ګلوریا سټینیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګلوریا سټینیم
(انګلیسي: Gloria Steinem د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګلوریا سټینیم
ګلوریا سټینیم

د شخص معلومات
زیږون نوم (متعدد ژبې: Gloria Marie Steinem د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۵ مارچ ۱۹۳۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
استوګنځای د امریکا متحده ایالات   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال [۸][۹]
ليکوال [۹][۱۰]
لوبگر
د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۱][۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه خبريالي [۱۴]
سياست [۱۴]
فیمینزم [۱۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک فیمینزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ګلوریا سټینیم
ګلوریا سټینیم

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګلوریا سټینیم (د ۱۹۳۴ کال د مارچ په ۲۵ نیټه زیږیدلې) چې د ښځو د حقوق غوښتنکې یو امریکایۍ خبریاله او ټولنیزه سیاسي فعاله وه، څوک چې د ۱۹۶۰ز کال په وروستیو او ۱۹۷۰ز کال په لومړيو کې په ملي کچه د امریکایي  ښځو د برابرۍ د حقوق غوښتونکي غورځنګ  یوه مشره او ویاندې په توګه پېژندل شوې.[۱۵][۱۶]

سټینیم د نیویارک مجلې ته مقالې ليکلې او د Ms. مجلې شریکه بنسټګره وه. په ۱۹۶۹ز کال کې، سټینیم (له تور قدرت وروسته، د ښځو ازادي) په نوم یوه مقاله خپره کړه، کومې چې هغې ته د ښځو د مساوات د حقوقو د مشرې په توګه ملي شهرت ورکړ. په ۱۹۷۱ز کال کې، هغې په ګډه د ښځو د سیاسي ټولنې بنسټ کیښود، موخه يې دا وه چې هغو ښځو ته روزنه او ملاتړ چمتوکړي، کومې چې غواړي په دولتي ادارو کې استخدام يا وټاکل شي. همدارنګه په ۱۹۷۱ز کال کې، هغې په ګډه د ښځو د عمل اتحاد بنسټ کیښود، کوم چې تر ۱۹۹۷ز  کال پورې د ښځمنپالو فعالينو يوې شبکې ته ملاتړ برابر کړ، او د ښځمنپالنې د لاملونو او په حق کې يې د قوانينو جوړولو لامل ته وده ورکړه. په ۱۹۹۰ز کال کې، «سټینیم» «زموږ لورګانې د کار ورځې ته یوسئ» په جوړولو کې مرسته وکړه، چې د ځوانو جونو لپاره د راتلونکي مسلک فرصوتونو په اړه د زده کړې یو موقع وه. په ۲۰۰۵ز کال کې، «سټینیم، جین فونډا» او «رابین مورګن» په ګډه د ښځو د رسنيو مرکز بنسټ کیښود چې دا سازمان په رسنیو کې د ښځو د ځواکمنولو او ښکاره کولو لپاره کار کوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۸ز کال د می تر مياشتې پورې، «سټینیم» د یوې تنېظیمونکې او استادې په توګه نړیوال سفرونه وکړل او د مساوات په مسایلو کې له رسنيو سره خبرې کونکې وه. په ۲۰۱۵ز کال کې، سټینیم د سولې دوه نوبل جايزو ګټونکې «ابیګیل ډیسني» او د سولې فعالینو نورو نومياليو ښځو سره يو ځای د شمالي کوریا د پلازمینې، «پیونګ یانګ» څځه تر جنوبي کوریا پورې یو مهم او خطرناک سفر تر سره کړ چې د دواړو کوریاګانو تر منځ په نړۍ کې تر ټولو درانه نظامي شوي سیمې څخه تیریدل و. په ۲۰۱۵ز کال کې په کوریا کې د جګړې رسمي پای ته رسیدو لپاره د سولې لپاره د ښځو مزل د افتخاري شریکې میرمنې په توګه، «سټینیم» د «ډین بورشای لیم» له خوا د « Crossings» په نوم مستند فلم کې ښودل شوې وه، کوم چې د «هاوايي» په نړیوال فلم نندارتون کې په ۲۰۲۱ز کال کې  په لومړي ځل وښودل شو. [۲۲]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

سټینیم د ۱۹۳۴ز کال د مارچ په ۲۵ نیټه د اوهایو په «ټولیټو» کې زیږیدلې، د «روت» (نیی نونیویلر) او «لیو سټینیم» لور وه. د هغې مور پریسبیټیریان مذهبي پلوه وه چې تر ډېره بريده له الماني (د پروشیا په ګډون) او ځینې سکاټلینډي نسل څخه دي. د هغې پلار یهودي و چې د المان، ورټیمبرګ او د پولنینډ د «راډزیجو» د ګډوالو زوی و. د هغه پلرنۍ نیا «پولین پریموټیر سټینیم» وه چې د ښځو د رایه ورکولو ملي انجمن د تعلیمي کمیټې رئیسه وه، په ۱۹۰۸ز کال کې د ښځو د نړیوالې شورا استازې، او لومړنۍ ښځه وه چې د «ټولیډو» د ښوونې او روزنې پلاوي ته ټاکل شوې وه، همدرانګه د مسلکي زده کړو د یو غورځنګ مشره هم وه. «پاولین» همدا شان د خپلې کورنۍ ډیری غړي د هولوکاسټ څخه ژغورلي وو. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سټینیم په ټریلر (غټ ټرک) کې ژوند او سفر کاوه، له کوم څخه چې «لیو» د ګرځېدونکي لرغونو شيانو د سوداګر په توګه خپله سوداګري پر مخ وړله. د «ګلوریا» له زیږدنې مخکې، د هغې مور، «روت»، چې هغه مهال څلور دېرش کلنه وه رواني ستونزه درلوده، کوم څه چې هغه بې باوره، په فریبناکو تصوراتو کې ايساره کړه او کله کله به له تاوتریخوالي سره مخ وه. نوموړې له يوې ځواکمنې، تفریح خوښونکې، کتاب خوښونکې ښځې څخه په داسې يوې ښځې بدله کړه چې له يوازيتوب ډارېده، چا چې د دندې لپاره د زيات وخت حقيقت نه شوه پاتې کېدای او چا به چې ډېر کم وخت دومره تمرکز درلود چې يو کتاب ولولي. «روت» د رواني ناروغانو په روغتون کې او بهر اوږده موده تیره کړه. «سټینیم» لس کلنه وه کله چې د هغې مور او پلار بلاخره په ۱۹۴۴ز کال کې سره جلا شول. د هغې پلار کلیفورنیا ته ولاړ، څو کار پیدا کړي، په داسې حال کې چې هغه او د هغې مور په «ټولیډو» کې په ګډه خپل ژوند جاري وساته. [۳۱]

کله چې د هغې د مور د فشار په پايله کې د هغه مور او پلار سره طلاق واخيست، سټينم د خپل پلار له اړخه دا طلاق د نارينه سختې رويې ته کله هم منصوب نه کړ – هغې ادعا کړې چې نوموړې «پوهېده او د دې بېلتون له کبله يې کله هغه پلار تورن نه کړ». له دې سره سره، د دې پېښو اغېزو د هغې پر شخصيت لومړی اغېز پرېښود: په داسې حال کې چې د هغې پلار يو سفر کوونکی پلورونکی و، کله يې هم دې کورنۍ ته زيات مالي ثبات وړاندې نه کړ او د هغه له تګ وروسته د دوی حالت لا زيات خراب شو. سټينم دې پايلې ته ورسېده چې د دندې د ساتلو په برخه کې د هغې د مور ناکامي، د کارګرو ښځو په وړاندې د عمومي دوښمنۍ ثبوت دی. هغه همدا راز دې پايلې ته رسېدلې وه چې د هغې د مور په وړاندې د ډاکټرانو عمومي بې حسي، د همدا ډول ښځينه مخالف دوښمنۍ څخه منځ ته راغلې ده. کلونه وروسته، سټينم د خپلې مور تجربه د ټولنيزو نا انصافيو په اړوند د خپلې پوهې لپاره مهم وبلله. دې ليد سټينم د دې خبرې منلو ته چمتو کړه چې په ښځو کې د سياسي او ټولنيزې برابرې کمښت شته.[۳۲][۳۳][۳۴]

سټینیم په «ټولنیډو» کې د «ویټ» عالي لېسه او په واشنګټن ډی سي کې لويديځه عالي لېسه کې زده کړې وکړې او له وروستي ښوونځي څخه فارغه شوه، په داسې حال کې چې د خپلې مشرې خور «سوزان سټینیم پیچ» سره اوسیده. هغې وروسته سمیټ کالج کې داخله واخسته چې له دې مؤسسې سره يې خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړ، د کوم نه چې هغې «ای.بي. میګنا کم لاوډ» (له امتياز سره د فراغت سند) تر لاسه کړ او د «فای بیټا کاپا» د غړي په توګه ورڅخه فارغه شوه. [۳۵][۳۶][۳۷]

په ۱۹۵۷ز کال کې، سټينم يو ماشوم ضايع کړ. دا چاره د «ډاکټر جان شارپ» له خوا تر سره شوې وه، څوک چې يو برتانوی ډاکټر و، په داسې حال کې چې ماشوم ضايع کول لا هم غېر قانوني و. کلونه وروسته سټينم د «په سرک زما ژوند» (۲۰۱۵) په نوم خپل يادښتونه هغه ته ډالۍ کړل. هغې لېکلي: "د لندن ډاکتر جان شراف، څوک چې په ۱۹۵۷کې، په انګلستان کې د ډاکټرانو له خوا په قانوني ډول د ښځو پر روغتيا سربېره هر لامل له امله د اسقاط حمل کولو څخه يوه لسيزه مخکې، د يوې دوه ويشت کلنې امريکايی چې د هندوستان پر لور روانه وه، د حمل د ساقطولو په اړوند د پام وړ خطر ته په کتنې سره دا خطر په ځان منلی و. يواځې په دې پوهېدلو سره چې هغې د يو نامعلوم بخت په لټه کې په خپل کور کې خپله کوژدنه ماته کړې وه، هغه وويل، «ته بايد له ما سره دوه ژمنې وکړې. لومړی دا چې ته بايد هېچاته زما نوم ونه ښيې. دويم دا چې ته به هغه څه کوې چې ته يې په خپل ژوند کې کول غواړې».[۳۸][۳۹]

د ۱۹۵۰ز کال په وروستیو کې، سټینیم دوه کاله په هند کې د «چیسټر باولز» (چیسټر باولز د ولسمشر کينيډي ځانګړی استازی و) آسیایی ملګري په توګه تیر کړل. متحده ایالتو تر ستنیدو وروسته، هغې د خپلواک څيړنز خدمت د رئيسې په توګه خدمت وکړ، دا يو سازمان و چې په پټه د يو بسپنه ورکونکي له خوا يې مالي مرسته کېده، کوم چې بيا په CIA بدل شو.  هغې په دې برخه کې کار وکړ، څو غېر کمونست امريکايي محصلين د ۱۹۵۹ز کال د ځوانانو نړيوال نندارتون ته واستوي. په ۱۹۶۰ز کال کې، «وارن» خپرونې نوموړې د «هيلپ» مجلې د لومړۍ کارکوونکې په توګه وګومارله.[۴۰][۴۱]

د ژورنالیزم مسلک[سمول]

د ايسکواير مجلې د ځانګړو راپورونو مدير «کلی فيلکر» ازادې ليکوالې «سټينيم» ته هغه دنده وسپارله چې وروسته هغې د خپلې لومړۍ جدي دندې نوم ورکړ، کومه دنده چې د مانع حمل په اړوند وه؛ هغه د سټينيم لومړۍ مسوده خوښه نه کړه او له هغې يې وغوښتل چې خپله مقاله بيا ولیکي. د دې په پايله کې د ۱۹۶۲ز کال لیکنه، د «Feminine Mystique» په نوم د «بيټي فريډن» له کتاب څخه مخکې لیکل شوې وه، د سټينم ليکنه د هغې لارې په اړوند وه چې مېرمنې اړ کولای شوې چې د دندې او واده تر منځ يو څه غوره کړي.[۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0825887/ — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kb62d1 — subject named as: Gloria Steinem — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Gloria-Steinem — subject named as: Gloria Steinem — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?226706 — subject named as: Gloria Steinem — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. subject named as: Gloria Steinem — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=26011 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=steinemg — subject named as: Gloria Steinem
  7. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014454 — subject named as: Gloria Steinem — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. دوتنه: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 1027
  9. سرليک: The International Who's Who of Women 2006 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-325-8
  10. سرليک: American Women Writers
  11. https://plus.si.cobiss.net/opac7/conor/150223715
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2003169779 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/150223715
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2003169779 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  15. "Gloria Steinem". historynet.com. مؤرشف من الأصل في اکتوبر 4, 2014. د لاسرسي‌نېټه نومبر 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Gloria Steinem". Encyclopedia of World Biography. (2004). 
  17. "Gloria Steinem". Encyclopedia of World Biography. (2004). 
  18. Steinem, Gloria (اپریل 7, 1969). "Gloria Steinem, After Black Power, Women's Liberation". New York Magazine. مؤرشف من الأصل في جنوري 1, 2013. د لاسرسي‌نېټه مارچ 12, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Gloria Steinem, Feminist Pioneer, Leader for Women's Rights and Equality". The Connecticut Forum. مؤرشف من الأصل في جولای 15, 2015. د لاسرسي‌نېټه نومبر 9, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Gloria Steinem". National Women's History Museum (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Invisible Majority – Women & the Media". Feminist.com. مؤرشف من الأصل في اکتوبر 29, 2014. د لاسرسي‌نېټه نومبر 9, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "The Official Website of Author and Activist Gloria Steinem – About". Gloriasteinem.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  23. "Gloria Steinem". historynet.com. مؤرشف من الأصل في اکتوبر 4, 2014. د لاسرسي‌نېټه نومبر 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Heilbrun, Carolyn G. (جولای 20, 2011). Education of a Woman: The Life of Gloria Steinem – Carolyn G. Heilbrun – Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780307802132. مؤرشف من الأصل في جنوري 29, 2018. د لاسرسي‌نېټه جون 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Finding Your Roots, February 23, 2016, PBS.
  26. Finding Your Roots, February 23, 2016, PBS.
  27. "Gloria Steinem". Jewish Women's Archive. مؤرشف من الأصل في جون 7, 2014. د لاسرسي‌نېټه نومبر 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Ancestry of Gloria Steinem". Wargs.com. مؤرشف من الأصل في مارچ 11, 2012. د لاسرسي‌نېټه جولای 20, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Gloria Steinem's Interactive Family Tree | Finding Your Roots". PBS. فبروري 25, 2016. مؤرشف من الأصل في جون 10, 2016. د لاسرسي‌نېټه جون 15, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Pogrebin, Letty Cottin (مارچ 20, 2009). "Gloria Steinem". Jewish Women's Archive. مؤرشف من الأصل في نومبر 3, 2012. د لاسرسي‌نېټه جولای 20, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Steinem, Gloria (1983). Outrageous Acts and Everyday Rebellions. Holt, Rinehart, and Winston. د کتاب پاڼي 140–142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-03-063236-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Marcello, Patricia. Gloria Steinem: A Biography. Westport, CT: Greenwood Press, 2004. p. 20.
  33. Marcello, Patricia. Gloria Steinem: A Biography. Westport, CT: Greenwood Press, 2004.
  34. Steinem, Gloria (1984). Outrageous Acts and Everyday Rebellions (الطبعة 1). New York: Henry Holt & Co. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Classmates remember Steinem's Toledo days". Toledo Free Press. د اصلي آرشيف څخه پر نومبر 9, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه نومبر 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Gloria Steinem class of 1952". Western High School. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Gloria Steinem". Biography.com. مؤرشف من الأصل في اکتوبر 4, 2011. د لاسرسي‌نېټه جون 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Framke, Caroline (2015-10-30). "Gloria Steinem's new book is dedicated to doctor who helped her get an abortion in 1957". Vox (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "'Mrs. America': Did That Gloria Steinem Abortion Scene Really Happen?". TheWrap (په انګلیسي ژبه کي). 2020-04-18. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Cooke, Jon. "Wrightson's Warren Days". TwoMorrows. مؤرشف من الأصل في جنوري 5, 2010. د لاسرسي‌نېټه جون 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په February 21, 1967 باندې). C.I.A. Subsidized Festival Trips; Hundreds of Students Were Sent to World Gatherings.
  42. (په July 2, 2008 باندې). Clay Felker, 82; editor of New York magazine led New Journalism charge.
  43. (په February 5, 2006 باندې). Betty Friedan, Who Ignited Cause in 'Feminine Mystique,' Dies at 85. Outrageous Acts and Everyday Rebellions.