Jump to content

ګرېګور منډېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګرېګور منډېل
Gregor Mendel (جرمني )[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Hynčice (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۰ جولای ۱۸۲۲[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۶ جنوري ۱۸۸۴[۵][۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
kidney failure (en) ژباړلnephritis (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
نامتو زده‌کوونکی
بلننوم
  لړۍ...
  • Father of the Modern Genetics[۱]
  • Padre de la genética
  • Padre de la genética moderna
  • Father of Genetics[۱]
  • Bavê zanista genetîkê
  • Père de la génétique ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
قومي ډلې
دین
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
mendelweb.org (انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

ګرېګور یوهان منډېل (۲۰ جولای ۱۸۲۲- ۶ جنوري ۱۸۸۴) هوا پېژندونکي (مېټرولوژېسټ)، ریاضي پوه، بیالوژي پوه، اګسوستنین کلیسا غړی (Augustinian friar) او د موراویا مارګراتیو (Margraviate of Moravia) په برنو سیمه کې د سنت توماس کلیسا کشیش و. منډېل د اتریش د سترواکۍ (اوسنی چک جمهوریت) په سیلیسین (Silesian) برخه کې په یوه آلمانۍ کورنۍ کې وزېږېد او له مړینې وروسته د ژنتیک د علم د بنسټګر په توګه وپېژندل شو. له دې سره چې بزرګر له زریزو راهیسې پوهېدل چې د بوټو او حیواناتو ترمنځ دوه رګه پیوند شتون لري او کېدلای شي د مطلوبو صفاتو په ګته وي، د نخود په بوټي د منډېل څېړنه چې د ۱۸۶۵ او ۱۸۶۳ کلونو پر مهال یې ترسره کړه، ګڼ شمېر د وراثت قوانین یې رامنځته کړل چې اوس مهال د منډېل د وراثت د قوانینو په توګه یادېږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

منډېل د نخود د بوټي په اوو ځانګړنو څېړنه وکړه: د بوټي لوړوالی، د نخود د پوښ ډول او رنګ، د تخم ډول او رنګ او د هغو د ګل رنګ او موقعیت. د بېلګې په توګه د تخم رنګ، مانډېل څرګنده کړه کله چې د نسل اصلي تولیدونکی زېړ نخود له بل تولیدونکي شنه نخود سره پیوند شي د دوی ګډ ډول د زېړو نخودو دانې تولیدوي. په داسې حال کې چې د هغو په راتلونکي نسل نخودو کې یو په درې برخه شین او زېړ رنګه نخود تولیدوي. هغه د دغې پدېدي یا ښکارندې د تشریح کولو په موخه د غالب "recessive" او مغلوب "dominant" اصطلاحات د هغو ځانګړو خواصو ته اړوند وکارول. په مخکني مثال کې د شین صفت چې ښکاري په خپل لومړي نسل کې له منځه تللی مغلوب بللی او زېړ رنګ غالب. هغه خپل دغه کار په ۱۸۶۶ ز کال کې خپور کړ، چې د پټو عواملو اغیز یې – چې اوس ورته ژن ویل کېږي-  د یو ژوندي موجود د پخلي وړ صفاتو په ټاکلو کې ښکاره کړ.

د مونډېل د چارو بنسټیز اهمیت تر هغه مهاله ( له څه باندې دریو لسیزو څخه وروسته) چې په شلمه پېړۍ کې د ده قوانین بیاځلي کشف شول درک نشو. ایریخ ون تشېرمک(Erich von Tschermak)، هوګو دي وریس (Hugo de Vries) او کارل کورینس (Carl Correns) په ۱۹۰۰ ز کال کې د مانډېل د تجربو یو شمېر موندنې په خپلواک ډول تائید کړې، او د ژنتیک نوې دوره پیله شوه.[۲۱][۲۲]

ژوند او مسلک

[سمول]

منډېل په آلماني ژبه ویونکې چکي کورنۍ کې، د اتریش د سترواکۍ  د ماراوین – سیلیسن (Moravian-Silesian) پولې (چې اوس د چک جمهوریت برخه ده) په هاینسیس (Hynčice) (په جرمني کې هایزندورف بی اودراو Heinzendorf bei Odrau ) سیمه کې وزېږېد. هغه د آنتون او روسین (سوېرتلیچ) ماندېل زوی و چې د ویرونیکا په نوم یوه مشره او تریسیا په نوم یې کشره خور لرله. هغوی په یوه کرونده کې ژوند او کار وکړ کوم چې له ۱۳۰ کلونو څخه د مانډېل کورنۍ ته اړونده وه (هغه کور چې مانډېل په کې زېږېدلی اوس مهال د مانډېل په نوم موزیم په کې جوړ شوی). د ماشومتوب پر مهال هغه باغواني وکړه او د شاتو د مچیو د ساتنې په برخه کې یې زده کړه وکړه. په ځوانۍ کې هغه د اوپاوا (Opava )(چې په جرمني کې ورته ټرافو Troppau ویل کېدل) په نوم جمنازیوم ته لاړ. هغه د مریضۍ له امله اړ شو چې په دغه جمنازیوم کې د زده کړو پر مهال څلور میاشتنۍ رخصتي واخلي. له ۱۸۴۰ تر ۱۸۴۳ ز کال پورې هغه د الوموک پوهنتون (University of Olomouc) د فلسفې په پوهنځي کې فلسفه او فزیک په عملي او نظري بڼه ولوستل، خو د ناروغۍ له امله یې بل کال رخصتي واخیسته. هغه د زده کړو د دوام په موخه له مالي ستونزو سره مخ شو، خور یې تریسیا هغه ته خپله مهریه ورکړه. چې بیا وروسته هغه د هغې له دریو زامنو سره مرسته وکړه چې دوه یې ډاکټران شول.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

هغه تر یوه حده راهب شو ځکه له دې لارې ده وکولای شول له لګښت پرته لوړې زده کړې وکړي. د یوه زحمت کش بزګر د زوی په توګه د راهب په توګه ژوند د هغه په خپله وینا، هغه یې " د ژوندانه د لګښتونو پوره کولو د دوامداره تشویش" څخه خلاص کړ. هغه چې یوهان منډېل نومېده وروسته له هغه وروسته چې له اګوستینین راهبانو (Augustinian monks) سره یوځای شو د ګرېګور نوم ورته ورکړل شو.[۲۷][۲۸][۲۹]

هغه مهال چې منډېل د فلسفې پوهنځۍ ته شامل شو، د طبیعي تاریخ او کرنې د پوهنځۍ مشري یوهان کارن نیستلر (Johann Karl Nestler) کوله چې د بوټو او حیواناتو په ځانګړې توګه د پسونو د ارثي ځانګړنو په برخه کې یې ګڼ شمېر څېړنې کړې وې. هغه د فزیک د ښوونکي فریدریش فرانس (Friedrich Franz) په لارښوونه په برنو کې (چې په جرمني ورته Brünn ویل کېږي) د اګوستنین ډلې سنت توماس صومعې ته لاړ او د کشیش په توګه یې په زده کړو پیل وکړ. مانډېل په عالي لیسه کې د ځای ناستي ښوونکي په توګه کار وکړ. په ۱۸۵۰ ز کال کې هغه د خپلو دریو ازموینو څخه په تقریري ازموینه کې پاتې راغی او وه یې نشو کړای د ښوونځي رسمي ښوونکی شي. په ۱۸۵۱ ز کال کې هغه د ویانا (University of Vienna) پوهنتون ته ولېږل شو څو وکولای د کشیش کیرل فرانتشیک ناپ (Abbot Cyril František Napp) په مالي ملاتړ نورې رسمې زده کړې ترلاسه کړي. په ویانا کې د فزیک په برخه کې د هغه ښوونکی کریسټین دوفلر (Christian Doppler) و. منډېل خپلې صومعې ته په ۱۸۵۳ ز کال کې د ښوونکي، په ځانګړې توګه د فزیک د ښوونکي په توګه بېرته راوګرځېد. په ۱۸۵۶ ز کال کې هغه په رسمي توګه د ښوونکي کېدو په موخه بیاځلي امتحان ورکړ خو بیا په تقریري امتحان کې پاتې راغی. په ۱۸۶۷ ز کال کې هغه د ناپ (Napp) پر ځای د صومعې کشیش وټاکل شو.[۳۰][۳۱][۲۹][۳۲]

وروسته له هغې چې په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د کشیش په توګه وده وکړه، د هغه علمي چارې تر ډېره پای ته ورسېدي، ځکه د ملکي دولت له خوا په مذهبي بنسټونو باندې د ځانګړو مالیاتو د لګولو له امله د هغه اداري مسئولیتونه زیات شول. منډېل د ۱۸۸۴ ز کال د جنوري په ۶ مه د ۶۱ کلونو په عمر د اطریش – هنګري (اوسني چک جمهوریت) د مارویا په برنو سیمه کې د ګردو له ناروغۍ ومړ. چکي کمپوز جوړونکي لیوش یانچک (Leoš Janáček) د هغه د جنازې په مراسمو کې ارګون () وغږوه. د هغه له مړینې وروسته د هغه ځای ناستي کشیش د منډل ټول اسناد وسوزول څو د مالیاتو پر سر د هغه ټول جنجالونه له منځه یوسي.[۳۳]

د مانډېل علمي لاسته راوړنې

[سمول]

د بوټو د پیوند کولو تجربه

[سمول]

منډېل چې د "معاصر ژنتیک پلار" ګڼل کېږي، د صومعې په ۲ هکتاره (۴.۹ اکر) ازمایښتي باغ کې یې د بوټو د تنوع په هکله مطالعات پیل کړل.[۳۴]

د نخودو په بوټي له لومړنیو تجربو وروسته، منډېل د بوټو د اوو ځانګړونو په اړه چې له نورو ارثي صفاتو څخه په جلا ډول رامنځته شوې وې پر څېړنو پیل وکړ: د تخم ډول، د ګل رنګ، د دانې د پوښ رنګ، د پوښ ډول، د نارسېدلي پوښ رنګ، د ګل موقعیت او د بوټي لوړوالی. په پیل کې هغه د تخم ډول ته پام وکړ، چې زاویه وي یا ګرد دی. د ۱۸۵۶ او ۱۸۶۳ ز کلونو ترمنځ منډېل نږدې ۲۸ زره بوټي وکرل او ورباندې یې ازمیښتونه وکړل، چې ډېری یې د نخودو بوټي و. (Pisum sativum). دغو څېړنو څرګنده کړه هغه مهال چې د نسل د اصلاح په موخه بېلابېل ډولونه له یو بل سره پیوند شي (د بېلګې په توګه لوړ بوټي د کوچنیو بوټو په واسطه القاح شي)، په دویم نسل کې د نخودو له څلور بوټو څخه یو یې د اصیلو مغلوبو صفاتو لرونکی وي، له هرو څلورو یې دوه بشپړ دوه رګه شوي او یو بل یې خپل اصلي غالب صفات ساتلي. د هغه تجربو دوه کلیات، د توپیر قانون (Law of Segregation) او د خپلواکې طبقه بندۍ قانون (Law of Independent Assortment) رامنځته کړ، چې وروسته د منډېل د وراثت د قوانینو په توګه وپېژندل شول.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د منډېل د چارو په اړه لومړني غبرګونونه

[سمول]

منډېل خپله مقاله، "Versuche über Pflanzenhybriden" (د بوټو د پیوند کولو تجربې) تر عنوان لاندې د موراویا په برونو کې د طبیعي تاریخ ټولنې ته د ۱۸۶۵ ز کال د فبرورۍ په اتمه او د مارچ په اتمه په دوه ناستو کې وړاندې کړه. په محلي ورځپاڼو کې یې په اړه څو راپورونه خپاره شول، خو د علمي ټولنې له خوا رد شوه. کله یې چې مقاله په ۱۸۶۶ ز کال کې د برونو د ویرینس د علمي ټولنې په Verhandlungen des naturforschenden ژورنال کې خپره شوه، تر ډېره د وراثت پر ځای د پیوند کولو اړوند څرګنده شوه، اغیز یې کم و او تر راتلونکو ۳۵ کلونو پورې هغه درې ځلې یاده شوه. هغه مهال د ده مقاله تر نیوکو لاندې ونیول شوه، خو اوس د یوه اساسي اثر په توګه ورته پام کېږي.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ ۱٫۱۰ ۱٫۱۱ ۱٫۱۲ ۱٫۱۳ ۱٫۱۴ ۱٫۱۵ ۱٫۱۶ ۱٫۱۷ ۱٫۱۸ ۱٫۱۹ سرچينې تړی: https://www.biography.com/people/gregor-mendel-39282. بياځلي سمون: ۲۹ اگسټ ۲۰۱۸.
  2. سرچينې تړی: https://mendelmuseum.muni.cz/en/about-the-museum/gregor-johann-mendel. بياځلي سمون: ۳ اگسټ ۲۰۲۲.
  3. سرچينې تړی: https://www.biography.com/people/gregor-mendel-39282. بياځلي سمون: ۳ اگسټ ۲۰۲۲.
  4. ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 10997. بياځلي سمون: ۳ اگسټ ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12298563v. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  7. ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w63t9mkh. Subject named as: Gregor Mendel. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  8. ويل شوي په: Czech National Authority Database. NL CR AUT پېژند: jk01081221. بياځلي سمون: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ "The Fine Art Archive". بياځلي په ۱ اپرېل ۲۰۲۱.{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  10. ويل شوي په: BillionGraves. BillionGraves grave ID: 45878033. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  11. ويل شوي په: Památkový katalog NPÚ.
  12. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (in فرانسوي ژبه). بياځلي په ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  13. CONOR.SI ID: 159066467. ويل شوي په: CONOR.SI.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ "Olomouc City Library regional database" (in چېکي ژبه). بياځلي په ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۴.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  15. ويل شوي په: International Plant Names Index. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  16. Funeral card in Czech (Brno, 6. January 1884)
  17. Czech J. Genet. Plant Breed., 50, 2014 (2): 43–51
  18. 20 July is his birthday; often mentioned is 22 July, the date of his baptism. Biography of Mendel at the Mendel Museum Archived 2019-04-10 at the Wayback Machine.
  19. Klein, Jan; Klein, Norman (2013). Solitude of a Humble Genius - Gregor Johann Mendel. Volume 1, Formative years. Berlin: Springer. pp. 91–103. ISBN 978-3-642-35254-6. OCLC 857364787.
  20. Schacherer, Joseph (2016). "Beyond the simplicity of Mendelian inheritance". Comptes Rendus Biologies (in انګليسي). 339 (7–8): 284–288. doi:10.1016/j.crvi.2016.04.006. PMID 27344551.
  21. Gayon, Jean (2016). "From Mendel to epigenetics: History of genetics". Comptes Rendus Biologies. 339 (7–8): 225–230. doi:10.1016/j.crvi.2016.05.009. PMID 27263362.
  22. Corcos, Alain F.; Monaghan, Floyd V. (1990). "Mendel's work and its rediscovery: A new perspective". Critical Reviews in Plant Sciences (in انګليسي). 9 (3): 197–212. doi:10.1080/07352689009382287.
  23. Klein, Jan; Klein, Norman (2013). Solitude of a Humble Genius - Gregor Johann Mendel. Volume 1, Formative years. Berlin: Springer. pp. 91–103. ISBN 978-3-642-35254-6. OCLC 857364787.
  24. Gregor Mendel, Alain F. Corcos, Floyd V. Monaghan, Maria C. Weber "Gregor Mendel's Experiments on Plant Hybrids: A Guided Study", Rutgers University Press, 1993.
  25. "Úvod – Rodný dům Johanna Gregora Mendela".
  26. Eckert-Wagner, Silvia (2004). Mendel und seine Erben: Eine Spurensuche [Mendel and His Heirs: A search for traces] (in الماني). Norderstedt: Books on Demand. p. 113. ISBN 978-3-8334-1706-1.
  27. Henig, Robin Marantz (2000). The Monk in the Garden: The Lost and Found Genius of Gregor Mendel, the Father of Genetics. Boston: Houghton Mifflin. pp. 19–21. ISBN 0-395-97765-7. OCLC 43648512.
  28. Iltis, Hugo (1943). "Gregor Mendel and His Work". The Scientific Monthly. 56 (5): 414–423. Bibcode:1943SciMo..56..414I. JSTOR 17803.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Henig 2000، م. 24.
  30. Hasan, Heather (2004). Mendel and The Laws Of Genetics. The Rosen Publishing Group. ISBN 978-1-4042-0309-9.
  31. "Online Museum Exhibition". The Masaryk University Mendel Museum. خوندي شوی له the original on 21 October 2014. بياځلي په 20 January 2010.
  32. Henig 2000، مم. 47–62.
  33. Windle, B.C.A. (1911). "Mendel, Mendelism". Catholic Encyclopedia.  
  34. "Mendel's Experiments on Peas". The Masaryk University Mendel Museum. بياځلي په 4 October 2020.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  35. Magner, Lois N. (2002). History of the Life Sciences (3, revised ed.). New York: Marcel Dekker. p. 380. ISBN 978-0-203-91100-6.
  36. Gros, Franc̜ois (1992). The Gene Civilization (English Language ed.). New York: McGraw Hill. p. 28. ISBN 978-0-07-024963-9.
  37. Moore, Randy (2001). "The "Rediscovery" of Mendel's Work" (PDF). Bioscene. 27 (2): 13–24. خوندي شوی له the original (PDF) on 16 فبروري 2016. بياځلي په 20 ډيسمبر 2021. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  38. Butler, John M. (2010). Fundamentals of Forensic DNA Typing. Burlington, MA: Elsevier/Academic Press. pp. 34–35. ISBN 978-0-08-096176-7.
  39. Henig 2000، مم. 78–80.
  40. Moore, Randy (2001). "The "Rediscovery" of Mendel's Work" (PDF). Bioscene. 27 (2): 13–24. خوندي شوی له the original (PDF) on 16 فبروري 2016. بياځلي په 20 ډيسمبر 2021. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  41. Lorenzano, P (2011). "What would have happened if Darwin had known Mendel (or Mendel's work)?". History and Philosophy of the Life Sciences. 33 (1): 3–49. PMID 21789954.
  42. Liu, Y (2005). "Darwin and Mendel: who was the pioneer of genetics?". Rivista di Biologia. 98 (2): 305–22. PMID 16180199.
  43. Nissani, M. (1995). "The Plight of the Obscure Innovator in Science". Social Studies of Science. 25 (1): 165–83. doi:10.1177/030631295025001008. S2CID 144949936.
  44. Galton, D. J. (2011). "Did Mendel falsify his data?". QJM. 105 (2): 215–16. doi:10.1093/qjmed/hcr195. PMID 22006558.
  45. Henig 2000، مم. 134–138.