ګينه
ګينه | |
---|---|
بیرغ | نښان |
Location of ګينه (dark blue) – in Africa (light blue & dark grey) | |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۱۰°شمال ۱۱°لويديځ / 10°شمال 11°لويديځ [۱] |
ټيټه سيمه | اتلانتيک سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 245857 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | کوناکری |
رسمي ژبې | فرانسوي ژبه [۲] |
مشرتابه | |
حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۲ اکتوبر ۱۹۵۸ |
د عمر محدودیتونه | |
بې کارۍ کچه | 2 سلنه (۲۰۱۴)[۳] |
نور مالومات | |
پیسې | د ګینه فرانک |
تګلوری | ښي لورۍ [۴] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | GN |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +224 |
ګینه په فرانسوي République de Guinée رسمي نوم یې (د ګینه جمهوریت) دی چې د افریقا په شمال لویدیځ کې د اطلس سمندر غاړو ترڅنګ پروت هیواد دی. د یاد هیواد پلازمینه کوناکری د وګړو شمیر یې ۱۰ میلیونه او رسمي ژبه یې فرانسوي ده. او نوري سیمه ییزی ژبي عبارت دي له فولاني ژبه مالینکه او سوسو څخه.
ګانا هیواد په ۲ هم د مارچ ۱۹۵۸ له فرانسې نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د ګانا ۸۵ سلنه وګړي مسلمان او ۱۰ مسیحيان دي.
ګينه (/ˈɡɪni/) په رسمي ډول د ګينه جمهوريت دی (فرانسوی: République de Guinée؛ انکو: : ߖߌ߬ߣߍ߫)، په لويديځه افريقا کې يو ساحلي هېواد دی. د هېواد لويديځ ته اتلانتيک سمندر، شمال لويديځ ته يې ګينه بيساو (Guinea-Bissau)، شمال ته يې سينيګال، شمال ختيځ ته يې مالي، سوېل ختيځ ته يې د “d’Ivoire” پڼډغالی او سوېل ته سيراليون او ليبريا سيمې پرتې دي. دا هېواد چې پخوا د فرانسوي ګينه (فرانسوي: Guinee Francaise) په نوم يادېده، معاصر يا نني هېواد ته ځيني وختونه د خپلې پلازمېنې کوناکري په وياړ ګينه کوناکري (Guinea-Conakry) هم وايي، چې موخه يې نومياليو سيمه کې لکه د ګينه باساو او ايکواټوري ګينه غوندې نورو سيمو څخه بېلول دي. ګينه ۱۲۴ ميليونه نفوس او ۲۴۵۸۵۷ کېلومتر مربع (۹۴۹۲۶ ميل مربع) پراخوالی لري. [۵][۶][۷][۸][۹]
ياد هېواد په ۱۹۵۸ ز کال کې له فرانسې څخه خپلواکي تر لاسه کړه او د پوځي کودتا اوږد تاريخ لري. په ۲۰۱۰ ز کال کې له لسيزو واک غوښتونکي حکومت څخه وروسته ګينه خپلې لومړنۍ ديموکراتيکې ټاکنې تر سره کړې. که څه هم ګينه ګڼ ګونديزو ټاکنو په پام کې نيولو ته دوام ورکړ، مګر هېواد توکميزو شخړو، پراخه فساد او د پوځ او پوليسو له لورې له ناوړه ګټې اخيستنې سره مخامخ کېدلو ته هم دوام ورکړ. انساني حقونه په کې د بحث وړ مسئله پاتې کېږي. په ۲۰۱۱ ز کال کې د متحده ايالتونو حکومت ادعا وکړه، چې د امنيتي ځواکونو له لورې ځورونه او له ښځو او ماشومانو څخه ناسمه ګټه اخيستنه (د ښځينه سنتې يا ختنې په ګډون) په هېواد کې د انساني حقونو تل پاتې مسئلې وې. په ۲۰۲۱ ز کال کې يوې پوځي ډلې ولسمشر الفا کونډي (Alpha Conde) له واکه لرې او اساسي قانون يې وځنډاوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
ګينه د ۸۵ سلنه مسلمانانو په درلودلو سره، يو پراخه اسلامي هېواد دی. وګړي يې په ۲۴ توکميزو ډلو پورې اړه لري. هېواد پر څلور جغرافيوي سيمو باندې وېشل شوی دی: “Maritime Guinea” پر ښکته پروت اتلانتيک ساحل باندي، د “Fouta Djallon” يا منځنۍ ګينه لوړې يا غرنۍ سيمې، شمال ختيځ کې د پورته ګينه (Upper Guinea) وچه يا بې ونو دښته او د ګرمسېرو ځنګلونو د “Guinee forestiere” سيمه. فرانسوي چې د هېواد رسمي ژبه ده، چې په ښوونځيو، حکومتي اداره او رسنيو کې د اړيکې اصلي ژبه ده، مګر له ۲۴ څخه زياتې بومي ژبې په کې ويل کېږي. تر ټولو لويې ژبې يې سوسو (Susu)، پيولر (Pular) او مانينکا (Maninka) ژبې دي، چې په ترتيب سره په “Maritime Guinea”، “Fouta Djallon” او “Upper Guinea” سيمو کې نفوذ لري، په داسې حال کې چې د هېواد څلورمه سيمه (Guinee Forestiere) کې بېلابېلو توکميزو ژبو باندې خبرې کېږي. [۱۸][۱۹]
د ګينه اقتصاد زياتره د کرنې او منرالي توليد پر بنسټ دی. دا هېواد د المونيم خاورې د توليد له مخې د نړۍ دويم ستر توليدونکی دی او د الماسو او سرو زرو بډايه زېرمې لري. د هېواد جغرافيه د ۲۰۱۴ ز کال ايبولا چاودنې يا خپرېدنې په هسته کې وه. [۲۰][۲۱]
نوم
[سمول]د ګينه نوم له ګينه سيمې څخه اخيستل شوی دی. ګينه (Guinea) د هغې افريقايي سيمې دوديز نوم دی، چې د ګينه خليج په اوږدو کې پرته ده. د شمال پر لور د ځنګلي ګرمو سيمو له لارې غځيږي او په ساحل “Sahel” کې پای ته رسېږي. انګليسي “Guinea” اصطلاح په سيده ډول له پرتګالي “Guine” ويي څخه اخيستل شوی دی، چې د ۱۵ پېړۍ په نيمايي کې هغو ځمکو ته د ويل کېدلو په موخه راڅرګند شو، چې ګيني (Guineus) وګړي په کې اوسېدل او همدرانګه د سينيګال سيند سوېل ته د تور پوستو افريقايي وګړو لپاره يوه عمومي کارېدونکې اصطلاح وه (له دې څخه پورته د غنمرنګه Zenega Berbers وګړو خلاف، چې دوی ورته “Azenegues” يا “Moors” ويل).
تاريخچه
[سمول]نننۍ ګينه مخکې له دې چې په ۱۸۹۰ ز لسيزه کې د فرانسې له لورې مستعمره او د فرانسې د لويديځې افريقا برخه جوړه کړای شي، په يو اړ افريقايي سترواکيو پورې يې اړه درلوده. دې هېواد د ۱۹۵۸ ز کال د اکتوبر پر ۲ نېټه له فرانسې څخه خپله خپلواکي اعلان کړه. له خپلواکۍ څخه د ۲۰۱۰ ز کال تر ولسمشريزو ټاکنو پورې د یو شمېر ټولواک واکمنانو له لورې اداره شو. [۲۲][۲۳][۲۴]
په ګينه کې د لويديځې افريقا سترواکۍ او پاچهۍ
[سمول]اوسنۍ ګينه، د لويديځې افريقا د سترو سترواکيو پر څنډو باندې وه. د غنا تر ټولو لرغونې سترواکۍ د سوداګرۍ پر بنسټ وده وکړه، مګر په پای کې يې د “Almoravid” وګړو له پرله پسې بريدونو څخه وروسته ماته وخوړه. دا هغه مهال و چې د شمالي افريقا د سوداګرو له لارې سيمې ته په لومړي ځل اسلام راورسېد.
د “Sosso” سترواکي (له ۱۲ تر ۱۳ پېړيو کې) په کوټلي ډول د سترواکۍ د تشې په پايله کې وده وکړه، مګر مالي سترواکي (Mali Empire) هغه مهال واکمن شو، چې “Soundiata Keita” په ۱۲۳۵ عيسوي کال د کيرينا په جګړه (Battle of Kirina) کې د سوسسو واکمن “Soumangourou Kante” ته ماته ورکړه. د مالي سترواکۍ د “Mansa” (سترواکانو) له لورې اداره شوه. تر ټولو زيات د پام وړ سترواک يې “Kankou Moussa” و، چې په ۱۳۲۴ ز کال کې يې د مکې نامتو حج وکړ. د نوموړي له دورې څخه لږه موده وروسته ياده سترواکي مخ په ړنګېدلو شوه او په پای کې په ۱۵ پېړۍ کې د خپل غلام يا تر لاس لاندې دولتونو له لورې ونيول شوه.
د دوی له ډلې تر ټولو بريالۍ سترواکي د “Songhai” په نوم وه، چې له نږدې ۱۴۶۰ ز کال څخه يې خپل واک او قدرت پراخه کړ او په پای کې د ځمکې او شتمنۍ دواړو برخو له مخې له مالي سترواکۍ څخه مخکې شوه. سونغای سترواکۍ په ۱۵۸۲ ز کال کې د “Askia Daoud” له مړينې څخه وروسته، د پرله پسې والي [د سترواک] پر سر تر کورنۍ جګړې پورې خپلې نېکمرغۍ ته دوام ورکړ. کمزورې شوې سترواکي يوازې درې کالونه وروسته د ټونډيبي په جګړه (Battle of Tondibi) کې د Morocco له لورې په بريدونو کې ولوېده. که څه هم پاچهي يې په زياتو کوچنيو پاچاهيو باندې ووېشل شوه، مګر د موروکو وګړي يې په ګټور ډول اداره کولو کې ناوړه ثابت شول.
د لويديځې افريقا د سترو سترواکيو له ماتې څخه وروسته په نني ګينه هېواد کې بېلابېلې پاچاهۍ وې. مرکزي ګينه کې “Futa Jallon” سيمې ته د “Fulani” سيمې مسلمانان کډوال شول او د ليکلي اساسي قانون او نوبتي يا پرله پسې واکمنانو په درلودلو سره يې له ۱۷۲۷ ز کال څخه تر ۱۸۹۶ ز کال پورې په کې يو اسلامي دولت رامنځته کړ. د “Malinke” په نوم پراخه سيمه کې چې ننۍ “Upper Guinea” سيمه ده او سوېل لويديځ مالي (واسولو Wassoulou:) کې د “Samori Toure” په مشرۍ واسولو سترواکۍ (Wassoulou يا Wassulu Empire) لنډمهالې (۱۸۹۸-۱۸۷۸ز کلونه) وه. ياده سترواکي مخکې له دې چې د فرانسې له لورې ونيول شي، ايووري ساحل (Ivory Coast) ته ولاړه.
استعماري دوره
[سمول]اروپايي سوداګرو له ۱۷ پېړۍ څخه وړاندې د مهمې سوداګرۍ لپاره سيالي وکړه او وار له مخه يې بريدونه وکړل. غلامان د کار کولو په موخه نورو سيمو ته ولېږل شول. سوداګرو د غلامۍ له سيمه يیزو لارو چارو څخه ګټه پورته کړه. [۲۵][۲۶]
د ګينه استعماري دوره، د ۱۹ پېړۍ په نيمايي کې سیمې ته د فرانسې په پوځي ننوتنې يا نفوذ سره پيل شوه. د فرانسې واک په ۱۸۹۸ ز کال کې د “Ouassoulou” دولت د سترواک او د “Malinke” پښت د مشر سامري ټوري “Samori Toure” د ځواکونو د ماتې ورکولو له په واسطه ډاډمن شو. نوموړي فرانسې ته د نننۍ ګينه او د هغه د ګاونډ سيمو واک ورکړ.
فرانسې د ۱۹ پېړۍ په وروستيو او د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې د ګينه د اوسنيو پولو په اړه له برتانيې سره د سيرراليون، پرتګال سره د هغوی د ګينه مستعمرې (ننۍ ګينه باساو: Guinea-Bassau) او ليبريا سره خبرې اترې وکړې. ګينه د فرانسې تر واک لاندې د فرانسې په لويديځه افريقا (French West Africa) کې د ګينه سيمه [هېواد] جوړه کړه، چې په ډاکار کې د استوګن عمومي والي له لورې اداره شوه. ځايناستو واليانو د ګينه په ګډون بېلابېلې مستعمرې اداره کړې.
خپلواکي
[سمول]په ۱۹۵۸ ز کال کې د سياسي بې ثباتۍ او په ځانګړي ډول د “Indochina” او الجيريا په ګډون له خپلو مستعمرو سره په راکړه ورکړه کې د ناکامۍ له امله، د فرانسې څلورم جمهوريت (French Fourth Republic) ړنګ شو. فرانسوي وګړو د پينځم جمهوريت د رامنځته کولو ملاتړ وکړ، په داسې حال چې د هېواد ولسمشر چارلس ډي ګاولي (Charles de Gaulle) د ۱۹۵۸ ز کال اګسټ پر ۸ روښانه کړه، چې فرانسوي مستعمرو ته به په يوې نوې فرانسوي ټولنه کې د خورا خپلواکۍ يا د ۱۹۵۸ ز کال د سپټمبر پر ۲۸ باندې تر سره کېدونکې نظرپوښتنه کې د ژر تر ژره خپلواکۍ تر منځ يوه بشپړه ټاکنه ورکړای شي. نورو مستعمرو لومړنۍ خوښه وټاکله، مګر ګينه د احمد سيکو ټوري (Ahmed Sekou Toure) تر مشرۍ لاندې په ټينګار سره خپلواکي غوره کړه. د يادونې وړ ده، چې د احمد سيکو د ګينه الاصل افريقايي ديموکراتيک راغونډېدلو ديموکراتيکې ډلې (Democratic Party of Guinea-African Democratic Rally (PDG)) د ۱۹۵۷ کال سيمه ايزو [کورنيو] ټاکنو کې له ۶۰ څخه ۵۶ چوکۍ ګټلې وې. فرانسې په چټکۍ سره شاتګ وکړ او د ۱۹۵۸ ز کال د اکتوبر پر ۲ نېټه ګينه ځان واکمن او خپلواک او “Sekou Toure” د ولسمشر په توګه اعلان کړ. [۲۷]
ایداري وېش
[سمول]ینه هیواد په ۸ ولایتونو او ۳۳ ولسوالیو ویشل شوې ده.
ولایت | نفوس | نقشه |
---|---|---|
بوکه | ۹۶۵٬۷۶۷ | |
فارانا | ۸۳۹٬۰۸۳ | |
کانکان | ۱٬۴۲۷٬۵۶۸ | |
کوناکری | ۲٬۳۲۵٬۱۹۰ | |
کیندیا | ۱٬۳۲۶٬۷۲۷ | |
لابه | ۹۰۳٬۳۸۶ | |
مامو | ۷۱۹٬۰۱۱ | |
نزرهکوره | ۱٬۵۲۸٬۹۰۸ |
ښار | نفوس [۲۸] |
---|---|
کاماین | ۱،۸۷۱،۰۰۰ |
کوناکری | ۱،۷۶۷،۰۰۰ |
انزره کوره | ۱۳۳،۰۰۰ |
کیندیا | ۱۱۷،۰۰۰ |
کان کان | ۱۱۴،۰۰۰ |
تاریخ
[سمول]کلتور
[سمول]جغرافیه
[سمول]ګالری
[سمول]-
atlas Guinea
-
Chimpanzé de Bossou
-
Plage sur les Ile de Loos
اقتصاد
[سمول]- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ https://www.ethnologue.com/language/fra
- ↑ http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
- ↑ https://web.archive.org/web/20181225111225/http://chartsbin.com/view/edr — آرشيف اصل په ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸
- ↑ "Archived copy". خوندي شوی له the original on 5 February 2009. بياځلي په 11 February 2009.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Music Videos of Guinea Conakry". له اصلي څخه خوندي شوی په 21 February 2007. بياځلي په 12 April 2018.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ "The Anglican Diocese of Ghana". Netministries.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 January 2009. بياځلي په 23 July 2017.
- ↑ "Archived copy". خوندي شوی له the original on 11 May 2011. بياځلي په 11 February 2009.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) - ↑ "Nations Online: Guinea – Republic of Guinea – West Africa". Nations Online. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 May 2003. بياځلي په 25 August 2014.
- ↑ West Africa economic bloc suspends Guinea after military coup, Deutsche Welle (September 8, 2021).
- ↑ Nicholas Bariyo & Benoit Faucon, Military Faction Stages Coup in Mineral-Rich Guinea, Wall Street Journal (September 5, 2021).
- ↑ Krista Larson, EXPLAINER: Why is history repeating itself in Guinea's coup?, Associated Press (September 7, 2021).
- ↑ Danielle Paquett, Here's what we know about the unfolding coup in Guinea, Washington Post (September 6, 2021).
- ↑ Abdourahmane Diallo and Adam Nossiter, Guinea Votes in Its First Democratic Presidential Election, New York Times (November 7, 2010).
- ↑ Guinea, Freedom in the World, Freedom House, 2021.
- ↑ Saliou Samb, Guinea President Conde vows to tackle corruption during third term, Reuters (December 15, 2020).
- ↑ Bureau of Democracy, Human Rights and Labor (2012). "Country Reports on Human Rights Practices for 2011: Guinea". United States Department of State. بياځلي په 27 اگسټ 2012.
- ↑ "Religion in Guinea". Visual Geography. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 September 2013. بياځلي په 23 July 2017.
- ↑ "The Pan African Bank". Ecobank. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 March 2012. بياځلي په 23 July 2017.
- ↑ "Guinea Conakry: Major Imports, Exports, Industries & Business Opportunities in Guinea Conakry, Africa". خوندي شوی له the original on 5 November 2010. بياځلي په 15 October 2014.
- ↑ "Guinea Conakry Support – Guinee Conakry Trade and Support. (GCTS)". خوندي شوی له the original on 5 January 2015. بياځلي په 15 October 2014.
- ↑ Zounmenou, David (2 جنوري 2009). "Guinea: Hopes for Reform Dashed Again". allAfrica.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 جنوري 2009. بياځلي په 27 ډيسمبر 2009.
- ↑ "UN Human Development Report 2009". Hdrstats.undp.org. خوندي شوی له the original on 13 April 2010. بياځلي په 28 March 2010.
- ↑ Ross, Will (2 October 2008). "Africa | Guineans mark '50 years of poverty'". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 June 2010. بياځلي په 28 March 2010.
- ↑ "John Lovell". in The History of Parliament: the House of Commons 1558-1603, ed. P.W. Hasler, 1981. History of Parliament Online website Retrieved 25 September 2021.
- ↑ "America and West Indies: October 1653." Calendar of State Papers Colonial, America and West Indies: Volume 1, 1574-1660. Ed. W Noel Sainsbury. London: Her Majesty's Stationery Office, 1860. 409-410. British History Online website Retrieved 25 September 2021.
- ↑ "The Washington Post". The Washington Post.
- ↑ کينډۍ:وبسایټ
- Pages using the JsonConfig extension
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1589
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P38
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- جغرافيه ويکي ډېټا
- CS1 errors: empty citation
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 maint: archived copy as title
- CS1 maint: bot: original URL status unknown
- نخشه لرونکي مخونه