Jump to content

ګريګوري راسپوتين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګريګوري راسپوتين
Григорий Ефимович Распутин (روسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۹ جنوري ۱۸۶۹ (Julian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳۰ ډيسمبر ۱۹۱۶[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ژبې
دنده
  لړۍ...
mystic (en) ژباړلoccultist (en) ژباړلسياستوالpeasant (en) ژباړلmonk (en) ژباړل[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
Khlysts (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

ګریګوري ییفیموویچ راسپوتین ( روسي: Григо́рий Ефи́мович Распу́тин‎ ) (پیدایښت 1869_ مړینه 1916) یو روسئ افسانوي راهب او نوموتی شخصیت وو. نوموړی په تاریخ کي د روسیې د وروستي امپراتور نیکولاس II له کورنۍ سره د ملګرتیا په پار خورا مشهوره بلل کیږي، چي له همدې لاري یې د روسیې امپراتورۍ په وروستیو کلونو کي د پام وړ نفوذ ترلاسه کړ.

راسپوتین د سایبیریا د پوکروسکوی په کلي کي د بزګرانو په یوه کورنۍ کي زېږېدلی وو، چي د توبولسک ولایت په تیومینسکي اویزد سیمه کي موقعیت لري. هغه په 1897 کي یوې خانقاه ته له سفر کولو وروسته د مذهبي تبادلې تجربه ترلاسه او د یوه راهب یا سټرانیک (زیارت کونکي) په توګه وپېژندل سو، په داسي حال کي چي نوموړي د روسیې په ارتودوکس کلیسا کي هیڅ رسمي مقام هم نه درلود. په 1903 یا د 1904-1905 په ژمي کي راسپوتین سینټ پیټرزبورګ ته سفر وکړ او د یو شمیر مذهبي او ټولنیزو مشرانو په ځان ته راکښلو یې د روسیې په ټولنه کي مشهوره څېره خپله کړه. ورپسې یې په 1905 کي د امپراتور نیکولاس او د هغه له مېرمن الکساندر فیودورونا سره ولیدل.

د 1906 په وروستیو کي راسپوتین د نیکولاس او د الکساندرا یوازینی زوی الیکسي نیکولاویچ چي د هیموفیلیا په رنځ اخته وو، درملنه پیل او په بریالیتوب سرته ورسول. دده یادي کړني تر ۱۹۱۵ کال پوري نوموړی لوړ واک ته ورساوه او په لومړۍ نړیواله جګړه کي کله چي روسي واکمن د روسیې د امپراطوري پوځ د څارني لپاره سینټ پیټرزبورګ ته ولاړی راسپوتین یې په نشتوالي کي خپل نفوذ د ملکې په مرسته نور هم پیاوړی کړ. د راسپوتین ددې کارنامې له امله په ختیځه جبهه کي د روسیې پوځ شرموونکې ماته وخوړه، او په 1916 کال کي د محافظه کاره روسانو یوې ډلي نوموړی په بد مرګ سره وواژه.

یو شمېر تاریخپوهان یادونه کوي چي د راسپوتین بدنام او ناوړه شهرت د زار د حکومت په بدنامولو کي لویه مرسته وکړه، او له همدې کبله په روسیه کي د رومانوف کورنۍ په بشپړه توګه سقوط او کمونسټان واک ته ورسېدل. د راسپوتین د ژوند او نفوذ حسابونه تر ډېره پوري د اوریدونکو او افواهاتو پر بنسټ ولاړ دي، او دئ یې په فحاش، راهب، نه پېژندل کېدونکي شخصیت او بېلابیلو نومونو باندي یاد کړی دی.

  1. ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6p280pq. Subject named as: Grigori Rasputin. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 7304586. Subject named as: Grigori Efimovich Rasputin. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: rasputin-grigori-jefimowitsch. Subject named as: Grigori Jefimowitsch Rasputin. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  4. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  5. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  6. CONOR.SI ID: 194699107. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  7. ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn20000720242. Retrieved: ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۳.
  8. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)