ګرېس هوپر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګرېس هوپر
(انګلیسي: Grace Murray Hopper د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګرېس هوپر
ګرېس هوپر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Grace Brewster Murray د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ ډيسمبر ۱۹۰۶[۱][۲][۳][۴]
نيويارک [۵]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 1 جنوري 1992 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فزيک پوه   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سولګرپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

Grace Brewster Murray Hopper کنيه نوم يې Murray دی، چې د ۱۹۰۶ ډسمبر له ۹ څخه يې د ۱۹۹۲ جنوري تر ۱ نېټې پورې ژوند وکړ. نوموړې يو امريکايي کمپوټر پوه او د متحده ايالتونو سمندري قوماندانه وه. د Harvard Mark I کمپيوټر د لومړيو پروګرام جوړونکو له ډلې څخه هوپر لومړنۍ هغه مخکښه مېرمن وه، چې لومړني (linkers) يې جوړ کړل. نوموړې لومړنۍ مېرمن وه، چې د ماشين خپلواک پروګرامونې ژبې نظريه يې رامنځته کړه او د دې نظريې پر بنسټ يې چې د FLOW-MATIC پروګرامونې ژبه جوړه کړه؛ وروسته يې د COBOL په نوم په لوړه کچه د پروګرامونې ژبې جوړولو ته پراختيا وکړه. [۷]

مخکې له دې چې هوپر له سمندري ځواکونو سره يو ځای شي، له Yale پوهنتون څخه يې په رياضياتو کې دوکتورا تر لاسه کړه او په Vassar College کې د رياضياتو پروفيسوره وه. نوموړې د دويم نړيوال جنګ پر مهال په سمندري ځواک کې د ګډون هڅه وکړه، مګر د ۳۴ کلنۍ عمر درلودلو له امله ونه منل شوه او پر ځای يې د سمندرې زېرمو (Navy Reserves) سره يو ځای شوه. هوپر په ۱۹۴۴ کې هغه مهال د کمپيوټر څانګه کې خپل مسلک پيل کړ، چې د Howard H. Aiken په مشرۍ يې د Harvard Mark I ډلې سره کار وکړ. نوموړې په ۱۹۴۹ کې د Ecskert-Mauchly کمپيوټر شرکت سره يو ځای شوه د هغه ډلې غړې وه چې UNICAL I کمپيوټر يې جوړ کړ. په Eckert-Mauchly کې يې د لومړني COBOL اړونکو رامنځته کول تنظيم کړل. هوپر باور درلود چې د انګليسي پر بنسټ د پروګرامونې ژبه شونې وه. د نوموړې اړونکې [وسيلې] انګليسي اصطلاحګانې ماشيني کودونو ته بدلې کړې چې د کمپيوتر درک کولی شوې. په ۱۹۵۲ کې هوپر خپل پرواګرام اړيکه ورکونی (چې په اصل کې ورته يو compiler يا اړونکی ويل کېږي) بشپړ کړی و، چې د A-0 سيستم لپاره ليکل شوی و. د جنګ د وخت د خدمت پر مهال هوپر د Harvard Mark 1 په اړه د خپل کار پر بنسټ په ګډه درې مقالې وليکلې. [۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۵۴ کې Eckert-Mauchly هوپر د خپل کاري پراګرامونې د څانګې د مشرې په توګه غوره کړه او لکه د FLOW-MATIC غوندې د ځينو لوموړنيو اړول شويو ژبو د څرګندولو يا خپرولو مشري يې وکړه. Hopper په ۱۹۵۹ کې په CODASYL کنسوسيوم کې ګډون وکړ، چې له هوپر سره يې د يو خپلواک ماشين پروګرامونې ژبې په جوړولو دوی ته د لارښوونکې کولو په اړه سلا وکړه. دې چارې د COBOL ژبې ته لاره هواره کړه، چې د انګليسي ويو پر بنسټ ژبې په اړه د هوپر له نظريې څخه انګېزه اخيستې وه. مېرمن هوپر په ۱۹۶۶ کې له سمندري زېرمو دندې (Naval Reserve) څخه تقاعد شوه، مګر په ۱۹۶۷ کې يې بېرته ورڅخه وغوښتل چې ورسره فعاله دنده وکړي. هغه په ۱۹۸۶ کې له يادې دندې څخه بيا ځلې تقاعد شوه او Digital Equipment Corporation سره يې د سلاکارې په توګه دنده وموندله چې د کمپيوټر برخه کې به يې خپلې تجربې ورسره شريکولې.

د ملګرو ملتونو د سمندري ځواک Arleigh Burke-class له لورې د USS Hopper په نوم ويجاړونکې راکټ د هوپر په وياړ نومول شوی و، لکه څرنګه چې په NERSC کې د Cray XE6 سوپر کمپيوټر د Hopper په نوم و. نوموړې د خپل ژوند په موده کې د نړۍ د پوهنتونونو له لوري په ۴۰ افتخاري افتخاري سندونو سره ستايل شوط وه. په Yale پوهنتون کې يو پوهنځی (کالج) د نوموړې په وياړ بيا ونومول شو. په ۱۹۹۱ کې يې د ټېکنالوژۍ ملي انعام (National Medal of Technology) تر لاسه کړ. د ۲۰۱۶ نومبر په ۲۲ نېټه يې له مړينې څخه وروسته د ولسمشر بارک اوباما له لوري د خپلواکۍ په ولسمشريز انعام (Presidential Medal of Freedom) سره وستايل شوه. [۱۲][۱۳]

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې[سمول]

Grace Brewster Murray د نيوياک په ښار کې زېږېدلې ده. د درې کوچنيانو له ډلې تر ټولو مشره وه. پلار يې Walter Fletcher Murray د سکاتلېنډ او مور يې Mary Campbell Van Horne له هالنډي ذات څخه وه او په West End Collegiate کليسا کې وپالل شول. د نوموړې د پلار نيکه Alexander Wilson Russell چې د متحده ايالتونو سمندري قوماندان و؛ د کورني جنګ پر مهال يې د ګرځنده خليج تر سر ليک لاندې جګړه (Battle of Mobile Bay) کې جګړه وکړه. [۱۴]

Grace په کوچنيوالي کې خورا پلټونکې وه او دا يې د ټول ژوند ځانګړتيا وه. د اوه کلنۍ په عمر کې يې د ګواښ يا خبرتيا زنګ د کار په څرنګوالي د پوهېدولو پرېکړه وکړه او مخکې له دې چې مور يې د کار په اړه خبره شي، د ګواښ يا خبرتيا اوه زنګونه يې ويجاړ کړل. د چمتووالي ښوونځي زده کړو لپاره په Plainfield, New Jersey کې Hartridge ښوونځی ولوست. نوموړې د ۱۶ کلنۍ په عمر په Vessar College کې له وخته مخکې داخلې لپاره ځکه ونه منل شوه، چې په د لاتين نمرې يې خورا ټيټې وې؛ مګر راتلونکی کال يې په کې ګډون وکړ. هوپر په ۱۹۲۸ کې د Vessar له Phi Beta Kappa څخه د رياضياتو او فزيک برخو کې د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره فارغه شوه او په ۱۹۳۰ کې يې له Yale پوهنتون څخه د خپلې ماسټرۍ سند تر لاسه کړ. [۱۵]

ګرېس هوپر په ۱۹۳۰ کې د Vincent Foster Hopper (۱۹۷۶ – ۱۹۰۶) په نوم د نيويارک پوهنتون له يو پروفيسور سره واده وکړ او په ۱۹۴۵ کې يو له بله بېل شول. که څه هم بيا ځلې يې واده ونه کړ، مګر خپل کورنی نوم يې وساته.[۱۶][۱۷]

هوپر په ۱۹۳۴ کې له Yale پوهنتون څخه د رياضياتو څانګه کې د Oystein Ore تر لارښوونې لاندې د دوکتورا سند تر لاسه کړ. د نوموړې تيزس د New Types of Irreducibility Criteria تر سرليک لاندې په همغه کال چاپ شو. په ۱۹۳۱ کې يې په Vessar کې د رياضياتو تدريس پيل کړک او په ۱۹۴۱ کې يې د مرستيال پروفيسرې مرتبې ته پرمختګ وکړ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مسلک[سمول]

دويم نړيوال جنګ[سمول]

هوپر د دويم نړيوال جنګ په لومړيو کې سمندري ځواکونو کې د ځان شاملولو هڅه وکړه. د يو څو دلايلو له امله ونه منل شوه. ۳۴ کلني په سمندري ځواک کې د ګډون لپاره زيات عمر و او د وزن او لوړوالي نسبت يې خورا ټيټ و. نوموړې د دې لپاره هم ونه منل شوه، چې په Vessar پوهنتون په رياضياتو څانګه کې د يوې رياضي پوه او د همدې برخې د پروفيسورې په توګه يې دنده په جګړه کې د هڅې په پرتله ارزښتناکه وه. په ۱۹۴۳ کې د جنګ پر مهال هوپر له Vessar پوهنتون څخه د نه شتون رخصت تر لاسه او د متحده ايالتونو په سمندري زېرمه (United States Navy Reserve) کې يې د خدمت سوګند وکړ. نوموړې يو له هغو ګڼو مېرمنو څخه وه، چې په اختياري او وړيا ډول يې په WAVES کې خدمت وکړ. هغې بايد په لېست کې د شاملېدلو لپاره يو معافيت تر لاسه کړی وی؛ وزن يې د سمندري ځواکونو د لږ تر لږه وزن (۱۲۰ پونډ يا ۵۴ کېلو ګرام) په پرتله ۱۵ پاونډ (6.8kg) لږ و. هوپر په ډسمبر کې راپور ورکړ او د ماسوچوست په Northampton کې د Smith College د سمندري زېرمې د سمندري زده کوونکو ښوونځي (Naval Reserve Midshipmen’s School) کې وروزل شوه. په ۱۹۴۴ کې د خپل ټولګي د اول نمره په توګه فارغه شوه او په Harvard پوهنتون کې د ټيټې رتبې (دويمې بريدمنې) په توګه د کښتيو د محاسبې پروژې اداره کې وګومارل شوه. هوپر د Howard H. Aiken په مشرۍ د Mark 1 کمپيوټر پروګرامونې ډله کې خدمت وکړ، چې هوپر او Aiken په ګډه د Mark1 په اړه درې مقالې وليکلې چې Automatic Sequence Controlled Calculator په نوم هم پېژندل کېږي. د جنګ په پای کې منظم سمندي فوځ ته د ورګرځېدلو غوښتنه يې د ۳۸ کلنۍ عمر له امله ونه منل شوه. په Navy Reserve کې يې خدمت کولو ته ادامه ورکړه. تر ۱۹۴۹ کال پورې د هاروارډ پوهنتون د محاسبې په لابراتوار کې پاتې او د يوې څېړونکې په توګه يې د کار په لېوالتيا کې په هاروارډ کې تر سمندري هوکړې (قرارداد) لاندې د بشپړې پوفيسورۍ مرتبه تر لاسه کړه. [۲۳][۲۴]

UNIVAC[سمول]

هوپر په ۱۹۴۹ کې د Eckert-Mauchly کمپيوټر شرکت کې د مشرې رياضې پوه په توګه کارکوونکې شوه او د UNIVAC I په وده ورکولو کې له ډلې سره يو ځای شوه. نوموړې د Remington Rand لپاره د خپل کاري پروګرامونې ودې (Automatic Programming Development) په کې د UNIVAC رئيسې په توګه هم خدمت وکړ. UNIVAC په ۱۹۵۰ کال بازار کې لومړنی پېژندل شوی لوی برېښنايي کمپيوټر و او د Mark I په پرتله د معلوماتو په پروسس کولو کې خورا غوره و. [۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hq4r5k — subject named as: Grace Hopper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1784 — subject named as: Grace Brewster Hopper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hopper-grace — subject named as: Grace Hopper — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. دوتنه: Marilyn Bailey Ogilvie — سرليک: The Biographical Dictionary of Women in Science — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 616-617 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-135-96342-2
  6. Identifiants et Référentiels — د نشر نېټه: ۲۱ مارچ ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  7. (په March 1, 2014 باندې). Amazing Grace: Rear Adm. Grace Hopper, USN, was a pioneer in computer science. Military Officers Association of America
  8. Donald D. Spencer (1985). Computers and Information Processing. C.E. Merrill Publishing Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-675-20290-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Phillip A. Laplante (2001). Dictionary of computer science, engineering, and technology. CRC Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8493-2691-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Bryan H. Bunch, Alexander Hellemans (1993). The Timetables of Technology: A Chronology of the Most Important People and Events in the History of Technology. Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-76918-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bernhelm Booss-Bavnbek, Jens Høyrup (2003). Mathematics and War. Birkhäuser Verlag. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7643-1634-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Hopper". www.nersc.gov. د اصلي آرشيف څخه پر March 14, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "White House honors two of tech's female pioneers". cbsnews.com. د لاسرسي‌نېټه November 23, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Williams, Kathleen (2004). Grace Hopper: Admiral of the Cyber Sea (په انګلیسي ژبه کي). Naval Institute Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61251-265-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Dickason, Elizabeth (April 1992). "Looking Back: Grace Murray Hopper's Younger Years". Chips. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  16. Green, Judy; LaDuke, Jeanne (2009). Pioneering Women in American Mathematics: The Pre-1940 PhD's. Providence, Rhode Island: American Mathematical Society. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8218-4376-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Biography on p.281-289 of the Supplementary Material at AMS
  17. (په 21 January 1976 باندې). Prof. Vincent Hopper of N.Y U., Literature Teacher, Dead at 69. The New York Times.
  18. "Grace Hopper". womenshistory.org. National Women's History Museum. د لاسرسي‌نېټه July 11, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Though some books, including Kurt Beyer's Grace Hopper and the Invention of the Information Age, reported that Hopper was the first woman to earn a Yale PhD in mathematics, the first of ten women prior to 1934 was Charlotte Cynthia Barnum (1860–1934). (په May–June 2010 باندې). [{{{url}}} The first lady of math?].
  20. Murray Hopper, Grace (1934). "New Types of Irreducibility Criteria" (PDF). American Mathematical Society (Thesis). New Haven, Connecticut: Yale University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. G. M. Hopper and O. Ore, "New types of irreducibility criteria," Bull. Amer. Math. Soc. 40 (1934) 216 "New types of irreducibility criteria". Bulletin of the American Mathematical Society. 40 (3): 209–234. 1934. doi:10.1090/S0002-9904-1934-05818-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ogilvie, Marilyn; Joy Harvey (2000). The biographical dictionary of women in science: pioneering lives from ancient times to the mid-20th century. New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-92040-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Check cite
  23. "Grace Hopper". www.thocp.net. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Williams, Kathleen Broome (2001). Improbable Warriors: Women Scientists and the U.S. Navy in World War II. Annapolis, Maryland: Naval Institute Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55750-961-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ann., Camp, Carole (2004). American women inventors. Berkeley Heights, NJ: Enslow Publishers. OCLC 48398924. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7660-1538-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)