Jump to content

ګوګل نېسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوګل نېسټ
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
څښتن
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه
store.google.com… (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

ګوګل نیسټ د ځیرک کور محصولاتو یوه ټولګه ده چي پکښي ځیرک سپیکرونه ، ځیرک ډیسپلیز ، وړاندي کوونکي وسایل، ترموسټاټ، د سګرټ کشف کونکي ، روټرونه او امنیتي سیسټمونو په ګډون د سمارټ دروازې زنګونه ، کیمرې او سمارټ لاکونه ورشامل دي. [۱]

د Nest برانډ نوم په اصل کي د Nest Labs ملکیت وو، چي په 2010 کي د ایپل پخوانیو انجینرانو ټوني فاډیل او میټ راجرز لخوا په ګډه رامنځ ته سو. د دې شرکت لوی محصول چي د شرکت لومړی وړاندیز وو ،Nest Learning Thermostat نومیږي چي په 2011 کې معرفي سو. یاد محصول د پروګرام وړ، پخپله زده کوونکی، سینسر چلوونکی، او فعاله Wi-Fi لري: هغه ځانګړتیاوي کوم چي ډیری وختونه د Nest په نورو محصولاتو کي هم موندل کیږي. په 2014 کې د ډراپ کیم ترلاسه کولو وروسته شرکت د 2015 په جون کي امنیتي کیمرې Nest Cam نړې ته ورپېژندلې.

یاد شرکت په چټکۍ سره د 2012 تر پایه د 130 کارمندانو په درلودلو سره پراخه، او ګوګل د 2014 په جنورۍ کي د 3.2 ملیارد ډالرو لپاره Nest Labs هغه مهال ترلاسه کړ، کله چي شرکت 280 کارکوونکي درلودل.

وروسته له هغه چي ګوګل ځان د هولډنګ شرکت Alphabet Inc. لاندي تنظیم کړ، Nest له 2015 څخه تر 2018 پوري د ګوګل څخه په خپلواکه توګه کار کاوه. په 2018 کي Nest د ریشي چندرا په مشرۍ د ګوګل د کور وسایلو ټولني سره یوځای سو، او په اغېزناکه توګه یې د جلا سوداګرۍ په توګه شتون پای ته ورسید. [۲] ورپسې د جولای په 2018 کي اعلان وسو چي د ګوګل کور ټول بریښنایی محصولات به له دې وروسته د ګوګل Nest برانډ لاندي بازار ته وړاندي سي. [۳]

  1. . 2019-05-09. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. . 2019-05-10. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 2019-05-07. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)