو پلنوالی او له ۸۵ څخه تر ۱۲۰ گرامه تول لري.

پانقراص په فقاري حیواناتو کې د هاضمي سیسټم او انډوکراین سیسټم یو غړی دی. په انسانانو کې، دا په نس کې د معدې شا ته پروت دی او د یوه غدود په توګه عمل کوي. پانقراص یو مختلط یا هټروکراین غدود دی، یعنې هم د انډوکراین او هم د هضمي اګزوکراین غدود عمل لري. د پانقراص ۹۹سلنه اګزوکراین او ۱ سلنه یې انډوکراین دی. د یوه انډوکراین غدود په توګه، ډېری د وینې شکر کچې د تنظیم کوونکي په توګه کار کوي او  د انسولین، ګلوکاګون، سوماټوسټاټین او پانقراصي پولي پپټایډ هورمونونه ترشح کوي. د هاضمي سیسټم د یوې برخې په توګه، د یوه اګزوکراین غدود په توګه عمل کوي او پانقراصي جوس د پانقراصي نالۍ له لوري اثناعشر ته تشوي. دا جوس بای کاربونېټ لري، کوم چې هغه اسیډ خنثی کوي چې د معدې څخه اثناعشر ته د ننه شوي دي؛ او هضمي انزایمونه لري کوم چې په خوراکي موادو کې شته کاربوهایډرېټونه، پروټینونه او غوړ چې له معدې څخه اثناعشر ته د ننه کېږي، تجزیه کوي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د پانقراص التهاب ته پانکراټیټ ویل کېږي، چې ترټولو عام لاملونه یې د الکولو اوږدمهاله کارول او د ترېخي ډبرې دي. ځکه چې پانقراص د وینې شکر په تنظیم کې رول لري، په ډیابټ یا شکرې ناروغۍ کې هم کلیدي غړی دی. د پانقراص سرطان کولی شي د مزمن (اوږدمهاله) پانکراټیټ یا نورو لاملونو له امله رامنځته شي او ډېر بد راتلونکی لري، ځکه چې ډېری وخت هغه وخت تشخیص کېږي چې د بدن نورو برخو ته خپور شوی وي.

د پانقراص ویی له یوناني πᾶν (pân، «ټول») او κρέας (kréas، «غوښه») څخه اخیستل شوی دی. په شکرې ناروغۍ کې د پانقراص کړنه کابو له ۱۸۸۹م کال څخه پېژندل شوې ده او په ۱۹۲۱م کال کې د انسولینو په تولید کې د هغه رول څرګند شو.

جوړښت

پانقراص یو غړی دی چې د انسان په خېټه کې شتون لري او د معدې له شا څخه د خېټې کینې پورتنۍ خوا ته طحال ته نږدې کش شوی دی. په لویانو کې، کابو له ۱۲ تر ۱۵ سانټي مټره (۴.۷ تر ۵.۹ اینچه) اوږدوالی لري، لوب لرونکی او‌ په ظاهر کې سالمون رنګه ښکاري.[۶]

له اناټومیکي اړخه، پانقراص په سر، غاړه، بدن او لکۍ وېشل کېږي. پانقراص د اثناعشر منځنۍ انحنا څخه غځول شوی، چېرته چې د پانقراص سر د وینې دوه رګونه احاطه کوي: پورتني مزنټریک شریان او ورید. د پانقراص ترټولو اوږده برخه، بدن یې، د معدې شا ته غځول شوی دی او د پانقراص لکۍ د طحال په ګاونډ کې ختمېږي.[۶]

دوه نلکې، د پانقراص اصلي نلکه او د پانقراص یوه کوچنۍ جانبي نلکه د پانقراص له بدن څخه تېرېږي. د پانقراص اصلي نلکه د ګډې صفراوي نلکې سره یوځای کېږي او د واتر امپولا په نوم یو کوچنی بالون (د ځیګر او پانقراص امپولا) جوړوي. دا امپولا د Oddi سفنکټر په نوم یوې عضلې له لورې احاطه شوې ده. دا امپولا د اثناعشر ښکته کېدونکي برخه کې خلاصېږي. د پانقراص اصلي نلکې ته د ګډې صفراوي نلکې خلاصېدل د بویډن سفنکټر لخوا کنټرول کېږي. د پانقراص جانبي نلکه په بېلابېلو خولو سره د پانقراص اصلي نلکې څخه پورته په اثناعشر کې خلاصېږي.[۶]

برخې

د پانقراص سر د اثناعشر انحنا کې موقعیت لري او د پورتني مزانټریک شریان او رګ شاوخوا پوښي. ښي خوا ته یې د اثناعشر ښکته کېدونکې برخه قرار لري او د هغوی په منځ کې پورتني او ښکتني پانقراصي – اثناعشري شریانونه تېرېږي. شاته یې ښکتنی وینا کاوا او د صفرا ګډه نلکه قرار لري. مخې ته یې، پریټواني غشا او عرضي کولون قرار لري. یوه کوچنۍ ناڅاپي راوتنه چې له سر څخه لاندې راوځي، د پورتني مزانټریک ورید او کله هم د شریان شا ته قرار لري.[۶]

د پانقراص غاړه د پانقراص سر، چې د اثناعشر په انحنا کې قرار لري، له بدن څخه جلا کوي. غاړه کابو ۲ سانټي مټره (۰.۷۹ اینچه) پراخه ده او د هغه ځای مخې ته قرار لري چېرته چې پورټل ورید جوړ شوی دی. غاړه ډېری د معدې د پایلور شاته قرار لري او د پریتوان له لورې پوښل شوې ده. مخکېنی پورتنی پانقراصي – اثناعشري شریان د پانقراص د غاړې له مخې څخه تېرېږي.[۶]

بدن د پانقراص ترټولو لویه برخه ده او ډېری برخه یې د معدې شا ته قرار لري او په خپل اوږدوالي کې نری کېږي. پریټوان د پانقراص د بدن په سر قرار لري او عرضي کولون د پریټوان مخې ته قرار لري. د پانقراص شاته د وینې څو لوی رګونه لکه، اورټا، د طحال ورید او د کین پښتورګي ورید او همدارنګه د پورتني مزانټریک شریان پیل شتون لري. د پانقراص بدن لاندې د کوچنیو کولمو یوه برخه، په ځانګړې توګه د اثناعشر وروستۍ برخه او جیجونوم چې هغه پورې تړل کېږي، او همدارنګه د اثناعشر معلق رباط چې د دې دواړو ترمنځ لوېږي، قرار لري. عرضي کولون (لویې کولمې) د پانقراص مخې ته قرار لري.[۷]

پانقراص د لکۍ خوا ته، چې طحال ته نږدې پرته ده، نری کېږي. په معمول ډول له ۱.۳ – ۳.۵ سانټي مټره (۰.۵۱ – ۱.۳۸ اینچه) اوږدوالی لري او د طحال او کین پښتورګي د رباط پردو ترمنځ قرار نیسي. د طحال شریان او ورید چې د پانقراص د بدن ترشا هم تېرېږي، د پانقراص د لکۍ شا ته تېرېږي.[۶]

وینې رسول

پانقراص د وینې بډایه سرچینه لري، د هغو رګونو له شاخو سره چې د سلیاک شریان او پورتني مزانټریک شریان څخه سرچینه اخلي. د طحال شریان د پانقراص د سر په اوږدو کې قرار لري او د پانقراص د بدن کینې خوا او لکۍ ته د خپلو پانقراصي شاخو له لارې وینه ورکوي، د کومو شاخو ترټولو لوی چې یې لوی پانقراصي شریان نومېږي. پورتنی او ښکتنی پانقراصي – اثناعشري شریانونه د پانقراص د سر له مخکېني او شاتني سطحو څخه چې اثناعشر ته نږدې پراته دي، تېرېږي. دا شریانونه د پانقراص سر ته وینه ورکوي. دا رګونه په منځ کې له یوبل سره نښلي (اناسټوموز (خوله په خوله کېږي)).[۶]

د پانقراص بدن او غاړې وینه د طحال په ورید کې تشېږي، کوم چې د پانقراص شا ته قرار لري. د پانقراص د سر وینه د پانقراصي – اثناعشري وریدونو له لارې په پورتني مزانټریک او پورټال وریدونو کې تشېږي. [۶]

پانقراص خپل لمف په لمفاوي رګونو کې تشوي چې د شریانونو سره یوځای سفر کوي او همدارنګه بډایه لمفاوي سرچینه لري. د بدن او لکۍ لمفاوي رګونه د طحال په لمفاوي غدودو کې تشېږي او له هغه ځایه هغو غدودو ته تشېږي چې د سیلیاک او پورتني مزانټریک په منځ کې د آورټا مخې ته قرار لري. د سر او غاړې لمفاوي رګونه د پانقراصي – اثناعشري، مزانټریک او ځیګر شریانونو شاوخوا ته په منځني لمفاوي رګونو کې تشېږي، او له هغه ځایه هغو غدودو ته تشېږي چې د آورټا مخې ته قرار لري.[۶]

مایکرواناټومي

پانقراص داسې نسج لري چې هم انډوکراین او هم اګزوکراین رول لوبوي، او دا وېش هغه مهال هم د لیدو وړ دی کله چې پانقراص د مایکروسکوپ لاندې وکتل شي.[۸]

د پانقراص ډېری نسج هاضمي رول لري. د داسې رول لرونکې حجرې د کوچنیو نلکو شاوخوا ته کلسترونه (په لاټین کې: acini) جوړوي او د کوچنیو لوبونو په توګه چې فبروزي دېوالونه لري، تنظیم شوي دي. د هرې اسیني حجرې خپلو شاوخوا متقابلو نلکو ته د زایموجنس په نوم غیرفعاله هضمي انزایم افرازوي. په هر اسیني کې، حجرې هرمي بڼه لري او د متقابلو نلکو په شاوخوا کې ځای پرځای شوي چې هستې یې د پوړ غشا، یو لوی انډوپلازمیک رټیکولم، پرسر پرتې دي، او د زایموجن یو څو ګرانولونه په سایټوپلازم کې ښکارېږي. متقابلې نلکې د لوبول په منځ کې د لوبولونو د منځ لا لویو نلکو ته تشېږي او بلاخره انټرالوبولر نلکو ته تشېږي. دا نلکې د کالم شکله حجرو یوې واحدې لایې له لورې پوښل شوي دي. او کله چې د نلکو قطر لویېږي بیا د حجرو لایې هم له یوه څخه زیاتېږي.[۸]

هغه نسجونه چې په پانقراص کې د ننه د انډوکراین رول لري د پانقراص ټاپوګانو (چې د لانګرهانس ټاپوګانو په نوم هم یادېږي) په نوم د حجرو کلسټرونو په توګه شتون لري چې په ټول پانقراص کې ویشل شوې دي. د پانقراص ټاپوګانو کې د الفا حجرې، بېټا حجرې او ډلټا حجرې شاملې دي چې هر یو یې بېلابېل هورمون تولیدوي. دې حجرو خپلو ځانګړتیاوو ته په کتو موقعیت نیولی، الفا حجرې (چې ګلوکاګون افرازوي) میل لري چې د ټاپو په شاوخوا کې موقعیت ونیسي، او بېټا حجرې (چې انسولین افرازوي) لا ډېرې دي او په ټوله ټاپو کې پیدا کېږي. د انټروکرومافین حجرې هم په ټاپو ګانو کې په پراخه توګه وېشل شوې دي. ټاپوګانو کې کابو ۳۰۰۰ افرازي حجرې شتون لري او همدارنګه ګڼ واړه شریانونه لري چې وینه ترې اخلي او وریدنه لري چې د هغو له لارې اجازه ورکول کېږي ترڅو د حجرو لخوا افراز شوي هورمونونه سیسټمي دوران ته د ننه کړي.[۹]

سرچينې

  1. Gyr, K.; Beglinger, C.; Stalder, G. A. (1985-09-21). "[Interaction of the endo- and exocrine pancreas"]. Schweizerische Medizinische Wochenschrift 115 (38): 1299–1306. ISSN 0036-7672. PMID 2865807. https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/2865807/. 
  2. "Pancreas Gland - Endocrine System". Innerbody (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Beger's 2018، صص. 124.
  4. "Endocrine Pancreas - an overview ScienceDirect Topics". www.sciencedirect.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Henderson, J. R.; Daniel, P. M.; Fraser, P. A. (February 1981). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The pancreas as a single organ: the influence of the endocrine upon the exocrine part of the gland"]. Gut 22 (2): 158–167. doi:10.1136/gut.22.2.158. ISSN 0017-5749. PMID 6111521. 
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ ۶٫۵ ۶٫۶ ۶٫۷ ۶٫۸ Gray's 2016، صص. 1179–1189.
  7. Gray's 2008، صص. 1183-1190.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Wheater's Histology 2013، صص. 287-291.
  9. Wheater's Histology 2013، صص. 332-333.