د روسیې ارتودوکس کلیسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روسیې ارتودوکس کلیسا (ROC; Russian: Ру́сская правосла́вная це́рковь, romanized: Rússkaya pravoslávnaya tsérkov)، په متناوب او قانوني توګه د مسکو د سرپرست په توګه پېژندل کېږي. (Russian: Моско́вский патриарха́т, romanized: Moskóvskiy patriarkhát)د ختیځ ارتودوکس لویه خپلواکه عیسوي کلیسا ده. دا په روسیه کې دننه ۱۹۴ کلیسايي مشران لري. د ROCمشر د مسکو او ټول روس سرپرست دی.  همداراز ROCخپله هم مشر لري. د یوناني ارتودوکس کلیسا تر څلورو پخوانیو سرپرستانو ( قسطنطنیه الکساندریا، انټیوچ او یروشلم) لاندې د ختیځ ارتودوکس په ترتیب کې په رسمي ډول پنځم ځای لري.[۱][۲][۳]

د کیوان روس عیسوي کول، چې په پراخه توګه د ROC د زېږون په توګه لیدل کېږي، داسې انګېرل کېږي، چې په ۹۸۸ کې د روسیې د شهزاده ولادیمیر د بپتسما او د هغه د خلکوپه وسیله د اکومینیکل د پادریانو د روحانیونوله خوارامنځته شوی، چې اساسي برخه یېROC پاتې شوه. په داسې حال کې چې په راتلونکو شپږو پېړیو کې د کیف ښار او ټوله روسیه تر ۱۶۸۶ز کال پورې د ایکومینیکل سرپرست په واک کې پاتې شوي دي.

ROCاوس مهال د ختیځ ارتودوکس پر عیسویانو د هغوی له توکمیز شالید پرته د ځانګړي صلاحیت ادعا کوي، چې له جورجیا پرته د شوروي اتحاد په پخوانیو غړو جمهوریتونو کې ژوند کوي. ROC د جاپان خپلواکه کلیسا او د چین ارتودوکس کلیسا هم رامنځته کړه. پر دې سربېره چې د رسمي مذهبي خپلواکۍ وضعیت لنډ دی، په بیلاروس او لاتویا کې د ROC سلطنتونه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې د خپل حکومت له بېلابېلو درجو خوند اخلي.

ROC باید له روسیې نه بهر د روسیې له ارتودوکس کلیسا سره هم ګډوډ نه شي (یا ROCOR چې په بهر کې د روسي ارتودوکس کلیسا په نوم هم پېژندل کېږي) چې مرکزي دفتر یې په متحده ایالاتو کې دی. ROCOR په ۱۹۲۰ لسیزه کې له شوروي اتحاد نه بهر د روسي ټولنو له خوا تاسیس شوی و، چې د مسکو د سرپرست واک له رسمیت پېژندلو یې انکار کړی و، چې په حقیقت کې د میټروپولیټان سرګیوس سټراګورډسکي له خوا رهبري کېده. د ۲۰۱۷ کال د می په ۱۷مه دوه کلیساګانې تطبیق شوې؛ ROCOR اوس د روسیې د ارتودوکس کلیسا یوه خپلواکه برخه ده.

تاریخ[سمول]

کیوان روس[سمول]

عیسوي ټولنه چې اوس د روسیې د ارتودوکس کلیسا په نوم پېژندل کېږي، په دودیز ډول ویل کېږي، چې د رسول انډریو له خوا تاسیس شوې، چې فکر کېږي د تور سمندر په شمالي ساحل کې یې له سیتیا او یوناني استعمار نه لیدنه کړې ده. د یوې افسانې له مخې انډریو د کیف راتلونکي ځای ته ورسېد او د یو لوی مسیحي ښار د بنسټ ایښودلو وړاندوینه یې وکړه. هغه ځای چې د راپور له مخې یې هلته یو صلیب جوړ کړی اوس د سینټ انډریو کلیسا په وسیله په نښه شوې ده.[۴][۵]

مسکو ته د لید لېږد؛ په حقیقت کې د مسکو د کلیسا خپلواکي[سمول]

څرنګه چې کیف د مغولو د یرغل له امله خپل سیاسي، کلتوري او اقتصادي ارزښت له لاسه ورکړی و، میټروپولیټین ماکسیموس په ۱۲۹۹ز کال کې ولادیمیر ته لاړ. د هغه ځای ناستی، میټروپولیټان پیټر په ۱۳۲۵ کې مسکو ته خپل استوګنځي ته لاړ.

په ۱۴۳۹ ز کال کې د فلورېنس په شورا کې له بیزانس او همدارنګه له میټروپولیټان اسیدور نه یو شمېر ارتودوکس لوړ پوړو غړو، چې د روسیې د کلیسا استازیتوب یې کاوه، د روم له کلیسا سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې ختیځ کلیسا د پاپ لومړیتوب په رسمیت وپېژني. په هر حال، د مسکو شهزاده دویم واسیلي د فلورنس د شورا هغه عمل رد کړ، چې ۱۴۴۱ ز کال په مارچ کې د اسیدور له خوا مسکو ته راوړل شوی و. اسیدور په ورته کال کې د مرتد په توګه له خپل موقف نه لرې شو او له مسکو نه وشړل شو. د روسیې ښارګوټی د راتلونکو څو کلونو لپاره په اغېزناکه توګه خالي پاتې شو، ځکه چې په لویه کچه په قسطنطنیه کې د متحدینو واکمني وه. د ۱۴۴۸ ز کال په ډسمبر کې جانس یو روسی بشپ په مسکو کې د روسیې د بشپانو د شورا له خوا دقسطنطنیې له خوښې پرته د کیف او ټولې روسیې د میټروپولیټان په توګه(په مسکو کې له دایمي استوګنې سره) وګومارل شو. دا په ۱۴۵۳ ز کال کې د قسطنطنیې له سقوط نه پنځه کاله مخکې پېښ شوي او په غیرارادي ډول د روسیې کلیسا په مسکو (شمال ختیځه روسیه) کې د اغېزناکې خپلواکې کلیسا د جوړښت پیل په نښه کوي. وروسته په مسکو کې یوه تیوري رامنځته شوه، چې مسکو یې د درېیم روم، د قسطنطنیې د مشروع ځایناستي او د مسکو کلیسا یې د روسیې د ټولو کلیساګانو د لومړي مشر په توګه ولیده. په ورته وخت کې په ۱۴۵۸ ز کال کې د روسیې نوي رامنځته شويارتودوکس (په پیل کې متحد) په کیف کې میټروپولیټانیټ (د لیتوانیا په ګران دوچی کې او بیا وروسته د پولنډ – لیتوانیا ګډ دولت) د مسیحي لید تر ۱۶۸۶ز کال پورې دوام درلود، کله چې دا په لنډمهاله توګه د مسکو واک ته لیږدول شوی و.[۶]

خپلواکه کلیسا او اختلاف[سمول]

د لومړي سترواک فیودور د واکمنۍ پر مهال د هغه اوښي بوریس ګوډونوف، د قسطنطنیې له ایکومینیک پادري سره اړیکه ونیوله، چې «د بودیجې د نشتوالي له امله ډېر شرمنده و».[۷]

د پیریاسلاو شورا څو کاله وروسته (۱۶۵۴) چې د روسیې په تساردوم کې د پولنډ - لیتوانیا ګډ دولت د ختیځو سیمو د یوځای کېدو خبر ورکړ، د کیف د میټروپولیټان سیمه او ټول روس د مسکو سرپرست دولت ته لیږدول شوی و (۱۶۸۶) .

لوی پېټر[سمول]

لوی پیټر (۱۶۸۲-۱۷۲۵) پلان درلود، چې د روسیې حکومت، اردو، جامې او اداب په بنسټیز ډول عصري کړي. هغه له روسیې یو پیاوړی سیاسي ځواک جوړ کړ. پیټر مذهبي نه و او کلیسا ته یې کم درناوی درلود، نو کلیسا یې له سخت حکومتي کنټرول لاندې راوسته. هغه د پادریارک ځای له سپڅلي کلیسايي شورا سره بدل کړ، چې هغه به کنټرولوو. سترواک ټول بشپان وټاکل. د دیني مسلک یوه لاره نه وه، چې د لوړې طبقې ټولنې له خوا غوره شوې وه. د سیمې ډېری پادریان د پادریانو زامن وو، کم سواد او کم معاش یې درلود. په خانقاه کې راهبانو یو څه لوړ حیثیت درلود؛ دوی ته د واده اجازه نه وه. په سیاسي لحاظ کلیسا بې کفایته وه. وروسته په ۱۸مه پېړۍ کې کاترین لویې د کلیسا ډېرې ځمکې ونیولې او پادریانو ته یې لږ معاش ورکړ، چې د تعمید غسل او واده په څېر د خدماتو فیسونه یې ضمیمه کړل.[۸]

له روسیې بهر د روسي ارتودوکس کلیسا (ROCOR)[سمول]

د روسیې کلیسا د بلشویک انقلاب د پایلو له امله ویجاړه شوې وه. یو اغېز یې له روسیې نه متحده ایالاتو، کاناډا او اروپا ته د کډوالو تګ و. د ۱۹۱۸ ز کال انقلاب د روسیې د کلیسا لویې برخې په امریکا، جاپان او مانچوریا کې ډیوسیسونه، او همدارنګه په اروپا کې کډوال له اصلي کلیسا سره له منظمو اړیکو جلا کړل.

د ۲۰۰۶ ز کال د ډسمبر په ۲۸مه په رسمي توګه اعلان وشو، چې د قانوني ګډون لایحه په پای کې د ROC او ROCOR ترمنځ لاسلیک شي. لاسلیک د ۲۰۰۷ ز کال د مې په ۱۷مه نېټه وشو، له هغه وروسته چې د مسکو له سرپرست سره د ټولنې بشپړه بیا رغونه وشوه، په مسکو کې د مسیح په ژغورونکې کلیسا کې د الهی عبادت له خوا ونمانځل شوه، چې په هغه کې د لومړي ځل لپاره د مسکو سرپرست او د ټولې روسیې دویم الیکسیس او د ROCOR لومړی روحاني مشر د دعا لپاره یوځای شول. [۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. "I. Общие положения – Русская православная Церковь". د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hanna, Alfred. "Union Between Christians". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Диптих". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Damick, Andrew S. "Life of the Apostle Andrew". Chrysostom. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Voronov, Theodore (13 October 2001). "The Baptism of Russia and Its Significance for Today". Orthodox. Clara. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اپرېل ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "ИОНА". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Karl August von Hase. A history of the Christian Church. Oxford, 1855. p. 481.
  8. Lindsey Hughes, Russia in the Age of Peter the Great (1998) pp. 332–56.
  9. "Russian Orthodox Church Abroad (ROCA), Synod of Bishops". Sinod.ruschurchabroad.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Russian Orthodox Church Outside Russia – Official Website". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)