ګیرت سمیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګیرت سمیت
(انګلیسي: Gerrit Smith د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګیرت سمیت
ګیرت سمیت

د شخص معلومات
پيدايښت ۶ مارچ ۱۷۹۷[۱][۲][۳]
مړینه 28 ډيسمبر 1874 (77 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال [۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګیرت سمیت ( د ۱۷۹۷ م کال د مارچ له شپـږمې د ۱۸۷۴ م کال د ډسمبر تر ۲۸ نېټې پورې ژوند وکړ)، چې ګیرتت سمیت هم ورته ویل کېـږي، یو ټولنیز امریکايي اصلاح کوونکي، د غلامۍ خلاف، سیاست پوه او یو د بشردوستۍ پلوی و. چې د ان کارول فیتژو خاوند و، سمیت په ۱۸۴۸، ۱۸۵۶ او ۱۸۶۰ م کلونو کې  د متحده ایالتونو د جمهوري ریاست لپاره کاندید و. خو یوازې یو ځل یې ټاکنې په یوه دوره کې د ۱۹۵۳ م کال څخه تر ۱۹۵۴ م کال پورې د استازو په جرګه کې وګټلي. [۵]

هاغه یو ښه ‌ذهن او ورسره یي قوي ادبیات درلودل او په عامه خبرو کې یې ډېر ښه استعداد درلود. [۶]

سمیت، چې په نیویارک کې تر ټولو شتمن او د هېواد یو بډای شخص و، د خپل ژوند په اوږدو کې د ازادۍ د ګوند او د جمهوریت پلوه ګوند لپاره یو مهم مالي مرسته کوونکي شخص و. او خپل ډېر وخت او پیسې یې د ټولنيز پرمختګ لپاره مصرف کړي. د دې سربیره، د تیمبوکتو د جوړولو لپاره یې د ځمکې او پیسو له پلوه د پام وړ مرسته وکړه، یو امریکايي ــ افریقايي ټولنه چې د نیویارک په شمالي ایلبا کې وه. هاغه د الکولو ضد خوځښت او د افریقا ته بیرته ستنیدو خوځښت کې هم لاس درلود. استعمار پریښودل د غلامۍ خلاف په ګټه و ځکه د ټولو غلامانو ژر تر ژر ازادول و. سمیت په ۱۸۵۹ م کال کې په هارپر پیري کې د جوهان برون د برید د شپـږو پټو مالي ملاتړکوونکو څخه یو و. د برون سیمه هغه ځمکه و چې هاغه د سمیت څخه اخيستي وه.  [۷][۸]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

نیکونه[سمول]

سمیت د نیویارک په یوتیکا کې زېـږديدلی و چې د پلار نوم یې پیټر ګیریټ سمیت و .د چا نیکونه چې د هالنډ څخه و (ګیریټ یو هالنډي نوم دی) همدراز الیزابت (لیونګسټون) سمیت، او الیزابت (سیمپسون) لیونګسټون د ډګرول جمیز لیونګسټون لور وه. پیټر په نیویارک ایالت کې تر ټولو ډېري ځمکې درلودي. هاغه د جوهان جوقاب اسټر سره په ګډه د څرمن په سوداګرۍ کې او په یوازې توګه یې د ځمکو په کاروبار کې، د پام وړ شتمنۍ تر لاسه کړه. هاغه د ۴۰۰۰۰۰ ډالرو څخه ډېره سوداګرۍ ( چې په ۲۰۲۱ م کال کې د ۷۰۸۰۸۷۰ ډالرو سره برابري وي ) خپل زوی ګریټ ته په ۱۸۱۹ م کال کې وسپارله، او ۸۰۰۰۰۰ نور ډالر یې ( چې په ۲۰۲۱ کال کې ۱۵۰۷۹۶۳۰ ډالرو سره برابري وي ) خپل اولادنو ته په ۱۸۳۷ م کال کې پريښودي. پیټر سمیت د ميډسون ښار قاضي و چې په اسانۍ سره د دې ښار د یو تکړه او مشهور وګړی په توګه پېژندل کېـږي. هاغه یو پرهیزګاره او په احساساتي ډول یو مذهبي شخص و. د ۱۸۲۲ م کال راهیسې، پیټر سمیت په ډېر شدت سره په مقدسو کارونو او د ټراکټ په ټولنو کې بوخت و.  [۹][۱۰]

ګیریټ ته همدرانګه ۵۰۰۰۰ جریبه ځمکه ( ۲۰۰۰۰ هکتاره ) د هاغه د پلار څخه په میراث کې پاتې شوه، نو په دې ډول هغه ۷۵۰۰۰۰ جریبه ځمکه ( ۳۰۰۰۰۰ هکتاره ) ترلاسه کړه، دومره سیمه چې د روهود د ټاپو څخه هم لویه وه. د هاغه د ۱۸۴۶ م کال د ځمکو د پلورلو نوملړ کابو ۴۵ پاڼې و. [۱۱][۱۲]

د سمیت مورنۍ ترور کارګریټ لیونګسټون، د قاضي ډانیل کاډی سره واده کړی و. د دوی لور الیزابت کاډی سټونټون د ښځو د رایو د خوځښت مشره او جوړونکي وه، او د سمیت لومړنۍ د ترور لور وه. الیزابت کاډی د خپل راتلونکي خاوند هنري سټونټون سره ، چې د غلامۍ خلاف یو فعال کس هم و د نیویارک په پیټروبورو کې د سمیت په کورنۍ کور کې وليدل. دا ښارپه ۱۷۹۵ م کال کې د پیټر سمیت په نوم او د هغه لخوا جوړ شوی و، چا چې هلته په ۱۸۰۴ م کال کې خپل کورني کور جوړ کړ. ګیریټ دلته هغه وخت راغی کله چې هاغه نهه کلن و.   [۱۳][۱۴]

ګیریټ د یوه ځوان په توګه[سمول]

ګیریټ د یو لوړ قد لرونکې، په ښکلي توګه جوړ شوي او په ښکلي تناسب سره ښودل شوی و. د هغه لوی سر د هاغه په اوږو په عالي توګه جوړ شوي و، هاغه ممکن په هغو ورځو کې کله چې انسان ښایست د خدایي په توګه پېژنده او د هاغه عبادت یې کاوه، د یوناني خدای د نمونې په توګه کار کړي وي. هاغه د نیویارک په کلینټون اونیډو ښار کې د هیملټون اونیډو اکاډمۍ کې ګډون وکړ او په ۱۸۱۸ م کال کې په بریالیتوب سره د هیملټون کالج څخه فارغ شو، هاغه په کالج کې د ډېرو ملګرو سره د ډېر فعال زده کوونکي په توګه په واضح ډول ښودل شوي دي. د ۱۸۱۹ م کال په جنورۍ کې هغه د ولتا ان بکیس (له ۱۸۰۰ م کال څخه ۱۸۱۹ م کال پورې) سره چې د هیملټون د کالج د مشر ازیل بکیس ډی ډي (له   ۱۷۶۵ م کال څخه تر  ۱۸۱۷ م کال پورې) لور وه او د فرډاریک ایف بکیس (له ۱۷۹۴ م څخه تر ۱۸۵۸ م کال پورې ) خور وه واده وکړ. ولتا د همدې کال په اګسټ کې مړه شوه. په ۱۸۲۲ م کال کې، ګیریټ د ان کارول فیتژوک (له ۱۸۰۵ م کال څخه تر ۱۸۷۹ م کال پورې) سره چې د هنري فیتژوک خور وه (له ۱۸۰۱ م کال څخه تر ۱۸۶۶ م کال پورې) واده وکړ، د دوي اړیکه د میني وه. دوی اته ماشومان درلودل، خو یوازې الیزابت سمیت میلر (له ۱۸۲۲ م کال څخه تر ۱۹۱۱ م کال پورې) او ګرایني سمیت (له ۱۸۴۱ م کال څخه تر ۱۸۸۰ م کال پورې) تر اوږد عمر پورې ژوند وکړ. [۱۵][۱۶][۱۷]

د ګیریټ د فراغت په کال کې، د هاغه د مور مړینې د هغه د پلار پیټر د ډېر سخت خفګان لامل شوه. هاغه له ټولو کارونو څخه شاته شو او خپل دویم زوی ګیریټ ته یې وسپارل، چا چې باید د قانوني مقام لپاره خپل پلانونه پریښي وای. د هغه د ټولې شتمنۍ لګښتونه ډېر و.

هاغه د الکولو ضد یو فعال کمپاین کوونکي شو، او ادعا کېـږي چې د الکولوضد لومړنۍ وینا یې په ۱۸۲۴ م کال کې د نیویارک ایالت د قانون جوړونې په مجلس کې ترسره کړه. په پیټروبورو کې د هاغه په زېـږنځای کې، هاغه د الکولو ضد یو لومړنۍ هوټل جوړ کړ. کوم چې په تجارتي توګه ناکام و او د ډېری محلي وګړو نه خوښولو. [۱۸]

سميت د خپل ځان په باره کې داسې لیکي:

خو د یوه ویاند او مناظره کوونکي په توګه بیا هم موږ د هغه په اوله درجه راتلو کومه نیوکه یا ډار نه لرو. دلته د هغه فصاحت د وخت او موقع پیاوړتیا ده. هاغه موضوع نوره هم ښکیله کوي، په تیره بیا کله چې مخالفت ورسره کېـږي، تر هغه چې اوج ته ورسېـږي. د هاغه لوی غږ په لوړ حجم سره خپريـږي او د هاغه پیاوړي وجود ځانګړي حرکات درلود او کله کله خو به د تندر به شان لړزنده و. [۱۸]

ګیریت په ۱۸۳۰ م لسیزه کې[سمول]

هاغه په ډېرو فعالو غونډو کې برخه واخیسته، او د یکشنبي په انستیتوت کې یې تدریس کاوه. هاغه د دې په لټه کې وه چې د تورپوستو زده کوونکو لپاره یو مذهبي ځای جوړ کړي. په ۱۹۳۴ م کال ګیرایت د اونیډیا د انستیتوت تر څنګ په پیټروبورو کې د تورپوستو زده کوونکو د لاسي کار ښوونځي جوړ کړ، چې یوازې یو استاد یې درلود او یوازې یو کار یې دوام وکړ. هاغه  پخوا د امریکا د استعماره ټولنې پلوی و، همدراز په ۱۸۳۵ م کال کې ګیریت هغه وخت د غلامۍ خلاف شو کله چې هاغه په یوتیکا کې ، د نیویارک د کانګریس د غړی او د راتلونکې څارنوال سامویل بیرډسلي په ګډون د نیویارک د غلامۍ خلاف د ټولنې په لومړنۍ غونډه کې د خپلو ملګرو بیریا ګرین او الوان ستیورت په غوښتنه ګډون وکړ، د هاغه په بلنې سره دې غونډي ورپسې ورځ هم په پیټروبورو کې دوام وکړ. هاغه د هیملټون کالج د باوري شخص په توګه په دې دلیل استعفا ورکړه چې دا ښوونځي په کافي ډول د غلامۍ خلاف نه دي. ګیرایت د بورډ له غړو سره یوځای شو او د اونیډیا د انستیتوت سره یې مالي مرسته وکړه، (چې د غلامۍ خلاف د مبارزو سرچینه وه). هاغه  ۹۰۰۰ ډالره (چې په ۲۰۲۱ م کال کې د ۲۳۶.۴۱۰ ډالرو سره برابري وي) مرسته وکړه تر څو په لیبریا کې د ښوونځیو ملاتړ وکړي. خو په ۱۸۳۵ م کال کې  پوه شو چې د امریکا استعماري ټولنه کوم قصد نلري چې غلامۍ له منځه یوسي. [۱۵][۱۶][۱۹]

سمیت په هغو بدلونونو کې چې له استعمار څخه یې ملاتړ کاوو (ژر تر ژره ړنګول) یعنې په ټولیز ډول محوه کېدل، د لارښودونکي په توګه شاته پاتې شو. له جګړې وروسته د جفرسون ډیوس ملاتړ کول ، ګارسیون ډوګلس او نورو غلامۍ پر خلاف مشرانو ته له اټکله لیري وه. 

سیاسي ژوند[سمول]

«دا باید ومنل شي چې په دې هېواد ډېر لږ  داسې لوړ مقام ته څو ځله نوماند شوي دي او ډېري لږ رایې یې ترلاسه کړي دي.»[۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Gerrit-Smith — subject named as: Gerrit Smith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gb27r4 — subject named as: Gerrit Smith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1375 — subject named as: Gerrit Smith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  5. Back to Africa: Benjamin Coates and the colonization movement in America. Penn State Press. 2005. د کتاب پاڼې 88. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-271-02684-7. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جنوري ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Tanner, E. P. (January 1924). "Gerrit Smith: An Interpretation". Quarterly Journal of the New York State Historical Association. 5 (1): 21–39. JSTOR 43554023. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Stauffer, The Black Hearts of Men, p. 265
  8. Renehan, Edward J. (1995). The Secret Six: The True Tale of the Men Who Conspired with John Brown. New York: Crown Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-517-59028-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sorin, Gerald (1970). The New York Abolitionists. A Case Study of Political Radicalism. Westport, Connecticut: Greenwood Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0837133084. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dreaming of Timbuctoo [lesson plans], Adirondack History Museum, د کتاب پاڼې 7, مؤرشف من الأصل في April 24, 2022, د لاسرسي‌نېټه April 3, 2022 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په November 26, 1867 باندې). Gerrit Smith at Home.
  12. Smith, Gerrit (1846). Gerrit Smith's land auction. For sale, and the far greater share at public auction, about three quarters of a million of acres of land, lying in the State of New-York. Peterboro, New York. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Griffith, Elizabeth (1984). In Her Own Right: The Life of Elizabeth Cady Stanton. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-503729-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Historic Peterboro
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Sernett, Milton C. (1986). Abolition's axe : Beriah Green, Oneida Institute, and the Black freedom struggle. Syracuse University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780815623700. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ "Gerrit Smith. Biographical Information". New York History Net. 2012. مؤرشف من الأصل في August 16, 2019. د لاسرسي‌نېټه August 15, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gunston Hall Plantation. "Descendants of George Mason, 1629-1686". د کتاب پاڼې 48. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Smith, Gerrit (2011). Autobiography. New York History Net. مؤرشف من الأصل في August 17, 2019. د لاسرسي‌نېټه August 15, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 1834 باندې). Peterboro Manual Labor School.
  20. Tanner, E. P. (January 1924). "Gerrit Smith: An Interpretation". Quarterly Journal of the New York State Historical Association. 5 (1): 21–39. JSTOR 43554023. مؤرشف من الأصل في ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)