ګراردوس مرکاټور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګراردوس مرکاټور
(لاطینی: Gerhardus Mercator د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ مارچ ۱۵۱۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 2 ډيسمبر 1594 (82 کاله)[۱۲][۱۳][۹][۱۴][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۰][۱۵][۱۶][۱۷][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د سپېڅلې روم امپراتوري[۱۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
دينپوهنه
ليکوال[۱۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه[۹]
نېدرلنډي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ځمکپوهنه[۲۰]
شمېرپوهنه[۲۰]
دينپوهنه[۲۰]
فلسفه[۲۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ګراردوس مرکاټور

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګراردوس مرکاټور (زوکړه: د ۱۵۱۲ زکال د مارچ ۵ مه – مړینه: د ۱۵۹۴ زکال د ډسمبر ۲مه ) فلانډر کونټي ته اړوند د ۱۶مې پېړۍ جغرافیه پوه، ستور پېژندونکی او نقشه اخیستونکی و. نوموړی په ۱۵۶۹ زکال کې د نوې طرحې له مخې د نړۍ د نقشې جوړولو له امله شهرت لري چې په هغو کې یې د سمندري تګ راتګ مسیرونه د ثابتو کرښو (rhumb lines، یا هغو کرښو پر مټ چې ټول نصف النهارونه د مساوي مورب زاویې له مخې قطع کوي) پر بنسټ رامنځته کړل – هغه نوښت چې اوس هم په سمندري نقشو کې ترې کار اخیستل کېږي.

مرکاټور د کارتوګرافي یا نقشې جوړونې په تاریخ کې له پام وړ اغېزمنو مخکښانو څخه و. نوموړی د جیما فریسیوس او ابراهام اورتلیوس په خوا کې د نقشې جوړونې او جغرافیا د هالنډي مکتب د بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي. نوموړی همدارنګه د دغه مکتب تر ټولو مخکښ بنسټګر ګڼل کېږي. هغه په خپل وخت کې د ځمکې د کرې او نورو علمي وسایلو پام وړ جوړونکی و. له دې سربېره نوموړي له الهیاتو، فلسفې، تاریخ، ریاضي او د ځمکې د مقناطیسي میدان له بحث سره لیوالتیا لرله. همدارنګه نوموړی یو تکړه خطاط او حکاک و. نوموړي د خپلې دورې د نورو پوهانو پر خلاف ډېر لږ سفر کاوه او جغرافیايي پوهه یې له خپل کتابتون څخه چې زرګونه کتابونه او نقشې یې لرلې، ورته د راتلونکو میلمنو او له نورو پوهانو، چارواکو، مسافرینو، سوداګرو او سمندر مزلو سره په پراخه کچه (په شپږو ژبو) د لیکونو له تبادلې ترلاسه کړې وه. د مرکاټور لومړنۍ نقشې په لویو چوکاټونو کې په دیوالونو باندې د نصب کولو لپاره مناسبې وې، خو د خپل ژوند په دویمه نیمايي کې یې له ۱۰۰ څخه زیاتې نوې منطقوي نقشې په کوچنیو قالبونو کې تولید کړې چې د هغه په اطلس کې د صحافۍ لپاره مناسبې وې؛ هغه چې ۱۵۹۵ زکال کې یې جوړ کړ. دا لومړی ځل و چې د نړیوال اطلس کلمې د نقشو یوه کتاب ته نغوته کوله. له دې سره مرکاټور د نړۍ د خلقت، تاریخ او توصیف اړوند د کاسمولوژي په نامه رسالې لپاره خپل اطلس د نیولوژېسم په نامه یاد کړ نه دا چې هغه دې د نقشو یوه ساده ټولګه وبولي. نوموړي دغه کلمه د تیتان (د مورتانیا د پاچا) د اطلس د یادونې په موخه وکاروله چې ده هغه د جغرافیې لومړنی لوی عالم باله. [۲۱][۲۲]

مرکاټور خپل ډېری عواید د ځمکې او کایناتو څخه د جوړو کړو کرو څخه ترلاسه کړل. د شپېتو کلونو لپاره د هغه له خوا جوړې شوې کرې د نړۍ تر ټولو غوره نمونې ګڼل کېدې او تر دې کچې په پلور ورسېدې چې لا یې هم ګڼ شمېر نمونې پاتې دي. نوموړي همدارنګه د خپلو نور علمي وسیلو په ځانګړې توګه د اسطرلابونو او نجومي کړیو د جوړولو له امله شهرت درلود چې د ستور پوهنې د هندسې او فال لیدنې په برخه کې ترې ګټنه کېدله.

مرکاټور د جغرافیې، فلسفې، وقایع لیکنې او الهیاتو په برخو کې لیکنې وکړې. د هغه ټولې دیوالي نقشې د پریمانه متن په لرلو سره په ځانګړو ځایونو کې نصب شوې وې. د بېلګې په توګه هغه ته اړوند د ۱۵۶۹ زکال د نړۍ نقشه د ۵ زرو څخه زیاتو کلمو په لرلو سره په ۱۵ افسانو (fifteen legends) کې حک شوې ده. د ۱۵۹۵ زکال اطلس یې په شاوخوا ۱۲۰ پاڼو کې نقشې لرلې او همدارنګه یې د نقاشي شوو عناوینو پاڼې هم لرلې، خو ګڼ شمېر نورو پاڼو یې بیا د نړۍ خلقت او د ټولو هېوادونو توصیف انځور کړی و. د نوموړي د کرونولوژۍ نوملړ شاوخوا ۴۰۰ پاڼې لرلې او د (خلقت له مهاله یې) ځمکنۍ لړۍ، پام وړ سیاسي او پوځي پېښې، اتشفشانونه، زلزلې او کسوفونه په کې په تاریخي بڼه مشخص کړي و. نوموړي همدارنګه د انجیلونو او د زاړه تړون اړوند هم لیکنې کړې دي.

مرکاټور یو کلک عیسوي و او هغه مهال چې د مارتین لوتر پروتستانېزم مخ پر ودې و په یوه کاتولیک کورنۍ کې وزېږېد. هغه هېڅکله ځان لوتري وه نه ګڼه خو په ښکاره ډول یې د هغو ملاتړ کاوه او کاتولیک چارواکي یې په بدعت تورن کول؛ له شپږ میاشتني بند وروسته هغه جوړ خوشی شو. د ځورونې دغه دوره تر ټولو مهم عامل وګرځېد څو له کاتولیک لوون (لووین) څخه د روم په سپېڅلې سترواکۍ کې د دویسبورګ ارامه ښار ته کډه وکړي چېرې چې نوموړي د خپل ژوند وروستي ۳۰ کلونه تېر کړل. والټر ګیم چې د مرکاټور ملګری او د هغه لومړنی ژوند لیک لیکونکی دی هغه یې په چلن کې ځیرک او د وګړو ترمنځ یې شوخ او خوشاله طبیعت لرونکی کس توصیف کړی چې له نورو پوهانو سره به په مناظره کې تر هر وخت ډېر خوشاله و. نوموړی تر خپلې مړینې پورې د خپلې دورې د نورو ټولو پوهانو په پرتله پرهېزګاره او د ډېرې مطالعې ترسره کوونکی و.

ژوند[سمول]

لومړني کلونه[سمول]

ګراردوس مرکاټور د ګېرت یا ګرارد (ډي) کرمر (یا کرېمر) په نامه وزېږېد؛ نومړی د هوبرت ډي کرمر او د هغه د مېرمنې ایمرانس اووم ماشوم و چې د روپلمونډ په نامه د فلانډر په کوچني کلي وزېږېد؛ دغه کلې د آنتورپ ښار سویل لویدیځ ته موقعیت لري چې ټول د هالنډ په هابسبورګ قلمرو کې شامل کېدل. د هغه مور او پلار د روم د سپېڅلې سترواکۍ له دوک نشینه سیمې یولیخ (اوسني جرمني) څخه دلته راغلي و. د نوموړي د زیږون پر مهال دوی د هوبرت د ورور (یا د مرکاټور د تره) ګیزبرت ډي کرمر لیدنې ته تللي و. هوبرت بې وزله صنعتګر او بوټ ګنډونکی و، خو ګیزبرت بیا کشیش و او په ټولنه کې یې ځانګړی ځای درلود. په روپلمونډ کې د هغوی استوګنه لنډ مهاله وه او د شپږو میاشتو په ترڅ کې بېرته ګنګلت ته راوګرځېدل چې مرکاټور د خپل ماشومتوب لومړي شپږ کلونه همدلته تېر کړل. په ۱۵۱۸ زکال کې د کرمر کورنۍ په ډېر احتمال سره د شرایطو د خرابوالي – قحطۍ، طاعون او بې قانونۍ له امله له ګنګلت څخه روپلمونډ ته راوګرځېدل. مرکاټور د اووه کلنۍ په عمر د روپلمونډ په سیمه ئیز ښوونځي کې شامل شو او هلته یې لیکنه او لوستنه، حساب او لاتین زده کړل. [۲۳][۲۴]

په سرتوخن بوخس کې ښوونځی(۱۵۲۶- ۱۵۳۰ زکال)[سمول]

په ۱۵۲۶ زکال کې د هوبرت له مړینې وروسته، ګیزبرت د مرکاټور پالونکی شو. هغه په دې تمه چې مرکاټور به وکولای شي د هغه پر قدم قدم کېږدي او کشیش شي؛ همدا و چې ۱۵ کلن مرکاټور یې د باربانټ دوک نشینه سیمې په سرتوخن بوخس کې د مشترک ژوند د وررولۍ ټولنې ته اړوند مشهور ښوونځي ته ولېږه. دغه ټولنه او اړوند ښوونځی یې د کاریزماتیک مخکښ ګېرت ګروټ له خوا تاسیس شوی و چې ډېر ټینګار یې هم د مقدس کتاب پر مطالعه درلود او ورته مهال یې له هغو کلیسايي عقایدو سره مخالفت ښود چې د مارتین لوتر د نوو «بدعتونو» دواړه اړخونه یې مطرح کول؛ هغه چې یوازې څو کلونه وړاندې په ۱۵۱۷ زکال کې رامنځته شوي و. مرکاټور د خپل ژوند په وروستیو کې له مشابه قوانینو ملاتړ وکړ چې هغه ته یې جنجال پارونکې پایلې له ځانه سره لرلې.

د لووېن پوهنتون ۱۵۳۰- ۱۵۳۲ زکال[سمول]

له هغه مشهور ښوونځي څخه مرکاټور د لووېن مشهور په پوهنتون ته ولاړ چېرې چې د نوموړي بشپړ لاتین نوم د ۱۵۳۰ زکال په تحصیلي سوابقو کې راغلی دی. نوموړي د کسل کالج په نامه روزنیز کالج کې ژوند کاوه او له دې سره چې بې وزلې طبقې ته اړوند ګڼل کېده له بډایه زده کوونکو سره چې په کې اناتومېست اندریاس وسالیوس، سیاستوال انتوان پرنوت او الهیات پوه جورج کاسندر شامل و، ملګری شو چې هغوی د مرکاټور په شهرت کې ونډه لرله او د هغه دایمي ملګري وګرځېدل. [۲۵]

په دغه پوهنتون کې تر ټولو لوړه علمي درجه (دوکتورا/مجسټر/لارښود) د فلسفې، الهیاتو او یونان په برخو کې ښوونیزې محافظه کارې فلسفې ته اړوند وه چې ارسطو له نورو ټولو په کې اصلي ځایګی درلود. له دې سره چې دغه لږ اهمیت لرونکی درسي نصاب دغه مهال د څلورګونو علومو (حساب، هندسې، ستور پوهنې او موسیقي) پر مټ پیاوړی شوی و خو بیا هم د الهیاتو او فلسفې سره په مقایسې هغې ته لږ پام کېده او په دې سره مرکاټور مجبور و چې په راتلونکو کلونو کې لومړیو دریو موضوعاتو ته زیات پام وکړي. مرکاټور په ۱۵۳۲ زکال کې د مجسټر یا دوکتورا سند ترلاسه کړ.

سرچينې[سمول]

  1. subject named as: marinero — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Gerard Mercator
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Gerard Mercator
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00120972 — subject named as: Gerhard Mercator — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of Artists — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Gerardus-Mercator — subject named as: Gerardus Mercator — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6863kfc — subject named as: Gerardus Mercator — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/33535117 — subject named as: Gerard Mercator — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118580973 — د نشر نېټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12789989j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Dutch Instrument Makers ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/scientific-instrument-makers/?pagetype=authorDetail&aId=PE00011975
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/97740/gerhard-mercator-kramer — subject named as: Gerhard Mercator (Kramer) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Diccionario biográfico español — خپرونکی: Real Academia de la Historia
  12. پیوستون : 118580973  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  13. http://www.encyclopedia.com/topic/Gerardus_Mercator.aspx
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12789989j — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  15. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/mercator-gerhard — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  16. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0042039.xml — subject named as: Gerardus Mercator — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  17. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=http://roglo.eu/roglo?&id=p=gerard;n=de+kremer — subject named as: Gérard De Kremer
  18. http://www.worldatlas.com/webimage/countrys/europe/belgium/befamous2.htm
  19. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  20. NKCR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20000073682 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  21. Monmonier, Mark: Rhumb Lines and Map Wars: A Social History of the Mercator Projection. (Chicago: University of Chicago Press, 2004)
  22. Van der Krogt, Peter (2015), 'Chapter 6: Gerhard Mercator and his Cosmography: How the 'Atlas' became an Atlas,'; in: Gerhard Holzer, et al. (eds.), A World of Innovation: Cartography in the Time of Gerhard Mercator. (Newcastle upon Tyne: Cambridge Scholars Publishing, 2015), pp. 112–130
  23. Crane 2003، صص. 14، Chapter 2.
  24. Crane 2003، صص. 10–13، Chapter 1.
  25. Crane 2003، Chapter 4.